د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په ۷۹يمه غونډه کې د غزې (فلسطین) د کړکېچ انعکاس

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په ۷۹يمه غونډه کې د غزې (فلسطین) د کړکېچ انعکاس
  • د فلسطین د اوسني کړکیچ په اړه د هېوادونو دریځونه او چلندونه
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډه چې د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته په کال کې یو ځل ترسره کېږي، سږ کال یې۷۹يمه غونډه د سپټمبر له ۲۴مې تر ۲۸مې د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډو په تالار کې ترسره شوه. د ملګرو ملتونو د ویاند د څرګندونو له مخې، د سږ کال په غونډه کې ۷۶ ولسمشرانو، ۴ ولیعهدانو، ۲ لومړیو وزیرانو، ۴۲ د لومړی وزیر مرستیالانو، ۹ وزیرانو، ۵۴ مرستیال وزیرانو او د اروپایي اتحادیې پلاوو ګډون کړی و. د سږني کال (۷۹) عمومي غونډې موضوع یا اجنډا دا وه: «هیڅوک شاته نه پریږدو، د سولې لپاره هڅې، د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د دوامداره پرمختګ او انساني کرامت د ودې لپاره ګډ اقدام». خو سږ کال د ملګرو ملتونو عمومي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې نړۍ په جدي توگه په خونړیو بحرانونو کې ډوبه ده چې تر ټولو مهمه یې د غزې جګړه او د هغې سیمه ییزې او نړیوالې پایلې دي. که څه هم ملګرو ملتونو د سږنۍ غونډې اجنډا ټاکلې وه، خو د فلسطین د کړکېچ ژورېدل چې ټول منځنی ختیځ یې د جګړې کندې ته غورځولی دی، ددې لامل شو چې د نړۍ ټول مشران تر ټولو مرکزي بحث د فلسطین پر مسئلې متمرکز کړي. په دې لیکنه کې به د فلسطین د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په سږنۍ غونډه کې د نړۍ د مهمو هېوادونو د مشرانو دریځونه مطرح شي.

د فلسطین د اوسني کړکیچ په اړه د هېوادونو دریځونه او چلندونه

۱- ایران

د ایران دریځ او چلند د یوازیني هیواد په توګه چې په حقیقت کې د اسرائیلو د رژیم پر وړاندې ولاړ دی ډېر مهم دی. سږ کال د ایران په استازیتوب د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په تالار کې وینا وکړه. که څه هم د ایران د ولسمشر له خبرو څخه نسبتاً نرم او د پخلاینۍ دریځ څرګند شو، خو د فلسطین د اوسني کړکېچ او د غزې پر ښار د اسرائیلو د برید اړوند له نیوکو او غندنې ډکې وې. هغه د احصائیو او ارقامو په وړاندې کولو او په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په بیانولو سره د حماس دفاع وکړه. د هغه په ​​وینا فلسطینیانو له اوو لسیزو تیریو او وژلو وروسته له غاصب صهیونیسټ رژیم څخه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. هغه د فلسطین د خلکو مبارزه وستایله او د هغو کړنې یې د فلسطین د ازادۍ غوښتونکي وبللې او د فلسطین له خلکو یې د خپل هیواد ملاتړ څرګند کړ. هغه د فلسطین د کړکیچ د پای ته رسولو اصلي حل لاره په ټول فلسطیني خاوره کې د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو ترمنځ د یوه واحد دولت د جوړولو لپاره د ټولپوښتنې ترسره کول وګڼل چې البته دا وړاندیز به د اسراییلو په استثنا سره ترسره شي. دې ته په پام سره چې د ایران د ولسمشر عمومي دریځ سوله يیز او پخلاینه وه، فکر کیږي چې د فلسطین د مسئلې په اړه د ایران عمومي دریځ له سخت دریځۍ څخه په دفاعي او سوليز دریځ باندې بدل شوی دی. چې دا کولی شو د پزشکیان له دې وړاندیز څخه چې وویل «هیواد یی چمتو دی چې له نورو سره د رغنده تعامل نوی دور پیل کړي» واخلو.

۲– ترکیه

د ترکیې ولسمشر اردوغان لومړی په خپلو خبرو کې  د یو دوست او ورور هېواد په توګه د فلسطین د استازي په شتون خوښي څرګنده کړه او هیله يي څرګنده کړه چې یوه ورځ به د فلسطین استازی په ملګرو ملتونو کې خپل حق او وړ مقام ترلاسه کړي. په غزه کې د اسرائیلي رژیم د اقداماتو په اړه د هغه دریځونه ډېر سخت وو. هغه په ​​غزه کښې د اسرائیلو د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د ژورتیا په بیانولو سره چې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم له خوا ترسره کیږي هم د اسرائیلو د رژیم په کنټرولولو کې د ملګرو ملتو په اقداماتو نیوکه وکړه او هغه یې ضعیفه وبلله. هغه له نړۍ وپوښتل چې د اسراییلو د جنایتونو د بندولو لپاره د څه شي په تمه یاست؟ ولې د اسرییلو د کړنو مخنېوی نه کوې؟ هغه هغو هېوادونو ته چې د اسراييلو ملاتړ کوي وويل، تاسو په کوم ضمير سره دا ذلت زغمې؟ هغه د فلسطين د خلکو مقاومت مشروع او د وياړ وړ وباله او ويې ويل چې دا اسرائيل دی چې نه غواړي موافقه وشي. ځکه چې اسراییل په مختلفو بهانو او دریځونو په بدلولو سره د خبرو اترو مخکې تګ سره خنډونه پیدا کوي. هغه وړاندیز وکړ: کله چې د امنیت شورا ۲۷۳۱ پریکړه لیک عملي نه شي، د اسرائیلو پر ضد باید سخت اقدامات وشي. هغه د سمدستي او غیر مشروط اوربند وړاندیز وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د ژمي تر رارسیدو د مخه دې غزې ته مرستې واستول شي. اردوغان د تركيې د اقداماتو په اړه وويل چې موږ له اسرائيلو سره خپل تجارت پرې كړى او تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام وركوو تر څو چې فلسطيني ولس خپل حق نه وي ترلاسه كړى او اسرائيلو ته به اجازه ورنه كړو چې زموږ په لومړۍ قبله باندې يرغل وكړي. موږ د عدالت نړیوالې محکمې ته د اسراییلو په وړاندې د جنوبي افریقا د اعتراض قضیې ملاتړ کوو. د اردوغان په وینا د بحران اصلي ریښه د اسراییلو لخوا د فلسطین د ځمکو اشغال دی. له همدې امله، د دوه دولتونو حل پر بنسټ د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل چې ختیځ بیت المقدس یې د پلازمینې په توګه وي، دا کړکیچ پای ته رسوي.

۳– پاکستان

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هڅه وکړه چې د پاکستان اقتصادي ستونزې روښانه کړي او د نړۍ پام د پاکستان له اقتصادي بې وزلۍ سره مبارزې ته واړوي، خو د خپلې وینا مهمه برخه یې د فلسطین مسئلې او د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته ځانګړې کړه. شریف په غزه کې د اسراییلو جنایتونه نسل وژنه وبلله او د اسراییلو د تیري د پای ته رسولو لپاره یې د نړیوالې مداخلې وړاندیز وکړ.  هغه د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په توګه د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه وکړه، چې په سیمه کې د اوسني کړکېچ وروستۍ حل لاره ده.

۴- عربی هېوادونه

عربي هیوادونه چې باید د فلسطینیانو تر ډیره حمایت وکړي، د غزې د اوسني کړکیچ او د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو سره په مقابله کې یې کمزوری او ساده دریځ خپل کړ او په ساده ډول یې ترې ځانونه تېر کړل. دبیلګې په توګه دسعودی عربستان خارجه وزیر دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره د غزې له خلکو سره یې د خپلو مرستو یادونه وکړه . بله بېلګه یې د فلسطین د مسئلې په اړه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر دریځ و. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر هم د غزې وضعیت نازک وباله او په غزه کې یې د سمدستي اوربند وړاندیز وکړ. دغه راز د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د دوه دولتونو حل لارې په اساس د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په توګه د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول د فلسطین له کړکیچ څخه د وتلو اصلي لاره وبلله. نورو عربي هیوادونو هم سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ورته دریځونه درلودل او د فلسطین د اوسني کړکیچ او ناورین په اړه یې کوم نوی وړاندیز نه دی کړی.

۵- د اسرائیلو صهیونیسټ رژیم

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د اسرائیل د غاصب او صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وینا ډیره شدیده وه. نتانیاهو په خپله وینا کې د غزې د بې وزله خلکو او د لبنان د خلکو په وړاندې د خپلو بریدونو په کلکه دفاع وکړه. هغه پر غزې، لبنان او یمن خپل بریدونه په دې دلیل روا وبلل چې حماس د اسرائیلو وګړي یرغمل کړي، د لبنان حزب الله د حماس په ملاتړ پر اسرائیلو بریدونه کوي او د یمن حوثي یاغیان د اسرائیلو ګټې او اهداف په نښه کوي. هغه ایران ته د مستقیم برید ګواښ هم وکړ. هغه وویل چې زه د ایران واکمنانو ته یو پیغام لرم: که تاسو پر موږ برید وکړئ، موږ به پر تاسو برید وکړو. په ایران کې هیڅ ځای زموږ د لاسرسي څخه بهر نه دی او ټول منځنی ختیځ د دې شاهد دی. نتانیاهو د نورو مسلو په اړه هم یادونه وکړه چې ټول د فلسطین مسلې پورې تړاو درلوده. د دوو مختلفو نقشو په ښودلو سره یې هڅه وکړه چې خپل غاصب رژیم د سولې غوښتونکی او د ټولې سیمې له اقتصادي پرمختګ سره لېواله وښيي. هغه په خپلو دروغو سره چې نمایش ته یې وړاندې کړل په حقیقت کې د سعودی عربستان په راس د اسراییلو سره د عربي هېوادو یوالي ته اشاره کوي. چې د هغه په ​​​​وینا، د “ابراهیمي سوله” د هغې ژمنه ده. البته د نتانیاهو وینا په داسې حال کې وشوه چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ډېرو هېوادونو استازي په اعتراض کې له تالار وتلي وو. په ټولیزه توګه د نتانیاهو په وینا کې د هغه ناوړه هوډ او د غاصب رژیم د حماس لره په بشپړه توګه له منځه وړلو لپاره د غزې پر ضد جګړې ته دوام ورکول وو.

۶- امريكا متحده ايالات

د امریکا ولسمشر جوبایډن په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې د اقداماتو په تائیدولو سره د صهیونیسټ رژیم له خوا د فلسطینیانو وژنه په احمقانه منطق سره توجیه کړه او ویې ویل «هر هیواد حق لري چې د اکتوبر د اوومې نېټې په شان بله حمله بیا ترسره نه شي» هغه د اسرائیلو د کړنو په باره کې ټینګار وکړ چې له حماس او حزب الله سره د اسرائیل جنګ باید په سیمه يیز جنګ بدل نه شي او په کار ده چې له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره ډیپلوماټیک اقدامات ترسره شي. البته بایډن ونه شو کولی د غزې نازک وضعیت له پامه وغورځوي. لکه څنګه چې هغه په ​​​​شرم سره اعتراف وکړ چې په غزه کې د ملکي خلکو وضعیت خورا نازک دی او جدي پاملرنې ته اړتیا لري. که څه هم بایډن د شخړې حللاره د دوو دولتونو د جوړولو وړاندیز یادونه وکړه، خو هغه پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د پای ته رسېدو لپاره هیڅ یادونه ونه کړه، چې دا په غزه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو او عملیاتو د دوام لپاره د امریکامتحده ايالاتو ملاتړ ته اشاره کوي.

۷- اروپایي هېوادونه

د اروپايي هېوادونو په منځ کې د دريو سترو قدرتونو بريتانيا، جرمني او فرانسې دريځ تر ټولو مهم و. د برتانیې دریځ چې د هغه هیواد د لومړی وزیر څخه واوریدل شو، په بشپړه توګه د محتوياتو څخه بې برخې و او د غزې د بې دفاع خلکو په وړاندې د اسراییلو د وحشیانه جګړې د پای ته رسولو لپاره اساسي حللاره نه وه. هغه په ​​ساده ډول له دواړو خواوو وغوښتل چې سمدستي اوربند ته پام وکړي، خبرداری یې ورکړ چې د اسراییلو او حزب الله ترمنځ جګړه کولی شي ټوله سیمه ګډوډۍ ته واړوي. نوموړي د فلسطین د مسئلې په اړه د فلسطیني دولت د جوړیدو په اړه کلک او بې اساسه دریځونه تکرار کړل، خو دا یې ونه ویل چې اسرائیل باید اوس څه وکړي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير د بريتانيا د لومړي وزير په مقابل کې، چي د فلسطين مسئله يې له پامه غورځوله، په دې برخه کي سخته وينا وکړه. د صهیونیسټي نیواکګر رژیم د اویا کلنو جنایتونو په بې شرمۍ او بشپړې سترګې پټولو سره یې، اصلي پړه پر فلسطینیانو واچوله او د اسرائیلو دغه وحشیانه اقدام یې یو مشروع او مناسب اقدام وباله. سربیره پردې، هغه د اسراییلو د جنایتونو د دوام لپاره د خپل هیواد ټینګ ملاتړ اعلان کړ. د فرانسې ولسمشر په خپله وینا کې د فلسطین مسئلې په اړه دوه مخيتوب معیار تکرار کړ. هغه په ​​اسرائیلو کې د حماس عملیات وغندل او هم په غزه کې یې د اسرائیلو د عملیاتو ملاتړ وکړ. ترڅنګ یی د غزې د خلکو ناوړی حالات او هلته یې اوسنی وضعیت د منلو وړ ونه باله.

۸- روسیه او چین

سږ کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د روسیې او چین بهرنیو چارو وزیرانو هم ويناوې وکړې. دا اقدام د دغو دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا د دغې غونډې ته یو ډول بې ارزښتوب ښایي. د روسيې او چين د بهرنيو چارو د وزيرانو وينا تر ډېره د هغو محورونو په شاوخوا کې ګرځېدله چې د دواړو هېوادونو د بهرني سياست په لومړيتوبونو کې شامل دی. له همدې امله یې د فلسطين د کړکېچ په اړه کومه نوې خبره وړاندې نه کړه. د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د اسرائیلو په کارکردګۍ د نیوکې ترڅنګ د فلسطین د کړکیچ د دایمي حل لپاره د دوو دولتونو جوړول د حل لاره وبلله او په غزه او لبنان کې یې د اسرائیلو د عملیاتو په سمدستي بندولو ټینګار وکړ.

پایله

په اوسني وخت کې د حماس، ایران او د مقاومت د محور په نوم د فلسطین او اسرائیلو څو اړخیزه جګړه د منځني ختیځ د سیمې په کچه په یوه بشپړ بحران بدل شوی دی او که دا نور هم وغځیږي، د پراخیدو امکان یې شته. له همدې امله د ملګرو ملتونو د سږني عمومي اسامبلۍ په عمومي بحث کې د نړۍ ټولو مشرانو دغه موضوع مطرح کړه او په دې اړه یې خپل دریځونه څرګند کړل. په مجموع کې د فلسطین د روان کړکیچ په اړه د هیوادونو دریځونه څلورو ډوله وو. لومړی دریځ د ایران لخوا وړاندې شو. ایران له پخوا څخه د فلسطین د مسئلې په اړه په بشپړه توګه مختلف دریځ درلود چې دا ځل د دغه هیواد د ولسمشر له خوا تکرار شو. د ایران ولسمشر دا ځل وویل، د فلسطین د مسئلې یوازینۍ حل لاره د یو متحد فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو په ګډون د ټولو فلسطینیانو ټولپوښتنه ده. د دې دریځ په مقابل کې، د اسراييلي رژيم دريځ شته دی، چې يو خپلواک فلسطيني دولت په هيڅ صورت نه شي زغملی. دریم دریځ د عربي او اسلامي هیوادونو وو. له استثناء پرته ټول عربي او اسلامي دولتونو په دې شرط چې ختیځ بیت المقدس دې د فلسطین پلازمېنه وي، د دوو دولتونو، فلسطین او اسرائیلو د جوړولو د حل ملاتړ کوي. څلورم دریځ هم د امریکامتحده ايالاتو، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو په ګډون د اروپايي هېوادونو د ولسمشرانو له خوا وړاندې شو، چې له کوم ځانګړي شرط پرته د دوه خپلواکو هېوادونو حللاره یې یاده کړه. سره له دې چې دغه وړاندیزونه په نظري بڼه وړاندې شو، خو د غزې او حماس پرضد د جنګ د بندولو لپاره د صهیونیسټ رژیم پرضد اساسي حل او فشار وړاندې نه شو . په ټولو هیوادونو کې یوازې ایران په حقیقت کې د حماس او حزب الله او نورو هغو ډلو ملاتړ کوي چې د مقاومت محور بلل کیږي، په داسې حال کې چې لویدیځ هیوادونه په کلکه د اسرائیلي رژیم ترڅنګ ولاړ دي او له دغه رژیم سره هر اړخیز مالي او نظامي مرستې کوي. لويديځوال د فلسطين د کړکېچ په اړه دوه ګونی سياست پرمخ بيايي. له یوې خوا د غزې د خلکو لپاره د هسې اوښکې تویوي او له بلې خوا اسراییلو ته وسلې ورکوي. دوی له یوې خوا د غزې وضعیت د تشویش وړ بولي او له بلې خوا یې د دغو خلکو په وژلو کې له اسرائیلي رژیم سره لاس یو کړی دی. هغه څه چې درد زیاتوي د فلسطین د کړکیچ په وړاندې د عربي هیوادونو غیر فعال او پر دغه وضعیت د سترګو پټولو دریځ دی. د دې پېښې په لیدلو سره عربان د خپلو خپلوانو د وژلو شاهدان دي او نړۍ ته یې یوازینی ویاړ د غزې له مظلومو او بې ځایه شویو سره مرسته ده، چې په هیڅ ډول دوی پدې شکل خپل مسؤلیت نه شي رفع کولی. حتی ویل کیږي چې دوی د حماس د ځپلو لپاره په پټه له اسراییلو سره تړونونه کړي دي. کوم څه چې حتی نتانیاهو د وینا د محتوا د تحلیل څخه هم اخیستل کیدی شي. په حقیقت کې د نتانیاهو زړورتیا چې موږ یې د هغه په ​​وینا کې شاهدان یو، د لسګونو عربي هیوادونو د عاجزۍ نښه ده او څنګه کولی شي نتانیاهو په بې رحمۍ سره د حماس په وړاندې د جګړې د دوام غوښتنه وکړي تر هغه چې هغه بشپړ ویجاړ شي.

وړاندیزونه

د هغه څه له مخې چې پورته وویل شول، دا وړاندیز کیږي چې:

  1. مسلمان ملت بايد په دې تاريخي حالت کې خپل تاريخي مسووليت ومني او د اسرائيلو د لا زياتو جنايتونو مخه ونيسي.
  2. عرب او غیر عرب مسلمان ولسونه باید د مظاهرو، اعتصابونو او نورو اغیزمنو اقداماتو له لارې خپل حکومتونه دې ته اړ کړي د اسرائیلو او لویدیځ پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
  3. نن سبا اسلامي نړۍ د خپلو ظرفيتونو په درلودلو سره نړيواله ټولنه دې ته اړ کړي چې د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلو له جنايتونو څخه ډډه وکړي.
  4. اسلامي هیوادونه او نور هیوادونه چې د فلسطین ملاتړ کوي باید د فلسطین دولت ته په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب ورکولو لپاره اړین فشار راوړي.

سرچینی

۱- د ایران ولسمشر د وینا په لیکلی بڼه:

https://abidjan.mfa.ir/portal/newsview/753851/%D9%85%D8%AA%D9%86-%DA%A9%D8%A7%D9%85%D9%84-%D8%B3%D8%AE%D9%86%D8%B1%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D8%B1%DB%8C%DB%8C%D8%B3-%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1-%D9%85%D8%AD%D8%AA%D8%B1%D9%85-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1%D9%85%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D9%85%D8%AC%D9%85%D8%B9-%D8%B9%D9%85%D9%88%D9%85%DB%8C-%D8%B3%D8%A7%D8%B2%D9%85%D8%A7%D9%86-%D9%85%D9%84%D9%84-%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%AF

۲- د ترکیی ولسمشر د وینا لینک:

 https://www.youtube.com/watch?v=BARlIoAx3nA

۳- د پاکستان د لومړی وزیر وینا:

https://www.youtube.com/watch?v=kNTS02HW8mM

۴- سخنرانی شاهزاده فیصل بن فرحان به نمایندگی از کشورمان در ۷۹مین مجمع عمومی سازمان ملل در نیویورک. لینک متن سخنرانی:

 https://www.spa.gov.sa/fa/N2179609

۵- د ناتانیاهو د وینا متن:

 https://www.youtube.com/watch?v=70L1C7aTOxA

۶- د جوبایدن د وینا متن:

https://www.state.gov/translations/persian/%D8%B3%D8%AE%D9%86%D8%B1%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D9%BE%D8%B1%D8%B2%DB%8C%D8%AF%D9%86%D8%AA-%D8%A8%D8%A7%DB%8C%D8%AF%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D9%87%D9%81%D8%AA%D8%A7%D8%AF-%D9%88-%D9%86%D9%87%D9%85%DB%8C%D9%86/

۷- PM United Nations General Assembly Speech: 26 September 2024. Available at:https://www.gov.uk/government/news/pm-united-nations-general-assembly-speech-26-september-2024

۸- Speech by Foreign Minister Annalena Baerbock at the 79th General Debate of the United Nations General Assembly New York. Available at: https://www.auswaertiges-amt.de/en/newsroom/news/-/2677832

۹- Speech by M. Emmanuel Macron, President of the Republic (New York, September 25, 2024) available at: https://franceintheus.org/spip.php?article11573

۱۰- https://mid.ru/en/foreign_policy/news/1972774/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *