د چین په سیمه ییزو برنامو کې د افغانستان ځای

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د چین په سیمه ییزو برنامو کې د افغانستان ځای
  • سریزه
  • د سړې جګړې وروسته د چین بهرنی سیاست او د امریکا لپاره راتلونکی ګواښ
  • د چین په سیمه ایزو برنامې کې د افغانستان ځای
  • د چین له سیمه ییزو پروګرامونو څخه د افغانستان د ګټې اخیستنې لارې چارې
  • پايله
  • یادښتونه او سرچینې

____________________________________

سریزه

د نړیوال نظام د دوه قطبي جوړښت سقوط د نړیوالو اړیکو په څېړنه کې یو مهم ټکی ګڼل کیږی. له سړې جګړې وروسته په نړیوال نظم کې یو قطبي جوړښت رامنځ ته شو چې په هغه کې د امریکا متحده ایالات یو بې ساري ځواک وبلل شو. په دې موده کې امریکا په دیپلوماتیکو، امنیتي او سیاسي ډګرونو کې په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چې په مختلفو سیمو کې د خپلو پوځونو د شتون لپاره زمینه برابره کړی تر څو په ټوله نړۍ کې خپل تسلط ټینګ کړي. که څه هم له سړې جګړې وروسته په یوه لسیزه کې د امریکا متحده ایالات د پام وړ سیال نه و، خو په تېرو دوو لسیزو کې د چین یو ستر قدرت په توګه راڅرګندېدل په مستقیمه او ښکاره توګه د امریکا نړیوال تسلط له ننګونو سره مخ کړی دی. له همدې امله د امريکا د ستراتيژۍ اصلي موخه دا ده چې د چين دځواک زياتولو مخه ونيسي او دغه هېواد  مهار کړي. له بلې خوا چين توانېدلی چې د بهرنۍ تګلارې د سمو تدبيرونو او د اقتصادي ډيپلوماسۍ په خپلولو سره په سيمه او نړۍ کې خپل موقف ټينګ کړي. چین په نړيواله کچه د خپل ځواک د ښودلو لپاره  بايد د سيمې له هېوادونو او ګاونډيو هېوادونو سره هراړخيزې اړيکې ټينګې کړي او سيمه ييزې همکارۍ ته پراختيا ورکړي. افغانستان د خپل جیو-اکونامک موقعیت له مخې په سیمه کې د چین لپاره یو چې شاوخوا ۹۲ کیلومتره ورسره ګډه پوله لري له مهمو هیوادونو څخه دی. د ورېښمو تاریخي لار یي دا دوه ځمکې نږدې دوه زره قبل المیلاد کې سره وصل کړې. د سوداګریزو راکړو ورکړو سربیره، دا تاریخي کرښه د کلتور او ژبې د تبادلې او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د نږدېوالي په برخه کې مهم رول لوبوي. دا تاریخي ذهنیت تل د دواړو ملتونو په حافظه کې پاتې دی.

چين هڅه کوي چې د سيمه ييزو همکاريو په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلې ښې اړيکې وساتي او د پروژو په تطبيق او پلي کولو سره خپلې اړيکې ژورې او پراخې کړي. نن ورځ، سیمه ایزه همکاري د هیوادونو په بهرنۍ پالیسۍ کې د یوې اړینې برخې په توګه احساس کیږي.

په دې ليکنه کې د چين سيمه ييز پروګرامونه او په هغه کې د افغانستان موقعيت او له دغو چينايي سيمه ييزو پروګرامونو څخه د افغانستان د استفادې پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د سړې جګړې وروسته د چین بهرنی سیاست او د امریکا  لپاره راتلونکی ګواښ

د چین بهرني  سیاست تګلاره د سړې جګړې د دورې په خلاف چې د مارکسیزم-لینینیزم ایډیالوژیکي برخه یې فعاله کړې وه او د ماو د فکر لاندې نوي اصلي تعبیرونه په عمده توګه د نړیوالو اصولو او نورمونو سره په مخالفت کې و، نه یوازې د متحده ایالاتو سره تقابل کې شول، بلکې د خپل ځان لپاره د یوې خپلواک هویت د پراختیا هدف لپاره د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې په عملي توګه د شوروي اتحاد سره په دوښمنۍ کې واقع شو. دا په داسې حال کې ده چې د چين د بهرنۍ سیاست تګلاره د ١٩٧٠یمې لسيزې له وروستيو راهيسې د نړيوالو غوښتنو او کورنيو اړتياوو په درک کولو سره د اصلاح غوښتونکو د افکارو په پايله کې نوې لاره خپله کړه.

بې له شکه، په اوسني نړيوال نظام کې د چين ظهور د نوې پيړۍ په پيل کې د نړيوالو اړيکو تر ټولو د مهم بدلون څرګندونه کوي. د دې حیرانونکې ظهور او ودې په تړاو، لوی بحثونه شوي چې غالباً د دې هیواد “ظهور” یا “صعود” د یو غیر فعال او انزوا کونکي دولت څخه نه یوازې په آسیا بلکې په نړیوال نظام کې د یو سیمه ایز او نړیوال ځواک ته اشاره کوي چې د نفوذ کولو توان لري. دا وده او نفوذ د نړیوالو اړیکو په مختلفو برخو کې، له امنیت څخه نیولی تر اقتصاد، چاپیریال او کلتور پورې خورا څرګند دی او بې له شکه چې په نږدې راتلونکي کې به یې اغیزې د پام وړ وي.

په بېلا بېلو ساحو کې اوسمهال د چين د بهرنۍ تګلارې لپاره د بېلا بېلو اغېزمنو او ګټورو بدلونونو اداره او مدیریت يوه اړتيا ګرځېدلې ده.که څه هم په تيرو وختونو (دوه قطبي نظام) کې د انقلابي ايډيالوژۍ پراخول او د امپرياليستي ضد خوځښتونو ملاتړ د چين په بهرنۍ تګلاره کې د شاملو کسانو تر ټولو مهم لومړيتوب و؛ خو نن ورځ د دولتونو او د نورو نړیوالو لوبغاړو ترمنځ د متقابلو اړیکو پراخول د چین تصميم نيوونکي دې ته اړ کړي چې د چين د عصري کولو تګلارې سره سم د نړيوالو اړيکو په ساحه کې اغېزمنې برخې وپېژني.

د چين د چارواکو او مشرانو ځانګړې پاملرنه د راتلونکو ننګونو اداره کول او همدارنګه د ځانګړي ځای د بیا راژوندي کولو لپاره، د چین چارواکو د ١٩٧٠ یمې لسيزې له پيل څخه او له نړيوال نظام سره د اصلاحاتو او د تاوتريخوالي د کمولو د بهير د ګړندۍ کول، ملي ګټو ته په لومړيتوب ورکولو او د کمونستي ايډيالوژۍ کمرنګه کولو، داسې يو حالت رامنځته کړ چې له دريو لسيزو وروسته، چین نه یواځي د خپل ځواک برخه پياوړې کړې ده بلکې د لويديځ د تصميم نيونې په ځانګړي توګه متحده ایالاتو په حلقو کې یی انديښنې هم پيدا کړې دي.

لويديځ او د امريکا متحده ايالات د حل لارې موندلو او په نړيوالو مسايلو کې د چين د راتلونکي ګواښ د مخنيوي په لټه کې دي او په نړيواله کچه د چين د محدودولو او د هغوی د پرمختګ د مخنيوي لپاره، د پوځي محدوديتونو د لګولو (په سیمه کې د پراخ پوځي حضور له لارې)، د وسلو د بندیزونو شدت، د بشري حقونو په مسئله کې د فشارونو زياتول، د تايوان او جاپان د پوځي او سياسي ځواک پياوړي کول د چين د تسلط کنټرول لپاره په لاره اچولې دي چې ترڅو چينايان کوچنیو مسايلو ته متوجې کړي او د هغوی د ملي ځواک د بنسټونو د قوی کولو مخه ونيسي.

په سیمه کې د چین برنامې

په منځني ختیځ کې د چین برنامه د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو پراختیا ده. په دې پروګرام کې د سوداګریزو همکاریو پراختیا، په زیربناوو کې پانګونه، د انرژۍ پروژې، ترانسپورت او سوداګرۍ شامله ده.

چین هم د خپلې اقتصادي ودې لپاره د انرژۍ د سرچینو په لټه کې دی او د منځني ختیځ سیمه د چین لپاره د تېلو او ګازو د رسولو مهمه سرچینه ګڼل کیږي. دغه راز چين هڅه کوي چې د سيمې له هېوادونو سره سياسي اړيکې ټينګې کړي تر څو په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې تاثیر ولري. په سیمه کې د چین په برنامو کې د باثباته سولې رامنځته کول، له بېلتونپالنې سره مبارزه، د وسلو د قاچاق مخنیوی، د انرژۍ په برخه کې د اقتصادي ګټو خوندي کول او له سیمه ییزو قدرتونو سره سیالي شامله ده.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته چین په دې وتوانید چې د مرکزی اسیا په سیمه کې له روسیې، هند، پاکستان او ترکیې سره لویې کړنې وکړي. د دې کار لامل د مرکزی اسيا د انرژۍ مهمې سرچينې او مصرفي بازارونه دي، چې په سيمه کې يې د چين د فعاليت لپاره پياوړې هڅونه کړې ده. چين هڅه کوي چې د انرژۍ د منابعو، ډبرو سکرو، نفتو، ګازو، قيمتي ډبرو، د سوداګريزو ګټو پراختیا او د اړتيا وړ بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو لپاره د سيمې له هېوادونو سره خپلې اړيکې پراخې او پياوړې کړي. ويلای شو چې چين د امنيت د پراخولو او پياوړتيا او همدا راز اقتصادي ځواک په پوځي ځواک بدلولو په لټه کې دی. له همدې امله دغه هېواد د لويو قدرتونو لکه امريکا، روسيې او هند د نفوذ د مخنيوي په موخه په سيمه کې د پانګونې له لارې د خپل نفوذ د پياوړتيا او پراخولو هڅه کوي. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په سيمه کې د امريکا حضور او مداخلې د زياتولو هڅې او د دې د مخنيوي لپاره د چين هڅې د سيمې له هېوادونو سره د چين د اړيکو له مهمو ځانګړنو څخه بلل کېږي. همدا لامل دی چې حتی روسیه او چین د موضوع په اړه یو ډول تفاهم لري.

په سیمه کې د چین د ښکیلتیا انګیزه په عمومی توګه په څلورو عواملو ولاړه ده: د انرژۍ سرچینو ته لاسرسی؛ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره بازار ته د لاسرسي پراخول، په ځانګړې توګه د زیربناوو په برخه کې، تولیداتو او مخابراتو سکتورونو کې؛ د خپل یو کمربند او یوې لارې پروژې او په هغې د خپل لوړ ځواک حیثیت ښودلو لپاره د زیربنایي پروژو پراختیا.

الف) د انرژۍ سیمه ییزو سرچینو ته لاسرسی

د سیمې هېوادونه د انرژۍ سرچینو ته د لاسرسي له پلوه د چین لپاره مهم دي. دا سیمه د تېلو او ګازو بډایه زېرمې لري او چین د یو صنعتي مخ پر ودې هیواد په توګه انرژۍ ته اړتیا لري. په تېرو ۲۵ کلونو کې له سېمې څخه د چين د نفتو واردات نه يوازې د تېلو په مطلق ارزښت کې، بلکې د فارس خليج د خامو نفتو په ټولو صادراتو کې د چين ونډه هم زياته شوې ده. په ۱۹۹۶ ز کال کې چین له فارس خلیج څخه ۱.۲ میلیارده ډالره تېل وارد کړل. ۳۴٫۶ سلنه یې د خامو تېلو واردات تر ۲۰۱۹ ز کال پورې یې د سیمې له هېوادونو څخه ۱۶.۵ میلیارده ډالر وارد کړي، د ۴۳.۹ سلنه خامو نفتو واردات له ٢٠١٠ ز کال څخه تر ٢٠١٩ ز کال پورې د سيمې هېوادونو په منځني ډول د چين د نفتو واردات په سلو کې ٤٨ برابر کړي دي. نن ورځ چین د خپل شاوخوا ۴۰٪ تېل د سیمې له هیوادونو څخه واردوي. سعودی د دې تیلو دریمه برخه په چین پلوري. په ۲۰۱۹ ز کال کې سعودي عربستان، عراق او عمان د سیمې څخه چین ته د تیلو درې مخکښ صادرونکي وو. په منځني ختیځ کې د تیلو او ګازو د سترو تولیدونکو په توګه، ایران او قطر چین ته د پام وړ انرژي صادروي. همدارنګه د قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونه چین ته د تېلو او ګازو د صادروونکو هېوادونو په ډله کې دي. د سیمې هېوادونه د انرژۍ سرچینو ته د لاسرسي له پلوه د چین لپاره خورا مهم دي.

ب) د سیمه ییزو سازمانونو سره په یوځای کېدو سره سیمه ییزو بازارونو ته د لاسرسي پراخول

چينايان په دې باور دي چې سيمه ييزو بازارونو ته د لاس رسي پراختيا د مناسبو بهرنيو تګلارو د پلي کولو او د دقیق پلان له لارې ممکنه ده. په دې اساس چين د سيمې له هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو په کارولو سره سوداګريز او اقتصادي تړونونه لاسليک کړي دي. سربیره پردې چین د سیمه ایزو سازمانونو او اتحادیو غړی دی. چین د ډیری سیمه ییزو سازمانونو غړی دی لکه؛ د شانګهای د همکارۍ سازمان، د آسيا او اوقیانوس د اقتصادي همکارۍ سازمان، د ختيځې آسيا د همکارۍ سازمان او د ختيځې آسيا د اقتصادي همکاريو سازمان. د دغو سازمانونو په غړيتوب او له دوی سره د همکارۍ په کولو سره، چين توانېدلی چې سيمه ييزو بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي او خپلې سوداګرۍ پراخې کړي. چين د سيمه ييزو بازارونو له پراخوالي څخه ډېرې ګټې ترلاسه کوي. چې په هغې کې لاندې شامل دي:

  1. لویو بازارونو ته لاسرسی: د سیمه ییزو سازمانونو په غړیتوب سره، چین په سیمه کې لوی او وده کونکي بازارونو ته لاس رسی ترلاسه کوي. دا چین ته اجازه ورکوي چې خپل محصولات او خدمتونه لوی شمیر پیرودونکو ته وړاندې کړي او خپل عاید ډیر کړي.
  2. د صادراتو زیاتوالی: د سیمه ییزو سازمانونو په غړیتوب سره، چین د سوداګریزو اسانتیاوو او صادراتو اسانتیاو ته لاس رسی ترلاسه کوي. دا چین ته امکانات ورکوي چې د سازمان غړو هیوادونو ته خپل صادرات زیات کړي او د صادراتو عاید ډیر کړي.
  3. د پانګونې جذب: د سيمه ييزو سازمانونو په غړيتوب سره چين د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په محل بدلېږي. دا ددې امکان برابروي چې هیواد ته بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او له بهرنۍ ټیکنالوژۍ او پانګوونې څخه ګټه پورته کړي.
  4. د دوه اړخيزې سوداګرۍ زياتوالى: د سيمه ييزو سازمانونو د غړيتوب له لارې چين له غړو هېوادونو سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ د اسانتيا لپاره لاسرسی لري. دا به چين ته زمینه برابره کړي چې له غړو هېوادونو سره خپلې سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي او دواړو خواوو ته ډیرې اقتصادي ګټې برابرې کړي.
  5. د صنعت او کارموندنې پراختیا: د سیمه ایزو سازمانونو په غړیتوب سره، چین په سیمه کې صنعت او د کارموندنې پراختیا فرصتونو ته لاسرسی ترلاسه کوي. دا چین ته اجازه ورکوي چې خپل صنعت پراخ کړي او د خپلو وګړو لپاره ډیر کاری فرصت پیدا کړي.

ج) د وریښمو د لارې جوړول

د ورېښمو لار يوه پخوانۍ سوداګريزه لار وه چې له چين څخه لوېديځ ته روانه وه او اروپا ته رسېده. له دې لارې د سوداګرو او مسافرینو له خوا ګټه اخیستل کېده او د ورېښمو، مصالحو، قیمتي فلزاتو او د لوبو د توکو په ګډون بېلابېل توکې لېږد رالیږ کېده. د ورېښمو لارې د سيمې په اقتصادي، کلتوري او سياسي پرمختګ کې د پام وړ اغېز کړی او د پوهې، کلتور او بېلا بېلو تخنيکونو د تبادلې لامل شوی دی.

نن ورځ، چين د نړۍ د سترو اقتصادي هېوادونو په توګه د ورېښمو د لارې د بيا ژوندي کولو لپاره نوي سيمه ييزې برنامې جوړوي. دغه پروګرام چې د “ورېښمو د اقتصادي لارې” په نوم يادېږي، له چين څخه اروپا او د نړۍ نورو سيمو ته د عصري ترانسپورتي زیربناوې جوړول شامل دي. په دې زیربناوو کې سړکونه، ریل پټلۍ، پایپ لاینونه او د بندري پروژې شاملې دي چې د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ او ټرانسپورټ ته اسانتیاوې برابروي. د دې لارې پروګرام په حقیقت کې د مرکزی آسیا، افریقا او اروپا په سیمه کې د نړیوالې ترانسپورتي شبکې پراختیا سره هڅې کوي. د دې پروژې موخه د هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکول، د اقتصادي او کلتوري همکاریو زیاتول، د صادراتو او وارداتو پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د کلتور او ټکنالوژۍ تبادله کول دي.

د ورېښمو لار په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا په زياتو تبليغاتو سره پيل شو. له هغه وخت راهيسې چين د يو کمربند او يوې لارې پروژې د پرمختيا لپاره څو سوه مليارډ ډالره پورونه او تمويلونه تخصيص کړي او د دغو لګښتونو د لارښوونې او څارنې لپاره يې نوې څو اړخيزې مالي ادارې جوړې کړې چې په هغو کې د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پراختيا بانک د يادونې وړ دی. چين هم د دغې پروژې د پرمختيا لپاره ډېره ډيپلوماتيکه سرمايه لګولې ده.

د) د لوړ ځواک حیثیت ښودل

چین په سیمه کې د خپل پوځي ځواک د ساتلو لپاره څو پلانونه لري د هغې له ډلې:

  1. سمندري پراختیا: چین په سیمه کې د خپل نفوذ او ګټو د تضمین لپاره یو پیاوړی سمندري ځواک جوړوي.
  2. د پوځي بودیجې زیاتوالی: چین په وروستیو کلونو کې په سیمه کې د پیاوړي پوځي ځواک د ساتلو لپاره خپله پوځي بودیجه زیاته کړې ده.
  3. د پوځي اډو جوړول: چین په سیمه کې د خپل حضور او نفوذ د پیاوړي کولو په موخه په مرکزي آسیا په کې پوځي اډې جوړې کړې دي. د بېلګې په توګه چین په تاجکستان کې یوه پوځي اډه جوړه کړې ده.
  4. د سيمې له هېوادونو سره پوځي همکاري: چين د سيمې له هېوادونو په تېره بيا د تېلو او ګازو له توليدونکو هېوادونو سره د پوځي اړيکو په ټينګولو خپله پوځي همکاري پياوړې کوي.
  5. د پوځي ټیکنالوژۍ پراختیا: چین په پوځي ټیکنالوژۍکې د ودې په حال کې دی، ترڅو وکولی شي ډیر پرمختللي نظامي تجهیزات تولید کړي او په سیمه کې خپل نظامي ځواک پیاوړی کړي.

د چین په سیمه ایزو برنامې کې د افغانستان ځای

افغانستان د چین لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. دغه هېواد د مرکزي آسيا په سيمه کې د چين د يو ګاونډي هېواد په توګه پروت دی او د چين او سيمې ترمنځ د پل په توګه کار کوي. دغه راز افغانستان د ډبرو سکرو، طلا، مسو، اوسپنې او نورو په څېر مهمې طبيعي سرچينې لري، چې د چين پام یی دغه هیواد ته لا زیاته کړې ده او د پام وړ ګرځیدلې دی.

سربیره پردې، افغانستان د نړیوالو ټرانسپورتي لارو په زړه کې دی چې د چین او نورو سیمو ترمنځ ټرانسپورټي اتصال جوړوی. همدارنګه افغانستان په سیمه کې د خپل جغرافیایي موقعیت په توګه د له چین لپاره په سیمه کې د خپلو سیاسي او امنیتي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. افغانستان د یوه بډایه طبیعي زیرمو او ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت په لرلو سره کولای شي په سیمه کې د صنعت او سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. چین د زیرمو او انرژۍ د برابرولو، د ترانسپورت او مخابراتي زیربناوو د پراختیا او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د افغانستان سره د همکارۍ لېوالتیا لري.

افغانستان په سیمه کې د یوه مهم جیو- اکونامیک هېواد په توګه کولای شي د انرژۍ د سرچینو په برابرولو کې له چین سره مرسته وکړي. همدارنګه افغانستان د ترکمنستان – پاکستان – هند د ګازو په پایپ لاین کې ځای لری چې کولای شي د انرژۍ په صادراتو او وارداتو کې له چین سره مرسته وکړي.

د چین له سیمه ییزو پروګرامونو څخه د افغانستان د ګټې اخیستنې لارې چارې

د چین له سیمه ییزو برنامو څخه د زیاتې ګټې اخیستنې لپاره، افغانستان کولای شي چې لاندې ګامونه پورته کړي:

  1. د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا: افغانستان بايد له چين سره خپلې دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کړي او په بېلابېلو اقتصادي، امنيتي او کلتوري برخو کې لا زياتو همکاريو ته پاملرنه وکړي. په دې کې د ګډو کمیسیونونو جوړول، د رسمي غونډو تبادله او د تخصصي ناستو جوړول شامل دي.
  2. د بهرنۍ پانګونې هڅونه: افغانستان باید د بهرنۍ پانګونې په ځانګړي ډول له چین څخه د پانګونې د راجلبولو لپاره لازمې تګلارې او چمتووالی ونیسي. په دې کې مالي او مالیاتي اسانتیاوې، د فکري ملکیت د حقونو ساتنه او د پانګوالو لپاره اداري اسانتیاوې شاملې دي.
  3. د اړینو زیربناوو پراختیا: افغانستان باید د پانګونې د راجلبولو او سوداګرۍ اسانتیا لپاره اړین زیربناوې رامینځته کړي. په دې کې د بندرونو، هوايي ډګرونو، سړکونو او اورګاډي پټلۍ جوړول او ښه کول شامل دي.
  4. د نرم ځواک پیاوړتیا: افغانستان باید د خپل نرم ځواک پیاوړتیا ته پاملرنه وکړي ترڅو له چین سره په خبرو اترو کې د منلو وړ دریځ ترلاسه کړي. په دې کې د کلتور او هنر وده، اعلانات او رسنۍ او د افغاني ژبې او کلتور وده شامله ده.
  5. د انسانی منابعو پراختیا: افغانستان باید د خپلو بشري منابعو پراختیا ته پاملرنه وکړي او د چین له پروګرامونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړینه پوهه ترلاسه او مهارتونه لوړ کړي. په دې کې تخنیکي او مسلکي زده کړې، لوړې زده کړې او د پوهنتونونو تبادلې شاملې دي.
  6. د انرژۍ په برخه کې همکاري: افغانستان کولای شي له چین سره د انرژۍ د سرچینو د پراختیا په برخه کې همکارۍ ترلاسه او ګټه واخلي. په دې کې د برېښنا فابریکې، د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینو استخراج او ګټه اخیستنه لکه باد او لمر، او همدارنګه د بریښنا شبکې پراختیا او نورو سیمو ته د انرژۍ لیږد شامل دي.

د دغو کړنو په ترسره کولو سره افغانستان کولاى شي د چين له سيمه ييزو پروګرامونو څخه زياته ګټه پورته کړي او خپل اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وکړي او له چين سره دوه اړخيزې اړيکې ښې کړي.

پایله

چين د بېلا بېلو تګلارو په کارولو سره په سيمه کې خپله سوداګري پراخه کړې ده. په دې برخه کې ځینې مهم عوامل په لاندې ډول دي:

الف) په زیربناوو کې پانګونه: چین توانیدلی چې په لویو زیربناوو لکه بندرونو، ریل پټلۍ او سړکونو کې د پانګونې له لارې خپل توکي په اسانۍ سره سیمې ته صادر کړي.

ب) له سيمه ييزو سازمانونو سره همکاري: چين د ډېرو سيمه ييزو سازمانونو غړی دی او له دغو سازمانونو سره د همکارۍ له لارې کولای شي سيمه ييزو بازارونو ته لاسرسی ومومي او خپلې ګټې ترلاسه کړي. د سوداګریزو تړونونو لاسلیک کول: د سیمې له هېوادونو لکه افغانستان سره د سوداګریزو تړونونو په لاسلیکولو سره، چین د خپلو صادراتو لپاره د سوداګرۍ اسانتیاوې او ټیټې تعرفې برابرې کړې.

ج) (BRI) Belt and Road Initiative د يو “کمربند او يوې لارې” د سترو پروژو له لارې سيمه ييز پرمختګ: چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت په څېر د سترو پروژو په پلي کولو سره سيمه ييزو بازارونو ته د لاسرسي توان لري.

افغانستان په سیمه کې د یو هیواد په توګه کولای شي د چین له دغو پروګرامونو څخه ګټه واخلي او د استخراجي صنایعو د پراختیا، ترانسپورت، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې له چین سره همکاري وکړي. په ټوليزه توګه د چين د سيمه ييز پروګرام په چوکاټ کې له چين سره همکاري کولاى شي د افغانستان له اقتصادي او سوداګريزې ودې سره مرسته وکړي او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې ښې کړي.

افغانستان د اسيا په زړه کې د خپل جغرافيايي موقعيت او د چين او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د پله په توګه د چين له سيمه ييزو پروګرامونو څخه زياته او ښه استفاده کولای شي. له بلې خوا د اسلامي امارت د حکومت له بریالیتوب وروسته د چین او افغانستان اړیکې ښې دي او دا کار د دې لامل کیږي چې افغانستان کولای شی په سیمه کې د چین له پلانونو ګټه پورته کړي.

وړاندیزونه

  1. اسلامي امارت بايد د چين په ګډون له هېوادونو سره د اړيکو د ټينګولو لپاره اغېزمنې ډيپلوماسي وټاکي. په دې ډيپلوماسي کې باید د ملي ګټو او د هیواد د خپلواکۍ او حاکمیت په ساتلو تمرکز وشي.
  2. اسلامي امارت بايد د چين په ګډون له ګاونډيو هېوادونو سره خپلې اړيکې ټينګې کړي. دا اړیکې باید د متقابل درناوي، په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړې وي.
  3. افغانستان بايد له چين سره پياوړې ديپلوماتيکې اړيکې جوړې کړي، ترڅو له چين سره د همکارۍ له لارې د اقتصادي او امنيتي ګټو برخمن شي.
  4. افغانستان کولای شي له چین سره په اقتصادي برخو کې په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو او سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ له لارې، له اقتصادي ګټو برخمن شي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
  5. افغانستان کولی شي د چین له تجربو او مالي سرچینو څخه ګټه پورته کړي او په بېلابېلو برخو کې د چینایي پانګونې په اسانتیا سره خپل اقتصادي پرمختګ ګړندی کړي.

سرچینې

  1. بهاره، سازمند (۱۳۹۲)، سیاست های خارجی قدرت‌های بزرگ، تهران: انتشارات ابرار.
  2. تمنا، فرامرز (۱۳۹۳)، سیاست خارجی افغانستان در سپهر همکاری‌های منطه‌یی، کابل: انتشارات مرکز مطالعات استراتیژیک وزرات امور خارجه.
  3. https://www.virascience.com/article/153049/
  4. https://hammihanonline.ir/news/international/brnamh-chyn-bray-khlyj-fars
  5. https://madanyatdaily.com/china-strategic-assessment-of-afghanistan
  6. https://pir.shahreza.iau.ir/article_555593.html
  7. https://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF_%DA%86%DB%8C%D9%86

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *