په افغانستان کې د رېل پټلۍ د پراختیا کورنۍ او سیمه ییزې ګټې او اهمیت

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په افغانستان کې د رېل پټلۍ د پراختیا کورنۍ او سیمه ییزې ګټې او اهمیت
  • سریزه
  • د افغانستان د اورګاډي د نړیوالې لارې پیژندنه
  • د افغانستان لپاره د اورګاډي نړیوالو کرښو کورنۍ ګټې
  • افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره د اورګاډي پټلۍ دوه اړخیزې ګټې
  • سیمه ییزې ګټې او اهمیت
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

____________________________________

سریزه

له یوه پلوه، انساني تمدن د اړیکو او سوداګرۍ محصول دی، چې د ټرانسپورټ له لارې یي پرمختګ کړی. د ټرانسپورټ سیسټمونو په ډولونو کې، د ۱۹ مې پیړۍ په لومړیو کې د اورګاډي لیکو اختراع لومړي ځل لپاره په انګلستان او بیا په نورو اروپایي هیوادونو او امریکا کې د صنعتي انقلاب لامل شو. نن ورځ په نړۍ کې لږ هیوادونه پیدا کیږی چې د اورګاډي پټلۍ نه لري، بلکې د اورګاډي هر ډول شبکې په ډیری هیوادونو کې غزیدلې دي او له همدې لارې له نورو هیوادونو سره نښلول کیږي. په ټولیز ډول ویلای شو چې نن سبا د نړۍ زیاتره هیوادونه، سیمې او حتی براعظمونه د ریل پټلۍ له لارې له یو بل سره وصل دي او د مسافرینو او سوداګریزو مالونو لویه برخه د اورګاډي د کرښو له لارې ترسره کیږي. دغه راز که څه هم سمندري او هوايي ترانسپورت ډېر پرمختګ کړی او د نړۍ د سوداګرۍ ډېره برخه په دغو دوو لارو ترسره کېږي. بیا هم د اورګاډي ترانسپورتي سیستم پراختیا ته د هېوادونو پام نه دی کم شوی او د هېوادونو له خوا په دې برخه کې لویه پانګونه کیږي. د دې مهم مثال د چین “یو کمربند یو سړک” پلان دی چې نږدې یو ټریلیون ډالره پانګونه ورته ځانګړې شوې ده.   د نړۍ د نورو هېوادونو په خلاف زموږ هېواد افغانستان له دغه کاروان څخه دومره شاته دی چې د اورګاډي د ترانسپورتي سیستم له ایجاد څخه دوه پېړۍ وروسته لا هم په افغانستان کې دا سیستم شتون نه لري. په هرصورت په تیرو څو کلونو کې، دې مهمې پدیدې ته یو څه پاملرنه شوې، سره له دې چې افغانستان لاهم د کورني ریل ټرانسپورټ سیسټم نلري، په نړیوال بعد کې د اورګاډي د کرښې له لارې دريو هېوادونو ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره نښلول شوی دی. د دې لیکنې په دوام کې د افغانستان د نړیوالې اورګاډي پټلۍ د پیژندنې ترڅنګ د هغې پر کورنیو او سیمه ییزو ګټو بحث شوی دی.

د افغانستان د اورګاډي د نړیوالې لارې پیژندنه

لکه څنګه چې په سريزه کې يادونه وشوه، که څه هم افغانستان له بده مرغه تر اوسه د اورګاډي پټلۍ نه لري، خو په دريو لارو کې له دريو ګاونډيو هېوادونو سره وصل دی، چې د هر يو ځانګړتياوې او ابعاد په لنډ ډول په لاندې ډول بيانوو.

د سرحد آباد – تورغنډۍ ریل پټلۍ: دا د اورګاډي لومړۍ پټلۍ ده چې د شوروي اتحاد لخوا جوړه شوې وه. د اورګاډي دغه ریل پټلۍ د لس کیلومتره په اوږدوالی د ترکمنستان سرحد آباد ښار د افغانستان له تورغونډۍ سره نښلوي. دا کرښه په ۲۰۰۷ کې بيارغول شوې او اوس هم کارول کیږي.  په دې وروستیو کې افغان حکومت هرات ښار ته د دې ریل پټلۍ د غځولو غوښتنه کړې او په دې برخه کې د دواړو لورو د چارواکو ترمنځ لومړنۍ ناستې هم شوې دي.  اوس مهال، د دې پټلۍ له لارې د سوداګریزو مالونو لویه اندازه لیږدول کیږي.

د ترمز – مزارشریف د اورګاډي پټلۍ:  د ترمز – حیرتان ریل پټلۍ هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له خوا جوړه شوې وه. دا کرښه د ازبکستان ترمز ښار، د دوستۍ پله له لارې د افغانستان له بندري ښار حیرتان سره نښلوي.   د دغې اورګاډي د پټلۍ د پراختیا کار چې له حیرتان څخه تر مزارشریف ښار پورې و، په ۲۰۱۰ کال کې بشپړ شو. دغه شبکه چې اصلي کرښه یې ۷۵ کیلومتره او فرعي کرښه یې ۳۱ کیلومتره ده، ۵ عملیاتي او ترانزیتي سټېشنونه (حیرتان، جیرتان، تازه امید، نایب اباد او مزارشریف) لري.

د خواف – هرات ریل پټلۍ: د اورګاډي دغه کرښه چې لومړنۍ طرحه یې ۱۳۵۰ لسیزه کې د محمد داوود خان واکمنۍ ته رسیږي، په افغانستان کې د جګړو د پیلیدو له امله یې د عملي کیدو مخه ونیول شوه، خوشبختانه په ۲۰۰۶ کال کې يې په ایران او په ۲۰۱۱ کال کې يې په افغانستان کې د جوړولو کار پیل شو. د دې پروژې له لارې چې ټولټال ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د خراسان رضوي د خف ښار به د افغانستان له هرات ښار سره ونښلول شي. دا کرښه یو څه اسانتیاوې لري لکه په روزنیک کې د ۱,۶۰۰ مربع متره زیربنا سره دوه پوړیز سټیشن او د دریمې برخې په پای کې د مسافرینو لپاره د معیاري اسانتیاوو او خدمتونو لپاره سټیشن لري. دغه راز د شمتیغ په پوله کې یوه لویه ودانۍ هم جوړه شوې، چې د پاسپورټ، ګمرک او سرحدي چارو ټول خدمتونه په کې ترسره کېدای شي. د مسافرو د سکټور لپاره، د ټکټونو د خرڅلاو او د مسافرو د ترانسپورت په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ باید همغږي رامنځته شي. د معلوماتو له مخې، د دغې اورګاډي د لومړۍ کرښې ترافيکي حجم په کال کې شپږ مليونه ټنه کارګو او يو مليون مسافرين دي.

د ترانس افغان اورګاډي پټلۍ: د اورګاډي دغه کرښه، چې د ترمز – مزار شریف د اورګاډي پټلۍ دوام او تکمیلي برخه ده، ټاکل شوې چې د پاکستان هېواد ته وغځول شي. د دې پټلۍ ټول اوږدوالی ۶۴۸ کیلومتره دی چې په شمال کې له مزارشریف څخه په جنوب ختیځ کې د پکتیا ولایت او د پاکستان تر خرلاچي بندر پورې غځول کیږي او په کال کې به تر لسو ملیونو کارګو پورې د ټرانسپورټ ظرفیت ولري. دا پروژه چې لومړنۍ طرحه یې په ۲۰۱۸ کال کې د ازبکستان له خوا وړاندیز شوې وه، د اسلامي امارت له راتلو راهیسې د اړوندو هېوادونو پام ځان ته اړولی دی. او د درې واړو هېوادونو ازبکستان، افغانستان او پاکستان د مسوولینو تر ګډو ناستو وروسته د یادو هېوادونو د مسوولینو ترمنځ د هغې د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو. د “فارو-افغان” د اورګاډي د پټلۍ د پروژې په عملي کېدو سره به د اروپايي ټولنې هېوادونه، روسیه، ازبکستان او افغانستان په عربي بحیره کې د پاکستان له بندرونو سره ونښلول شي او د منځني ختيځ او جنوب ختيځې آسيا هېوادونو ته به د مالونو د صادرولو نوې لار پرانيستل شي.

د افغانستان لپاره د اورګاډي نړیوالو کرښو کورنۍ ګټې

افغانستان د یو مصرفي او وارداتي هیواد په توګه کولای شي د ریل پټلۍ څخه مختلفې ګټې ترلاسه کړي. د افغانستان لپاره د اورګاډي له کرښې څخه لومړۍ ګټه دا ده چې دغه هېواد کولای شي د ګاونډیو هېوادونو تولیداتو ته څو برابره لاسرسی ولري. دغه راز د مالونو د لېږد رالېږد لپاره به د اورګاډي پټلۍ کارول چې په ارزانه بیه ترسره کېږي د دې لامل شي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د صادراتي توکو بیې راټيټې شي او افغانانو ته په ارزانه بیه وړاندې شي. د ریل پټلۍ کارولو بله ګټه دا ده چې د درنو بار  وړونکو موټرو، د ترافیک له امله به د بندرونو په سړکونو کې د درانه ترافیک شتون د پام وړ کم شی. بله ګټه د مسافرینو لخوا د ریل پټلۍ کارول دي. دا مهال د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران ته د مسافرو تګ راتګ د هغه لويو لارو بندرونو له لارې ترسره کېږي، چې د زياتو ستونزو سره تړلې او ډير وخت ته اړتیا لری. د مسافرو د ليږدونې د طرحې په تطبيق سره، د بېلګې په توګه د خواف – هرات د اورګاډي د کرښې له لارې چې هر کال يو ميليون مسافر لري، د ترافیک د کمښت ترڅنګ به مسافرین د دواړو هېوادونو تر منځ په اسانۍ، په کم وخت او کم لګښت تګ راتګ وکړی شي.

د افغانستان لپاره د اورګاډي پټلۍ د غځولو بله ګټه دا ده چې دغه هېواد به د ګاونډیو هېوادونو د اورګاډي له شبکو سره وصل شي. د بېلګې په توګه افغانستان د مشهد – زاهدان – چابهار ریل پټلۍ سره د خواف – هرات د اورګاډي له لارې وصل کیږي. افغانستان هم د همدې کرښې له لارې په کسپین سمندرګي کې د ایران له سمندري بندرونو سره په اسانۍ سره وصل کیږي. په لویه کې، افغانستان د ایران د اورګاډي د شبکې له لارې په یو لنډ مسیر کې د ترکیې د اورګاډي له شبکې سره او له دې لارې د اروپا وچې د اورګاډي له شبکې سره وصل کیږي. د منځنۍ آسیا له اړخه افغانستان عملاً د ترکمنستان او ازبکستان د ریل پټلۍ له لارې د منځنۍ آسیا او روسیې د اورګاډي له شبکې سره وصل دی. په ځانګړي ډول، افغانستان د ازبکستان د اورګاډي کرښې له لارې له چین سره وصل دی او د کارګو لیږد عملاً له همدې لارې ترسره کیږي. له بلې خوا افغانستان کولای شي د ترکمنستان د اورګاډي له لارې د لاجورد لارې ته پراختیا ورکړي او له همدې لارې له افغانستان څخه اروپا ته د ټرانسپورټ تجربه هم ترسره شوې ده.

افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره د اورګاډي پټلۍ دوه اړخیزې ګټې

په دوه اړخیزه کچه، د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو لپاره ریل پټلۍ ډیرې ګټې لري، چې په څو مواردو کې په ګوته شوي دي. د اورګاډي پټلۍ د کارولو یو له دوه اړخیزو ګټو څخه د ترانسپورت لګښتونو کمول دي. تر ټولو لومړی، یو له بنسټیزو فکتورونو څخه چې د هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ په وده کې مثبته اغیزه لري د ټرانسپورټ ټیټ لګښتونه دي. پخوا به کله چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته یوازې د سړک او موټر له لارې د توکو لېږد رالېږد کېده، د سوداګریزو مالونو د لېږد لګښت به په سوداګریزو املاکو کې اضافي بیې زیاتې کړې او په دې توګه به په مارکیټ کې د مشتریانو د پېرودلو ځواک کمېده. برعکس، د سړک سیسټم په پرتله د اورګاډي د ټرانسپورټ سیسټم په کارولو، د توکو لیږد لګښت خورا ټیټ دی، او توکي په ارزانه بیه مصرفوونکي ته رسیږي. بله ګټه چې د ریل پټلۍ په کارولو سره ترلاسه کیږي د لیږد وخت دی. څرنګه چې د اورګاډي په سیسټم کې، توکي له یو منزل څخه په لوی مقدار او  یو وخت کې بار کیږي او د بلا وقفې سفر وروسته تر هغې چې په بل منزل کې بار کښته کیږي لږ وخت نیسي. دا ګټه، د مالونو د لیږد لپاره د لازیات امنیت برابرولو سربیره، په کم وخت کې د ډیرو مالونو په لیږدولو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې تبادلې کچه په پراخه کچه لوړوي. بله ګټه یې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ګمرکونو کې د فشار او ګڼې ګوڼې کمول دي. اوس مهال په ګمرکونو د ګمرکې چارو د ترسره کولو لپاره د بار وړونکو موټرو  راټولېدل په ګمرکونو کې ګڼه ګوڼه رامنځته کړې او مالونه د اوږدې مودې لپاره په ګمرکونو کې بند پاتې دي، چې دا د وخت د ضایع کولو سربیره، د مصرفي توکو د ختم په نیټو ځانګړې توګه خوراکي توکو باندې منفي اغیز کوي، ځینې خوراکي توکي د اوږدې مودې ودریدو په پایله کې خرابېدای شي، چې د ریل پټلۍ په کارولو سره طبیعي ده دا ستونزې به حل شي.

سیمه ییزې ګټې او اهمیت

د دې انګېرنې سره چې افغانستان د اسیا په مرکز کې موقعیت لري او د یوې څلورلارې حیثیت لري، د سیمې په کچه د ګاونډیو هېوادونو د ریل پټلۍ له شبکو سره د افغانستان نښلول سترې ګټې او اهمیت لري. د ختیځ – لوېدیځ لوري د ایران د ریل پټلۍ له شبکې سره د منځنۍ اسیا د ریل پټلۍ نښلول چې د خواف – هرات د اورګاډي کرښې د ترمز – مزارشریف د اورګاډي کرښې د غځولو له لارې ترسره کېږي. د منځنۍ اسیا هر هیواد کولای شي چې د دې شبکې له لارې افغانستان ته له تیریدو وروسته له ایران سره وصل شي او د ایران له موقعیت څخه په استفادې له جنوبي اسیا او فارس خلیج سره وصل او ګټه پورته کړي. د شمال – جنوب له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل شي. په لویه پیمانه، د ختیځ-لویدیځ او شمال-جنوب د اورګاډي پټلۍ په غځولو سره، سیمه ایز دهلیزونه لکه د ایران-افغانستان-تاجکستان ریل پټلۍ، پنځه رېل پټلۍ، ټرانس-افغان دهلیز، او د یو کمربند او یوې لارې د پلان تکمیلي برخه په عملي توګه پلي کیدو ته نږدې کیږي:

د ایران – افغانستان – تاجکستان د اورګاډي دهلیز: دا طرحه په ۱۳۹۱ ه ش کال کې د درې واړو هېوادونو د مشرانو تر منځ توافق شوې ده او په ۱۳۹۸ ه ش کال کې د درې واړو هېوادونو د مسؤلو چارواکو له خوا لاسلیک شوه، دا لومړی او خورا عاجل پلان دی چې یوازې پلي کیدو ته په تمه دی. دا پروژه چې کولای شي د افغانستان له لارې تاجکستان له ایران سره ونښلوي، د درېیو هېوادونو لپاره چې په یوه ژبه خبرې کوي یو عاجل لومړیتوب ګڼل کېږي.

د پنځو ملتونو دهلیز: د پنځو ملتونو دهلیز چې پر دريو هېوادونو تاجکستان، افغانستان او ایران علاوه د چین او قرغزستان هېوادونه هم په کې شامل دي، یو لوی پلان دی چې ختیځه آسیا له لوېدیځې آسیا سره نښلوي. که دا ترانزیتي کرښه جوړه شي، د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین هېوادونه به د اورګاډي د شبکې له لارې سره ونښلول شي. د دې لارې په اوږدو کې هیوادونه به نورو هیوادونو ته د اورګاډي د اسانه لاسرسي سربیره د مالونو د لیږد له ګټو څخه هم ګټه پورته کړي.

د یو کمربند یوه لار پلان تکمیلې برخه: دغه ستر نړيوال پلان چې د پلي کېدو لپاره يې د ميلياردونو ډالرو پانګونې ملاتړ شته دی، داسې انګېرل کېږي چې چين د نړۍ ستر اقتصاد په توګه د نړۍ له نورو برخو سره ونښلوي. که څه هم په تېر کې چین تقریباً د سیاسي او امنیتي دلایلو له مخې افغانستان له دغه پلان څخه ګوښې کړی و، خو په افغانستان کې دننه د اورګاډي پټلۍ غځول، په ځانګړې توګه د دوو شبکو خواف – هرات د له ترمز – مزارشریف سره نښلول د چین هیله زیاته کړې چې دغه لاره د یو مهم مسیر په توګه زیاته کړي. د سیمه ایزو ابعادو په نظر کې نیولو سره ویلای شو چې د یاد شوي پلان په پلي کیدو سره به آسیا د افغانستان له لارې له ایران او ترکیې څخه له تیریدو وروسته  اروپا سره ونښلول شي. دا مساله د یو کمربند او یوې لارې په پلان کې د چین له مهمو اهدافو څخه ده، چې په اسانۍ سره د افغانستان له لارې عملي کېدای شي. په اوس وخت کې د ایران او له هغې ورهاخوا د ترکیې د اورګاډي شبکه او په ختیځ کې د منځنۍ آسیا د اورګاډي شبکه فعاله ده، یوازینی کوچنی کار دا دی چې د افغانستان په داخل کې مزارشریف له هرات سره ونښلول شي چې د دې برخې په بشپړیدو سره به ورېښمو  پخوانۍ لار په نویو او لویو ابعادو کې را ژوندۍ شي.

پایله

له یوې خوا چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او له دې ناحیې څخه تقریباً په سوداګریز او اقتصادي انزوا کې دی او حتی د نه پرمختګ یو لامل هم بلل کېږي، خو له بلې خوا دا هېواد په داسې موقیعیت کې دی چې د آسیا څلور لویې سیمې سره ونښلوي او د دې نښلون له لارې خپله هم نورو سیمو او آزادو اوبو ته لاسرسی پیدا کولای شي. له دې سترې ګټې سره سره بیا هم افغانستان نه دی توانیدلی چې خپل مناسب مقام ته ورسیږي. البته د نورو عواملو تر څنګ د افغانستان د نه پرمختګ یو جدي عامل د ترانسپورت او په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ نشتوالی دی، چې ګټې یې په دې بحث کې په لنډه توګه مطرح شوې. لکه څنګه چې په دې لیکنه کې وویل شو، له نېکه مرغه په تېرو څو کلونو کې دې مهمې او حیاتي مسئلې ته چې د افغانستان اقتصاد بدلولای شي پاملرنه شوې ده. هغه درې مهمې شبکې چې په دې لیکنه کې یې یادونه شوې،  واړه خو کوټلي ګامونه دي چې افغانستان یې د درک او پلي کولو وروسته افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه ګرځولی شي. د دې پټلۍ له لارې افغانستان کولای شي نور هېوادونه وهڅوي چې د افغانستان له لارې د سیمې د نښلولو او له ګاونډیو او د نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزې او څو اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې عملي اقدامات وکړي. په دې برخه کې هغه ښه فرصت چې په هیواد کې د امنیت تامین دی برابر شوی دی او هغه لېوالتیا ده چې د اسلامي امارت لخوا په دې برخه کې ښودل کیږي. د افغانستان ګاونډیان باید له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ د غځولو لپاره لویه او عاجله پانګونه وکړي. ځکه چې که شته پروژې بشپړې او پراختیا ومومي، له ختیځ څخه لویدیځ او له شمال څخه سویل به د افغانستان له لارې سره ونښلول شي او د سیمه ییز ترانزیت په برخه کې به انقلاب راشي.

وړاندیزونه

  1. افغان حکومت باید د کورنیو ریل پټلیو د جوړولو لپاره لازمه پانګه ځانګړې کړي.
  2. افغان حکومت باید په هېواد کې د اورګاډي د نړیوالې کرښې د غځولو لپاره زیاته پاملرنه او لازمه پانګونه وکړي.
  3. د افغانستان دولت باید د ریل پټلۍ د غځولو په برخه کې د ګاونډیو هیوادونو د هڅولو لپاره ځانګړې ډیپلوماسي په لاره واچوي.
  4. افغان حکومت باید د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په برخه کې د پانګوالو د هڅونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
  5. دا چې په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ د جوړېدو په صورت کې به ګاونډیو هېوادونو ته هم ګټه ورسیږي، نو باید په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو سره لا ډېرې ګډې هڅې وشي.

پای

سرچینې

[۱]. What is China’s Belt and Road Initiative? Available at: https://www.theguardian.com/cities/ng-interactive/2018/jul/30/what-china-belt-road-initiative-silk-road-explainer

 

[۱] . Railway Gazette International.  “Afghanistan rebuild underway”, available at: https://www.railwaygazette.com/afghan-rebuild-underway/32196.article

 

[۱]. Railway Gazette International. ” Aid train reaches Afghanistan” available at: https://www.railwaygazette.com/news/aid-train-reaches-afghanistan/25198.article

[۱] . تلاش امارت اسلامی برای گسترش خط آهن تورغندی-هرات. قابل دسترسی: https://bakhtarnews.af

[۱]. سید ظاهر. « حفظ و مراقبت منظم از خط آهن حیرتان-مزارشریف»، قابل دسترسی: https://ara.gov.af/dr

[۱]. توافق ازبکستان، پاکستان و افغانستان در مورد خط آهن «فارو-افغان». قابل دسترسی: https://www.irna.ir

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *