په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې شته خنډونو او فرصتونو څېړنه وشوه

حکمت الله ځلاند

په کابل کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز په نوښت “په افغانستان او سيمه کې سوله او استقرار” تر نامه لاندې جوړ شوي يوه ورځني سيمينار کې، د افغانستان او سيمې د سولې او امنيت پر وړاندې شته خنډونو او فرصتونو په اړه هراړخيزه څېړنه او شننه وشوه.

په دغه علمي غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۲ لمريز کال د سلواغې مياشتې په ۲۴مه نېټه د کابل ښار په انټرکانټېننټال هوټل کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز له خوا جوړه شوې وه، پر ګڼ شمېر افغان څېړونکو، منل شوو شخصيتونو او سياسي څېرو سربېره، په کابل کې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو د سفارتونو استازو او له تاجکستان، ايران، پاکستان او ترکيې هېوادونو څخه راغلو مېلمنو هم ګډون کړی و.

يکاشه کبيروف، جنت الله کميل او عسکرعلي د تاجکستان د اورواسيايي ډيالوګ د مرکز په استازيتوب، ډاکتر محمد اقبال خليل، عالمګير افريدي او مشتاق احمد د پاکستان د سياسي مطالعاتو د مرکز په استازيتوب او همدا راز د ايران هېواد د اندشيه سازان نور د مرکز په استازيتوب يو شمېر مېلمنو ګډون کړی و.

2(2)

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز رييس پوهنوال دوکتور عبدالباقي امين د دغه سيمينار موخه، په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې شته ننګونو او خنډونو او په دې لاره کې شته فرصتونو بې طرفانه او علمي څېړنه وبلله.

د سيمينار ګډونوالو په خپلو مقالو او ويناوو کې د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون وباله او د سولې بهير د بريا لپاره يې د يوه دريمګړي لوري رامنځته کېدل، تر ټولو ستره اړتيا وبلله.

د سيمينار پرانېستونکې غونډه:

د دغه سيمينار په پرانېستونکې غونډه کې، چې د سهار په 9:30 بجو پيل شوه او د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو رسنيو استازو هم ګډون پکې کړی و، د ياد شوي مرکز مشر دوکتور عبدالباقي امين په پرانېستونکې وينا کې وويل: «سوله او ټيکاو زموږ د هېواد تر ټولو ستره اړتيا ده او د حقوقو، ازادۍ، پرمختګ، ښې حکومتوالۍ، حساب ورکونې او روڼتيا خبرې هغه مهال کېدای شي، چې په هېواد کې سوله او امنیت راشي.»

د ده په وينا، په افغانستان کې تېرو جګړو دا ثابته کړه، چې د زور ويلو سياسيتونه او د نورو د له منځه وړلو هڅې ناکامي دي او زموږ د ملت د لاډېرو مصيبتونو لامل کېږي؛ ځکه نو بايد له تېرو تجربو عبرت واخېستل شي او د يو بل له منلو سره، د تفاهم او مذاکراتو لار خپله کړل شي او بېلابېل لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي امين په افغانستان کې سوله او ټيکاو يوازې د افغانستان اړتيا ونه بلله بلکې ويې ويل، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات نشتوالی د سيمې هېوادونو ته هم غځېږي او سيمه يې هم له امله اغېږمنېږي، چې په وينا يې ناامنۍ او د نشه يي توکو قاچاق او پر هغو روږدېدنه يې، له ځينو اغېزو څخه ګڼلای شو.

د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصيراحمد نويدي په خپله وینا کې سوله نه يوازې يوه اړتيا وبلله؛ بلکې دا يې د ملتونو حق وباله او د افغانستان له حکومت او د حکومت له سياسي او وسله والو مخالفينو يې وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت لپاره د يوې رغنده لارې په لټه کې شي.

نوموړي وويل: «څرنګه چې د سيمې هېوادونه د افغانستان په ناامنۍ کې لاس لرلای شي، د افغانستان په سوله او ټيکاو کې هم رغنده رول لوبولای شي او موږ هيله من يو، چې د سيمې هېوادونه په دې اړه خپل مسؤوليت ادا کړي، ترڅو په افغانستان کې او په تعقيب يې په سيمه کې سوله ټينګه شي.»

سياسي او جهادي شخصيت او د حزب اسلامي استازي مولوي جانباز سرفراز په خپلو خبرو کې د سولې د ټينګښت اهميت ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې روانې غميزې په هيلو او ارمانونو باندې له منځه نه شي وړل کېدای او بايد په دې برخه کې اهل فکر او علماء په عملي توګه لاس په کار شي.

نوموړي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون، په بشپړ ډول د افغانستان په زيان وباله او د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو په اړه یې د حامد کرزي اوسنی دريځ د ټولو افغانانو د تاييد وړ وباله.

خو نوموړي وويل، چې د سولې د واقعي راتګ لپاره يوه بې پلوه لوري ته سخته اړتيا ده، ترڅو د افغانستان په قضيه کې ښکېل ټول لوري اعتماد پرې وکړي او پر ښکېلو لورو خپله خبره ومنلای شي.

2(3)

د سولې د عالي شورا وياند او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد هم امريکا د افغانستان د ستونزې تر ټولو ستر لامل وبلله او د امریکایانو مغرورانه کړنې يې د سولې او ناامنۍ يوازېنی لامل وبللې.

نوموړي د امريکا د سولې اوازونه رښتيني ونه بلل او ويې ويل، چې که هغوی د ډېموکراسۍ نارې وهي، نو بيا ولې د هغوی په اشاره په مصر کې منتخب حکومت راوپرځول شو.

مولوي شهزاده شاهد وويل: «ټول افغانان په افغانستان کې د امريکايانو شتون نه غواړي او څوک چې دلته د امريکايانو پاتې کېدل غواړي، هغوی په حقيقت کې دلته سوله او امن نه غواړي.»

سياسي او اکاډېميک شخصيت ډاکتر فاروق اعظم بيا د افغانستان قضيه د دريو اړخونو درلودونکې وبلله او ويې ويل: «د افغانستان د قضيې يو بُعد داخلي دی، دويم بعد يې سيمه ييز او دريم يې هم نړيوال دی.»

د ده په وينا، که افغانانو بصيرت درلودای، نو افغانستان به د روسانو او امريکايانو له خوا نه اشغالېده او تراوسه هم حکومت خپل خير د جګړې په دوام کې ويني او نه غواړي، چې سوله ټينګه شي.

نوموړي وويل: «ګاونډيانو هم د افغانستان د ناامنۍ وسايل برابر کړي او د افغانستان په بې ثباتۍ کې يې ستر رول لوبولی دی او اوس بايد په ملي کچه داسې کسان راپيدا شي، چې د سولې لپاره صادقانه کار وکړي.»

د افغانستان د عدليې پخواني وزير او ديپلومات استاد عبدالرحيم عباس کريمي بيا د قضيې شرعي اړخ ته اشاره وکړه او ويې ويل: «موږ له قرآن څخه لرې شوي يو چې اوس په دې حالت يو، بهرنيان موږ ته سوله نه راوړي او د بهرنيانو شتون او امنيتي تړون زموږ ستونزه نه شي هوارولی.»

2(4)

د سيمينار لومړۍ اختصاصي غونډه:

د سيمينار په لومړۍ اختصاصي غونډه کې، چې په افغانستان او سيمه کې د سولې او ټيکاو پر وړاندې شته خنډونو او فرصتونو علمي او څېړنيزو مقالو ته ځانګړې شوې وه، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز د علمي بورډ غړي او د سلام پوهنتون استاد دوکتور فضل الهادي وزين، په افغانستان کې د ثبات او ټيکاو بنسټونه او د بې ثباتۍ عوامل او اسباب په ګوته کړل او په دې اړه يې ګډونوالو ته د خپلې چمتو کړې مقالې په اورولو سره، د افغانستان او سيمې د ثبات او بې ثباتۍ پر کورنيو او بهرنيو عواملو پوره رڼا واچوله.

ښاغلي وزين وويل: «په افغانستان کې د بې ثباتۍ د له منځه وړلو لپاره، له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل، واقعي بين الافغاني تفاهم ته لار هوارول او اوربند هغه اړين ګامونه دي، چې بايد پورته کړل شي.»

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز مشر دوکتور عبدالباقي امين په افغانستان کې د سولې او ثبات د خنډونو په اړه مقاله واوروله او په دې لاره کې شته خنډونه يې تر بحث لاندې ونيول.

نوموړي وويل: «د هېواد د ټولو وګړو تر منځ د يوه ملي ميثاق په اړه د توافق نشتوالی، د بهرنيو ځواکونو شتون، له جګړې څخه ګټه پورته کوونکي لوري او اشخاص، د دولت وسله والو مخالفينو ته د حکومت ځينې اېښودل شوي شرطونه، له وسله وال مقاومت سره په يوازې سر د واکمنۍ کولو تصور، د يوه اغېزناک مدني حرکت نشتوالی او بالاخره د سولې لپاره د يوې منځګړې ډلې نشتوالی، ټول په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر وړاندې خنډونه دي.»

همدارنګه د سلام پوهنتون علمي مرستيال او د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز د علمي بورډ غړي، دوکتور مصباح الله عبدالباقي د سولې او امنيت راتللو لپاره شته فرصتونه روښانه کړل او په دې اړه يې بشپړ بحث وکړ.

نوموړي وويل: «له ډېری افغانانو سره د جګړې د درېدلو د سختې اړتيا احساس، د حکومت له وروستيو دريځونو څخه د سولې د راتګ لپاره معلومېدونکې لېوالتيا، د وسله وال اپوزيسيون په دريځ کې ځينې راغلي بدلونونه، په سياسي بهير کې شريکو ګوندونو په دريځونو کې راغلی بدلون، د امريکا او د هغې د ملګرو هېوادونو په دريځ کې د جګړې پر ځای د خبرو اترو د لارې لېوالتيا، ګاونډي هېوادونه او د ځينو لاملونو له مخې د ناامنۍ له منځه وړلو لپاره د هغوی لېوالتيا، په هېواد کې د ځينو خيرغوښتونکو کسانو شتون او د سولې لپاره څه ناڅه رامنځته شوی اعتماد، په دې تړاو ځينې شته فرصتونه دي.”

2(5)

د ويسا ورځپاڼې مسؤول مدير ښاغلي محمد زبير شفيقي بيا په افغانستان کې د بې ثباتۍ اغېزې پر سيمه او افغانستان باندې وڅېړلې.

نوموړي وويل: «د افغانستان ناامني له ۱۳۵۷ څخه پيل او تر اوسه دوام لري؛ کله چې امریکا دلته د نوي هېواد بنسټ کېښود نو هغه يې يو کمزوری او داسې بنسټ کېښود، چې همېشه هغوی ته محتاج وي.”

هغه زياته کړه: «امریکا غواړي چې په خپل حضور سره ټوله سیمه کنترول کړي، چين او روسيه په خپله سيمه کې منحصر کړي او همدا راز په عراق او افغانستان کې د امریکا جنګي او ناسمو پاليسيو په دغو هېوادونو کې ناامنۍ اوج ته ورسولې، په عراق کې جاسوسي او نيمه پوځي سازمانونو لکه بلک واټر ډېر ظلمونه وکړل او دلته بيا د سپېشل فورس پهنوم ځواکونو افغانان وکړول.”

نوموړي په افغانستان کې د ثبات د نشتوالي له امله، سيمې ته په ګڼ شمېر رسېدلو زيانونو رڼا واچوله او په راتلونکي کې يې د دغې بې ثباتۍ له امله سيمې ته متوجه ګواښونو ته اشاره وکړه.

د لومړۍ اختصاصي غونډې په پای کې د سيمينار ګډونوالو هم له پورته يادوو شوو کسانو څخه خپلې پوښتنې مطرح کړې او د اړوندو موضوعاتو په اړه يې خپل نظرونه واورول.

2(6)

د سيمينار دويمه اختصاصي غونډه:

د سيمينار دويمه اختصاصي غونډه، د ګاونډيو او سيمې هېوادونو راغلو مېلمنو ويناوو ته ځانګړې شوې وه، چې په لومړي سر کې د پاکستان د سياسي څېړنو د مرکز د علمي بورډ غړي ډاکتر محمد اقبال خليل، د افغانستان په ثبات او استقرار کې د سيمې د هېوادونو د رول په اړه مقاله واوروله.

ښاغلي خليل د افغانستان د تاريخ ځينو پړاوونو او د دغه هېواد ستراتېژيک اهميت ته په اشارې سره وويل، چې ايران، ترکيه، هند، پاکستان او د منځنۍ اسيا هېوادونه له افغانستان سره ژورې اړيکې لري او د دغه هېواد له سولې او ثبات سره د هغوی د همکارۍ ډېر فرصتونه شته دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پاکستان او افغانستان د ملتونو مشترکاتو ته په کتلو سره، د پاکستان ملت تل له افغانانو او افغانستان سره د همکاريو هلې ځلې کړې دي او په افغانستان کې د پاکستان د حکومت د هر ډول لاسوهنو مخالف دی؛ خو هغه د پاکستان د حکومتونو په تېره پوځي حکومت ځينو ناسمو کړنو ته هم اشاره وکړه او هغه يې د پاکستاني ملت لپاره هم د خفګان وړ وبلل.

په دغه غونډه کې دويمه مقاله هم د ورته موضوع په اړه، د تاجکستان د اورواسيايي ډيالوګ د مطالعاتي مرکز په استازيتوب استاد يکاشه کبيروف له خوا وړاندې شوه او د افغانستان د قضيې په اړه يې، د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو پر رول رڼا واچوله.

2(7)

نوموړي د تاجکستان د حکومت او له هغه سره د جنګېدونکو مخالفينو د خبرو اترو يادونه وکړه، چې د ده په خبره په پايله کې يې د دغه هېواد په اساسي قانون کې بدلون رامنځ ته کړای شو او د سولې لپاره زمينه برابره شوه او په پايله کې يې په تاجکستان کې سوله ټينګه شوه؛ نو ځکه دلته هم بايد د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوړل شي او له ځينو دريځونو څخه تنازل وشي.

ورپسې ليکوال او د سياسي چارو شنونکي استاد وحيد مژده، “افغانستان او د سيمې لپاره ننګونې” تر عنوان لاندې ګډونوالو ته خپل چمتو کړی تحلیل واوراوه.

نوموړي له روسانو سره د افغانستان د جهاد له دورې وروسته د کورنيو جګړو پر مهال، د طالبانو د تحريک رامنځته کېدلو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې دغه تحريک کومه بهرنی پروژه نه؛ بلکې هغه مهال رامنځته شو، چې دلته د سولې ټينګښت ناشونی شو.

نوموړي زياته کړه، چې د سولې راتګ دا معنا نه لري چې نور لوري بايد له منځه يوړل شي؛ بلکې د سولې د راتګ لپاره بايد د سولې خنډونه له منځه يوړل شي.

ښاغلي مژده په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د ناامنۍ ستر لامل وباله او زياته يې کړه، چې که بهرنيان له هېواده ووځي بين الافغاني سولې ته به لار هواره شي؛ خو د بهرنيانو په شتون کې سوله ناشونې ده، ځکه هغوی چې تر سل زره زياتو سرتېرو په مرسته دلته سوله ټينګه نه شو کړای، نو د لس زره سرتېرو په مرسته به څرنګه سوله او امنيت راولي.

د سيمينار پای:

د سيمينار د ګډونوالو تر پوښتنو او نظرونو وړاندې کولو او د پوښتنو له ځوابونو ويلو وروسته، د سيمينار د پای وينا او د ګډونوالو د ويناوو خلاصه، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز مشر دوکتور عبدالباقي امين واوروله او ويې ويل، چې د سيمينار د ويناوالو له څرګندونو معلومه شوه، چې په افغانستان کې د سولې او استقرار په لاره کې یو شمېر خنډونه شته دي؛ خو تر ټولو لوی خنډ دلته مېشت بهرني ځواکونه دي.

نوموړي وويل، چې دغه راز څرګنده شوه چې د سولې د ټينګښت لپاره د يوه دريمګړي لوري د راپيدا کېدلو اړتيا ده او که په رښتيني ډول هلې ځلې وشي، د سولې د راتګ لپاره ډېر فرصتونه هم شته دي او تر څنګ یې د ټولو بهرنيو مېلمنو له خبرو دا څرګنده شوه، چې په افغانستان کې سوله د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو په ګټه هم ده.

نوموړي ورته ستراتېژيک مرکزونه د دې جوګه وبلل، چې کولای شي تصميم نيوونکي لوري د خپلو څېړنو او مشورو له لارې په دې قانع کړي، چې د بهرنيو ځواکونو شتون د افغانستان، سيمې او ان نړۍ د امنيت لپاره زيانمن دی او له دې ځايه تګ يې ټولو ته ګټور دی.

هغه زیاته کړه، چې د ستراتېژيکو او سيمه ييز څېړنو مرکز هڅه کوي، څو د ستراتېژيکو، علمي او کارنده څېړنو او خبرو اترو له لارې، د هېواد برخليک جوړوونکي واقعيتونه روښانه او د هېواد او سيمې د سياستونو لپاره رغنده سلامشورې وړاندې کړي.

ښاغلي دوکتور عبدالباقي امين د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز په استازيتوب وويل، چې دغه مرکز د سولې او ثبات لپاره د دوامداره څېړنو او خبرو اترو لپاره چمتو دی ترڅو ټول ښکېل لوري پر دې قانع کړي، چې د سولې لپاره باید رښتینې هلې ځلې وشي.

2(8)

په افغانستان او سيمه کې د سولې او استقرار په نوم دغه جوړه شوې يوه ورځنۍ علمي غونډه کې، چې د سهار په9:30بجو پيل او د مازديګر تر 4:30بجو يې دوام وکړ، ټولو کورنيو او بهرنيو ګډونوالو په افغانستان کې د سولې او استقرار په اړه هراړخيز او ژور بحثونه وکړل او له دغو ننګونو څخه د وتلو لپاره يې حل لارې وړانديز کړې.

هېره دې نه وي، چې په دغه سيمينار کې د لوستل شوو مقالو او بحثونو بشپړه مقاله به، په نژدې راتلونکي کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو د مرکز له خوا چاپ او خپره شي.

د یادونې وړ ده، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د يوه بې طرفه ارګان په توګه، په دوامدار ډول هلې ځلې کوي، ترڅو د سولې او ټيکاو لپاره له بېلابېلو لورو سره د اړيکو ټينګولو، علمي سيمينارونو او ورکشاپونو جوړولو، د ګاونډيو او سيمې د هېوادونو د ستراتېژيکو ارګانونو د مرستې جلبولو او خبرو اترو له لارې د روانو ناخوالو په پای ته رسولو کې، رغنده رول ولوبوي.

پای

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *