په هېواد کې د ښځو وضعيت؛ د تاوتريخوالي لاملونه او حل‌لارې

 

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په روان کال کې يې له ښځو سره د تاوتريخوالي کابو ۴ زره پېښې ثبت کړې دي. که په دې برخه کې د تېرو کلونو ارقامو ته ځیر شو، نو د تاوتریخوالي ثبت شوې پېښې د کمېدو په لور روانې دي؛ خو په روان کال کې له ښځو سره د تاوتريخوالي او زور زياتي څو داسې زړه بوږنوونکې پېښې وشوې، چې دا قضيه په هېواد کې د يوې جدي ستونزې په توګه مطرح کوي.

له بلې خوا افغانه ښځه د لوېدیځ تمدن تر اغېزو لاندې د بې‌بند‌و‌باره آزادۍ او له اسلام څخه د غلط فهم له کبله، د قربانۍ ښکار ده. همدا لامل دی، چې په هېواد کې د ښځو په تړاو د افراطي او تفریطي دریځونو له کبله دواړه خواوې د یو بل پرضد نور هم حساسيت اخلي او قرباني يې افغانه مېرمن کېږي.

دا چې په نړۍ کې د ښځې وضعیت څه دی، له افغانستان سره یې پرتلنه څه ډول ده، آیا افغانه ښځه د افراط او تقریط قرباني نه ده؟ او بالآخره په هېواد کې له ښځو سره د تاوتريخوالي بنسټيز لاملونه او حل‌لارې څه دي؟ دلته پرې شننه کوو.

په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی

له ښځو سره تاوتریخوالی، د نړۍ تر یوې سیمې او یا یوه هېواد پورې محدوده ستونزه نه ده، بلکې دغه ښکارنده په ټولو ځایونو او په ځانګړي ډول په لوېدیزه نړۍ کې هم شته ده. د بېلګې په ډول په ۲۰۱۳ کال کې په اروپايي ټولنه کې تقریباً ۱۳ ملیونه ښځې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ او تقریباً ۳.۷ ملیونه ښځې بیا له جنسي زور زیاتي سره مخ شوې[1].

همدا راز په امریکا کې په هره ۹مه ثانیه کې یوه ښځه وهل کېږی، په اوسط ډول په هره دقیقه کې تقریباً ۲۰ ښځې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېږي، له هرې ۵مې امریکايۍ ښځې څخه یوه يې او له هر ۷۱م نارینه څخه یو يې په خپل ژوند کې له جنسي تیري سره مخ شوي دي[2]. همدا راز د امریکا د ایف بي آی د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۱۳ کال کې تقریباً ۷۹۷۷۰ د جنسي تیري پېښې ثبت شوې دي[3].

دا پورته ارقام مو یوازې په دې موخه وړاندې کړل، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې تر یوې سیمې پورې محدود نه دی، بلکې ښځه په لویدېځ کې هم له ناوړه وضعيت سره مخ ده؛ مګر بیا هم دغه ارقام په دې معنا نه دي، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر زیاتېدونکو پېښو چوپ پاتې شو.

افغانه ښځه؛ د افراط او تفریط قرباني!

افغانستان يوه دوديزه او مذهبي ټولنه ده او ډېره برخه خلک بې‌سواده او د ښځو له هغو حقونو، چې اسلام ورکړي، بې‌خبره دي. همدا لامل دی، چې ښځې له خپلو طبیعي او اسلامي حقونو بې‌برخې پاتې شوې دي؛ ان د ښځې له خوا د میراث غوښتنه تراوسه یو عېب او «پېغور» ګڼل کېږي!

په افغاني ټولنه کې د همدغه افراطي حالت په غبرګون کې یو بل لېبرال افراطي غبرګون راپورته شو، چې افغانه ښځه یې د خپلو ارزښتونو، دودونو او طبیعي حالت پرخلاف په یوه پردي حالت کې دننه کړه او داسې یې «دغه له ټولنې څخه پردۍ ښځه» د ټولنې پرضد بغاوت ته راوبلله. د دې پر ځای چې دوی د ښځو د حقونو لپاره کار کړی وای، د ښځو پر پلوۍ د غږ پورته کوونکو غږ یې منفي اغېزمن کړ؛ ځکه د هېواد ډېری خلک د دوی هڅو ته د شک په سترګه ګوري.

تر اوسه په هېواد کې افغانې ښځې ته هغه حقونه نه دي ورکړل شوي، چې د هغې لپاره په اسلام کې ټاکل شوي دي؛ په بل اړخ کې لېبرالې حلقې هڅه کوي، چې افغانه مېرمن له خپلې ټولنې او خپل طبیعي حالت څخه پردۍ کړي. دغه دواړه حالتونه د افغانې ښځې لپاره تباه کوونکي دي او بايد افغانه ښځه له دغه ګرداب څخه راوايستل شي.

په افغانستان کې له ښځو سره تاوتريخوالی

زموږ په هېواد کې پخوا هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی موجود و؛ خو د دغو قضیو د ثبتولو کوم نظام نه و او ډېری پېښې به همداسې پټې پاتې کېدې. البته اوس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد ادارو، قانونونو او پراخو رسنیو له کبله دغه پېښې تر يوه بريده روښانه کېږي او ثبتېږي.

په هېواد کې د بُن کنفرانس تر چتر لاندې د نوي نظام له راتګ سره د ښځو لپاره د ۲۰۰۱ کال په پای کې یو جلا وزارت جوړ شو او د افغانستان د ښځو چارو لومړنۍ وزیره سیما ثمر شوه. د دې ترڅنګ په نوي نظام کې د ښځو ونډه د تېرو نظامونو په پرتله زیاته شوه او له دې زاويې افغانستان له ډېرو لوېدیزو هېوادونو مخکې هم دی. د بېلګې په ډول، په اوسنۍ ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د ښځو ونډه د فرانسې، پاکستان، هند، جاپان او روسیې په پرتله تر ټولو زیاته ده[4]. په معارف، حکومت او وزارتونو کې یې هم برخه د تېر په پرتله زیاته شوې ده.

خو له دغه حالت سره سره، له۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې (۵۹۳۹) ښځو د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره د تاوتریخوالي په تړاو شکایتونه ثبت کړل، چې په ۱۳۹۲ کال کې دغه ارقام تر ټولو لوړ (۲۱۵۹) وو او په ۱۳۹۱ کال کې بیا تر ټولو ټیټ (۱۷۵۰) وو. (وګورئ جدول-۱)

جدول-۱: د افغانستان په بشري حقونو کمیسیون کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت شوي شکایتونه (۱۳۹۱-۱۳۹۴)

Pa-1

له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ثبت شوې پېښې، په زیاتېدو شوې او په ۱۳۹۲ کال کې تر ټولو زیاتې شوې؛ خو له دغه کال وروسته دغه شرحه کال په کال کمه شوه او په ۱۳۹۴ کال کې د وروستیو کلونو وروستۍ مرحلې ته رسېدلې ده (وګورئ جدول-۲)

جدول-۲: په ټول هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت شوې پېښې (۱۳۹۱-۱۳۹۴)

Pa-2

په بل اړخ کې که پر ښځو د جنسي تیري ارقامو ته ځېر شو، نو له درېیو کلونو راهیسې دغه ارقام کال پر کال زیاتېږي. په ۱۳۹۱ کال کې د جنسي تیري ۱۰۹ پېښې ثبت شوې وې، په ۱۳۹۲ کال کې دغه شمېره ۱۳۹ ته پورته شوه او په ۱۳۹۳ کال کې ۱۷۹ ته ورسیده.

په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو زیاتېدو له کبله په ۲۰۰۹ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمېدو قانون جوړ شو. دغه قانون د دې پرځای چې ګټه يې کړې وای، ټولنه یې نوره هم سره ووېشله او له ښځو سره د تاوتريخوالي پرضد پورته کېدونکي غږونه یې تر شکونو لاندې راوستل، چې مبادا د دې تر شا به هم یو شمېر لویدېځ هېوادونه وي. په دغه قانون کې یو شمېر مادې په ښکاره د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې وې. له همدې کبله دا قانون بیا له پارلمان څخه هم تصویب نه شو.

زړه بوږنوونکې پېښې

له ښځو سره د تاوتريخوالي په پېښو کې، ځينې يې ډېرې زړه بوږنوونکې دي. دا هغه پېښې دي، چې په لويو ښارونو کې يا په عامه محضر کې شوې دي او په پراخ ډول په رسنيو او په تېره بيا ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې دي. هغه پېښې چې تر رسنيو پورې رسېدلې دي، دلته يې د بېلګې په ډول دوې پېښې رااخلو.

د ۱۳۹۳ کال د حوت مياشتې په ۲۸مه نېټه د فرخندې په نوم يوه ۲۷ کلنه مېرمن د کابل ښار په زړه کې او د ګڼ شمېر پوليسو په حضور کې د قرآن کريم د سوځولو په تور د خلکو له خوا تر وهلو ډبولو لاندې په ډېر بې‌رحمانه ډول ووژل شوه. وروسته څرګنده شوه، چې پر نوموړې مېرمن لګول شوی تور هم ناسم و او په هېواد کې دننه او بهر يې پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.

د دغه ډول پېښو يوه وروستۍ پېښه هم څو ورځې مخکې (د روان لمريز کال د دلوې په ۶مه) د هېواد په شمالي ولايت فارياب کې شوې او يوه کس د خپلې شل کلنې مېرمنې پزه پرې کړې ده. دا او دې ته ورته پېښې د هېواد په ډېری ولايتونو کې شوې او تر رسنيو پورې يې غږ رسېدلی دی. د دې ترڅنګ تردې ډېرې زړه بوږنوونکې پېښې په لرې پرتو سيمو کې کېږي خو غږ يې رسنيو ته نه راوځي.

حکومت تراوسه په لرې پرتو سيمو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره کوم اغېزناک کار نه دی کړی، بلکې ترډېره په ټولنه کې د حکومت او نړيوالې ټولنې د هڅو په اړه داسې باورونه شته دي چې د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت د تېرو کلونو هڅو د دارنګه پېښو د مخنيوي په لاره کې نه يوازې دا چې کومه څرګنده پايله نه ده لرلې، بلکې ښځې يې بې‌بندوبارۍ ته هم هڅولې دي چې دا چاره بيا په ټولنه کې افراط ته لاره پرانيزي. په دې برخه کې، د يو شمېر رسنيو په ځينو خپرونو هم پراخې نيوکې شته دي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي عوامل

په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مهم لاملونه په لاندې ډول دي:

  • په اسلام کې د ښځو له حقونو څخه د خلکو ناخبري: ډېری هېوادوال د ښځو له هغو حقونو او مقام څخه ناخبره دي، چې اسلام ورکړي دي. په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه د فهم د نه شتون له کبله، افغاني ټولنه له یوې خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ښکېل ده او په بل اړخ کې بیا د ښځو د حقونو تر دفاع لاندې داسې قانونونه هم جوړېږي چې نه یوازې دا چې د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې وي، بلکې په ټولنه کې خورا توند افراطي غبرګون هم راپاروي.
  • جهالت یا د پوهې کمښت: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری خطرناکې پېښې په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې کېږي او دا بیا ډېرې زړه بوږنونکې وي. د دغو پېښو اکثریت يې د جهالت له کبله رامنځته کېږي.
  • د پردي کلتور اغېزې: له ۲۰۰۱ کال راهیسې په هېواد کې د رسنيو د بې‌کنټروله آزادۍ له کبله پردی کلتور دلته د خپرېدو په لور روان دی او تر اوسه یې زموږ پر ټولنه خطرناکې اغېزې کړې دي. د همدغه پردي کتلور له کبله د طلاق شرحه د زیاتېدو په لور ده، په لارو او کوڅو کې ښځې ځورول کېږي او د جنسي تیري پېښې هم مخ په پورته روانې دي. دارنګه پېښې له کم‌عمره ماشومانو او محرماتو سره هم شوې دي.

د تاوتريخوالي د مخنيوي لارې چارې

  • عامه پوهاوی: د ښځو د حقونو او په ټولنه کې یې د ځای په اړه، د تلویزونونو، راډیوګانو او نورو لارو د خلکو عامه پوهاوی زیاتول.
  • د پوهنې زیاتېدل: په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې چې څومره پوهنه زیاته شي، هومره ممکنه ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راکمې شي.
  • د علماو رول: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې د علماو رول تر ټولو زیات دی. علما باید د اسلام د لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو حقونه بیان کړي او خلک له ښځو سره ښه چلند ته راوبلي. د دې ترڅنګ د تاوتریخوالي د نورو ډولونو (لکه جنسي تیری، په لارو-کوڅو کې د ښځو ځورول او نورو) پرضد هم اسلامي او افغاني دریځ خلکو ته روښانه کړي.
  • په قضا کې د فساد کمېدل: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری عاملین له قضايي ارګانونو څخه د پېسو او د فساد له کبله خلاصیږي. که چیرې په قضايي ارګانونو کې فساد کم شي، نو ممکنه ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ناوړه جرمونه هم يو څه کم شي.

پای

[1]  په اروپايي ټولنه کې له ښځو سره د تاوتريخوالي سروې په لاندې لينک کې وګورئ:

http://fra.europa.eu/sites/default/files/fra-2014-vaw-survey-main-results-apr14_en.pdf

[2]  د کورني تاوتریخوالي پرضد د امریکا د ملي اېتلافي ټولنې ارقام، په لاندې لینک کې وګورئ:
http://www.ncadv.org/learn/statistics

[3] د جنسي تیري د ارقامو په اړه د ایف بي ای په رسمي ویب پاڼه کې نور جزئيات وګورئ:
https://www.fbi.gov/about-us/cjis/ucr/crime-in-the-u.s/2013/crime-in-the-u.s.-2013/tables/1tabledatadecoverviewpdf/table_1_crime_in_the_united_states_by_volume_and_rate_per_100000_inhabitants_1994-2013.xls

[4]  وګورئ، د بین الپارلماني اتحاديې ارقام، په لاندې لینک کې:
http://www.ipu.org/wmn-e/classif.htm

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *