«افغانستان په تېره یوه‌نیمه لسیزه کې» څېړنیز او تحلیلی راپور بشپړ شو

په تېره یوه‌نیمه لسیزه کې د هېواد د مهمو سکتورونو د وضعیت په تړاو د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) تحلیلی او څېړنیز راپور بشپړ شو. دغه راپور دا مهال تر چاپ لاندې دی او چاپ شوې بڼه به یې په راتلونکو ورځو کې رسما خپره شی.

په دغه راپور کې د سولې، بهرنی سیاست، اداری فساد، کډوالو، اقتصاد (ملی اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، صنعت، کرنې او مالدارۍ)، امنیت او جرمونو، ښوونې او روزنې او لوړو زده‌کړو  برخې په بې‌پرې او تحلیلی توګه څېړل شوې دی. په راپور کې د دغو سکتورونو پرمختګونه، ناکامۍ، ستونزې او ننګونې سپړل شوې  او په اړه یې مهمې موندنې لری؛ خو ترڅنګ یې د هرې برخې په اړه د مرکز سپارښتنې هم وړاندې شوې دی.

د دغه راپور لپاره په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې د مرکز د څېړونکو له‌خوا پر دواړو کیفی او مقداری څېړندودونو ولاړه څېړنه شوې او د یادو سکتورونو په اړه د هېواد په لویو ښارونو کې له نخبه پاړکی څخه نظرپوښتنه هم شوې ده.

په راپور کې د هر سکتور اړوند تاریخی شالید راوړل شوی او بیا له ۱۳۸۰ کال راوروسته د هر سکتور وضعیت په تفصیلی ډول څېړل شوی، چې ۱۳۹۴ کال ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

که څه هم بېلابېلې ملی او نړیوالې ادارې د افغانستان د وضعیت په اړه هر کال کلنی راپورونه خپروی؛ خو د دغه راپور ځانګړنه دا ده چې تر یوه کال یا یوه سکتور پورې محدود نه دی، بلکې له ۱۳۸۰ کال راوروسته یې په مجموعی او عمومی توګه د هېواد ۱۵ کلن مزل په بې‌پرې ډول څېړلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *