ورکشاپ: علمي څېړنه څرنګه او د څه لپاره؟

 

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز تېره پنجشنبه (د قوس ۱۵مه) د ټولنيزو څېړنو د جوړښت او څېړندودونو په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ کړ.

په دغه ورکشاپ کې، چې د مرکز په دفتر کې جوړ شوی و، د مرکز د علمي غړو او څېړونکو ترڅنګ يو شمېر آزادو څېړونکو او ليکوالانو هم ګډون کړی و.

په سر کې د مرکز د اړيکو مسؤول ښاغلي سردار محمد ديندارخېل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ورکشاپ د اهميت او موخو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې مرکز په پام کې لري د دا ډول روزنيزو غونډو لړۍ وغځوي.

وروسته د مرکز علمي غړي انجنير محسن امين د يوه پرېزېنټېشن له لارې د علمي څېړنې جوړښت، پروسه او مېتودونه تشريح کړل او د علمي څېړنې پر بېلابېلو اړخونو يې رڼا واچوله.

ښاغلي امين په دغه پرېزېنټېشن کې د ټولنيزو څېړنو کيفي او کمي دواړه څېړندودونه تشرېح کړل او په کيفي څېړندود کې يې د څېړنې پوښتنې، ادبي جاج، د موادو راټولول، تحليل او تفسير او دغه راز د منابعو او مراجعو توثيق، د څو سلايډونو له لارې تشرېح کړل.

دغه ورکشاپ دوې (نظري او عملي) برخې لرلې، چې په نظري برخه کې يې د ښاغلي امين له‌خوا د علمي څېړنو پر ډولونو او لارو چارو خبرې وشوې او په عملي برخه کې يې ګډونوالو هم برخه واخيسته.

ټاکل شوې د دغه ورکشاپ دويمه غونډه هم راتلونکې پنجشنبه د مرکز په دفتر کې جوړه شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *