د افغانستان او پاکستان نوې اړیکې او په افغان سوله یې اغیزې

امان الله کاکړ

د سرطان په لومړی نېټه د افغان سیاسي ګوندونو مشرانو له سفر وروسته د سرطان په شپږمه نېټه د افغانستان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه چې د ملي امنیت سلاکار، کورنیو چارو وزیر، او مالیې وزیر په ګډون یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو یې ملتیا کوله، پاکستان ته په سفر ولاړ.

دا چې له اوږده ځنډ وروسته پاکستان سره د نویو اړیکو پیلول به د دواړو هېوادونو په اړیکو څومره ریښتینې  اغېزه ولري، او دا سفر به د تېرو سفرونو په پرتله څه ځانګړې لاسته راوړنې له ځان سره ولري؟ او آیا پاکستان په اوس کې د دې وړتیا لري، چې وشي کولی ترڅو په افغان سوله کې کلیدي رول ولوبوي؟ دا او دې ته ورته په نورو ځانګړو موضوعاتو په دې تحلیل کې شننه شوې.

د ملي یووالي حکومت په دوره کې پاکستان سره اړیکې

د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کېدو وروسته ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني پاکستان ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ، د نوموړي باور دا وو، چې ښایي له پاکستان سره د ښو اړیکو رغول به د افغان سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره اغیزمن ثابت شي، چې په ۲۰۱۴ م کال کې يې  خپل لومړنی سفر پاکستان  ته وکړ، او د سیاسي چارواکو سره تر لیدو وروسته یې  ان د فوځ ستر مرکز جي ایچ کيو ته هم سر ور ښکاره کړ، او د سیاسي او فوځي کار پوهانو په وینا نوموړي له پاکستان سره په یو لړ هوکړو هم کرښې تورې کړې، خو په دې تړاو د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په شمول یو شمېر افغان چارواکو د ښاغلي غني دا کار د افغانستان د ګټو خلاف وګاڼه.

 همدارنګه رنګین دادفر سپنتا  چې د حامد کرزي په دوره کې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار په حیث یې مهمې دولتي دندې ترسره کړي دي د حامد کرزي په ۱۳ کلنه دوره کې د پاکستان سره د افغان سولې پر سر د افغانستان ۱۳ کلنې هڅې بې پایلې ګڼلې دي.

د وخت په تېرېدو د ملي یووالي حکومت داسې وانګېرله چې ګواکې پاکستاني لوري په هغو هوکړو او وعدو چې د ښاغلي غني د سفر پر مهال یې کړې وې، و نه درېد، ځکه په هېواد کې جګړې لا پسې زور واخیست، او د نظامي تلفاتو ترڅنګ د ملکي خلکو تلفات هم ورځې تر بلې خورا لوړ شول، نو په همدې توګه له یاد هېواد سره د بې باورۍ فضاء بیا ځلې رامنځ ته شوه، د هند په امرتسر کې د اسیا زړه په شپږم کنفرانس کې ښاغلي غني د پاکستان هغه اعلان شوې مرسته چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یې اعلان کړې وه، هم و نه منله، او د تروریزم ملاتړ څخه یې د یاد هېواد لاس اخیستل د مرستې په انډول مهم وګڼل، او پاکستانۍ لورۍ یې د مخالفو وسله والو په ملاتړ مخامخ  تورن کړ.

له څه باندې څلورو کلونو د افغان او پاکستاني لوريو ترمنځ د بې باورۍ فضاء موجوده وه، او ځای یې یوازې تورونو لګولو ته پاتې وو، خو په پاکستان کې د تېر کال ټاکنو وروسته چې د انصاف ګوند پکې د هېواد پر سطحه زیاته بریا ترلاسه کړه، او په پایله کې یې عمران خان د لومړي وزیر څوکۍ ته ورساوه، نوموړي د بریا وروسته له افغانستان سره د اړیکو په رغولو ټینګار وکړ، او په ځانګړې توګه يې په افغان پالیسۍ کې د واکمن فوځ سره په همغږۍ یې یو شمېر بدلونونه رامنځ ته کړل، چې ځینې کار پوهان یې په پاکستان کې اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه پر یاد هېواد د نړیوال وجهي صندوق پورونو پراخېدل، او د نړیوالې ټولنې له لوري فشارونه چې ګواکې د تروریزم څخه ملاتړ تر سره کوي، او په همدې اړه يې یاد هېواد تر تور  لېست ورساوه، ستر لاملونه بولي.

ښاغلي غني د ټیلیفوني اړیکې له لارې په ټاکنو کې د بریا وروسته عمران خان ته مبارکي وویله، او کابل ته د ورتګ بلنه یې هم ورکړه، چې د نوموړي له لوري ومنل شوه، بل‌خوا په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د ۱۴ مې غونډې په څنډو کې د ولسمشر غني او لومړي وزیر عمران خان د خپلمنځي اړیکو، له ترهګرۍ سره مبارزه، سوداګرۍ، سولې او هند ته د پاکستان د فضایي حدودو د الوتنو ممنوعیت پر موضوعاتو لنډې خبرې درلودې، او د دې ترڅنګ پاکستان ته د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب او مهاجرینو وزیر سفر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضاء رامنځ ته کېدو ته یو ځل بیا لاره پرانیسته.

د پاکستان اقتصادي ستونزې او کابل سره د اړیکو رغولو اړتیا

په پاکستان کې د انصاف ګوند په ټاکنو کې د بریا وروسته د نوموړي هېواد اقتصاد د پخوا په پرتله مخ پر ځوړ روان شو، او لاملونه يې، د نړیوال وجهي صندوق څخه د نورو پورونو غوښتنه، او په مقابل کې د نوموړي صندوق له لوري د یو شمېر  وړاندیزونو او شرطونو وړاندې کول وو، چې پایله دا شوه،ترڅو پاکستاني پولي واحد د ډالر په مقابل کې، ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکړي. او هلته د توکو او په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو بیعې خورا لوړې شي.

بلخوا د اقتصاد پوهانو په  اند، امریکا د نړیوال وجهي صندوق له لارې پاکستان سره په مرستې شک څرګندوي، چې ښایي د سي پیک پروژو په پور اداء کولو کې یاد ډالر چین ته ور کړي، نو په همدې دلیل نړیوال وجهي صندوق د سختو شرطونو وړاندې کولو وروسته یاد هېواد ته پورونه ور کوي. د دې ترڅنګ په پاکستان کې د بهرنیو پانګوالو کمښت هم یاد هېواد له اقتصادي ځوړتیا سره مخ کړی، همدغه اساسي لاملونه دي، چې آن پاکستاني فوځ چې هر کال د بودیجې لویه برخه خپلوي، سږ کال پراخې اقتصادي ځوړتیا دې ته اړ کړی، چې د خپلې بودیجې یو څو فیصده برخه را ښکته کړي، او له بلې خوا دا هم ویل کېږي، چې په یاد هېواد کې د پښتنو او بلوڅو پراخه خوځښتونه چې د خپلو حقونو غوښتنې په پار یې ترسره کوي، او فوځ د یادو خوځښتونو تر شا د افغانستان لاس ګڼي، فوځ دې ته اړ کړی چې د خپلې بودیجې د را کمولو په اعلانولو سره د خلکو ملاتړ هم ځان ته را جذب کړي، د دې ترڅنګ افغانستان  اوس خپل واردات د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایران ( چابهار بندر) له لارې تر سره کوي  او د ځینو هېوادونو سره یې د هوائي دهلېزونو په جوړولو سره په دې وتوانېد چې اقتصادي اتکاء په پاکستان باندې کمه شي،د پاکستان اوسنی حکومت چې اپوزیسیون یې انتخاب شوی حکومت ګڼي، او پر دې یې تورنوي چې د فوځ له لوري رامنځ ته شوی، غواړي د افغانستان سره د مجبورۍ پر اساس خپلې اړیکې بیا ورغوي، تر څو له دې لارې خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي.

د بوربن غونډه

د جون په دوه ویشتمه  نېټه د لاهور سلسلې په نوم اسلام آباد ته نږدې د مري په بوربن نومي زړه راښکونکي سیمه کې د افغانستان سولې په تړاو غونډه ، چې د دوو څېړنیزو ادارو لخوا رابلل شوې وه، او د ۱۸ په شاوخوا کې افغان سیاستوال چې په کې د سیاسي ګوندونو مشرانو او مهمو سیاسي څېرو لکه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، او یو شمېر نورو پکې ونډه درلوده، چې ځینو پکې د غونډې اجنډا او د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو ولسونو د غوښتنو خلاف څرګندونې  هم درلودې، او ښاغلي اتمر او حکمتیار بیا په ځانګړې توګه په افغان سوله کې د پاکستان ونډه مهمه وګڼله، که څه هم طالبانو په یاده غونډه کې ګډون نه درلود، خو د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي یادې غونډې ته په پرانستې وینا کې وویل، چې هېواد يې د افغانستان دننه امنیتي ستونزو په سبب زیات اغیزمن شوی، او په افغانستان کې سوله د پاکستان د خپلو ګټو خوندي کېدو سره تړاو لري، او دا غونډه یې د پاکستان په اړه د افغانستان نظر بدلولو په اړه اړینه وبلله، نوموړي د دوحې، مسکو او چین درې اړخیزو ناستو په څېر دا غونډه او د ولسمشر غني سفر مهم یاد کړل، او د دې ټولو رایو ځای کول يې افغانستان ته د خپل هېواد له لوري د سولې په برخه کې د ملاتړ پیغام ورکول یاد کړل. د دې غونډې د اجنډا موضوع ګانې چې د افغان سولې، مهاجرینو او دوه اړخیزو اړیکو پراخول پکې شامل وو، شاید هغه موضوع ګانې وي، چې د کابل څخه د ورغلیو مشرانو د واک څخه خورا لوړې وي، او یوازې د خلکو په سطحه د اړیکو پراخولو په برخه کې ښایي ګټورې تمامې شي او بس.

پاکستان ته د ولسمشر غني سفر او په سوله یې اغیزې

ولسمشر غني په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي ترڅنګ د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو سره  ولیدل، او د اسلام آباد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ کې يې د دواړو هېوادونو په اړیکو، اقتصادي پرمختیا ترڅنګ پاکستان ته د اقتصادي پرمختګ وړاندیزونه په ګوته کړل، د پاکستان لومړي وزیر د ښاغلي غني سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو اړیکو پیلېدو، همکاریو او د باور فضاء رامنځته کولو لپاره مهم وګاڼه. او د افغان دولت په مشرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ ترڅنګ، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل هېواد بې طرفۍ ټټر هم وواهه.

بلخوا پاکستاني چارواکو افغان ولسمشر سره ژمنه کړې، چې افغان لاریو ته به د هندوستان لاره پرانیزي، او د تورخم دروازه به د دواړو هېوادونو تجارتي توکو وړونکو لاریو پر وړاندې   د شپې او ورځې لخوا  پرانیستې اوسي، چې دا کار کولی شي، د دواړو هېوادونو د صادراتو په پراخېدو کې ښه ونډه ولري، خو دا چې افغان سوداګر او همدارنګه لاریو چلونکي د وېزو اخیستو له ستونزو سره مخ دي، او نه شي کولی خپل سوداګریز توکي پر وخت پاکستاني   مارکېټونو ته ورسوي، نو ښايي د افغانستان په صادراتو ښه  اغېزه و نه لري. خو داسې تمه کېږي، چې د تجارت او صنعت په برخه کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود به په لنډ وخت کې کابل ته سفر ولري، که افغان لوری یاده ستونزه ورسره حل کړي، کېدلی شي، افغان سوداګرو لپاره ښې پایلې ولري.

د ښاغلي غني د سفر وړاندې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوموړي لومړي معاون امر الله صالح د پاکستان سیاستونه او پالیسۍ ناکامې او نه  بدلېدونکې وبللې، او د نوموړي پر وینا چې پاکستان د طالبانو په   څېر وسله والو ډلو په ملاتړ غواړي خپلې ګټې خوندي کړي، او د ډاکټر غني اوسنی سفر یې د کابل او نړیوالې ټولنې وروستۍ انتظار وباله، ترڅو ولیدل شي چې پاکستان څومره عملي ګامونه اخلي.

له یوې خوا د ډاکټر غني د دې سفر په اجنډا کې سوله مهم بحث یادېده، او د پاکستاني چارواکو او کارپوهانو پر وینا چې د ډاکتر غني دا سفر يې د مجبورۍ سفر ګاڼه، او په سوله کې یې د خپل هېواد ونډه مهمه ګڼله، خو بل‌خوا د امر الله صالح وروستۍ څرګندونې چې طالبان یې بې سواده وبلل، او د ښاغلي غني د سفر وړاندې د بوربن غونډه چې په اصطلاح د سولې په اړه جوړه شوې وه، ناکامه غونډه وبلله، او افغان مشران يې پړه وبلل، چې ګواکې هلته یې د ملي ګټو څخه دفاع نه ده کړې، چې د سولې په برخه کې دا ډول څرګندونې د ښاغلي غني د سفر اجنډا تر پوښتنې لاندې راولي.

پایله

د ډاکټر غني دا سفر له ځان سره څه ځانګړې لاسته راوړنې نه درلودې، ځکه طالبان تل کابل په دې پړ ګڼي، چې ګواکې دوی پاکستان ته منسوبوي، او دا ډول څرګندونې یې نه یوازې غندلي، بلکې د افغان حکومت سره يې په نه خبرو ټینګار هم کړی، د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام  ضعیف پر وینا تېرو تجربو ښودلې، د سیمې هېوادونه نه شي کولی، په افغان سوله کې ښه رول اداء کړي، دا ځکه چې د نوموړي پر وینا هغوی د خپلو ګټو لپاره هڅې کوي، او یوازې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې کولی شي، د افغان سولې لپاره ګټورې ثابتې شي، چې تر اوسه د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو شپږ پړاوونه ترسره شوي، او اووم پړاو خبرې د دې کرښو تر لیکلو پورې په قطر کې روانې دي او پایلې په یې وروسته څرګندې شي.

دا چې د جګړې مهم لوری طالبان تشکیلوي، او په افغانستان کې سوله راتلل د هغوی پورې تړلې دي، او په اوس کې د طالبانو کامیابه سیمه‌ییزه دېپلوماسي چې په دې سره يي وکولای شول خپل ځانونه یو څه اندازه د پاکستان له سیاسي نفوذ نه خلاص کړي او بل د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو خرابوالی هغه څه روښانه کوي چې پاکستان په اوسني شرایطو کې نشي کولای چې طالبان د افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضر کړي. نو له همدې امله په پاکستان  باور چې و به کولی شي، په افغان سوله کې مهم او عاجل کردار ولوبوي، ناشونی ښکاري، او د ډاکتر غني دا سفر د تېرو هغو سفرونو په څېر دی چې مخکې یې تر سره کړي او په پایله کې یې په افغانستان کې لا جګړې زور اخستی او بس.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *