د فلسطین او اسرائیلو په اړه د امریکا بهرنی سیاست تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره شوه

د کندز دولتي پوهنتون استاد ذبیح الله فایز د ماسترۍ دورې څېړنیزه مقاله چې د فلسطین او اسرائیلو په اړه د امریکا بهرني سیاست (۱۹۴۸ – ۲۰۱۸) اړوندې موضوع باندې یې لیکلې وه، د یو څېړنیز کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړه.

ښاغلي فایز د خپلې څېړنیزې مقالې په ترڅ کې د فلسطین او اسرائیلو او په ځانګړې توګه د اسرائیلو د جوړېدو له پیل څخه ترننه د امریکا بهرنۍ پالیسي په څه ډول وه او روانه ده؟ د څېړنې د اړینې پوښتنې، او د اسرائیل جوړېدو کې د امریکا رول څومره وو؟ د ۱۹۴۸ کال څخه تر ۱۱ سپتمبر پېښې پورې د امریکا بهرنی سیاست د فلسطین او اسرائیلو په اړه په څه ډول وو؟ او د ۱۱ سپټمبر پېښې وروسته تر ۲۰۱۸ کال پورې د امریکا بهرنی سیاست د فلسطین او اسرئیل په اړه څنګه پرمخ ولاړ؟ د نورو پوښتنو په توګه په هر اړخیزه توګه په دې څېړنیزه مقاله کې څیړلي او د کنفرانس په ترڅ کې یې یاده مقاله وړاندې کړه.

ورپسې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز محترم رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي وینا  ترسره کړه، او ارزښت ته په کتو یې یاده موضوع نه یوازې د فلسطین بلکې د بشریت اړونده موضوع وبلله او زیاته یې کړه، چې د ځینو اغېزمنو زیاتونو وروسته کېدلی شي دا مقاله د لوستونکو او په ځانګړې توګه د دری ژبې لوستونکو د تندې ماتولو په خاطر د کتاب په بڼه چاپ شي. د کنفرانس ځانګړي میلمه او د ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ غړي ښاغلي دوکتور عبدالصبور فخري د فلسطین او اسرائیلو په تاریخي پس منظر وغږېد. د کنفرانس په پای کې د ګډون والو له لوري د پوښتنې او ځواب لړۍ هم ترسره شوه، د یادې مقالې لیکوال ښاغلي ذبیح الله فایز د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز څخه د کنفرانس تابیا نیولو په پار مننه وکړه، او د ګډون والو سپارښتونو ته په کتو یې زیاته کړه، چې هڅه به وکړي د سپارښتونو او نورو اړینو زیاتونو وروسته به یاده موضوع د کتاب بڼې ته چمتو کړي.

راپور: امان الله تاند

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *