د ولسواليو پرله‌ پسې سقوط او پر روان وضعيت يې اغېزې

له تېرو څو میاشتو راهیسې د دولت د وسله‌والو مخالفینو له خوا په بېلابېلو ولايتونو کې یو شمېر ولسواليو سقوط کړی او د تېرو کلونو پر خلاف، سږ کال د هېواد په ټولو سيمو کې توده جګړه روانه ده. د جګړې لمن له جنوبي ولایتونو څخه شمالي ولايتونو ته غځېدلې او دا مهال د افغانستان د کورنيو چارو د وزیر په اند ۱۹ ولایتونه له جدي ګواښ سره مخ دي.  

د دې ترڅنګ، د ملي وحدت حکومت ځینو ناسمو تګلارو-لکه ملېشه جوړونه-، ناسم مدیریت، د حکومت خپلمنځي اختلافاتو، افغان ځواکونو ته په وخت د مرستو نه رسېدلو او د سیمه‌ییزو پولیسو او نامسؤوله وسله‌والو ناسمې کړنې، هغه نور لاملونه دي، چې د جګړې سختېدو او پراخېدو ته يې لار هواره کړې ده.

دا چې په هېواد کې د روانې ناامنۍ او په تېره بیا د ځينې سيمو او ولسوالیو د پرله پسې سقوطونو تر شا څه لاملونه دي او دا چاره به پر روان وضعیت څه اغېزې وښندي، دلته يې څېړو.

سقوط شوې ولسوالۍ

د تېرو څوارلسو کلونو په پرتله په روان کال کې د یو شمېر ولسوالیو او پوځي اډو د سقوط خبرونه زیات اورېدول کېږي. که وروستیو میاشتو ته ځیر شو، نو په مشخصه توګه ویلای شو، چې په دې وروستیو کې د کندز چهاردره او دشت ارچي، د سرپل کوهستانات، د بادغیس جوند، د غزني ناوه، د بدخشان یمګان، د هلمند نوزاد، د نورستان وانټ وایګل او ځينې نورو ولسواليو په پرله پسې ډول سقوط کړی او د غور پسابند، تيوره او چارسده، د هلمند سنګین، کجکي او موسی کلا، د پکتيا څمکنيو، د کونړ او ننګرهار څو ولسوالۍ، د لوګر ازره، څرخ او خروار، د نورستان څو ولسوالۍ، د بغلان دهنه غوری، د ميدان وردګو دايميرداد، د اروزګان خاص اروزګان او په نورو بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر نورې ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ولسوالیو د سقوط لاملونه

مشخصا په تېرو څو مياشتو کې د ډېری ولسواليو د سقوط تر شا یو شمېر عوامل شته دي، چې هم د وسله‌والو مخالفینو له لوري دي او هم د حکومت له لوري. ځينې دا لاملونه په لاندې ډول دي:

  1. د ملي وحدت حکومت سیاسي اختلافات

د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر روانو ناامنيو د ملي وحدت حکومت خپلمنځي سیاسي اختلافاتو په بېلابېلو ډولونو سیوری غوړولی دی. په پيل کې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو څخه څو میاشتې وړاندې د ټاکنو د پایلو پر سر لانجې وې او وروسته، چې د اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د ملي وحدت ترنامه لاندې حکومت اعلان شو، نو دواړه لوري تر ننه پورې له ژورو سیاسي اختلافاتو سره مخ دي. په لومړي سر کې دغه اختلافات د وزارتونو پر سر وو خو اوس حکومتي تګلارې هم په دغو اختلافاتو کې شاملې دي.

د هېواد د امنیت او له امنیتي ګواښونو سره مقابله‌کوونکي وزارت ته کاندید وزیر لا تراوسه د باور رایه نه ده ترلاسه کړې او دغه راز حکومت هم د قضایاو په تړاو په یوه خوله نه دی. د اشرف غني او ډاکتر عبدالله د ټیمونو اختلافات دې پر خپل ځای پاتې وي، حتی ولسمشر او لومړی مرستيال يې هم ضد او نقيض او بېلې بېلې څرګندونې کوي.

دغو داخلي او خپلمنځي اختلافاتو ته په کتلو سره د افغانستان د مشرانو جرګې لومړي مرستیال د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې وویل: «له بده مرغه دولت په زیاتو مواردو کې روښانه سیاست نه لري، دولت مشخصه پالیسي نه لري، له بده مرغه دولت د خپلمنځی او کورنیو اختلافاتو ښکار شوی.»

  1. سیمه‌ییز پوليس او نامسؤول وسله‌وال

د ځينو سيمو او ولسوالیو د سقوط تر شا یو لامل هم سیمه‌ییز پوليس او غیر مسؤول وسله‌وال دي. په ځینو مواردو کې له وسله‌والو مخالفینو سره د جوړجاړي له کبله او په ځینو نورو مواردو کې له ځايي خلکو سره د ناوړه چلند له کبله خلک اړ شوي چې د دولت له وسله‌والو مخالفينو سره لاس يو کړي او ولسوالۍ سقوط وکړي.

د بېلګې په ډول د اقتاش سیمې د سقوط په اړه چې کوم راپورونه خپاره شوي، د سیمې خلکو په زغرده ویلي، چې د اربکیانو او محلي پولیسو په نامه له بې‌سره ځواکونو څخه خلک تنګ شول. بالاخره یې له طالبانو سره مرسته وکړه، هغوی راغلل او سیمه یې ونیوله[1].

همدا راز د نورو رپوټونو په اساس، سیمه‌ییز پولیس له دولتي وسلو سره یوځای یا د طالبانو لیکو ته تللي او یا یې په غیر مستقیم ډول له هغوی سره د ولسوالیو په سقوط کې مرسته کړې.

  1. “ضرب عضب” عملیات

د ۲۰۱۴ کال له جون میاشتې وړاندې په سیمه کې د بهرنیو وسله‌والو ګروپونو پټنځای د پاکستان شمالي قبایلي سیمې او د شمالي وزیرستان سیمه وه. پاکستان، پر جناح هوايي ډګر د برید له کبله په شمالي وزیرستان کې د «ضرب عضب» عملیات پیل کړل او همدا راز یې د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په میاشت کې پر یوه پوځي ښوونځي د خونړي برید له امله خپله د ترهګرۍ-ضد تګلاره نوره هم سخته کړه او په قبایلي سیمو کې یې هم پوځي عملیات پیل کړل. د ضرب عضب عملياتو په پيل کې به تر ډېره پاکستان-ضد کسان او په تېره بیا چیچن، ازبک، تاجک او ایغوريان په نښه کېدل؛ خو پر پوځي مکتب برید بیا د پاکستان تګلاره هم لږه اغېزمنه کړه او له هغه وروسته یې د ټولو بهرنیانو پرخلاف ګامونه پورته کړل.

د پاکستان د همدغو تګلارو له کبله ډېری بهرنيان افغانستان ته راواوښتل او ځانونه یې خپلو سیمو ته نږدې کړل. له همدې ځایه ده، چې جګړې په بدخشان، تخار، کندز، جوزجان، فاریاب او سرپل کې ډېر زور واخېست؛ ځکه دا ولايتونه د چين له سینکیانک او دغه راز له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره پولې لري. د افغانستان د کورنيو چارو وزیر هم شمال ته د بهرنیانو راتګ او شتون تاييدوي او وايي چې بهرني جنګیالي غواړي چې په افغانستان کې ځانته د خوندي پټنځایونو جوړولو ترڅنګ، د جنوب او شمال ترمنځ لاره هم پرانیزي.

دغو سیمو ته د بهرنیانو راتګ طالبان نور هم پیاوړي کړل او همدا لامل دی، چې په شمال کې یو شمېر ولسوالۍ په پرله پسې ډول سقوط کوي.

  1. امنیتي تړون

د روانې ناامنۍ یو لامل له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول هم بلل کېږي. اشرف غني د ټاکنو پرمهال طالبانو او طالبانو ته نږدې خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې د امکان تر حده به د امنیتي تړون لاسلیک کول ځنډوي؛ خو د لوړې له پرځای کولو وروسته يې، په ۲۴ ساعتونو کې دننه په ډېره بيړه د امنیتي تړون په لاسليک کولو سره، پر طالبانو د سولې لارې بندې کړې او په غبرګون کې یې طالبانو د عزم پسرلني عملیات پيل کړل.

طالبانو په قطر کې د پګواش په کنفرانس کې هم، د امنیتي تړون لاسلیک کول د سولې د پروسې پر وړاندې اساسي خنډ وباله او په خپله اعلامیه کې يې ويلي: «متأسفانه هر کله چې اسلامي امارت د سولې په لور قدم اېښی، په مقابل کې د ستراتژیک تړون او امنیتي تړون په نوم عملاً د سولې مخه نیول شوې ده.»

  1. د سولې پروسه کې پر طالبانو د پاکستان فشار

ولسمشر غني له واک ته رسېدو سره سم، له پاکستان سره په دې ګمان اړیکې ښې کړې، چې د افغانستان د سولې کیلي له پاکستان سره ده او که پاکستان ته د امتیازاتو ورکولو ترڅنګ، په افغانستان کې د هند نفوذ هم راکم شي، نو ښايي پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

اشرف غني پاکستان ته داسې امتیازات ورکړل چې پخوا یې پاکستان په اړه ګمان هم نه شو کولی او اوس پاکستان هڅه کوي، چې د سولې په پروسه کې خپل رول ولوبوي. خو په بل اړخ کې طالبان د اشرف غني له دا ډول بهرني سیاست څخه خوښ نه دي؛ ځکه د دوی په اند دغه سیاست په افغانانو کې داسې ذهنيت خپور کړی، چې طالبان د پاکستان د لاس آله دي او که پاکستان وغواړي نو طالبان سولې ته چمتو کولای شي. له همدې امله، طالبانو په وار وار په خپلو اعلامیو کې دې خبرې ته اشاره کړې، چې د سولې د خبرو اترو واک یوازې د طالبانو له سیاسي دفتر (قطر دفتر) سره دی. د طالبانو د قطر دفتر هم په پاکستان کې د سولې په تړاو له ناستو څخه د همدغې اندېښنې له وېرې ډډه کوي، چې دوی د پاکستان د لاس آلې په توګه معرفي نه کړي. ځکه نو طالبانو په ډېر شدت سره خپل پسرلني عملیات پيل کړل، ترڅو حکومت ته وښيي چې د دوی واک له پاکستان سره نه دی.

  1. ناسم مدیریت

د مشرانو جرګې ډېری غړي وايي، چې د دولت ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې یو شمېر ولسوالۍ د مخالفینو لاسونو ته ولوېږي. په دې تړاو مشرانو جرګه وايي: «د داخلي اختلافاتو له امله دولت نه دی توانیدلی چې روښانه امنیتي پالیسي رامنځ ته او امنیت ټینګ کړي.»

جګړه‌ځپلو سیمو او د جګړې ډګر ته په وخت سره د مرستندويه ځواکونو په رسولو پاتې راتلل هم هغه لامل دی، چې د چارواکو په اند ولسوالۍ له سقوط سره مخ کوي. په همدې تړاو د ولسي جرګې ځینې غړي په حکومت نیوکې کوي او د ډېری امنیتي پوستو او ان ولسوالیو د سقوط یو لامل په وخت سره له مرکزه د کومکي ځواکونو نه استول بولي. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم په دې برخه کې ځینې ستونزې تاییدوي او وايي: «په دې کې شک نشته چې د وخت یوه ستونزه شته. دا چې په وخت رسیږي که نه، دا يوه هغه ستونزه ده چې موږ ورسره مخ يو؛ اما په مجموع کې هڅه کوو چې له خپلو امکاناتو څخه کار واخلو او یوې سیمې ته ځانونه په وخت و رسوو او ستونزه حل کړو.»

  1. د هوايي ځواک کمښت

بل لامل چې د ولسوالیو د سقوط لامل شوی، هغه له افغان اردو سره د هوايي ځواک د تجهیزاتو په برخه کې د نړيوالو مرستې نه کول دي. که څه هم د امنیتي تړون پر لاسلیک کولو ډېرې میاشتې اوړي، خو لا تر اوسه پورې افغان اردو په تجهیزاتي توګه داسې نه ده سمبال شوې، چې په ډېری سيمو کې له وسله‌والو مخالفینو سره د جګړې په ډګر کې برلاسي شي.

د ولسوالیو د سقوط اغېزې

په پرله پسې ډول د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو په لاس د مهمو سيمو او کليدي ولسواليو سقوط، د هېواد پر روان وضعيت لاندې اغېزې ښندلې دي:

لومړی؛ امنيتي ځواکونه: روان امنیتي وضعیت د امنیتي ځواکونو پر مورال بده اغېزه کړې، چې له کبله یې پر امنیتي ځواکونو هم د خلکو باور کم شوی.

دويم؛ ملېشه جوړونه: که د ۹۰مې لسیزې د پیل تاریخ ته ځیر شو نو جوته به شي، چې کله مو په خپلو امنیتي ځواکونو باور بایلود نو دې چارې بیا په شمال او جنوب کې د قومي ملیشو جوړولو ته لاره پرانیستې وه. دا ځل هم ډېر داسې خبرونه اورېدل کېږي، چې په شمال کې د دې پرځای چې د طالبانو پرخلاف امنیتي ځواکونه پیاوړي کړای شي او یا یې تشکیلات پراخ کړای شي، ملیشه جوړولو ته چمتووالی نیول کېږي.

که چېرې دا ځل هم د تېرې ۹۰مې لسیزې په شان ملیشې جوړې شي، نو دا به نه يوازې دا چې طالبان ختم نه کړي، بلکې جګړه به نوره هم تر نامعلومه وخته وغځوي. په شمال کې به جګړو ته قومي رنګ ورکړای شي او امنیتي ځواکونه به چې په تېره یوه لسیزه کې زيات لګښتونه پرې شوي، له صحنې وايستل شي.

درېيم؛ افغان حکومت او وسله‌وال مخالفین: د ولسوالیو او پوځي مرکزونو د پرله پسې سقوط خبرونه او دوام د دولت د وسله‌والو مخالفينو په ليکو کې جنګيالي نور هم وسله‌والې مبارزې ته هڅوي، بلکې د هغوی د مورال پورته کولو ترځنګ هغوی پياوړي کوي هم او په مقابل کې پر حکومت د خلکو اعتبار له منڅه وړي، دولت کمزوری ښيي او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راځي.

څلورم؛ د خلکو ورځنی ژوند: پرله پسې د ولسوالیو سقوط او بیا بېرته د حکومت له خوا د هغو سيمو نيولو، د خلکو ورځنی ژوند له تاوتریخوالي سره مخ کړی. همدا راز په نوموړو ولسوالیو کې چې جګړه پکې توده روانه ده، په خلکو ژورې مالي او ځاني اغېزې کړې دي.

پنځم: د سولې پروسه: افغان حکومت هڅه کوي، چې د سولې د روانو خبرو په دویمه غونډه کې له طالبانو سره اوربند اعلان کړي؛ خو که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه په همدې ډول روانه وي او له کبله یې ډېری سيمې او ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته لوېږي، نو دا به د سولې پر پروسې منفي اغېزه وکړي او د طالبانو د ليکو په ټيټ پوړ کې به دا فکر قوي شي چې دوی په حکومت برلاسي دي او د سولې د خبرو پر ځای به د پوځي ځواک لاره غوره کوي. به بل اړخ کې به د ولسوالیو سقوط په افغان حکومت کې دننه د هغو خلکو دریځ هم قوي کړي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو مخالفت کوي.

پای

[1] ویسا ورځپاڼه، لسم کال ۶۳مه ګڼه، پرلپسې ۲۵۰۴مه ګڼه، ۱۳۹۴ کال، د زمري ۷مه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *