وروستۍ پېښې او د سولې په پروسه یې اغېزې

په کابل کې له پرله پسې خونړیو چاودنو وروسته، ولسمشر غني په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د تېرو لسو میاشتو پرخلاف په لومړي ځل د پاکستان په تړاو خورا تونده ژبه وکاروله. ده وویل، د پاکستان په قلمرو کې زموږ پرخلاف د جنګ اعلان کېږي، دا په حقیقت کې له یوه ګاونډي ملت سره څرګنده دښمني ده.

د اشرف غني له دغه مطبوعاتي کنفرانس څخه يوازې دوې ورځې وړاندې په کابل کې پرله پسې درنې چاودنې وشوې او یوناما د خپلو څېړنو له مخې، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې دا ډول پېښې ثبتوي، د ملکي کسانو لپاره تر ټولو مرګونې ورځ وبلله.

د پاکستان پرخلاف د اشرف غني له تاوده غبرګون او په کابل کې له پرله پسې چاودنو مخکې، په اسلام آباد کې د سولې پيل شوې خبرې د ملا محمد عمر د مړینې د افشا کېدو له کبله وځنډېدې. د دې ترڅنګ د طالبانو په لیکو کې هم د اختلافاتو راپورونه خپاره شول. اوس پوښتنه دا ده، چې دا پرله پسې بدلونونه او پېښې د سولې او روغې جوړې بهير کوم لوري ته وړي؟

د طالبانو خپلمنځي اختلافات

کله چې د طالبانو رژيم راوپرځول شو او څو کاله وروسته يې د ناټو ځواکونو پر ضد وسله‌واله مبارزه پيل کړه، له هماغه مهاله هم کله ناکله ځينې طالب چارواکي د دوی له ليکو رابېل شوي دي. د بېلګې په ډول، معتصم اغا جان په ۲۰۱۰ کال د ځينو اختلافاتو له کبله د طالبانو له ليکو رابېل شو او د سيمې له هېوادونو څخه يې د بين‌الافغاني روغې جوړې د بهير لپاره هلې ځلې کولې. دا چې هغه مهال د طالبانو په ليکو کې د خپلمنځي اختلافاتو له کبله د طالبانو تحریک ته کومه ضربه ونه رسېده، لامل یې د ملا محمد عمر شتون او مشري وه.

د ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو سره، د طالبانو په ليکو کې ځينې اختلافات رامنځته شول او د طالبانو د نوي مشر مخالفې ډلې د ملا محمد عمر د مرګ د پټولو په څېر، پر ځينو نورو موضوعاتو هم نیوکې پیل کړې. د طالبانو رژيم د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالجلیل، والي ملا محمد حسن رحماني او ملا محمد رسول، د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکلو سره مخالف وو. د دې ترڅنګ، د ملا محمد عمر کورنۍ هم، چې په سر کې یې ورور ملا عبدالمنان او زوی ملا محمد یعقوب دي، تراوسه د طالبانو له نوي مشر سره بیعت نه دی کړی.

د همدغو اختلافاتو په لړ کې د قطر دفتر مشر طیب آغا هم له دې کبله استعفا ورکړه، چې ولې د ملا محمد عمر مړينه له ده څخه پټه ساتل شوې وه او ولې نوی زعيم له هېواده بهر په پاکستان کې وټاکل شو.

دغو اختلافاتو ته په کتو سره د سولې د پروسې په تړاو هم نوې اندېښې رازيږېدلې دي؛ ځکه اوس چې طالبان هم د وېشل کېدو له ګواښ سره مخ دي، دا اندېښنه ځواکمنه دهدچې د سولې خبرې به له چا سره کېږي. د طالبانو له دغو اختلافونو سره سره، ملا اختر محمد منصور د طالبانو د ډېری نظامي قوماندانانو او والیانو ملاتړ خپل کړی؛ ځکه دی له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو له نظامي قوماندانو سره په مستقیمه اړیکه کې و او د بل هر چا په پرتله یې له هغوی سره ښې اړیکې درلودې. له بلې خوا د حقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني هم د ده مرستيال وټاکل شو او په دې توګه د طالبانو زياته نظامي برخه ورپورې وتړل شوه.

د القاعده ډلې مشر ايمن الظواهري هم د اګست په ۱۳مه د يوې وېډيو په خپرولو سره له ملا اختر محمد منصور سره بيعت وکړ او هغه يې “امير المؤمنين” وباله. د القاعدې ډلې د مشر بيعت د ملا منصور پر وړاندې شته مخالفتونه له پوښتنې سره مخ کړل. داسې برېښي چې ملا منصور به د ملا محمد عمر له کورنۍ سره هم خپل اختلافات د علماوو د یوې ډلې له لارې حل کړي او په دې توګه به د طالبانو خپلمنځي اختلافات ورو ورو کم شي او د جګړې په ډګر به ډېره اغېزه ونه ښندي.

په کابل کې مرګونې چاودنې

تېره اوونۍ په کابل کې څو خونړيو چاودنو د پاکستان په تړاو د افغانستان بهرنی سیاست اغېزمن کړ. د اګست په ۷مه نېټه په کابل کې په ۲۴ ساعتونو کې دننه درې چاودنې وشوې، چې لومړۍ يې په شاه‌ شهید سيمه کې، دویمه په قصبه کې او درېیمه د پولیسو پر اکاډمۍ وشوه. طالبانو د وروستیو دوو مسؤولیت ومانه خو په لومړۍ چاودنه کې يې، چې يو زيات شمېر ملګي وګړي پکې ووژل شول او درانه زيانونه يې واړول، لاس لرل رد کړل. د اګست په ۱۰مه هم د کابل په هوايي ډګر کې چاودنه وشوه، چې مسؤولیت یې طالبانو په غاړه واخیست.

دا چې د دغو پرله پسې چاودنو تر شا څه موخې دي، په لاندې ټکو کې ورته اشاره کوو:

لومړی: ملا اختر محمد منصور چې د اسلام‌آباد د مري په خبرو اترو کې یې رول جوت و. شاید ځینې خلک ورسره له همدې کبله مخالفتونه ولري، چې ولې یې د مري خبرو اترو ته شین څراخ ورکړ؟ ځکه خو یې د د طالبانو د امير په توګه له اعلانېدو وروسته په خپل لومړني غږیز پیغام کې هم د سولې خبرې اترې د «دښمنانو پروپاګند» وباله او اوس په کابل کې له دغو چاودنو سره هڅه کوي، چې د خپلو ځینو مخالفینو ملاتړ بېرته ترلاسه کړي.

دویم: د ملا محمد عمر له مړینې وروسته نړېوالو مطبوعاتو او افغان حکومت ډېری داسې ادعاګانې وکړې، چې نور نو د طالبانو په تحریک کې ژور اختلافات راغلي او ورو ورو کمزوري کېږي. اوس طالبان په دا ډول بریدونو سره افغان حکومت او نړيوالو ته خپل زور ښيي.

دریم: طبیعي ده، چې طالب جنګیالیو به د ملا محمد عمر په مړینه او د روانو اختلافاتو له کبله یو څه مورال بایللی وي، نو ځکه طالبان د وروستیو بریدونو پرمټ د طالب وسله‌والو مورال لوړول غواړي.

څلورم: که څه هم په پیل کې طالبانو له دې کبله په مري کې د سولې په خبرو کې ګډون وکړ، چې خبره به مطبوعاتو ته نه وځي خو کله چې خبره مطبوعاتي شوه او د هېواد، سیمې او نړۍ په مطبوعاتو کې په پراخ ډول خپره شوه؛ نو تر ډېره دا فکر ځواکمن شو چې که پاکستان وغواړي نو طالبان خبرو اترو ته چمتو کولای شي. له همدې امله دوی د دغه فکر د تضعيف لپاره، په غبرګون کې خپل عملیات توند کړل.

د ملي وحدت حکومت بدلېدونکی سياست

د کابل پرله پسې چاودنو نه یوازې دا چې د پاکستان په تړاو د اشرف غني خارجي سیاست بدل کړ، بلکې د «تروریزم» په تړاو یې د کابل تګلاره هم اغېزمنه کړه.

په کابل کې پرله پسې چاودنې، د مري د سولې پروسې دویم پړاو ځنډېدل او په هېواد کې د اشرف غني د پاکستان-محوره تګلارې پر ضد ډېریدونکې نیوکې د دې لامل شوې، چې د پاکستان په تړاو د اشرف غني خارجي سیاست بدل کړي.

اشرف غني په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د پاکستان پرخلاف تونده لهجه وکاروله او ویې ویل «لا هم په پاکستان کې غونډې کېږي او له هغه ځایه په افغانستان کې د جنګ پر دوام ټینګار کېږي. دا ثابته شوه چې په پاکستان کې لا هم د تروریزم خوندي ځایونه شته»… «په پاکستان کې د تروریستانو روزنیز مرکزونه فعالیت کوي»…«موږ د سولې امید درلود خو د پاکستان په قلمرو کې زموږ پرخلاف د جنګ اعلان کېږي، دا په حقیقت کې له یوه ګاونډي ملت او هېواد سره څرګنده دښمني ده.»

د دې ترڅنګ د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله هم پر پاکستان نیوکې وکړې او ویې ویل، چې باید پر خپلې پاکستان-محوره تګلارې بیاکتنه وکړو. په بل اړخ کې احمد ضیا مسعود، چې د ولسمشر ځانګړی استازی دی، هم وویل، چې پاکستان د سولې پروسې تر نامه لاندې افغانستان غولوي.

که څه هم د افغان حکومت دغه سیاست بیا هم په بشپړه توګه بدلون نه دی موندلی؛ خو راروانې دوه اونۍ به د کابل-اسلام‌آباد د اړیکو مسیر وټاکي. په همدې موخه اشرف غني د پنچشنبې په ورځ د اګست په ۱۳مه د جګپوړو چارواکو پلاوی اسلام‌اباد ته ولېږه او همدا سفر به ښايي د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه پاتې کېدلو په اړه وروستۍ هڅه وي.

د پاکستان پرخلاف د افغان چارواکو تاوده غبرګون په هېواد کې دننه د خلکو ملاتړ خپل کړ. له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډلې یې په مسلسله توګه پر اشرف غني دا نیوکې کولې، چې باید له پاکستان سره په اړيکو کې په اوسني ډول مخته ولاړ نه شي. د حامد کرزي له دورې وروسته دا لومړی ځل دی، چې حکومت دغه ډول دریځ نیسي.

د سولې پروسې تت راتلونکی

ولسمشر غني غوښتل چې د چین او پاکستان له لارې طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي او د سولې په تړاو د ده تګلاره همدا وه. له همدې کبله ده پاکستان ته ډېر امتیازات ورکړل خو په بل اړخ کې د ده دا تګلاره د هېواد دننه تر ډېرو نیوکو لاندې ونیول شوه او ترڅنګ یې د مري د لومړني پړاو خبرو اترو پرته نوره کومه څرګنده  ګټه هم ونه کړه. بلکې دغې تګلارې افغان طالبان نور هم د افغان حکومت پرخلاف وپارول. ځکه نو طالبان اوس دوې جګړې پرمخ کوي: لومړۍ، خپله پخوانۍ جګړه مخته بیايي او دویمه، ځان د پاکستان له اغېزو څخه پاک ثابتولو لپاره!

که چېرې په راروانو دوو اونیو کې افغان لوری د سولې په تړاو له پاکستانه عملي ډاډ ترلاسه نه کړي، نو د سولې په تړاو به د افغان حکومت دغه  تګلاره نوره هم له بندې دروازې سره مخ شي.  او له دې وروسته به د سولې پروسه له یوه تت راتلونکي سره مخ شي، خو بیا هم، کېدای شي، د سولې پروسې په تړاو له لاندې ګامونو څخه یو ګام پورته کړای شي:

لومړی: د طالبانو د ویشلو په تړاو به روانې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ شي، ترڅو د طالبانو له مخالفتونو ګټه ترلاسه کړي، خو دا به ډېره ګټوره نه وي.

دویم: د کرزي پخوانۍ تګلاره به بیا تعقیب او له پاکستان سره به اړیکې خرابې شي.

دریم: کابل به له ډيپلوماسی کار واخلي او پر پاکستان به د پاکستان د ستراتېژيکو ملګرو له خوا فشارونه زیات کړي. 

څلورم: دا چې کابل به هم د پاکستان دروازه خلاصه پرېږدي او یوازې به ترې د طالبانو د مرکزونو د ویجاړولو په تړاو مرستې وغواړي او په بله خوا به د سولې پروسې په اړه له طالبانو سره نېغې خبرې پیل کړي.

پنځم: کابل به بیا هم د پاکستان له خوا ډاډ ترلاسه کړي او د پاکستان په تړاو به د اشرف غني سیاست تر څو میاشتو پورې نور هم دوام ومومي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *