په ترکيه کې د سيمې د تحقيقاتي مرکزونو ګډ نړيوال سمينار

د ترکيې، منځني ختيځ او شمالي افريقا د تحقيقاتي مرکزونو په يوه ګډ دوه‌ورځنی نړيوال سمينار کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز پلاوي ګډون وکړ.

دغه سمينار د روان ميلادي کال (2015) د سپټمبر په 16مه او 17مه نېټه د “ترکيې، منځني ختيځ او شمالي افريقا اړيکې” تر عنوان لاندې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې جوړ شوی و، چې د يادو شويو سيمو له 17 هېوادونو څخه د 24 تحقيقاتي مرکزونو 85 تنو استازو پکې ګډون کړی و او له افغانستانه هم د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د علمي شورا غړي، استاد محمد هارون خطيبي او دکتور صفت الله قانت د دغه سمينار ګډونوال وو.

دغه دوه‌ورځني سمينار بېلابېلې برخې درلودې او د ټولو غوښتل شويو مرکزونو استازو پکې د خپلو اړوندو هېوادونو او سيمو په اړه ويناوې وکړې. په سمينار کې د ترکيې د سيمه‌ييز رول، عربي نړۍ، افغانستان، هند، يمن، فلسطين او دغه راز د تحقيقاتي مرکزونو ترمنځ د ګډو همکاريو او همغږيو په اړه بحثونه او ويناوې وشوې.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز-افغانستان په استازيتوب د سمينار د دويمې ورځې په دويمه برخه کې دکتور صفت الله قانت خبرې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې لومړی د افغانستان-ترکيې تاريخي اړيکو ته کتنه وکړه او بيا يې د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه لنډه خبره وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر اړتيا او د سولې په پروسه کې د ترکيې پر رول رڼا واچوله.

د نوموړي له خبرو د سمينار د مشارکينو له خوا تود هرکلی وشو او په اړوند يې خپل نظرونه او پوښتنې هم مطرح کړل.

د سمينار په پای کې يو پرېکړه‌ليک هم صادر شو. په دغه پرېکړه‌ليک کې ټينګار شوی و، چې د سمينارونو دا لړۍ بايد جاري وساتل شي ترڅو د اسلامي نړۍ مسائلو ته حل لارې پکې وړاندې شي او له دې لارې په اسلامي نړۍ کې د تفکير او تحقيق مرکزونو رول ته وده ورکړل شي.

له سمينار وروسته، د سپټمبر په 17مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د سمينار د ټولو مشارکينو يو ملاقات ترتيب شوی و، چې کابو دوه ساعته يې دوام وکړ. ولسمشر اردوغان په خپلو خبرو کې ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د دغه سمينار جوړول يې يوه بريالۍ تجربه وبلله او له امله يې ټولو ګډونوالو ته مبارکي وويله. نوموړي د دې بريالۍ تجربې پر دوام ټينګار وکړ.

ښاغلي اردوغان په خپلو خبرو کې د اسلامي نړۍ پر حالاتو هم رڼا واچوله او د اسلامي نړۍ د قضاياوو په حل او فصل کې يې د ترکيې رول ته اشاره وکړه. د ملاقات په پای کې ولسمشر اردوغان د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

ترکيې ته د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز پلاوی د خپل سفر په جريان کې، د سپټمبر په 18مه نېټه استانبول ته سفر وکړ او هلته يې له يو شمېر شخصيتونو سره د ليدنې ترڅنګ له ځينې مؤسساتو هم ليدنه وکړه او د سپټمبر په 19مه کابل ته راستانه شول.

5-1

5-2

5-3

5-4

5-5

5-6

5-75-8پای

1 دیدگاه برای «په ترکيه کې د سيمې د تحقيقاتي مرکزونو ګډ نړيوال سمينار»

  • 2016-03-01 در t 6:45 ق.ظ
    Permalink

    ماشاءالله، این چنین جلسات برای تحکیم وحدت و روابط میان کشورهای اسلامی بسیار مهم است.

    پاسخ دادن

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *