ريکا او سام کنفرانسونه؛ پر افغانستان او سيمه يې اغېزې

د سپټمبر مياشتې په دريمه، څلورمه او پنځمه نېټه په کابل کې “ريکا” او “سام” دوه مهم کنفرانسونه جوړ شول. لومړی کنفرانس د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو او د سیمې د اقتصادي تړلتیا په موخه و او دا کنفرانس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هغو کنفرانسونو شپږمه لړۍ وه، چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې د سيمې په هېوادونو کې جوړېږي. په دغه کنفرانس کې، چې دوې ورځې يې دوام درلود، د سیمې د یو شمېر هېوادونو جګپوړو چارواکو هم برخه واخیسته.

دویم هغه يې “سام” کنفرانس و، چې هر کال د توکیو (۲۰۱۲) کنفرانس د ژمنو عملي کېدل ارزوي. په دغه کنفرانس کې د ۴۱ هېوادونو او ۱۱ نړیوالو ټولنو استازو او د افغان حکومت وزیرانو او جګپوړو چارواکو برخه واخیسته، چې بنسټیزه موخه یې د حکومت د تېر کال د کړنو جاج اخیستنه، نړیوالو بسپنه ورکوونکو هېوادونو ته د انساني حقونو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د خپلو کړنو وړاندې کول او د هغوی د مرستو جلبولو په تړاو یوه هڅه وه. دا کنفرانس د لندن له کنفرانس (۲۰۱۴) څخه وروسته، چې د ملي یووالي حکومت پکې د اصلاحاتو په تړاو خپل پلانونه وړاندې کړي وو، لومړۍ ناسته او د ۲۰۱۶ کال د بروکسل کنفرانس لپاره چمتووالی ګڼل کېږي.

که څه هم د افغانستان په اړه تر اوسه ډېر نړېوال کنفرانسونه جوړ شوي؛ خو په کابل کې دغو دوو کنفرانسونو يو ځل بیا هیلې راوټوکولې. دا چې دغه کنفرانسونه به د افغانستان پر لنډمهال، منځ‌مهال او اوږدمهال اقتصادي او سیاسي وضعيت او راتلونکي څه احتمالي اغېزې ولري، دلته پرې شننه کوو.

د سیمې د اقتصادي الحاق هڅې

په ۱۹۸۵ کال کې په ایران کې د اقتصادي همکاریو یا ایکو سازمان جوړ شو، چې هغه مهال يې ترکیه، پاکستان او ایران غړي وو؛ خو کله چې له افغانستانه شورویان ووتل او شوروی اتحاد منحل شو، نو په دغه سازمان کې د منځنۍ آسيا اوو نویو هېوادونو ته هم غړیتوب ورکړل شو. له همدې ځایه په سیمه کې د اقتصادي الحاق هڅې ګړندۍ او د ټاپي پروژې پر سر د بریډاس او یونیکول رقابتونه هم پيل شول. ترڅنګ یې پاکستان، چین، هند، ایران او نورو هېوادونو هم هڅې وکړې، چې ځانونه د منځنۍ آسيا نویو مارکېټونو او طبیعي منابعو ته ورسوي.

د کېریک سازمان، چې د منځنۍ آسيا د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ سازمان دی، په ۱۹۹۷ کال کې جوړ شو. د آسيا پرمختیايي بانک له دغه سازمان سره د ترانسپورت، تجارت او انرژۍ په برخو کې مرستې کوي او په دې اړه یې د ۲۰۲۰ پلان وړاندې کړی. همدا راز د سیکا کنفرانس په ۱۹۹۹ کال، د شانګهای د همکاريو سازمان په ۲۰۰۱ کال او د آسيا د همکاريو سازمان په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شو. خو هغه مهال افغانستان په ډېر بد وضعیت کې و. مواصلاتي لارې او زېربناوې یې د شوروي-افغان لس کلنې جګړې له کبله له منځه تللې وې، په کورنۍ جګړه کې بوخت او له نړۍ سره د سیاسي اړیکو په ډګر کې هم په انزوا کې و. همدا لاملونه وو، چې په يادو شويو سازمانونو کې يې برخه وانه خېسته.

د حامد کرزي د واکمنۍ په لنډمهالې دوره کې، د افغانستان له خوا د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په سازمانونو کې د غړیتوب او ګډون هڅې وشوې او په ۲۰۰۷ کال کې د سارک سازمان غړی او په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای سازمان ناظر شو.

د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانسونه (ریکا)

د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ لومړنی کنفرانس د ۲۰۰۵ کال د دسمبر پر ۵مه نېټه په کابل کې جوړ شو او تر اوسه یې شپږ کنفرانسونه جوړ شوي دي. په ټوله کې که د دغو شپږو کنفرانسونو اعلامیو ته وکتل شي، نو عمده نکات یې په لاندې ډول دي:

  • زراعت او زراعتي صنعت ته پاملرنه او پرمختګ؛
  • له اوبو څخه په ګډه ګټه پورته کول؛
  • د انرژۍ تجارت او پرمختګ[1]؛
  • ټاپي پروژه؛
  • د بې‌باوریو د ختمولو په تړاو چټک ګامونه پورته کول، ترڅو اقتصادي همکاریو ته لاره هواره شي؛
  • د آسيا پرمختیايي بانک به د اقتصادي تړلتیا په تړاو مطالعه کوي او خپلې موندنې به په بل کنفرانس کې شریکوي؛
  • سیمه‌ییز هېوادونه به د تجارت او ترانزيټ په برخو کې خنډونه لرې کوي؛
  • د سیمې هېوادونه به له افغانستان سره په دې کې مرسته کوي، چې د سیمې د انرژۍ مرکز شي[2]؛
  • د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په تړاو به جامع پلان او په افغانستان کې به د راستنېدونکو کډوالو لپاره کمپونه جوړېږي؛
  • تر ۲۰۱۵ کال پورې به د ایکو (د اقتصادي همکارۍ سازمان) په سیمه کې آزاد تجارت پيل کړي؛
  • له چمن څخه به تر کندهار پورې د ریل پټلۍ غځول کېږي[3]؛

دغه راز د ریکا په څلورم کنفرانس کې، چې په ۲۰۱۱ کال کې په استانبول کې جوړ شوی و، نور ډېر مشخص ډګرونه لکه زېربناوې (سیمه‌ییز سړکونه، سیمه‌ییزې رېل کرښې، د کانونو د استخراج سیمه‌ییز صنعت)، تجارت، ترانزيټ، د پولو اداره، زده‌کړې، زراعت، د مزدورانو کډوالي او واړه صنعتونه هم په نښه شول او په پنځم کنفرانس کې هم، چې په ۲۰۱۳ کال کې په تاجکستان کې جوړ شو، په همدغو ډګرونو کې یو لړ نورې پروژې هم په نښه شوې. خو په ټوليز ډول ويلی شو، چې تر اوسه پورې د دغو کنفرانسونو د اعلامیو پروژې تر ډېره بريده يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي.

ريکا کنفرانسونه او د افغانستان پر اقتصاد یې اغېزې

که چېرې د ریکا ژمنې په سمه توګه عملي شي، نو دا به د هېواد پر اقتصاد ژورې اغېزې وکړي؛ له یوې خوا به د افغانستان زیربناوې جوړې شي او له بلې خوا به افغانستان د ترانزيټ، تجارت او انرژۍ په ډګرونو کې د سیمې مرکز شي. خو په سمه توګه د دغو ژمنو د نه عملي کېدو له کبله افغانستان لاهم دا هدف نه دی ترلاسه شوی.

د همدغو کنفرانسونو له کبله، افغانستان په یو شمېر سازمانونو کې غړیتوب او د نظارت څوکۍ ترلاسه کړې دي. د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او ځينو نورو پروژو په تړاو د کاغذ پرمخ ډېرې ژمنې شوې، خو بیا هم تر اوسه د ټاپي پروژې او همدا راز د کاسا-۱۰۰۰ پروژې عملي کار نه دی پيل شوی.

البته د ریکا شپږم کنفرانس له نورو پخوانيو کنفرانسونو سره یو مهم توپیر دا لري، چې دا ځل افغانستان په سمه توګه په سیمه کې د اقتصادي تړلتیا او پروژو جاج اخیستی. همدا لامل و، چې په دغه کنفرانس کې د چابهار پر بندر، د لاجورد لارې او د چین د ورېښمو په نوې لارې هم بحث وشو[4] او افغانستان د سیمې د اقتصادي تړلتیا په موخه، پر افغانستان محوره خبرې ټینګار ونه کړ، بلکې د دې پرځای یې د سیمې محوریزه اصطلاح وکاروله.

سیمه ولې د اقتصادي پيوستون په لور نه ځي؟

د سیمې د اقتصادي الحاق لپاره تر ټولو مهمه د مواصلاتي لارو شتون، امنیت، سوله او سیاسي ثبات دی؛ خو له بده مرغه افغانستان له دغو ټولو څخه برخمن نه دی. د دې ترڅنګ په سیمه کې یو لړ داسې نورې تاریخي لانجمنې قضیې هم شته دي، چې د اقتصادي پيوستون په لاره کې خنډ بلل کېږي؛ لکه:

  • د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سر لانجه؛
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر تاريخي شخړه؛
  • په منځنۍ آسيا کې د اوبو په سر شخړې؛
  • په سیمه کې د اوبو د ویشلو د تړونونو نه شتون؛
  • د چین او هند سرحدي قضیه؛
  • په منځنۍ آسيا کې د نورو هېوادونو ګټې؛
  • په سیمه کې د ځواک انډول (هند-جاپان-امریکا اېتلاف او چین-روسیه-پاکستان اېتلاف).

او داسې نور ډېر عوامل چې سیمه د اقتصادي پيوستون پر لور نه پرېږدي او له همدې کبله تراوسه دغو کنفرانسونو کومه مهمه او د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

سام کنفرانس او د مرستو راتلونکی

په “سام” کنفرانس کې هم د هغو هېوادونو استازو ونډه واخیسته، چې له افغانستان سره د مرستو ژمنې کوي. په دغه کنفرانس کې حکومت د خپلو یولسو میاشتو کړنه او د لندن په کنفرانس (۲۰۱۴) کې د شويو ژمنو په اړه ارزونه وړاندې کړه او د راتلونکي په اړه یې نورې ژمنې هم وکړې.

دغه کنفرانس د راتلونکي کال د بروکسل کنفرانس لپاره چمتووالی او د مرستو راجلبولو یوه هڅه ده. د ملي وحدت حکومت د کابلبانک قضیې په بیا پرانیستو او محکمې ته د ښارجوړونې وزارت د څو تنو چارواکو د دوسيو په سپارلو سره ښيي، چې دوی د اداري فساد پرضد جدي دي.

د دې ترڅنګ د نړیوالو لپاره د پاملرنې وړ نورو قضيو، لکه انساني حقونو، د میرمنو او ماشومانو حقونو په اړه هم تودې ژمنې وشوې، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

لومړی؛ د بروکسل په راتلونکي ناسته کې به افغانستان باوري بودیجه تیاره کړي؛

دویم؛ په افغانستان کې به د بروکسل تر راتلونکي ناستې پورې د انساني حقونو وضعیت ښه شي او هغه مهال به حکومت د میرمنو د حقونو يو ښه انځور وړاندې کړي. د ماشومانو د حقونو په تړاو به نوی قانون راوړل شي، د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون به په سمه توګه عملي شي؛

درېیم؛ د بروکسل تر کنفرانسه به د سولې خبرو پرمختګ کړی وي او حکومت به د جګړې ختمولو په اړه جدي ګامونه پورته کړي وي[5].

سپارښتنې

  • د ریکا کنفرانس په تړاو باید په کابل کې یو سکرتریت رامنځته شي، ترڅو دغه ژمنې په سمه توګه عملي کړي؛
  • يوه داسې ځانګړې کاري ډله رامنځته شي، چې یوازې د کنفرانسونو او نورو ژمنو په عملي کولو کار وکړي؛
  • د اقتصادي تړلتیا او ترانزيټ، تجارت او انرژۍ په برخه کې د سیمې مرکز جوړیدو لپاره تر ټولو دمخه د زیربناو جوړول اړین دي او حکومت دې برخې ته پاملرنه زیاته کړي؛
  • اوسمهال اداري فساد د افغانستان د سکتورونو هرې برخې ته ریښې کړې او په هېواد کې په یوه کلتور او عادت بدل شوی، ځکه نو یوازې د کابلبانک د قضیې له حلولو سره به اداري فساد ختم نه شي. دا یوې هر اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري، چې هم پکې اصلاحاتو ته پرخه ورکړای شي، هم په سمه توګه قانون پلی شي او هم د اداري فساد مافیا پکې له منځه ولاړه شي؛
  • حکومت باید د ګمرکاتو په برخه کې اصلاحات راولي او د یو لړ اقداماتو له مخې د حکومت عاید زیات کړي؛
  • حکومت باید د افغانستان زراعت، معادن او اوبو ته ډېره پاملرنه وکړي، ترڅو له دې لارې د تجارت کسر هم راکم کړي او د حکومت عوايد هم زيات کړي.

پای

 

[1] د ریکا لومړني کنفرانس اعلامیه، چې په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې جوړ شوی و.

[2] د ریکا دویم کنفرانس اعلامیه، چې په ۲۰۰۶ کال په نوي ډيلي کې جوړ شوی و.

[3] د ریکا درېیم کنفرانس اعلامیه، چې په ۲۰۰۹ کال په اسلام اباد کې جوړ شوی و.

[4] Tolo News, RECCA Summit An Opportunity for Regional Cooperation, 3 Sep 2015, see it online:< http://www.tolonews.com/en/afghanistan/21223-recca-summit-an-opportunity-for-regional-cooperation>

[5] Tolo News, Positive Reports emerge as Ghani opens SOM, 5 Sep 2015, see it online:< http://www.tolonews.com/en/afghanistan/21240-positive-reports-emerge-as-ghani-opens-som>

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *