آیا اسلامی ثقافت او جوماتونه تروریستان زیږوی؟

څو ورځې وړاندې د جمعیت اسلامی ګوند غړی عبدالحفیظ منصور په پارلمان کې اسلامی ثقافت او جوماتونه د “ترهګرۍ” زېږنده ځایونه وبلل. د عبدالحفیظ منصور دغو څرګندونو له تېرو دوو اوونیو راهیسې په رسنیو، په ځانګړی ډول ټولنیزو رسنیو او پارلمان کې د اسلامی ثقافت او جوماتونو په تړاو بحثونه راپورته کړی او له همدې کبله د حج او اوقافو وزیر هم تېره اوونۍ ولسی جرګې ته ورغوښتل شوی و.

د لوېدیځ هغه ناقدین چې د سیاسی اسلام ضد دی، له ډېر وخت راهیسې یې پر اسلامی ثقافت، مدرسو، مساجدو او د اسلام پر سیاسی نظام پراخې نیوکې کړې دی او د اسلام همدا سیاسی اړخ یې د “ترورېزم” سرچینه ګڼلې ده؛ خو په افغانستان کې دننه بیا لومړی ځل دی، چې د یوه اسلامی ګوند غړی، اسلامی ثقافت او جوماتونه د تروریزم ځاله ګڼی.

که څه هم په اسلامی ثقافت مضمون کې د محتوا او موضوعاتو له پلوه د بدلونونو په تړاو به ملاحظې وی او دغه راز د جوماتونو مدیریت به هم یو څه نیمګړتیاوې ولری؛ خو دا بیا په دې معنا نه ده، چې د تروریزم ځالې همدا دوه ځایونه دی. نباید چې د تروریزم پر نورو اساسی لاملونو سترګې پټې شی.

څو پوښتنې د پام وړ دی؛ آیا موږ د لوېدیځ لخوا د تروریزم له وړاندې شوې اصطلاح او تعریف سره همغږی یو؟ د تروریزم پرضد د امریکا او افغانستان تګلاره څه ده؟ آیا مسجدونه او اسلامی ثقافت په ریښتیا هم تروریستان زیږوی؟ په اسلامی نړۍ او په تېره بیا افغانستان کې د تروریزم اصلی ریښې چېرته دی؟ او د اسلامی ثقافت په کومو برخو کې د بدلونونو اړتیا شته؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو د تحلیل په دې ګڼه کې ځواب کړې دی.

«ترورېزم» یوه مجهوله او متنازع فیه اصطلاح

مخکې له دې چې له تروریزم سره د اسلامی ثقافت او جوماتونو اړیکه بحث کړو، اړینه ده چې لومړی په خپله د تروریزم تعریف وړاندې کړو. د «تروریزم» اصطلاح یوه مجهوله او متنازع فیه اصطلاح ده، چې په ډېری توګه د لوېدیزوالو لخوا کارول شوې ده. د دغې اصطلاح په تړاو هېڅوک هم په یوه تعریف سره همغږی نه دی او د “ایلیکس پی شمېډ” د څېړنې پر بنسټ تراوسه د بېلابېلو لورو لخوا د تروریزم په تړاو له ۲۵۰ څخه زیات تعریفونه وړاندې شوی دی[۱].

که څه هم ډېری د «تروریزم» د اصطلاح پر تعریف همغږی نه دی؛ خو بیا هم یو شمېر تروریستی کړنو او پېښو ته د تروریستی کړنو یا پېښو پر ویلو همغږی دی. د بېلګې په توګه د ملکی یا بې‌ګناه کسانو وژنه، سړی تښتونه، ترڅو په ټولنه کې وېره خپره کړی او یا دولت وپاروی، یا حکومت، یا نړیواله ټولنه په دې مجبوره کړی، چې داسې کار وکړی، چې د کار په دایره کې ورته سم نه وی او داسې نور. له دې سره او د یو شمېر خلکو او ملګرو ملتونو د هڅو باوجود په نړیوال قانون کې د تروریزم اصطلاح تر اوسه پورې په سمه توګه نه ده تعریف شوې[۲].

په نړیواله کچه د تروریزم داسې تعریف وړاندې کول، چې ټولمنلی وی، ستونزمن برېښی. ځکه د تروریزم له اصطلاح سره تر ډېره سیاسی او جذباتی چلند کېږی. د وروستیو دوو پېړیو تاریخ هم په همدې خبرې شاهدی وایی، ډېری استعماری او اشغالوونکو ځواکونو دغه اصطلاح د خپلو هغو دښمنانو پرضد هم کارولې، چې د آزادۍ او خپلواکۍ مبارزې یې پرمخ بېولې. د بېلګې په توګه نېلسن منډیلا په پیل کې د یوه تروریست په توګه پېژندل کېده، د شورویانو پرضد د خپلواکۍ په جګړه کې افغان مجاهدین او د آزادۍ مبارزین په همدغې اصطلاح تورنېدل، د فرانسې پرضد د الجزائر د خپلواکۍ مبارزین هم په ورته تور تورنېدل او داسې نور. له همدې ځایه ده، چې په نړیواله کچه دا خبره تر ډېره ومنل شوه او د ترورېزم په علومو کې یې بحثونه هم راپورته کړل، چې “د یوه تروریست د بل د خپلواکۍ اتل وی!”.

 

د امریکا او افغان حکومت د تروریزم ضد تګلاره

امریکا په افغانستان کې وروسته له هغه د تروریزم تر نامه لاندې جګړه پیل کړه، چې هېڅ یو افغان هم د یولسم سپټمبر په قضیه کې ښکېل نه و او نه هم امریکا طالبانو ته د اسامه بن لادن د سپارلو په قضیه کې قانع‌کوونکی ثبوتونه وسپارل؛ خو بیا هم امریکا دغه جګړه په افغانستان کې پیل کړه او روانه جګړه یې د تروریزم پرضد جګړه وبلله. له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د تروریزم پرضد دغه جګړه تر ډېره د امریکایانو پر مشرۍ، مشورو او طرحو روانه وه؛ له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې بیا افغان امنیتی ځواکونو ته هم یو څه برخه ورکړل شوه او له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتی ځواکونو ته بیا په “رسمی” توګه د امنیتی عملیاتو بشپړ مسولیت هم وسپارل شو. خو له دې سره سره، د تروریزم پرضد روانه جګړه اوس هم امریکایی جګړه ده.

په افغانستان او عراق کې د امریکا د تروریزم پر تګلارې خپله امریکایان او د امریکا اوسنی ولسمشر هم نیوکې کړې او هم د اسلامی نړۍ په هره برخه کې د دوی د دغې جګړې پرضد اوازونه پورته شوی. ان پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی هم د امریکا د تروریزم پرضد جګړې توندې نیوکې کړې او ځینې مهال یې د امریکا د تروریزم ضد تګلارې ځینې اړخونه د «طالب جوړونې فابریکې» هم بللې دی.

په بل اړخ کې که څه هم د افغانستان د ولسی جرګې غړی عبدالحفیظ منصور په ولسی جرګه کې په خپله وروستۍ وینا کې د تروریزم پرضد د افغانستان پر تګلاره کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل:«استراتیژی مبارزه با تروریزم در طول سال‌های اخیر ناکارآمد بوده، و در ناکارآمدیش هم جانب حکومت و هم شورای ملی به خصوص ما، دخیل و سهیم استیم»؛ خو د ده دغه نیوکه بیا پر دې ده، چې حکومت باید د تروریزم پرضد نور کوټلی ګامونه پورته کړی؛ ځکه د ده په اند «تروریست‌ها بیش از این که مواد منفجره باشند فکر افراطی و تروریستی دارند. پولیس و امنیت می‌تواند که جلو بمب را بگیرند آما جلو فکر که ذهن به ذهن می‌گردد و زبان به زبان توزیع می‌شود و از سوی رسانه‌ها پخش می‌شود آن‌ها را پولیس گرفته نمی‌تواند…». له همدې ځایه ده، چې دا ډول څرګندونې به د تروریزم پرضد جګړه کې ګټورې ثابتې نه شی، بلکې توندلارۍ او په اصطلاح تروریزم ته به نوره هم لاره پرانیزی.

آیا جوماتونه او اسلامی ثقافت ریښتیا هم تروریستان زېږوی؟

عبدالحفیظ منصور په پارلمان کې د خپلو خبرو پرمهال په هېواد کې د تروریزم دوې اصلی سرچینې مساجد او ثقافت اسلامی وګڼل. ده وویل:«اکثریت مساجد ما فکر افراطی پخش می‌کند، ثقافت اسلامی همین اکنون در افغانستان تروریست تربیه می‌کند».

په اکاډمیک او علمی بحث کې دا تر ډېره ناممکنه ده، چې موږ په کُلی ډول د ثقافت اسلامی مضمون د تروریستانو پر روزنې تورن کړو؛ خو که د دې پرځای داسې ویل شوی وای، چې د اسلامی ثقافت د محتوا یا د مضمون د ځینو مفرداتو په تړاو د بحث اړتیا ده او یا هم ځینې استادان په دې تورن کړای شی، چې د اسلامی ثقافت تر مضمون لاندې خپل فکر وړاندې کوی، نو چا به ورسره ډېره ستونزه نه وای لرلې. البته په بشپړه توګه او بې له علمی دلایلو، څېړنو او احصائیو څخه ډېری مساجد او د اسلامی ثقافت مضمون د تروریستانو په روزنه تورنول تر ډېره سیاسی او جذباتی اړخ لری.

په تاریخی توګه هم، دغه ادعا چې مساجد او د اسلامی ثقافت مضمون د تروریستانو د روزنې مرکزونه دی، تر ډېره ناسمه برېښی. که څه هم په افغانستان کې د توندلارۍ پدیده له شلمې پېړۍ راهیسې رامنځته شوې؛ خو له هغې وړاندې د مساجدو او اسلامی ثقافت مضمون په شتون کې (د اسلامی ثقافت مضمون ډېری مفردات به تر نورو عنوانونو لاندې د افغانستان په مساجدو او مدرسو کې تدریسېدل) افغانستان د توندلارۍ له اغېزو پاک و. بلکې همدا مساجد او پکې تدریسېدونکی مضامین وو، چې د هېواد د تاریخ ځلانده تمدنونه یې رامنځته کړل، د بېلګې په توګه د غزنویانو، غوریانو، تېموریانو پرمهال د هرات، بلخ او غزنی تمدنونه.

د تروریزم اصلی ریښه چېرته ده؟

په اسلامی نړۍ کې توندلاری او تروریزم د شلمې پېړۍ له لومړۍ لسیزې راهیسې پېل شوه، چې تر ډېره په منځنی ختیځ کې د انګلستان او امریکا له سیاستونو سرچینه اخلی، په تېره بیا د عثمانی خلافت پرضد د دوی هڅې، د سایکس پیکوټ تړون، په فلسطین کې اسرائیل هېواد ته زمینه برابرول او نور.

وروسته، د سړې جګړې پرمهال د لوېدیځ لخوا په اسلامی نړۍ کې له دکتاتورو، تپل شویو او د ولس له ملاتړه بې‌برخې واکمنانو څخه ملاتړ وشو. په دغو هېوادونو کې دغه حالت په خلکو ماحول تنګ کړ. وروسته چې کله ځینې مسلمانان په افغانستان کې د شورویانو پرضد جګړه کې له برخې اخیستلو وروسته خپلو هېوادونو ته وګرځېدل نو دوی تعقیب شول او بالاخره یې ځای زندانونه شول. دغو کړنو هم ډېری د توندلارۍ او تروریزم په لور مایل کړل.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړه او هلته د دوی کړنې هغه څه وو، چې په افغانستان کې یې د طالبانو بیاراپورته کېدو او په عراق کې یې د داعش رامنځته کېدو ته لاره هواره کړه. له همدې ځایه ده، چې موږ وایو په اسلامی نړۍ کې تروریزم یا افراطیت په طبیعی ډول د لوېدیځ په تېره بیا د امریکا د تګلارو له کبله رامنځته شوی دی. دغه راز که څه هم دغه تروریزم او توندلاری به یو شمېر کورنی عوامل هم ولری؛ خو تروریزم او توندلارۍ ته انګیزه ورکوونکی عوامل بیا تر ډېره بهرنی دی.

په افغانستان کې د توندلارۍ او «تروریزم» تر شا اساسی لاملونه مساجد او اسلامی ثقافت مضمون نه، بلکې دلته د توندلارۍ او په اصطلاح د تروریزم تر شا د امریکا پوځی شتون، د امریکا هغه کړنې چې په بګرام او ګوانتنامو زندانونو کې یې وکړې، شپنی عملیات او د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی بلل کېږی. همدا لامل دی، چې د ملی اردو ځینې سرتېری هم دې ته اړ کېږی، چې امریکایی او نور بهرنی سرتېری په نښه کړی. دغه راز ناپوهی، له اسلامه ناخبری، فقر او بې‌کاری یې نور عوامل دی؛ خو دا بیا تر ډېره جزوی عوامل ګڼل کېږی.

د دې ترڅنګ یوه بله مهمه موضوع هم دا ده، چې توندلاری له تروریزم سره تړل کېږی او ځینې مهال بیا دا دواړه د مترادفو کلمو په توګه هم کارول کېږی، چې دا ناسمه ده. کېدای شی، ځینې مهال توندلاری هم له تروریزم سره تړاو ولری؛ خو په ډېرو نورو برخو کې بیا له تروریزم سره تړاو نه لری. دغه توندلاری یوازې په نظریاتو کې وی، نه په کومو کړنو یا پېښو کې. که د افغانستان د وروستۍ یوې پېړۍ تاریخ ته ځیر شو، نو دلته توندلاری یا په اصطلاح تروریزم تر ډېره د تفریط له کبله رازیږېدلی، چې دغو برخو ته څوک ډېره پاملرنه نه کوی.

که په لنډه توګه ووایو، په افغانستان او عراق کې د امریکا د تروریزم ضد تګلاره تر ډېره د محسن حامد د انګریزی ناول د «نازړه بنسټپال» (Reluctant Fundamentalist) په څېر ده، چې د چنګیز په نامه یو کرکټر په زوره او زړه نازړه د نورو د کړنو او چلند له کبله بنسټپال یا تروریست کېږی. ورته کار په اسلامی نړۍ او افغانستان کې هم له خلکو سره کېږی او دوی د نورو د تګلارو له کبله په نازړه توندلاری، بنسټ‌پال یا تروریزم ته مخه کوی.

د اسلامی ثقافت ردول او پکې اصلاحات؛ دوه بېل مفاهیم!

د اسلامی ثقافت مضمون په اړه درې خبرې شته دی:

لومړی؛ هغه څوک چې دا مضمون تدریسوی

دویم؛ په خپله او په کلی توګه دغه مضمون

درېیم؛ د دغه مضمون محتوا یا مفردات

په لومړی او درېیم مورد کې اصلاحات غوښتل یا پکې بدلونونه راوستل کومه ستونزمنه او بده خبره نه ده او ډېری به ورسره همغږی هم وی. موږ هم د بیاکتنې اړتیا محسوسوو. خو دا چې په بشپړه توګه د ثقافت اسلامی مضمون بیخی له پوهنتونی نصاب څخه حذف کړای شی، لانجمنه او بحث راپورته کوونکې ده؛ ځکه:

لومړی؛ په دغه نصاب کې په ټولیز ډول د اسلام پر نړیوالتوب، هر اړخیزوالی او عباداتو بحثونه شوی، چې په ځینو برخو کې به یې یو څه اجتهادی مسایل وی، چې په بله طریقه هم تفسیرېدلای شی؛ خو دا د دې معنا نه لری، چې ټول نصاب یا په خپله دا مضمون تروریزم یا توندلارۍ ته لاره هواره کړې.

دویم؛ د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن په دې پړاو کې، چې له هرې خوا له سیاسی او اقتصادی یرغل سره فکری او کلتوری یرغل هم روان دی، د اسلامی ثقافت مضمون به زموږ ځوانانو ته یو ډول فکری او روانی خوندیتوب هم ورکړی او په دغه عصری پړاو کې به د هغو پوښتنو د ځوابولو په لاره کې هم مرستندوی واقع شی، چې مستشرقینو او ځینو په اصطلاح روڼ‌اندو لخوا وړاندې شوې دی.  

 

پایله او سپارښتنې

  • افغانستان چې اوس د وروستۍ یوې پېړۍ په پرتله له تر ټولو بدو شرایطو تېرېږی، باید پکې روڼ‌اندی او لوړ پوړی چارواکی د دینی حساسیت له پارولو څخه په جدی ډول ډډه وکړی.
  • د اسلامی ثقافت بشپړ نصاب او مضمون د تروریزم د مرکز په توګه تورنول به هېواد د نور تاوتریخوالی په لور بوځی او د نورې توندلارۍ لپاره به لاره پرانیزی.
  • موږ هم په ځینو مواردو کې د اصلاحاتو غوښتونکی یو؛ خو دا باید په سمه طریقه وشی. اصلاحات باید په احساساتو ولاړ نه وی، نور تاوتریخوالی ونه زیږوی او د اصلاحاتو د وړاندې کولو او عملی کولو تګلاره هم پر افراط یا توندلارۍ ولاړه نه وی.
  • د دې ترڅنګ دا چې د اسلامی ثقافت په مضمون کې د مفرداتو د بدلون په تړاو کومه جلسه یا پروګرام جوړیږی، نو باید چې د اسلامی ثقافت متخصصین پکې ونډه واخلی او دا کار د اسلامی ثقافت متخصصینو ته وسپارل شی. د اسلامی ثقافت د مفرداتو له بدلون سره باید سیاسی، ذوقی او جذباتی چلند ونه شی.

پای

[۱] د نورو معلوماتو لپاره وګورئ:
Alex P. Schmid, The Definition of Terrorism, in Alex P. Schmid (edited), The Routledge Handbook of Terrorism Research, 2011, New York

[۲] Human Rights Voice, there is no UN definition of terrorism, see it online: http://www.humanrightsvoices.org/eyeontheun/un_101/facts/?p=61

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *