افغان-پاک اړیکي؛ زیاتېدونکې بې‌باوري او “Bپلان”

 

کابل ته د پاکستاني چارواکو په وروستي سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، د څارګرې ادارې مشر، جنرال رضوان اختر، په امنیتي او بهرني سیاست کې د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز، د ماليې وزیر، اسحاق ډار او ځینې نورو پاکستاني چارواکو د لومړي وزیر ملتیا کوله. نوازشریف، په ۲۰۱۳م کال کې واک ته له رسېدو وروسته دویم ځل دی چې افغانستان ته سفر کوي؛ خو په کابل کې د ملي وحدت د حکومت له تشکیل وروسته لومړی ځل دی چې کابل ته راځي.

د شریف سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې له یوې خوا د جنرال راحیل شریف له خوا ولسمشر غني ته د هغې ژمنې تاریخ هم تېر شوی چې ګواکې طالبان به د مارچ په لومړیو کې د غني له حکومت سره نېغ په نېغه خبرې پيلوي او له بلې خوا د پسرلي په رارسېدو سره د طالبانو له خوا د “عزم” په نوم عملیاتو له اعلان وروسته د هېواد امنيتي وضعيت خورا زيات خراب شوی. شریف داسې مهال کابل ته راځي، چې تېره اوونۍ د افغان طالبانو استازو هم په یوه دوه ورځنۍ غیر رسمي غونډه کې د افغان حکومت له غیررسمي استازو سره په قطر کې خبرې اترې وکړې.

 

ایا د سولې خبرې پیل شوې؟

تېره اوونۍ په قطر کې د پګواش په نامه د کاناډايي بنسټ له خوا د “افغان ډیالوګ” تر سرلیک لاندې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه. د پګواش په غونډه کې د طالبانو استازو، د سولې عالي شورا غړو، د حکمتیار د حزب اسلامي ځینو غړو او یو شمېر خپلواکو شخصیتونو ګډون کړی و.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د پګواش ناسته په کابل کې د جنرال راحیل شریف د هغې ژمنې په اساس ترسره شوه چې ولسمشر غني ته یې ویلي و چې طالبان به د مارچ په لومړیو کې، په مخامخ خبرو کې ګډون کوي؟ د پګواش په ناسته کې لومړی هېڅ افغان رسمي استازي ګډون نه درلود. دویم، په دغې غونډه کې هېڅ پاکستاني استازي اشتراک نه درلود. سربېره پر دې، په قطر کې طالب استازو تېرو دیپلوماتیکو هڅو ته په پام سره، د پګواش په ناسته کې د پاکستان دخالت یا ابتکار تر ډېره لرې برېښي. که چېرته پاکستان کولای شوای چې دا غونډه په خپل ابتکار راوغواړي، بیا به، د فبرورۍ د ژمنې له مخې، په دوبۍ، کابل یا هم اسلام اباد کې ترسره کېده.

 

پراخېدونکې ناامنۍ:

طالبانو د اپرېل په ۲۲مه د عزم په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل. د عزم عملیاتو په بې ساري ډول د جګړې لمن له سنتي جنوبي بستر څخه شمال ته وغځوله. د دې عملیاتو په پایله کې طالبانو د کندز مهم بندري ولایت د مرکز تر څنډو پرمختګ وکړ. سربېره پر دې، طالبانو ګورتېپه ونیوله، د بادغیس جوند ولسوالۍ ونیول شوه او د غزني ناوه ولسوالۍ هم چې د وروستيو راپورونو له مخې، له لسو کلو وروسته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې وه، بېرته طالبانو نيولې ده.

 

د جګړې د شدت عوامل:

لومړی: په پسرلي کې معمولاً طالبان خپل نوي عملیات اعلانوي. له یوې خوا په افغانستان کې په دې موسم کې ښه جګړه کېږي، له بلې خوا دغه ډله خپلو جنګیالو ته نوې روحیه ورکوي؛

دویم: د طالبانو سږني عملیات د نورو کلونو په پرتله ډېر شدید دي. سږ کال ځینو امریکايي رسنیو په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون خبره مطرح کړه، ځینو داسې وړاندوینه وکړه چې ګواکې د طالبانو ځای داعش ډلې ونیو. ښايي طالبانو د خپل ځواک د ثبوت لپاره هم دغسې عملیات پیل کړي وي.

درېیم: له تېرو دوو میاشتو راهیسې، په تېره له هغې راهیسې چې په جنورۍ او فبرورۍ کې د پاکستان لوی درستیز، جنرال راحیل شریف کابل ته څو سفرونه وکړل او د خبرو اترو ژمنې يې وکړې. دغو ژمنو داسې هیلې راوټوکولې چې ګواکې پاکستان به طالبان د سولې د خبرو مېز ته کېنوي؛ اوس ښايي طالبان وغواړي د دغو عملیاتو له لارې خپله خپلواکي ثابته کړي.

څلورم: افغانستان په تېر ژمني کې له امریکا سره لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ. طالبان اوس هڅه کوي، چې د امنیتي تړون له لاسلیک سره سره خپل فعال حضور ثابت کړي او تړون بې‌اغېزې وښيي.

 

د افغانستان-پاکستان زياتېدونکي بې‌باوري:

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ډېری افغاني مطبوعات او د پارلمان غړي د پاکستان په تړاو د افغان حکومت خارجي سیاست او پر هغو پرېکړو چې له مخې یې افغان حکومت، پاکستان ته یو شمېر امتیازات ورکړل، تر نیوکو لاندې نیسي.

د دې ترڅنګ په خپله د حکومت دننه هم د افغانستان د خارجي سیاست په تړاو اختلافات شته دي، چې د یمن په قضیه کې له سعودي څخه د ملاتړ له کبله هم راڅرګند شول. دغه راز، اشرف غني او عبدالله عبدالله هم، د پاکستان تګلارې په تړاو یو شمېر اختلافات لري، له همدې کبله ده چې د پاکستان په اړه د افغانستان د اجرائیوي رئیس دویم مرستیال محمد محقق وویل، موږ پر سولې باور درلود، ګاونډیانو هم له موږ سره پخې ژمنې وکړې؛ خو موږ غافله شوو او په هېواد کې د مخالفینو بریدونه زیات شول. له دې خبرې څخه د بې باورۍ کچه په څرګنده توګه معلومیږي او د پاکستان د “ځنډ” تګلارې ته د یوه جنګي چال په سترګه کتل کېږي.

همداسې د ملي شورا د یو شمېر غړو په اند د پاکستاني چارواکو دغه سفرونه یوازې یو اړخیز او د دوی په ګټه دي. د پاکستاني جګپوړو چارواکو سفرونه نمایشي او د افغانستان په اړه، د پاکستان سیاست دوه مخی بولي.

دا چې په افغانستان کې د پاکستان پرخلاف دا ډول بې باورۍ ولې زېږي، لاملونه یې تر ډېره تاریخي او تجربوي دي. دلته موږ تجربوي او تاریخي لاملونه پرېږدو او سیده هغه لاملونه په نښه کوو، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د دغې بې باورۍ په زیږولو کې ونډه اخیستې ده:

لومړی؛ د کابل زیاتې هیلې: افغان حکومت طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼل او په همدې تکل یې پاکستان ته ډېر امتیازات هم ورکړل او هیله یې درلوده چې شاید پاکستان به دا ځل له افغان دولت سره رښتينې مرستې وکړي. طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېنوي او په دې توګه به بالاخره په افغانستان کې سوله ټينګه شي؛ خو د شپږو میاشتو له تېرېدو سره هېڅ هم ونه شول، بلکې ورځ تر بلې په افغانستان کې ناامنۍ زیاتیږي. د افغان حکومت تېروتنه دا وه، چې له پاکستان سره یې دا ډول هیلې وتړلې. البته که په دې اړه یې دوه محوره پالیسي چلولې وای، شاید د بریالیتوب چانسونه به یې زیات وای؛ له یوې خوا یې له طالبانو سره له هغه ځای څخه خبرې اترې پيل کړې وای، چې اشرف غني د ټاکنو پرمهال په قطر کې پرې ایښې وې او له بلې خوا یې له پاکستان سره روانه پالیسي په تدریجي ډول چلولې وای. 

دویم؛ طالبان ځانونه خپلواک ګڼي: د پګواش کنفرانس د ګډون کوونکو له قوله، چې یو یې د اشرف غني تره قیوم کوچی هم و، د افغان حکومت دغه چلند طالبان سخت پارولي دي. طالبان اوس له یوې خوا افغانانو ته داسې ښيي، چې دوی نه د چا لاسپوڅي دي او د نه چا تر اغېزو لاندې. ځکه خو یې خپل پسرلني عملیات په ښه زور او زوږ سره پيل کړل او هڅه کوي، چې خپلې بهرنۍ چارې د پاکستان له اغېزو څخه پاکې کړي.  په همدې تړاو د قطر دفتر پرانېستل، په پاکستان کې د طيب اغا د وروڼو نيول کېدل، د ملا برادر نظربندي او په پاکستان کې د ځينې مهمو طالب مشرانو وژل کېدل د دغو هڅو بېلګې دي، چې طالبان خپل ځانونه خپلواک او خپلې بهرنۍ چارې د پاکستان له نفوذ څخه لرې ښيي. البته په دې اړه پاکستان او ځینې پاکستانیان اوس هم پر طالبانو یو ډول اغېزه لري او هم پرې اغېزه ښندلای شي؛ خو دغه اغېزې بیا دومره هم نه دي، چې دوی په زوره سولې ته اړ کړي.

درېیم؛ د پاکستان پخې ژمنې: د دې ترڅنګ د پاکستان د لوی درستیز پخې ژمنې هم، د دغې بې باورۍ په زیږولو کې خپله لویه برخه لري. پاکستانیانو له افغان حکومت سره ډېرې پخې ژمنې وکړې، ان مشخصه نېټه يې په نښه کړه، چې د مارچ په منځ کې به طالبان له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو کړي. خو دا دی د مارچ په میاشت دوه میاشتې نورې هم واوښتې خو پاکستان لاهم افغان طالبان دې ته چمتو نه شوای کړل، چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کېني.

څلورم؛ د ناامنیو زیاتوالی: په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی او د شمال پر لور د روانې جګړې پراخېدل هغه نور عوامل دي، چې ډېری افغانان يې د پاکستان د نیت په اړه شکمن کړي دي. په دغو ناامنیو کې د کابل په پلازمینه او نورو سیمو کې چاودنې، مرګوني بریدونه او د طالبانو پسرلني عملیات شامل دي. 

پنځم؛ هندي لابي او د ملي وحدت حکومت اختلافات: دا د افغانستان یوه بدمرغي ده، چې یو شمېر چارواکي یې یا په هندي لابي کې وي او یا پاکستاني لابي کې؛ یو هم د افغانستان ملي ګټې په پام کې نه نیسي، بلکې دغو نوموړو هېوادونو ته کار کوي. دواړه لابیانې زور کوي، چې د کابل اړیکې له دغو دوو هېوادونو سره یو محوره کړي او د بل اغېزې پرې راکمې کړي. له همدې ځایه له کله نه چې له پاکستان سره اړیکې د ښه کېدو پر لور ولاړې نو هندي لابي هم په حرکت راغله او د دغو نږدې کېدونکو اړیکو پرخلاف یې څرګندونې او تبصرې پيل کړې. که څه هم اوسمهال د دې بې باورۍ تر شا ډېری پورتني عوامل دي، خو دې لامل هم یو مرستندوی رول لوبولی.

 

د افغان حکومت هیلې او د پاکستان لوبې:

کله چې د تېر کال ډسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي پاکستاني طالبانو برید وکړ او له سلو ډېر زده کوونکي يې ووژل، د پېښې په سبا د پاکستان لوی درستیز، جنرال راحیل شریف کابل ته سفر وکړ. په کابل کې د نوموړي تکراري سفرونو داسې باور رامنځ ته کړ، چې ګواکې پاکستان نور د غني له حکومت سره په ګډه د طالبانو پر ضد موقف خپل کړی دی. دا باور له هغې وروسته لا پوخ شو، چې راحيل شریف له ولسمشر غني سره ژمنه وکړه چې طالبان به د مارچ په لومړیو کې مخامخ خبرو کې برخه اخلي او دې ژمنې کابل ډېر هیله من کړی و.

ویل کېږی، چې پاکستان له ځینو طالب مشرانو څخه غوښتي وو، چې له کابل سره خبرې وکړي؛ خو طالبانو په کلکه رد کړې وه. پاکستان یا نه غواړي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې لازمه مرسته وکړي او دویم احتمال دا دی چې پاکستان د سولې په بهیر کې پر طالبانو دومره اغېز نه لري چې کابل يې فکر کوي. د ځینو ښکاره شواهد پر بنسټ دویم احتمال قوي برېښي. ځکه نو، کله چې خبرو اترو ته د طالبانو د حاضرولو په اړه تړاو د جنرال راحیل شریف د ژمنې وخت راورسېد، پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د سولې خبرې به ډېرې ژر پیل شي. افغان رسنیو، د دې لپاره چې د پاکستان رول برجسته وښيي، هماغه راپورونه چې هېڅ سرچینې نه تاییدول په پراخې پیمانې نشرول. حتا د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې په مارچ کې داسې راپور هم نشر کړ چې د طالبانو د قطر دفتر غړی، قاري دین محمد پاکستان ته تللی، له پاکستانیانو سره يې مذاکرات کړي او بېرته قطر ته ورسېد!

پاکستاني چارواکو چې کله کابل ته سفرونه کړي، کابل کې يې هیلې راټوکولي چې ګواکې سوله راځي. په مقابل کې، پاکستان له خپلو قوي رسنیو په ګټه پورته کولو سره ځینې داسې راپورونه خپاره کړي، چې خپل کاذب رول یې حقیقت ته نژدې ښودلی. افغان حکومت لاهم د پاکستان دا لوبه نه ده درک کړې.

له بلې خوا طالبانو د پګواش په کنفرانس کې له افغان حکومت څخه یوه ګیله دا کړې وه چې د اصلي سرچینو پر ځای ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه د سولې په برخه کې مرسته غواړي. ښايي همدا لامل به و چې طالبانو په پګواش ناسته کې د پاکستانیانو له شتون سره مخالفت کړی و. په پګواش کې د طالبانو وینامتن ښکاره کړه چې هڅه کوي، د پاکستان له اغېزو ځان لرې کړي.  

 

آیا “B پلان” به هر څه بدل کړای شي؟

د پخواني ولسمشر، حامد کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکي تر ډېره له لوړو ژورو سره مخ وې. د کرزي حکومت پر دې باور و چې ګواکې دا پاکستان دی چې په افغانستان کې د سولې او جګړې کیلي په لاس کې لري. دا خبره ولسمشر کرزي په خپله وروستۍ وینا کې هم وکړه چې ګواکې دا واک له پاکستان سره دی او پاکستان د ده له حکومت سره مرسته ونه کړه.

په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت له تشکیل راهیسې، ولسمشر اشرف غني هڅه کوي چې په سیمه کې اړیکي اقتصاد-محوره کړي. پر دې معنا، چې له ګاونډیانو سره اقتصاد ته لومړیتوب ورکړي؛ ځکه اقتصاد دواړو اړخونو ته په ګټه دی. له بلې خوا، غني ګومان کوي چې د سیمې د اقتصادي پيوستون له لارې، افغانستان کولای شي د اسیا د پُل حیثیت راخپل کړي. له همدې امله، د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز د مشر دکتور فرامرز تمنا په وینا اوس «‌په افغانستان کې شته اقتصادي ظرفیتونه کولای شي، چې د دې اړیکو بنسټ شي. له امنیتي فاز څخه اقتصادي فاز ته ورتګ له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو نوی سیاست دی».

تمنا وايي: «A پلان موږ په تېرو دیارلسو کلونو کې خپلو موخو ته ونه رسولو. افغانان اوس سولې ته اړتیا لري او د سولې غوټه د پاکستان په لاس کې ده».

افغانستان “Bپلان” ځکه رامخې ته کوي، چې ګومان کوي له دې لارې به د پاکستان مرستې راخپلې کړي. تمنا وايي: «د اړیکو اقتصادي کول د همدې هدف لپاره دي». افغان حکومت یوه تکراري تېروتنه کوي او هغه دا چې د سولې “غوټه د پاکستان په لاس” کې ګڼي. پاکستان په تېرو دیارلسو کلونو کې له دې کریډیټ څخه اعظمي ګټه پورته کړه. اوس هم افغان حکومت د پاکستان پر هرې ژمنې ډېر هیله‌من کېږي.

افغان حکومت تر هغې چې په هېواد کې د ناامنۍ اصلي ریښې مشخصې نه کړي او د له منځه وړلو لپاره یې هڅې ونه کړي، د نورو هېوادونو په تمه کېدل بیا هم پر نهیلۍ تمامېږي. د غني حکومت له یوې خوا سولې ضد کړنې کوي له بلې خوا به پاکستان څخه د سولې تمه کوي. د سولې لارې یوازې د اسلام‌اباد له لارې نه دي تللې. د سولې رښتینې لارې شته چې افغان حکومت په ډېره اسانۍ سره ترې ګټه پورته کړي چې تر اوسه ترې استفاده نه ده شوې. 

 

پایله

د نوازشریف او راحیل شریف وروستی سفر کابل ته داسې مهال ترسره کېږي، چې د پاکستانیانو له خوا د سولې خبرو اترو په تړاو یوه شوې ژمنه ناکامه وختله. په نوې ناسته کې د دې پر ځای چې کابل په مارچ کې د خبرو د نه پیلېدا لامل پوښتلی وای، له پاکستانه یې خپلو هيلو ته دوام ورکړ. د غني او نوازشریف خبري ناسته کې تر ډېره همداسې خبرې وشوې.

څو خبرې پاموړ دي:

لومړی: افغانستان تل له پاکستان څخه دومره توقع کړې ده چې هغومره توان د پاکستان په وس پوره نه و؛

دویم: پاکستان هم د افغانستان باور لاپیاوړی کړی او داسې پروپاګند یې کړی چې دغه هېواد ګواکې کولای شي د افغانستان په سوله او ثبات کې مرسته وکړي. له دغسې حالت څخه پاکستان ډېره دیپلوماتیکه ګټه پورته کړې ده؛

درېیم: پاکستان ته چې د سولې په برخه کې کوم رول افغان حکومت ورکړی، اوس د همدې رول له مخې چې ګواکې مرسته به کوي، پر افغان خپلې غوښتنې مني؛

څلورم: افغانستان بې له دې چې د پاکستان کومه ملموسه مرسته وویني، یا یې کوم عملي اقدام وګوري، پاکستان ته امتیازونه ورکوي؛

پنځم: که د طالبانو کړنو او سیاسي دفتر ته نظر وکړو، ښکاري چې دا ډله په دې هڅه کې ده چې تر خپلې وسې د پاکستان له اغېزو ځان خلاص کړي؛

شپږم: افغان حکومت لا هم پر هماغه لار درومي، چې تېر دیارلس کلونه پرې ولاړ؛ خو کومې پایلې ته ونه رسېد.

پای

 

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *