ټرانزیټ؛ یو له پامه غورځېدلی خو مهم لومړیتوب

مقدمه

د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان تر منځ د رېل پټلۍ د پروژې د پلي کېدو لپاره، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې دويمه غونډه جوړه شوه او د دغې پټلۍ اصلي مسير ۶۳۵ کيلومتره او فرعي مسير ۱۶۰ کيلومتره ومنل شو.

د دغې اوسپنيزې لارې د جوړولو په اړه، د ۲۰۱۳ زېږدي کال په مې مياشت کې، د درې واړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ هوکړه شوې وه.

په اوسنۍ درې اړخيزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د تاجکستان له خوا به په دواړو مسيرونو هم مهاله کار پيلېږي او د فرعي مسير پروژه به، د دريو کلونو په موده کې د ۲۴۰ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت سره بشپړېږي، چې د افغانستان لپاره به د ترانزيټ له پلوه غوره عايداتي سرچينه وي. همدا موضوع د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د اوونۍ تحليل د بورډ له خوا څېړل شوې ده:

پر بهرنیو مرسته تکیه او له لاسه وتلي فرصتونه

په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د یوې هر اړخیزې او اغېزناکې اقتصادي تګلارې نشتوالی، په دولت او خصوصي سکتور کې ټیټ ظرفیت، ناامنۍ، د ښې حکومتوالۍ نشتوالی، په دولتي ادارو کې پراخ اداري فساد، اقتصادي بنسټونو لکه برېښنا، ګاز، رېل پټليو، لويو ترانزیټي لارو، سترو هوايي ډګرونو او داسې نورو ته پام نه کول او یو شمېر نور لوی او واړه لاملونه د اقتصادي ودې پر وړاندې ځينې خنډونه ګڼل کېږي.

د اقتصادي کارپوهانو په اند، کومه طرحه چې له ۲۰۰۲ کال وروسته د افغانستان د ملي انکشافي پلان په چوکاټ کې جوړه شوې، له خپلو یو شمېر کمزوریو سره سره، تر ډېره د کاغذ پر مخ پاتې شوې او هغه ډول چې اړتیا ده، په رښتيني ډول د ملي انکشافي پلان په توګه نه ده عملي شوې.

په تېره څه باندې یوه لسیزه کې تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه شوې، په داسې حال کې چې د بهرنیانو له خوا مرستې د ځانګړو موخو لپاره ورکول کېږي، چې ښايي ځينې وخت به اغېزناکې وي، لکه دا چې له دویمې نړیوالې جګړې ورسته د مارشال پلان له مخې، د اروپا په بیارغونه کې د اقتصادي ودې لپاره اغېزمنې ثابتې شوې؛ خو په افغانستان کې یې اغیز څرګند نه و، چې کېدای شي د نورو بنسټیزو عواملو تر څنګ يې یو لامل دا هم وي، چې موخه يې یوازې اقتصادي نه، بلکې سیاسي هم وه.

یو شمېر اقتصادپوهان په دې باور دي، چې افغانستان هغه مهال د باثباته اقتصادي ودې په لور حرکت کولای شوای، چې د اقتصادي ستونزو لپاره یوه اغېزناکه او هر اړخیزه افغاني حل لاره موندل شوې وای؛ په لومړي سر کې باید د لګښتونو لپاره معقولې عایداتي سرچېنې لټول شوې وای او د ملي بودجې په چوکاټ کې د مصرف او عاید ترمنځ انډول رامنځته شوی وای او بیا داسې یوه ملي اقتصادي تګلاره غوره شوې وای، چې په لنډ مهال او اوږده مهال کې يې د افغانستان اقتصادي لیدلوری څرګند کړی وای.

د اوبو د کوچنيو بندونو له لارې د بهېدونکو اوبو مدېریت او د کرنې د سکتور د مدرنیزه او ماشینیزه کولو او پراختیا له لارې د پايېدونکې اقتصادي ودې لومړيتوب په پام کې نيول، یوه له هغو موضوعاتو څخه ده چې اقتصادي کارپوهان یې د له لاسه وتلي فرصت په توګه یادوي او وايي، چې په دغه سکتور کې د تولید باالقوه ظرفیتونه لکه بشري سرچېنې، پرېمانه اوبه او پراخې ځمکې او دښتې او له بله پلوه په دې برخه کې تر ډېره د امنیت، انرژۍ او ظرفیت لږه اړتیا د دې ښودنه کوي، چې په دې برخه کې پرمختګونه ممکن وو.

د ټرانزیټ بالقوه فرصت او وروستۍ پروژې

د ټرانزیټ ونډه د هر هېواد په عوایدو کې د پام وړ وي؛ خو په افغانستان کې د دې برخې نامؤثریت د ناوړه سيمه ییزې سیالۍ، ناامنۍ، د ټرانزیټي بنسټونو د نشتوالي، کمزورې حکومتوالۍ، په دولتي ادارو کې د پراخ فساد او داسې نورو له امله بلل کېږي.

د اقتصادي جغرافيې له نظره، د افغانستان ټرانزیټي ارزښت خورا زيات دی او ښه بېلګه يې هم د ورېښمو لار ده، چې له تاریخي شهرت څخه برخمنه ده او سمندري او ځمکنی ترانسپورت يې، لږ څه چې ډېر راکم کړی و؛ او اوس چې په آسیا کې اقتصادي پراختیا په غوړېدو ده او ژوندۍ اقتصادي وړتياوې راټوکېږي، نو د دغې لارې بیا راژوندي کېدلو ته هم هیلې زیاتې شوې دي.

تر ډېره په نړیوالو محافلو کې د ورېښمو د لارې په څېر موضوع ګانې مطرح کېږي؛ په داسې حال کې چې په ابتکاري ډول د حکومت له خوا نه دي وړاندې شوې. پکار ده، چې په ډېره بیړه دغه لومړیتوب ته کار وشي او د سیمې په کچه د ترانزیټ او ترانسپورت په برخه کې د افغانستان جیوستراتېژیک او جیوایکونومیک موقعیت ژوندی کړي.

د ورېښمو د لويې لارې له پروژې رانیولې د ګازو او برېښنا د ټرانزیټ او یا هم رېل پټليو تر هغو پروژو پورې، چې وخت ناوخت یې دولت او نړیوالو د کار د پیلولو یادونه کړې، خورا زیات اقتصادي او سیاسي ارزښت لري. دا پروژې د کاري فرصتونو، د ټرانزيټ د عوایدو د کچې د لوړېدو، اقتصادي ودې او داسې نورو له پلوه، زيات اهميت لري. دا چې افغانستان په بشپړ ډول د دغه راز پروژو پلي کېدو ته چمتو دی او له بلې خوا دارنګه سترې سیمه يیزې اقتصادي پروژې کولای شي، چې په سیمه کې اقتصادي او سیاسي ثبات او ټولنیزه هوساینه رامنځته کړي؛ نو افغان دولت ته پکار ده، چې دې مسئلې ته د یوه لومړيتوب په ډول پام ور واړوي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *