د افغانستان له اسلامي امارت سره د روسیې د تعامل پراختيا: موخې او پایلې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان له اسلامي امارت سره د روسیې د تعامل پراختيا: موخې او پایلې
  • سریزه
  • د اسلامي امارت په اړه د روسیې کړنې
  • له اسلامي امارت سره په نږدې کیدو کې د روسیې اهداف
  • پر اسلامي امارت د روسیې د کړنو اغیزې
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مقدمه

روسيه له يوې پېړۍ راهيسې هم د روسیې د امپراطورۍ پرمهال او هم د شوروي اتحاد پرمهال د افغانستان مستقیم ګاونډی و، نن دغه هیواد له افغانستان سره نیغ په نیغه ګاونډیتوب نه لري، بلکې د مرکزي آسیا له لارې له افغانستان سره وصل دی. افغانستان او روسیه دواړه د اړیکو او تعامل په برخه کې د لوړو او ژورو تاریخی مخینه لري. یو وخت روسیه لومړنی هیواد و چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یې پر افغانستان مستقیم یرغل وکړ. د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت پر مهال روسیه لومړی بېطرفه پاتې شوه او بیا یې د اسلامي دولت او طالبانو  ترمنځ په جګړه کې د مجاهدینو د حکومت ملاتړ وکړ. پر افغانستان د امريکامتحده ايالاتو له يرغل وروسته روسيې لومړی له امريکامتحده ايالاتو سره اتحاد وکړ او په افغانستان کې يې د امريکايانو د عملياتو لپاره خپل هوايي حريم برابر کړ او بيا يې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو پر جګړې نيوکې وکړې او په افغانستان کې يې د دغه هېواد له شتون سره د مخالفت دريځ خپل کړ. روسیې په افغانستان کې د امریکامتحده ايالاتو د حضور په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره اړیکې دومره ټینګې کړي چې تیر افغان حکومت او امریکامتحده ايالاتو د طالبانو په ملاتړ تورن کړل. کله چې په ۲۰۲۱ ز. کال په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته ورسېد، مسکو یې په اړه ځانګړې تګلاره غوره کړه. که څه هم په غیر رسمي مواردو کې په مسکو کې په یوه یا دوو غونډو کې د اسلامي امارت څو تنه مخالفین لیدل شوي، خو د اسلامي امارت په وړاندې د روسیې رسمي دریځ په یوه ټاکلې تګلاره کې روان دی چې په دې لیکنه کې به پرې بحث شوی دی.

د اسلامي امارت په اړه د روسیې کړنې

که څه هم روسیه یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې په کابل کې خپل سفارت خلاص پریښود او له اسلامي امارت سره یې ډيفکټو اړیکې ټینګې کړې، خو کتل کیږی چې دغه هېواد له اسلامي امارت سره په تدريجي ډول خپل تعامل او اړیکي زیاتې کړې دي. په لومړي قدم کې د ۱۴۰۱ هـ.ل. کال په لومړیو کې روسیې موافقه وکړه چې د اسلامي امارت دیپلومات په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د شارژدافیر په توګه ومني.  په بل قدم کې روسیې د ۱۴۰۲ هـ.ل. کال په لومړیو کې په مزارشریف ښار کې خپله قونسلګري بیا پرانیستله.  په همدې لړ کې د روان کال (۱۴۰۳) په لومړیو کې د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړ: «د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د غورځنګ (چې اوس مهال په روسیه کې منع شوی دی) د ایستلو موضوع تر څېړنې لاندې ده.» د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تروریستي سازمان په توګه د طالبانو د دریځ د لغوه کېدو په اړه دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت، عدليې وزارت او نورو متخصصو بنسټونو له خوا څېړل کېږي. “وروستي پریکړه به د هیواد لوړپوړي سیاسي مشرتابه وکړي.”  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دغه عمل د تایید او دفاع لپاره په دې وروستیو کې وویل: طالبان هغه څوک دي چې په افغانستان کې اصلي واک لري. د چین د خلکو جمهوریت په څیر، موږ هیڅکله خپل سفارت هلته نه دی تړلی، قزاقستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې اسلامی امارت د ترهګرو ډلو له لیست څخه لرې کړي، موږ هم ورته کار کوو. موږ په مرکزي اسیا کې د خپلو متحدینو په څېر افغانستان ته ارزښت ورکوو.  سربیره پردې، روسیې د روان کال (۲۰۲۴) کال په می میاشت کې  «د اسلامي نړۍ ناسته» په دوو مهمو غونډو او د سن پیترزبورګ د کلنۍ اقتصادي غونډه کې چې د دې کال د جون په ۵ څخه تر ۸ پورې جوړه شوې وه اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه.

تر دې ټولو مهم هغه څرګندونې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ازبکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال کړې وې. پوتین په تاشکند کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه اوس په دې اړه تبصره نه کوم ځکه چې له طالبانو او افغانستان سره اړیکې په دوامداره توګه د اجنډا په سر کې دي. په افغانستان کې ستونزې شته، د انکار وړ نه دي، ټولو ته څرګنده ده، خو پوښتنه دا ده چې له اوسني حکومت سره څنګه اړیکي ټینګې کړو؟ او دا یوه بله موضوع ده، خو د تعامل او اړیکو نوعیت اړین دی. دا هغه خلک دي چې هیواد کنټرولوي، خاوره کنټرولوي. دوی نن د افغانستان حاکمان دي. حقیقت باید په پام کې ونیول شي او د هغه پر بنسټ اړیکې جوړې شي. موږ د خپلو شریکانو سره په اړیکه کې یو، د مرکزي اسیا په سیمه کې موږ د خپلو شریکانو او ملګرو نظرونه په پام کې نیسو او په ګډه د دې دریځ په اړه پرېکړه کوو.»

له پورتنیو ټولو څرګندونو داسې ښکاري چې روسیې په تدریجي ډول له اسلامي امارت سره خپل تعامل او اړیکې پراخې او رسمي کړي، خو آیا د روسیې له خوا دغه نږدېوالی د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو لامل کېدای شي؟ په ځواب کې ویلای شو چې روسیه به خامخا په راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني، پرته له رسنیزو موضوعاتو لکه د یو ټول شموله حکومت رامنځته کول یا د ښځو د کار او زده کړې حق په ګډون د بشري حقونو درناوی، خو اصلي موضوع داده چې روسیه نه غواړي په یوازې ځان اسلامی امارت په رسمیت پیژني چې تل د روسیې د لوړ پوړو چارواکو په څرګندونو کې راغلي، چې دغه هېواد به یوازې په دې برخه کې پرېکړه ونه کړې، بلکې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ به عمل وکړي. له دې سره چې روسیه له اسلامي امارت سره په نږدې کیدو کې کومې موخې تعقیبوي؟ په اسلامي امارت يې اغېزې څه دي؟ او سیمه ییزې او نړیوالې پایلې یې څه دي؟ داسې پوښتنې دي چې باید ځواب شي.

له اسلامي امارت سره په نږدې کیدو کې د روسیې اهداف

افغانستان او روسیه هغه دوه هېوادونه دي چې سياستونه يې يو پر بل اغېزې لري. په تېره بیا روسیه د افغانستان له بدلونونو ډېره اغېزمنیږی. روسیه هم په مستقیم او هم په غیر مستقیم ډول له افغانستان څخه اغېزمېنيږي. د افغانستان سياسي او امنيتي تحولات او له غربي قدرتونو سره د دغه هېواد اتحاد لکه په شل کلن جمهوريت کې چې دغه هېواد د امريکا متحده ايالاتو متحد و، په مستقيم ډول پر روسيه اغېزه لري. همدارنګه د مرکزي اسيا سره د افغانستان اړيکې او پر دغه سيمه د افغانستان امنيتي اغېزې هم پر روسيه غير مستقيم اغېزې لري. پخوا په افغانستان کې د روسيې اهداف په دغه هېواد کې د تحولاتو تابع وو، اوس چې اسلامي امارت بیا په افغانستان کې واکمن دی، روسانو له هماغه اوايلو څخه د مثبت تعامل تګلاره خپله کړې او له دې لارې ځانګړي اهداف تعقیبوي، چې دغه اهداف په دریو امنیتي، سیاسي او اقتصادي محورونو کې څيړل کیدی شي.

۱امنیتي موخې

په افغانستان کې د روسیې امنیتي موخې درې مهم موضوعات، ترهګري، د امریکا حضور او د اسلامي امارت کړنې تشکيلوي. د پخوانیو عواملو په پام کې نیولو پرته، اوس مهال تر ټولو ستره او خطرناکه ډله چې روسیه ترې ویره لري، داعش ده. د روسیې او داعش تر منځ د جګړې تاریخ په سوریه کې د داعش پر ضد د روسیې عملیاتو ته ځي. یو له هغو عواملو څخه چې منځنی ختیځ په ځانګړې توګه سوریه یې سخته کمزورې کړې، هغه عملیات وو چې روسیې پر داعش ترسره کړل. دا د دې لامل شو چې روسیه د داعش سرسخت دښمن شي. یوازینی ځای چې داعش یې کولای شي د روسیې پر ضد وکاروي، افغانستان دی. داعش چې پخوا یې په افغانستان کې پټنځایونه درلودل، روسیه نوره هم وهڅوله چې په افغانستان کې د داعش حضور وڅاري. د پخواني حکومت پر مهال روسیې په افغانستان کې د امریکا د حضور له امله په افغانستان کې د داعش پر ضد اغېزمن اقدام نه شو کولای. په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنیدو سره روسیې ته دا ښه فرصت برابر شو چې د داعش حضور او فعالیتونه له اسلامي امارت سره په نږدې کیدو سره وڅاري. د دې تر څنګ د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه د روسیې لپاره ښه خبر و. د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت بریا او په افغانستان کې د دې ډلې ځپل روسان نور هم هڅولي چې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې او تعامل زیات کړي.

بله مسئله چې په افغانستان کې د روسیې لپاره د ژورې اندیښنې لامل ګرځي په افغانستان کې د لویدیځوالو په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو حضور دی. په افغانستان کې د امریکامتحده ايالاتو د حضور په اړه یوه قوي فرضیه دا وه چې په افغانستان کې د خپل شتون له لارې دغه هیواد غواړي مرکزي اسیا ته چې د روسیې «انګړ» شمیرل کیږی نفوذ وکړي. د همدې فرضیې پر بنسټ امریکامتحده ايالات له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه افغانستان په خپله یوه پوځي او سیاسي اډه بدل کړی و او له هغې علاوه په مرکزي اسیا کې د روسیې د ګټو پر ضد دسیسې جوړوي. ویل کیږي کله چې روسیه په دې پوه شوه چې امریکامتحده ايالات په افغانستان کې له خپل شتون څخه د دغه هیواد په وړاندې کوم ناوړه نیت لري، نو له اسلامي امارت سره یې اړیکې پیل کړې. ځکه روسیه پوهیده چې یوازینی ځواک چې په افغانستان کې د امریکا شتون نه شي زغملی اسلامي امارت دی. وروسته له دې چې اسلامي امارت له افغانستانه د امریکا په شړلو بریالی شو، روسیې ورسره خپلې اړیکې پراخې کړې، ځکه د مسکو په اند دا اسلامی امارت دی چې تر کومه بقا ولری تر هغه وخته به په افغانستان کې د امریکا حضور ته اجازه ورنه کړي.

بله مسئله داده چې د روسانو ارزونه ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې یوازینی ځواک دی چې په ټول افغانستان کې د مرکزي او واحدې حکومتدارۍ د عملي کولو وړتیا لري. دا مسئله دومره ارزښتناکه ده چې روسي چارواکو په وار وار پر دې اعتراف کړی دی. لکه څنګه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او خپله د پوتین په وروستیو څرګندونو کې په ښکاره توګه لیدل شوي. د مسکو له نظره، اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د متحدې حکومتولۍ په عملي کولو سره د تروریستي او ورانکارو ډلو د شتون مخه نیولې او له خپلې خوا یې د مرکزي اسیا او روسیې ذهنونه آرام کړي دي. له همدې امله روسیې له اسلامي امارت سره خپل تعامل پراخ کړی او اړیکې یې د پیاوړتیا پر لور روانې دي.

۲سیاسي موخې

هغه سیاسي اهداف چې روسیه يې اسلامي امارت ته له نږدې کیدو تعقیبوي یو اړخیز او څو اړخیز محورونه لري. په یو اړخیز محور کې په افغانستان کې د امریکامتحده ايالاتو د حضور له پای ته رسیدو وروسته روسیې له دې فرصته ګټه پورته کړه او غواړي له اسلامي امارت سره د اړیکو په جوړولو سره په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي. هغه څه چې په تېرو شل کلونو کې د روسيې لپاره ممکن نه وو، ځکه امريکا او د هغه په ملاتړ حکومت هېڅکله له افغانستان سره د روسيې د سياسي روغې جوړې لپاره زړه ښه نه کړ. په دويم محور کې روسیه غواړي چې د سیمه ییزې اجماع او اتحاد په جوړولو سره اسلامي امارت په ختیځ بلاک کې وساتي. لکه څنګه چې د لاوروف او پوتین په وروستیو څرګندونو کې روښانه شوې، اسلامي امارت ته د نږدې کیدو په لړ کې د روسیې یو هدف د افغانستان په اړه د روسیې له سیمه ییزو ملګرو سره د همغږۍ رامنځته کول دي. که له افغانستان څخه د امریکا له وتلو مخکې او وروسته د افغانستان نړیوال وضعیت وڅېړو، نو څرګندېږي چې افغانستان د امریکا د حضور پر مهال په لوېدیځ بلاک کې و، خو د امریکا له وتلو او په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته د نړیوالو ډلبندۍ له نظره په یوه مبهم حالت کې واچول شو. روسیه د دې فرصت څخه په استفادې هڅه کوي چې دا ډول تشه ډکه کړي. روسان په دې خبره پوهېږي چې که افغانستان يوازې پرېږدي، ښايي لوېديځ هېوادونه بيا افغانستان ته د نږدې کیدو هڅې وکړي، چې په دې صورت کې به د تېرو شلو کالونو حالت تکرار شي. له همدې امله روسیې له افغانستان سره د نږدې کېدو په برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي او نور هېوادونه په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا هېوادونه هم هڅوي چې په دې لاره کې ورسره یوځای شي. البته په دې دریځ کې د چین په ګډون د مرکزي اسیا او ایران هېوادونه هم له روسیې سره موافق دي او په ګډه د یوه سیمه ییز ایتلاف د جوړولو لپاره کار کوي چې افغانستان په خپل یو محور کې وساتي.

۳اقتصادي موخې

بل هدف چې روسیه یې د اسلامي امارت د نږدې کیدو له لارې تعقیبوي اقتصادي مسایل دي. که څه هم روسیې په تېر کې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې درلودې، خو په دغه هېواد کې د امریکا حضور او له امریکا سره د افغان حکومت اتحاد په افغانستان کې د روسیې د پراخ اقتصادي حضور لپاره لازمه زمینه برابره نه کړه. په افغانستان کې د امریکا له وتلو او د هغه د متحد حکومت له ړنګېدو سره روسیې په افغانستان کې د پراخ اقتصادي حضور لپاره ډېر ښه فرصت وموند. افغانستان له اقتصادي پلوه د روسیې لپاره له څو اړخونو ارزښت لري. لومړی، روسیه کولی شي د هغه زیربنایي پروژو په بیارغونه کې برخه واخلي چې روسانو پخوا په افغانستان کې جوړې کړې وې. دويم روسیه کولی شي چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي. درېم دا چې د روسیې تولیداتو ته د افغانستان بازار پرانیستل شي او دغه هېواد کولای شي له افغانستان سره خپل صادرات او واردات زیات کړي.

پر اسلامي امارت د روسیې د کړنو اغیزې

روسیه د نړۍ د یو قدرت په توګه د افغانستان لپاره یو  ستر ارزښت لري. په افغانستان کې د روسیې نفوذ په درې ډوله ارزول کېدای شي.

۱- داخلي لوري

لومړی لوری دا دی چې روسیه د یو ستر قدرت په توګه د افغانستان پر وضعیت نفوذ کولای شی. د روسیې په شان د یو لوی هیواد مثبت نظر کولای شي د اسلامي امارت موقف په کورني سطحه ډیر ښه کړي. د اسلامي امارت له مخالفینو سره د روسیې د ملاتړ نشتوالی د دوی د حاکمیت په پیاوړتيا کې مرسته کوي او افغانستان لا زیات ثبات ته رسوي. له اسلامي امارت سره د روسیې د سیاسي اړیکو پراخیدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه برابروي او افغانستان د خپلو لومړنیو منابعو او وارداتي انرژۍ د اړتیا له امله په دې برخه کې د روسیې له ډیرو تولیداتو څخه کار اخیستلی شي او خپل وارداتي بازارونه متنوع کړي.

۲سیمه يیز لوري

له بلې خوا د اسلامي امارت په اړه د روسيې مثبت نظر په نړيواله او سيمه ييزه کچه د روسيې د متحدينو په ځانګړې توګه د مرکزي اسيا د هېوادونو په نظر کې ډېر اغېز لري. لکه څنګه چې لیدل کیږي، د مرکزي اسیا هیوادونه هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې د روسیې په همغږۍ سره پراخې کړي. کله چې روسي چارواکي په نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې د اسلامي امارت ملاتړ کوي او په افغانستان کې یې شتون اغېزمن ارزوي، د نورو هېوادونو پر دریځونو  ژور اغېز پرېباسي. حتی د تاجکستان هیواد که څه هم د اسلامي امارت په مخالفت کې راغلی، خو د روسیې دریځ په دقیق ډول په نظر کې نیسي. لکه څنګه چې لیدل کیږي، د تاجکستان هیواد ورځ تر بلې د اسلامي امارت په وړاندې خپل دریځونه نرموي، چې لامل یې د اسلامي امارت په اړه د روسیې مثبت نظر دی. د تاجکستان تر څنګ هند یو بل هېواد دی چې پخوا یې د اسلامي امارت له مخالفینو سره نږدې اړیکې درلودې او د تېر افغان حکومت له سیمه ییزو متحدینو څخه ګڼل کېده. له دې امله چې روسیه له دغه هېواد سره ډېرې نږدې او ښې اړیکې لري، کولای شي د اسلامي امارت په اړه د هند په دریځ کې نفوذ وکړي او نه یوازې دا چې هند د اسلامي امارت په وړاندې د منفي اقدام په ډګر کې محتاط کړي، بلکې دغه هیواد د روسیې سره یوځای له اسلامي امارت سره اړیکي جوړې کړي.

۳نړیوال لوري

په نړیواله کچه د اسلامي امارت په اړه د روسیې مثبت نظر دوه اړخیزې اغیزې لري. له یوې خوا، روسیه یو داسې هیواد دی چې په نړۍ کې ډیر متحدین لري. د اسلامي امارت په اړه د دغه هېواد مثبت نظر کولای شي د نړۍ د هېوادونو لویه برخه له هغه سره یو ځای کړي او په نړیواله سطحه د اسلامي امارت د مقام د لوړولو لامل شي او د روسیې متحدین د نږدې کېدو لپاره وهڅول شي او له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې کړي. له دې ډلې د نړۍ یو له مهمو قدرتونو څخه چین دی، چې په دې برخه کې له روسیې سره په همغږۍ حرکت کوي. دغه دوه هېوادونه چې دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي، تل یې د اسلامي امارت پر ضد پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړې ده. په دې لړ کې په اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې ډېر داسې هېوادونه شته چې د روسیې تر نفوذ لاندې دي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو او ورسره مثبتو اړیکو ته چمتو دي.

خو له بلې خوا د روسيې سره مثبت تعامل او له اسلامي امارت سره نږدې کېدل هم منفي اغېز لرلی شي. روسیه یوازینی ستر قدرت دی چې په حقیقت کې له لویدیځ سره په مخالفت کې دی او د اوکراین له لارې له لویدیځ په ځانګړې توګه له امریکا سره په غیر مستقیم ډول په جګړه بوخت دی. د دې په نظر کې نیولو سره یو احتمال دا دی چې هر څومره چې اسلامي امارت روسیې ته نږدې شي، هغومره به لویدیځ د اسلامي امارت په وړاندې منفي اقدامات وکړي او د اسلامي امارت د مجازاتو په فکر کې به شي. بې له شکه چې د افغانستان په ټول تاریخ کې تل له یوه ستر قدرت سره د نږدې کېدو او له بل څخه د لیرې کېدو په پایله کې یو لړ ستونزو رامنځته شوي دي، نو له دې امله لرې نه ده چې که د روسیی تعامل له اسلامي امارت سره نور هم پراختیا ومومي، امریکا به هڅه وکړي چې دغه تعامل له منځه یوسي او پر اسلامي امارت فشارونه زیات کړي.

‌‌‌‌پایله

له افغانستان څخه د امریکامتحده ايالاتو وتل او د اسلامي امارت بیرته راتګ روسانو ته ډیر فرصتونه برابر کړل چې افغانستان ته نږدې شي. په حقیقت کې له افغانستان څخه د امریکا وتل د روسیې لپاره یو زرین فرصت ګڼل کیدای شي، څو دغه هیواد وکولای شي په افغانستان کې خپل امنیتي، سیاسي او اقتصادي اهداف د اسلامي امارت سره په نږدې کیدو کې په ښه توګه تعقیب کړي. د امنیت په برخه کې چې روسیه د ترهګرو ډلو او په افغانستان کې د امریکا له شتون څخه ځوریږي، د اسلامي امارت بیرته راتګ د روسیې له امنیت سره ډیره مرسته کولای شي. په سیاسي لحاظ په سیمه کې د امریکا په نشتوالي کې روسیه هڅه کوي چې اسلامي امارت ته په نږدې کیدو سره شته خلا ډکه کړي. همدا راز روسیه په افغانستان کې اقتصادي اهداف لري چې د اسلامي امارت سره په نږدې کیدو کې ترلاسه کیدای شي. د پورتنیو موخو د لاسته راوړلو په موخه، د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، روسیې له هغوی سره خپل تعامل زیات کړ او ورو ورو یې ځان اسلامي امارت ته نږدې کړ، خو آیا د روسیې وروستي اقدامات به د دې لامل شي چې د دغه هېواد له خوا اسلامي امارت په رسمي توګه په رسميت وپېژندل شي او که نه؟ ځواب دا دی چې روسیه به په دې برخه کې په يوازې ځان اقدام نه کوي بلکې له خپلو نورو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ به پرېکړه کوي.

وړاندیزونه

د پورته توضیحاتو په رڼا کې، ځینې وړاندیزونه وړاندې کیږي:

۱- اسلامي امارت باید د خپل سیاسي موقف د ښه کولو او د هیواد د اقتصادي ودې لپاره د روسیې له سیاسي او اقتصادي ظرفیتونو څخه کار واخلي.

۲- اسلامی امارت باید د نورو هیوادونو امنیتي او سیاسي ملاحظات و ارزوي او د هغوی مشروع ملاحظاتو ته مثبت ځواب ووایي.

۳- اسلامي امارت باید په خپل بهرني سیاست کې انډول وساتي او یو ستر نړیوال قدرت ته په نږدې کیدو کې له احتیاط څخه کار واخلي ترڅو هیواد بیا له بحران سره مخامخ نه شي.

مأخذونه

  1. https://www.youtube.com/watch?v=gdCL2zGa2v4
  2. https://mof.gov.af/sites/default/files/2019-02/%D8%AA%D8%B9%D9%84%DB%8C%D9%85%D8%A7%D8%AA%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%87%20%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%20%D9%85%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%A7%D8%AA%20%D8%A8%D8%B1%20%D8%B9%D8%A7%DB%8C%D8%AF%D8%A7%D8%AA%20%282%29.pdf
  3. Hosono, K., Hotei, M., & Miyakawa, D. (2023). Causal effects of a tax incentive on SME capital investment. Small Business Economics۶۱(۲), ۵۳۹-۵۵۷٫
  4. https://alvandhesaban.com/what-is-a-tax-exemption/
  5. Harju, J., & Kosonen, T. (2012). The impact of tax incentives on the economic activity of entrepreneurs(No. w18442). National Bureau of Economic Research.

https://thedocs.worldbank.org/en/doc/892ff644f4cc53304fa51c414ab25b1f-0310012024/original/Afghanistan-Economic-Monitor-February-2024.pdf

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *