د نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل: د دوحې درېيمه ناسته

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل: د دوحې درېيمه ناسته
  • سریزه
  • د دوحې لومړۍ او دويمه ناسته او موخې یې
  • د غرب له لوری د اسلامي امارت سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د رامنځته کېدو په اړه امريکايي پاليسي څه ده؟
  • د دوحې درېيمه ناسته: د اسلامي امارت پاليسي بايد څه وي؟
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مقدمه

په ۱۴۰۰ هـ.ل. کال کې د اسلامي امارت د بياواکمنۍ وروسته د سيمې او نړۍ هېوادونو له اسلامي امارت سره د تعامل په موخه له دوه ډوله ډيپلوماسۍ څخه ګټه پورته کړه چې يو يې په مستقيم ډول د دوه اړخيز تعامل ډيپلوماسي ده او بل يې د څو اړخيز تعامل ډيپلوماسي دي، په دې معنی چې د سيمې ځينو هېوادونو لکه: چين، ترکيه، ايران، روسيه، مرکزي اسيا هېوادونه، پاکستان، ماليزيا، اندونيزيا او نور… په مستقيم ډول له اسلامي امارت سره تعامل پيل کړ او اړيکې يې ورسره ټينګې کړې او د سيمې او نړۍ ځينو نورو هېوادونو د مستقيم دوه اړخيز تعامل څخه ډډه وکړه او د سازمانونو او يا هم نړيوالو  غونډو له لارې يې هڅه وکړه چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او اړيکې ورسره ټينګې کړي، چې په دې برخه کې ټول غربي هېوادونه چې په سر کې امريکا متحده ايالات دي، شامل دي.

امريکا متحده ايالات د اسلامي امارت سره د اړيکو د رامنځته کولو په دوه لاري کې ده، يعنې نه ورسره په مطلق ډول اړيکې پرې کولای شي، ځکه د افغانستان پورې یې ځينې ګټې تړلي دي او د افغانستان جيوپولټيک او جيواکانوميک موقعيت ورته مهم دی او نه يې هم تر هغې پورې په رسميت پېژندلی شي تر څو یې چې پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې نه وي منلې او يا حد اقل له افغانستان څخه په امنيتي برخه کې ډاډه نشي، نو له همدې امله یې درېيمه لاره خپله کړې ده او هغه دا چې له اسلامي امارت سره ښکېل پاتې شي او د ښکېل پاتې کېدو لاره یې څو اړخيزه ډيپلوماسي ده، يعنې د دوحې په څېر ناستو له لارې او يا هم د ملګرو ملتونو له لارې غواړي چې له اسلامي امارت سره ښکېل پاتې شي او د مذکراتو له دې پليټ فارم څخه داسې استفاده وکړي چې پر اسلامي امارت خپل شرطونه ومني او دواړه هېوادونه يوې پايلې ته ورسېږي. البته يادونه بايد وکړو چې دواړه هېوادونه يو او بل ته اړتيا لري، ځکه د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې قضيه ټوله د امريکا متحده ايالاتو پورې تړلې ده، نو اسلامي امارت بايد د امريکا متحده ايالاتو سره د تقابل پر ځای له تعامل څخه کار واخلي تر څو د رسميت پېژندنې په لاره کې خنډونه په ختمېدو شي.

دا تحليلي ليکنه د دوحې په درېيمه ناسته کې د اسلامي امارت په ګډون او نه ګډون او له امريکا متحده ايالاتو سره پر تعامل راڅرخېږي او په دې اړه مو  د هېواد د ځينو مخورو، پوهنتون استادانو، څېړونکو، ديني علماوو، قومي مشرانو او د اسلامي امارت د ځينو غړو نظرونه هم اخيستې دي،  چې په پايله کې مو د هغوی د نظرياتو په رڼا کې اسلامي امارت ته يو پشنهادي پاليسي طرحه کړې ده، چې دلته یې تاسو لوستلی شئ.

د دوحې لومړۍ او دويمه ناسته او موخې یې

د دوحې لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ز. کال د می په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو له لوري راوبلل شوه،[۱] د دې ناسته نه مخکې د همدې کال په جنورۍ مياشت کې د ملګرو ملتونو ځينو استازو کابل ته سفر کړی و، تر څو د اسلامي امارت له مشرانو سره د ښځو د حقوقو په ځانګړي ډول د زده کړو او کار حقوقو په اړه خبرې اترې وکړي او د همدغه سفر پايله د دوحې لومړۍ ناسته شوه.

د دوحې په لومړۍ ناسته کې اسلامي امارت ته بلنه نه وه ورکړل شوی او پرځای یې د افغانستان په استازولۍ ځينو مدني فعالانو، د ښځو استازو، د رسنيو کارکوونکو او پخوانيو سياسيونو ته بلنه ورکړل شوې وه. په دې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو استازي هم رابلل شوي وو چې د امريکا متحده ايالاتو ترڅنګ په کې چين، روسيې، پاکستان او ځينو اروپايي هېوادونو هم ګډون کړی و.

لومړۍ ناستې لاندې موخې درلودې:

۱- په افغانستان کې د بشري حقوقو پر وضعيت بحث؛

۲- د همه شمول حکومت پر رامنځته کېدو بحث؛

۳- د تروريزم خلاف د مؤثرې جګړې پر کړنلارې بحث؛

۴- د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه.

د دوحې دويمه ناسته د ۲۰۲۴ز. کال د فبرورۍ پر ۱۸مه نېټه د ملګرو ملتونو له لوري راوبلل شوه. د دې ناسته اصلي موخه د اسلامي مارت سره د نړۍ د هېوادونو او په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو ښکېلتيا او تعامل ته لاره پرانېستل وو له همدې امله په دې ناسته کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوه،[۲] خو اسلامي امارت د ګډون لپاره لاندې شرطونه وړاندې کړل:

۱- د افغانستان په استازولۍ بايد يوازې اسلامي امارت ګډون وکړي او نور موازي جهتونه بايد دعوت نشي؛

۲- اسلامي امارت ته دې د حکومت په استازولۍ بلنه ورکړل شي، نه د يو لوري په توګه؛

۳- اسلامي مارت ته دې د وينا ځانګړی حق ورکړل شي او د ملګرو ملتونو چارواکو سره دې ځانګړې ناستې ولري.

دا هغه درې عمده شرطونه وو چې د ملګرو ملتونو له لوري ونه منل شو، ځکه د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل چې دا شرطونه که موږ ومنو، نو دا د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په معنی دي.[۳]

د غرب له لوری د اسلامي امارت سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د رامنځته کېدو په اړه امريکايي پاليسي څه ده؟

په غرب (اروپا او امريکا) کې د اکثرو هېوادونو د بهرنيو سياستونو په تطبيق کې امريکا متحده ايالات مهمه ونډه او رول لري او د غربي هېوادونو سياستونه په ځانګړي ډول د شرقي هېوادونو په اړه د امريکا متحده ايالاتو له سياستونو څخه اغېزمن دي او همدا لامل دی چې د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ايالاتو دريځ د اکثرو غربي هېوادونو دريځ دی او تر څو چې امريکا متحده ايالاتو د اسلامي امارت سره د ډيپلوماتيکو اړيکو جوړېدو ته اقدام نه وي کړی، تر هغې هېڅ غربي هېواد هم نه کوي، نو دا چې د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ايالاتو دريځ د غرب دريځ دی، نو ويلای شو چې اسلامي امارت سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د رامنځته کېدو په اړه امريکايي پاليسي جوړونکي په درې ډلو ويشل شوي دي: لومړی نظر دا دی چې امريکا متحده ايالات بايد له اسلامي امارت سره ډيپلوماتيکې اړيکې رامنځته کړي او دوی لاندې دلايل وړاندې کوي:

۱- که امريکا متحده ايالات له اسلامي امارت سره ډيپلوماتيکې اړيکې رامنځته نه کړي او اسلامي امارت په مطلق ډول په انزوا کې پرېږدي، نو اسلامي امارت به د بايللو لپاره هېڅ ونلري او دا کېدای شي د امريکا متحده ايالاتو امنيتي ننګونې له ګواښ سره مخامخ کړي، ځکه کېدای شي اسلامي امارت يو ځل بيا له القاعدې او نورو نړيوالو شبکو سره اړيکې ټينګې کړي او په خپله خاوره کې ورته پټنځای ورکړي. د دې ترڅنګ کېدای شي بشري حقوقو له لا سختو ننګونو سره مخامخ شي.

۲- له اسلامي امارت سره چين، روسيه او ايران نږدې اړيکې لري او که امريکا متحده ايالات هم ډيپلوماتيکو اړيکو رامنځته کېدو ته اقدام ونکړي، نو دا سيمه به په مطلق ډول له لاسه ورکړي.

۳-د نشه یي توکو د کرلو او قاچاق مخنیوي په برخه کې اسلامي امارت مؤثر ګامونه اخيستي او که اسلامي امارت پوه شي چې له امريکا متحده ايالاتو سره يې اړيکې نورې نه جوړيږي، نو کېدای شي دوی د نشه یي توکو د کر او قاچاق له لارې پېسې ګټلو ته کار ووايي او دا کار د امريکا متحده ايالاتو او د هغوی اروپايي متحدينو په ګټه نه دی او دليل یې دا دی چې له يوې خوا له افغانستان څخه نشه يي توکي اروپا ته قاچاق کېږي او له بلې خوا امريکا متحده ايالات فکر کوي چې که د نشه يي توکو کر ازاد پرېښودل شي، نو دا به د القاعدې، داعش او ځينو نورو ډلو د تمويل يوه سرچينه شي او دا به د امریکا متحده ايالاتو داخلي امنيت او سيمه ييزو امنيتي ګټو ته ګواښ پېداکړي. [۴]

دويم نظر دا دی چې امريکا متحده ايالات بايد له اسلامي امارت سره هېڅ ډول اړيکې ونلري او پر هغوی لا بنديزونه سخت کړي، د دوی دليل دا دی چې اسلامي امارت يوه ايډيالوژيکي ډله ده او دوی به هيڅکله له خپلو دريځونو تېر نشي، دوی فعلاً چې لا په رسميت نه دي پېژندل شوي، نجونې تعليم او تحصيل ته نه پرېږدي، همه شموله حکومت نه جوړوي او بل هيڅ افغان ته په سياسي پروسه کې ځای نه ورکوي، نو دا که په رسميت وپېژندل شول، نو دوی به بشري حقوقو نقض لا ډېر کړي او يو ګوندي نظام به ورسره نور هم پیاوړی شي. [۵]

درېيم نظر دا دی چې له اسلامي امارت سره دې رسمي ډيپلوماتيکې اړيکې نه رامنځته کېږي او نه دې هم په مطلق ډول په انزوا کې پرېښودل کېږي، بلکې تر هغې چې اسلامي امارت خپل دريځونو کې بدلون راولي او د دوی غوښتنې مني او د نظام په اصلاح کې شکلي بدلونونه راوړي، تر هغې دې ورسره د ښکېلتيا او تعامل نور چېنلونه خلاص کړي او تراوسه همدا درېيم نظر د پاليسۍ مرکزي تيوري ده او د همدې تيورې په چوکاټ کې د دوحې غونډې ترتېبيږي چې راتلونکي درېيمه ناسته به د ۲۰۲۴ز. کال د جون پر ۳۰مه نېټه پيل شي، دا چې اسلامي امارت د دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه؟ په ټوله کې د امريکا متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې سره څه ډول تعامل وکړي؟ او د نړۍ سره د متوازنو سياسي اړيکو د رامنځته کېدو لپاره کومه تګلاره خپله کړي؟ دلته پرې لنډ بحث کوو.

د دوحې درېيمه ناسته: د اسلامي امارت پاليسي بايد څه وي؟

تمه ده چې د دوحې درېيمه ناسته د روان ۲۰۲۴ز. کال د جون پر ۳۰مه نېټه پيل او د جولای په لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي. په دې ناسته کې ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړې ده او د دې ناستې د تنظيم او په دې اړه د اسلامي امارت سره د خبرو اترو په موخه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله (Rosemary Dicarlo) د ۲۰۲۴ز. کال د می پر ۱۸مه نېټه کابل ته راغلې وه،[۶] خو اسلامي امارت بيا هم د دوحې د دويمې ناستې پرمهال ذکر شوي شرطونه ور وړاندې کړل او نوموړۍ پرته له کومې مشخصې پايلې ترلاسه کولو ستنه شوه. د اسلامي امارت د دې ډول دريځ نرمولو په موخه تېره اونۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازۍ (Roza Otunbayeva) کابل ته راغله او د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سره يې وليدل. د دې ناستې اصلي موخه د دوحې د اجنډا د نهايي کولو په موخه د اسلامي امارت وروستی دريځ روښانه کول وو. متقي ورته ويلي چې اجنډا بايد داسې ترتيب شي چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي، موږ ګډون ته اماده يو، خو زموږ شرطونه بايد ومنل شي او کله چې د ناستې نهايي اجنډا اعلان شي له هغې وروسته به موږ خپل نهايي تصميم اعلان کړو.[۷]

دا چې اسلامي امارت په دې ناسته کې ګډون وکړي او که نه؟ له امريکا متحده ايالاتو او غرب سره څه ډول تعامل وکړي؟ په دې اړه مو ځينې پوهان، څېړونکي، د پوهنتون استادان او علماء کرام  پوښتلي چې د هغوی د نظرياتو له تحليل وروسته ويلی شو چې د نړۍ سره د اړیکو د جوړولو او تعامل لپاره د اسلامي امارت تګلاره باید په لاندې حقايقو ولاړه وي:

  • د نړۍ له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول د لویو ځواکونو سره متوازنې اړیکې درلودل د افغانستان یوه اړتیا ده او له دې اړیکو پرته په نړۍ او سیمه کې افغانستان خپلې ګټې، حیثیت او مؤثریت نه شي ساتلی.
  • د دې اړیکو د رامنځته کولو لپاره که اسلامي امارت د کمزوري دریځ څخه مخته ولاړ شي، نو د نړۍ هېوادونه او په ځانګړي ډول ستر ځواکونه به اسلامي امارت د هغه څه په منلو اړ کړي چې هغه به د افغانستان او سيمې په ګټه نه وي.
  • که اسلامي امارت د قوي دریځ څخه د اړیکو د رامنځته کولو لپاره مخته ولاړ شي، نو بیا به په دې وتوانېږي چې د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي او څوک به پرې د فشار د راوړلو هڅه هم نه کوي. د قوي دریځ څخه مو موخه دا ده چې هغه ستونزې چې په واقعیت کې د افغانستان د ملت ستونزې دي او ملت یې رفع کول غواړي، ټوله ګټه یې هم حاکم نظام او ملت ته رسېږي، په حل کولو یې د ملت او حاکم نظام ترمنځ فاصلې له منځه ځي، خو امریکامتحده ايالات او نوره غربي نړۍ یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي او په میډیا کې ترې د اسلامي امارت د بدنامولو لپاره ناوړه ګټه اخلي او د خپلو اصلي موخو د لاسته راوړلو لپاره یې کاروي، دا ستونزې باید رفع کړی شي، تر څو چې دا ستونزې له منځه ولاړې نه شی په هر فارمټ کې چې اسلامي امارت ګډون کوي د فشار لاندې به ګډون کوي او دا هېوادونه به پرې د پردې تر شا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

اسلامي امارت د يو پياوړي بهرني سياست لپاره اړ دی چې په داخل د هېواد کې ځينې تعديلات او اصلاحات راولي، تر څو د بهرني سياست په هر دريځ کې ولسي ملاتړ له ځان سره ولري او په دې تعديلاتو او اصلاحاتو کې د اتباعو بنسټيز حقوق او د نظام د ساختار او بڼې مشخصول په ځانګړي ډول شامل دي او دا کار هغه مهال شونی دی کله چې موږ يو اساسي قانون ولرو او په هغې کې د اتباعو ټول حقوق مشخص کړو او د نظام داسې ساختار او بڼه په کې تعريف کړو چې په يو ډول نه يو ډول ولس د هغې په ټاکنه کې دخيل وي او ولس دا نظام په تمامه معنی خپل وګڼي، نو که دا اصلاحات راشي، نو د نړيوالو ټولو فشارونو او بهانو مخه به مو ډب کړې وي او هلته به بيا زموږ دريځ او نظر په قوي موقف کې وي. اوسمهال کله چې اسلامي امارت په نړيواله سطحه څومره هم قوي او منطقي دريځ ونيسي، نو له دې امله ضعيف معلوميږي چې نړيوال ورته وايي تاسې نجونې مکتب ته نه پرېږدې، کار ته يې نه پرېږدې، نظام بڼه مو نامعلومه ده او سيستم مو غیر منظم دی، خو کله چې دا داخلي اصلاحات راغلل او د نړيوال دا بهانې او د فشار وسايل مو ختم کړل، نو بيا په نړيوال سټيج زموږ نظر او دريځ د لوړ او قوت موقف نه وي.

  • دې اصولو ته په کتو د دوحې په اوسنۍ غونډه کې دې په هغه شرطونو باندې اصرار وشي چې د افغانستان ملي حیثیت ساتي، ولو که دا په اوسنۍ ناسته کې د ګډون مانع هم وګرځي، خو د خبرو اترو چینلونه باید پرانیستي پاتې شي او قضیه باید داسې مرحلې ته و نه رسېږي چې دا چینلونه په بشپړ ډول بند شي، ځکه د اسلامي امارت حریفان همداسې یو حالت رامنځته کول غواړي.
  • بهرنی سیاست د داخلي حالاتو انعکاس دی او ټول نظام یې په تشکیل کې ونډه لري، د بهرنیو چارو وزارت یې یوازې تمثیلونکی دی، نو اړتیا ده چې ژر تر ژره د قوت هغه حالت ته مؤثر ګامونه پورته کړو  چې مخکې مو ورته اشاره وکړه او که دغه ډول حالت ته ورسېږو يعنې داخلي ستونزې حل کړو، نو موږ به د قوت حالت ته رسېدلي يو او له نړيوالو سره به له قوي دريځ څخه غږېږو، د هغوی د فشار زیاتې وسیلې به مو لمنځه وړي وي او بیا به هېوادونه اړ وي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او تعامل ورسره وکړي.

پايله

د دوحې ناستې مهمې دي او دا له اسلامي امارت سره د نړۍ او په ځانګړي ډول د غرب د ښکېلتيا او تعامل يوه وسيله ده. د دوحې درېيمه ناسته د اسلامي امارت لپاره يو فرصت دی تر څو د غرب سره د اړيکو د نږديکت لپاره ترې کار واخلي، ځکه د اسلامي امارت رسميت پېژندنې قضيه تر ډېره امريکايانو په لاس کې نيولې او که له دوی سره د اسلامي امارت اړيکې ښې نشي، نو د رسميت پېژندنه قضيه به له نامعلوم سرنوشت سره مخامخ شي.

د نړۍ سره د تعامل لپاره بايد اسلامي امارت له قوي موقف څخه خبره مطرح کړي او قوي موقف هغه مهال رامنځته کېږي کله چې د نړيوالو سره پر اسلامي امارت د فشار وسايل ختم يا کم شي او اسلامي امارت کولای شي چې په داخلي سياست کې د ځينو تعديلاتو او اصلاحاتو راوستلو وروسته د فشار د دې ډول وسايلو په کمولو کې مرسته وکړي او بيا له يو قوي دريځ څخه له نړيوالو سره مخکې لاړ شي.

وړانديزونه

۱- اسلامي امارت دې د دوحې درېيمه ناسته د يو فرصت په توګه وګڼي او خپل ځينې هغه شرطونه چې د نظام ارزښتونه په کې نه پيمال کېږي، تېر شي او په دې ناسته کې دې ګډون وکړي.

۲- داخلي سياست د بهرني سياست لپاره د ملا د تير حيثيت لري چې بهرنی سياست پرې تکيه کوي، نو اسلامي امارت دې ځينې هغه داخلي سياستونه تعديل او اصلاح کړي چې له شرعي اړخه ستونزه ونلري او کولای شي چې په نړيواله سطحه د افغانستان دريځ او سياست قوي کړي.

۳- ملګرو ملتونه هم بايد د اسلامي امارت ځينې شرطونه ومني، په ځانګړي ډول د دوحې په ناسته کې د موازي جهتونو د نه راغوښتلو شرط، ځکه که موازي او مخالف جهتونه سره مخامخ شي، نو کېدای شي د ناستې اصلي پايله ترلاسه نشي.

مأخذونه

[۱] Kate Clark and Roxanna Shapour. A Ban, a Resolution and a Meeting: A look at the May 2023 meeting in Doha and the reactions to it, Afghanistan Analysts Network, 5 May 2023, Access link: https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/international-engagement/a-ban-a-resolution-and-a-meeting-a-look-at-the-may-2023-meeting-in-doha-and-the-reactions-to-it/

[۲] Kate Bateman and Andrew Watkins. What to Expect from the Doha Conference on Afghanistan, United States Institute of Peace, February 15, 2024, Access link: https://www.usip.org/publications/2024/02/what-expect-doha-conference-afghanistan

[۳] Mitra Majeedy. SECOND DOHA MEETING ON AFGHANISTAN ENDS IN QATAR, Afghanistan Peace Campaign, February 19, 2024, Access link: https://afghanistanpeacecampaign.org/2024/02/19/second-doha-meeting-on-afghanistan-ends-in-qatar/

[۴] Foreign Affairs Asks the Experts. Should the United States Normalize Relations With the Taliban? August 21, 2023, Access link: https://www.foreignaffairs.com/ask-the-experts/should-united-states-normalize-relations-taliban-afghanistan

[۵] Ibid.

[۶] United Nations Secretary General. Note to Correspondents: Under-Secretary-General for Political and Peacebuilding Affairs Rosemary DiCarlo’s Visit to Afghanistan, 21 May 2024, Access link: https://www.un.org/sg/en/content/sg/note-correspondents/2024-05-21/note-correspondents-under-secretary-general-for-political-and-peacebuilding-affairs-rosemary-dicarlo%E2%80%99s-visit-afghanistan

[۷] Ayaz Gul. UN discusses ‘Doha III’ meeting agenda, coordination with Taliban, Global Security, June 07, 2024, Access link: https://www.globalsecurity.org/military/library/news/2024/06/mil-240607-voa03.htm

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *