په ټاکنو او احتمالي کشمکشونو کې د رسنيو رول

په جګړه ییزو یا بېړنیو او حساسو حالاتو کې خلک د معلوماتو په لټه کې وي او د معلوماتو او خبرونو سرچینو ته مراجعه کوي، ترڅو پوه شي چې څه کېږي او حالات کوم لوري ته روان دي. دا هغه وخت دی چې رسنيزې سرچینې خپل اهمیت مومي او کېدای شي په داسې حالاتو کې یو ناسم خبر له رسنيو خپور شي، خلک باور پرې وکړي او پر روان وضعيت زيات اغېز وکړي.

په افغانستان کې هم حالات په څو اړخونو کې حساس دي، چې په اوسني وخت کې يې مهمې پېښې ټاکنې، د سولې بهير، له هېواده د امریکايي ځواکونو وتل او امنیتي تړون، نشه يي توکي، اقتصادي برخه، روانه جګړه له ګاونډيو هېوادونو سره ستونزې او داسې نورې دي، چې په اوږده مهال کې د افغانستان پر حالاتو اغېز ښندي.

د رسنيو رول په بحران جوړونه کې

طبعي بحرانونه او د بشر په لاس جوړ شوي بحرانونه دواړه پر يوه سيمه کلک اغېز ښندلی شي او ښايي له امله يې ولس او په ټوله کې نظام ته درانه زیانونه واوړي. رسنۍ نه یوازې دا چې په بحراني حالاتو کې د بحران د مدیریت په برخه کې مهم رول لري؛ بلکې خپله د بحرانونو په جوړولو او رهبري کولو او دغه راز د بحرانونو په مهار کولو او لوري ورکولو کې هم د پام وړ رول لري.

د رسنيو رول په دې اړه په دريو پړاوونو کې مهم دی: مخکې له بحرانه، د بحران پر مهال او له بحران وروسته. د کشمکشونو پر مهال په افغانستان کې د رسنيو د منفي رول په تړاو اندېښنه تر ډېره جدي ځکه ده، چې يو شمېر رسنۍ او د هغو ډېری کارکوونکي د پېښو تصوير په غيرمنصفانه او له افراط او تفريط ډک ډول تر خلکو ور رسوي او ډېری وختونه د اوازو له مخې، له باوري سرچينو او شواهدو پرته خبرونه خپروي.

دا خبره پوره څرګنده ده، چې دا مهال په هېواد کې د هر ډول کشمکشونو او اړدوړ په رامنځته کولو کې د رسنيو رول خورا مهم دی او هغه رسنۍ چې په دې برخه کې د هېواد ملي ګټې او راتلونکي زيانونه په پام کې نه نيسي، ښايي د کړکېچ د رامنځته کېدو پر مهال هم له دغسې نشراتو لاس وانه خلي.

دا مهال تر ډېره د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې ډېری رسنۍ د هېواد ملي ګټو ته پوره زيان اړوي. په لومړي ګام کې بايد د رسنيو مسؤولين دې چارې ته پوره پاملرنه ولري او د دې پر ځای، چې د بحران رامنځته کولو ته لمن ووهي، بايد داسې نشرات ولري چې د کړکيج د مخنيوي لپاره اغېزناک وي. په دويم ګام کې حکومت د دې مسؤوليت لري، چې د هېواد د ملي ګټو تر نامه لاندې په رسنيو کې د پاروونکو نشراتو او هغو موضوعاتو ته د لمن وهلو مخنيوی وکړي، چې د بحران او کشمکشونو په رامنځته کولو کې رول لري؛ ځکه لومړی خو دا چې د بيان ازادي هم خپلې پولې لري او بيا دا چې د هېواد ملي ګټې د بيان تر ازادۍ مهمې دي.  

رسنۍ او ولسمشریزې ټاکنې

په طبيعي ډول هغه کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ چې په افغانستان کې مخاطبان لري، د یوه نه یوه نوماند د ګټو یا زیانونو په کړۍ کې وې او ډېرې کمې داسې رسنۍ وې، چې تر يوه بريده به بې پرې پاتې شوې وي؛ خو د هغوی سیاستونه هم په یوه نه یوه لوري متمایل وو.  په تېره بيا د ټاکنو په دويم پړاو کې، چې د ټاکنو د قومي کېدو وېره هم زياته وه او د رسنیو منفي او زیانمنوونکي رول هم اندېښنې زیاتې کړې. رسنیو د مشخصو نوماندانو په ګډه تبلیغات پیل کړل او تر ټولو بده دا چې د مشخصو نوماندانو پر ضد يې احساسات پارول او د خلکو له قومي او ژبنیو احساساتو يې کار واخېست.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو په نامه کمېسیون درلود؛ خو رول يې جوت نه وو او ځينې رسنيو د مشخصو نوماندانو په پلوۍ پراخ تبليغات وکړل او بالاخره د ټاکنو فضا هم تر ډېره قومي او ژبنۍ بڼه غوره کړه. هغه پراخ اغیز ته په پام سره چې رسنۍ یې د ټولنو د عمومي افکارو د رهبري کولو په برخه کې لري، د نوماندانو د پلوي رسنيو له خوا د مقابل نوماند په اړه د منفي معلوماتو د نشرولو او د احساساتو د پارولو اوسنۍ بڼه هم پراخې اندېښنې له ځان سره لري.

په افغاني رسنيو کې يو ګروپ، چې ليدونکي او اورېدونکي يې هم زيات دي او ډېری رسنۍ یې د یوه مشخص نوماند په ګټه تبلیغات کوي، که څه هم پخوا هم په ژبني او قومي تبعیض تورن دي؛ خو په ټاکنو کې شوو درغليو او ستونزو ته يې د خپلو بحثونو له لارې قومي بڼه ورکړه او حتی تر دې بریده یې ورسول، چې هم يې په ټول کې په دې پروسه خلک بې باوره کړل او هم یې د یوه ځانګړي لوري پر وړاندې کینه وپاروله، چې ښايي په راتلونکي کې ناوړه پایلې ولري.

د دې تر څنګ په رسنيو کې ځينې شنونکي هم د یوه او بل نوماند په پلوۍ د مقابل لوري په اړه منفي څرګندونې کوي، چې نه یوازې حقایقو او بې پرې تحلیلونو ته یې د خلکو مخه ډب کړې؛ بلکې په خلکو کې د ناوړه احساساتو د روزنې لامل هم شوې دي.

افغان دولت، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رسنیو کمیسیون او نور اړوند ارګانونه هم د رسنیو لپاره د هر اړخیزو قوانینو، مقرراتو او لایحو په معرفي او تطبیق کې پاتې راغلي، ترڅو د عمومي افکارو په مدیریت کې د رسنیو غیر منسجم او نا کنټرول شوی رول منسجم شي. په تېره بيا په ټولنيزو رسنيو کې فضا بشپړه قومي او ژبنۍ بڼه غوره کړې ده او اغېز يې هم ډېر زيات دی.

له کله نه د ټاکنو دېموکراتيکه پروسه، چې له مخې به يې د لومړي ځل لپاره په سوله ييز ډول واک له يوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته لېږدول کېږي، له يو شمېر ستونزو او بې باوريو سره مخ شوه؛ په ټولنيزو شبکو، په ځانګړي ډول فېسبوک کې، پراخو او منفي تبليغاتو دا ستونزې لازياتې کړې. د دغو ستونزو د هوارولو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان منځګړيتوب ته هم مراجعه وشوه، چې په افغانستان کې د دغه سازمان ځانګړي استازي يان کوبيش هم دې مسئلې ته په اشارې سره ويلي، چې په ټولنيزو شبکو کې د نوماندانو پلويان ناسم تبليغات کوي او بايد له نفرت اچوونکو څرګندونو ډډه وکړي.

اوسمهال په ټولنيزو شبکو کې د فېسبوک کاروونکي په افغانستان کې هم ډېر زيات شوي او اغېز يې خورا زيات دی. په دغه شبکه کې دا مهال له عامو هېوادوالو نيولې تر ډېری جګپوړو سياستوالو پورې داسې څه خپروي، چې قومي او ژبنيو تعصبونو او کشمکشونو ته لمن وهي او له همدې امله څو ورځې مخکې مشرانو جرګې هم په افغانستان کې د دغې شبکې د محدودولو غوښتنه وکړه او د ملي امنيت چارواکو هم دا چاره د اندېښنې وړ وبلله. که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو دا هم ويلي وو، چې که موضوع تر دې هم جدي شي، ښايي د فېسبوک د محدودولو لپاره ګام اوچت کړي؛ خو داسې ښکاري، چې د دغې پراخې او اغېز ښندونکې شبکې مديريت هم د نورو رسنيو په څېر بې برخليکه پاتې دی او تراوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اوچت شوی.

دا چې له دويم پړاو ټاکنو وروسته د ځينې ځانګړو لاملونو له مخې، د هېواد سياسي وضعيت په حساس حالت کې دی او که دا حالت په سم ډول مديريت نه شي، داسې اندېښنې شته دي چې هېواد به د ګډوډيو په لور ولاړ شي او له ګډوډيو او احتمالي کشمکشونو څخه د مخنيوي په لاره کې رسنۍ رغنده رول لوبولی شي. خو که رسنۍ د ولسمشرۍ د ټاکنو اړوندو بحثونو کې له قوم پالنې، ژبنيو او ګوندي تعصبونو او پاروونکو نشراتو څخه ډډه ونه کړي، ښايي د هېواد د حالاتو په ګډوډولو کې به ستر رول ولوبوي.

پای

عبدالله الهام جمالزی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *