د امريکا پر وړاندې د ولسمشر وروستي دريځونه

مقدمه

ولسمشر حامد کرزي له امريکايۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې ويلي، چې په افغانستان کې جګړه د امريکا او لوېديځ د ګټو لپاره پيل شوې ده.

ښاغلي کرزي په دغه مرکه کې القاعده له حقيقت څخه لرې يوه افسانه ګڼلې او زياته کړې يې ده، چې ترورېزم او القاعده امريکا د خپلو ګټو لپاره رامنځته کړي او تر دغه نامه لاندې روانې جګړې افغانانو ته له ځورونې او وژنې پرته نور څه نه دي درلودلي.

نوموړي ويلي، چې امريکا په تېرو دولسو کلونو کې له افغانستان سره خيانت کړی او په داسې حال کې چې روانه جګړه د امريکا ده؛ خو يوازې افغانان پکې وژل کېږي او د امريکايي ځواکونو له خوا ډېری نيول شوي کسان هم جرم نه لري او بې ګناه دي.

د ده په وينا، په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ عامل نشته دی او دغه جګړه د افغانستان پر خلکو تحميل شوې ده.

همدا موضوع د ويسا ورځپاڼې مسؤول مدير محمد زبير شفيقي د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د پوښتنو په ځواب کې څېړلې ده:

سياسي لوبه که حقيقت؟

امريکا او نړيواله ټولنه څه باندې يوه لسيزه مخکې افغانستان ته د آرامۍ او جګړې ختمولو تر شعار لاندې راغله؛ خو دلته يې کور په کور ماتمونه جوړ کړل او دا جګړه د يوې بې تعريفه جګړې په توګه وغځېده، هېڅوک د دغې جګړې په لوري، ارزښتونو او پايلو نه پوهېږي. نو له همدې کبله لکه څرنګه چې ښاغلی کرزی په خپله هم وايي، د امريکا پر وړاندې د نوموړي وروستی دريځ د هغه د تېرو کلونو د تجربو پايله ده او د دې څرګندونه کوي، چې حامد کرزی په رښتيا هم له امريکا او نړيوالې ټولنې ناراضه دی.

حامد کرزي دې ته ورته خبرې څو کاله مخکې هم په شخصي مجلسونو کې مطرح کولې؛ خو نړيوالو پام نه دی ورته کړی او اوس يې په علني توګه وايي؛ مګر څوک چې دا خبرې هسې ډرامه بولي او د سياسي لوبې په سترګه ورته ګوري، دا ناسمه ده او هغوی خپلې موخې لري؛ ځکه په سياست کې هم دغسې ډرامې ځای نه لري.

دا چې ځينې کسان وايي، چې دا حقايق يې ولې په تېرو کلونو کې نه ويل؟ په دې اړه څو نقطې د پام وړ دي:

لومړی: په لومړيو کلونو کې خوش باوري وه او دوه درې کاله چا ګومان نه کاوه، چې نړۍ به له افغانستان سره دومره د منافقت چلند کوي او ښاغلی کرزی په دې تېروتلی و، چې د امريکايانو کړنې به تېروتنې وي او د افغانستان او سيمې د اشغال او بربادۍ پلانونه به نه وي.

دويم: کله چې ښاغلی کرزی د نړيوالو او امريکايانو د خيانت په اړه باوري شو، له ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ زېږدي کلونو وروسته يې د دوی د جفاوو له امله په ديپلوماتيکه ژبه اعتراض پيل کړ او په پټه يې د اصلاح راوستلو لپاره خپلې ګيلې پيل کړې.

دريم: خو کله چې هغو هم پايله ونه درلوده، بيا يې له ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ زيږدي کلونو راوروسته دارنګه نيوکې او څرګندونې په علني ډول پيل کړې دي او هرکله يې چې څه اغېز او کومه پايله نه ده درلودلې، نو پر امريکايانو يې نيوکې يوڅه زياتې شوې دي؛ ځکه نو دا د نوموړي اوسنی دريځ نه دی او هغه نيوکې يې اوسمهال د پخوا په پرتله يوڅه زياتې شوې دي.

ولسمشر څه پيغام رسول غواړي؟

دا چې ولسمشر کرزی په ډېر څرګند ډول وايي، چې القاعده او ترورېزم له حقيقته لرې يوه افسانه ده او امريکا له دغې افسانې په خپله ګټه کار اخلي او په مرسته يې يوه بې تعريفه جګړه روانه کړې ده، غواړي په دې توګه د افغانستان ملت ته يو ډول پيغام ورسوي.

امريکايان په يوه چا د القاعده نوم اېږدي، عمليات کوي او وايي چې دلته د القاعدې غړی و؛ په کوم ځای کې ورانی او ويجاړی کوي په دې پلمه چې دلته د القاعدې او ]په اصطلاح[ ترهګرو پټنځای و؛ نه دوست تعريف شوی او نه هم دښمن. او د دغه ناڅرګند حالت موخه يې همدا ده چې د جګړې اهداف ګونګ وي او تر نامعلومې مودې پورې دلته د پاتې کېدو چانس ولري.

د امريکايانو پر دغو ناڅرګندو موخو د حامد کرزي بدګوماني هم د باور کچې ته رسېدلې ده او نوموړی اوس په دې پوه دی، چې امريکايانو له افغانستان سره جفا کړې او هڅه کوي، چې په دې اړه خپل مسؤوليت تر يوې کچې ادا کړي.

دا مهال حامد کرزي ته، لکه څرنګه چې نوموړي هم له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ويلي، همدا يوه وسيله ورپاتې ده چې د رسنيو له لارې خپل غږ اوچت کړي. که څه هم د يوه هېواد د ولسمشر په توګه د حامد کرزي له دې کمزورۍ هم سترګې نه شو پټولای، چې په تېرو کلونو کې د يوه ژمن حکومتي ټيم په جوړولو ونه توانېد، په هېواد مين خلک يې په حکومت کې راټول نه شو کړای او ډېری يې داسې کسان دي، چې د نوموړي د اوسني دريځ مخالف دي؛ خو بيا هم کرزي تر يوې کچې خپل مسؤوليت ادا کړی دی.

د افغانستان غوندې هېواد ولسمشر، چې د نړېوالې ټولنې تر اشراف لاندې نظام پکې جوړ شو، نن په دومره علني ډول د افغانستان په اړه د امريکا او نړيوالو پر ناسمو او دښمنانه سياستونو نيوکې کوي او په څرګنده وايي چې امريکا د خپلو اهدافو لپاره د افغانانو د وژلو لوبه روانه کړې ده، همدا پيغام هم ملت ته رسول يو لوی کار دی. ملت هم بايد دغه پيغام بې ارزښته ونه بولي او څه چې حامد کرزی امريکا ته وايي، چې جګړه تعريف کړئ، دښمن تعريف کړئ، زموږ ملي ګټې په پام کې ونيسئ او دلته د سولې د ټينګښت په لاره کې رښتيني ګامونه اوچت کړئ، افغانان هم د دغو ټکو روښانه کول له امريکا وغواړي.

د ملت تر څنګ راتلونکي ولسمشر ته هم نه ښايي، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره اوسنی پورته شوی غږ له پامه وغورځوي. که څه هم داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ په نوماندانو کې له يوه تن پرته نور ټول په پټو سترګو او له کوم شرط پرته له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو پلويان دي؛ خو که راتلونکی ولسمشر په رښتيا هم د ملت د برخليک مسؤوليت درک کړي، دا به ډېره ګرانه وي چې يو ځل د سولې د ټينګښت او د افغانانو پر کورونو د ړندو عملياتو د بندېدلو غږ اوچت شوی او نړيوالو ته دا ويل شوي، چې د خپلو اهدافو لپاره دې افغانان نه وژني او بيا راتلونکی ولسمشر دا هرڅه له پامه غورځوي او د افغانانو ګټې د امريکا د ګټو قرباني کوي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *