سعودي-ایران-ترکیه؛ په منځني ختیځ کې د سړې جګړې لوبغاړي

منځنی ختیځ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، بیا د سړې جګړې (۱۹۴۵-۱۹۹۱) پر مهال او بيا له هغه را وروسته د ډېرو ستونزو محور دی؛ خو په وروستيو کلونو کې په دې سيمه کې خورا زيات تحولات تر سترګو شول، چې د سوريې اوږده کورنۍ او خونړۍ جګړه، په مصر کې د مرسي حکومت راپرځول، په عراق کې روان تاوتريخوالی او د فلسطين غميزه يې د ځينې بېلګو په توګه يادولی شو.

دغو وروستيو بدلونونو او د عربي پسرلي تر نامه لاندې پاڅونونو، پر دغه سيمه ژور اغېز ښندلی او لاهم په دې سيمه کې د ژورو بدلونونو تمه شته ده. دلته همدا موضوع شنل شوې ده.

په منځني ختيځ کې د روانې سړې جګړې شاليد

په دې سیمه کې د ایران اسلامي انقلاب (۱۹۷۹) وروسته، د دوو سیمه ییزو ځواکونو (سعودی او ایران) ترمنځ د نړیوالې اېډيالوژیکې سړې جګړې پرمهال، آسیايي سیمه ييزه مذهبي جګړه هم ورو ورو پيل شوه. دې مذهبي سړې جګړې له پيله د نيابتي جګړې بڼه درلوده او د عراق-ایران د اوږدې جګړې (۱۹۸۰-۱۹۸۸) له امله یې سیمه په شیعه او سني بلاکونو ووېشله، چې اوسمهال په سوریه کې روانه کورنۍ جګړه او په عراق کې د سنیانو تازه پاڅون يې نوې بېلګې دي.

د ايران او سعودي ترمنځ د دې سړې جګړې له پيل سره عراق له ايران سره په خونړۍ جګړه کې ښکېل شو، چې وروسته سعودي د حسنې مبارک تر واکمنۍ لاندې مصر او ايران بيا په لبنان کې د حزب الله او په سوريه کې د حافظ الاسد لوری ونيوه.

سعودي، چې د نړيوالې سړې جګړې پر مهال د امریکا ملاتړی و، د امریکا له تجربو زده کړل او هڅه يې وکړه، چې د ترومن دکترین[1] په څېر د ایران پرخلاف خپله ځانګړې نظریه هم راوړاندې کړي او په مرسته یې ایران په خپل ګاونډ کې راحصار او تابع کړي. سعودي عربستان په همدې موخه د خپل ستراتېژيک ملګري پاکستان او له هغه ځایه بیا د هغو افغاني مجاهدینو لوری ونيو، چې د تحریک برياليتوب يې هغه مهال د سعودي له مرستو سره تړلی و.

ځکه نو هغه مهال دغې سړې جګړې د افغانستان پر کورنۍ جګړه اغېز وکړ او وروسته بيا د افغانستان د سياست ډګر ته طالبان راڅرګند شول، چې له پيله يې د ايراان مخالفت وکړ؛ خو بالعکس سعودي بيا له همدې امله طالبان په رسميت وپېژندل. په دې توګه د سړې جګړې دا لوبه افغانستان ته هم راولېږدول شوه او د افغانستان پر حالاتو يې ژور اغېز وکړ.

سوريه او عراق له سړې جګړې تر ګرمې جګړې!

په منځني ختيځ کې چې کله له تونس څخه د عربي پسرلي پاڅونونه پيل شول؛ نو که له يوې خوا يې په سيمه کې د ملتونو د آزادۍ تمې راپيدا کړې؛ بلې خوا ته يې له ټولو استبدادي حکومتونو سره هم جدي اندېښنه پيدا کړه، چې په ترتيب سره يې په ليبيا کې قذافي له منځه يووړ او په مصر کې يې هم حسنې مبارک له تخته راکوز کړ. همدغه مهال په سوريه کې هم، د سوريې ملت د بشارالاسد د ميراثي ريژيم پر ضد پاڅون وکړ، چې له ۲۰۱۱ کال راهيسې روان دی او دواړه (سعودي او ايران) بشپړ پکې ښکېل دي.

ترڅنګ یې په عراق کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حالات د پخوا په پرتله خورا ډېر خراب او کړکېچن شول، چې په دې وروستيو کې په عراق او سوريه کې د (اسلامي دولت) په نوم ډلې راڅرګندېدو او په اسلامي نړۍ کې د خلاف اعلانولو په دې سيمه ډېر هېوادونه اندېښمن کړي دي. د سني جنګياليو دا ډله اوسمهال په پوره ځواک سره، د نوري المالکي په مشرۍ د عراق د حکومت پر ضد، چې سني وګړي يې په تېرو کلونو کې د قدرت له صحنې ايستلي وو، جنګېږي او پر سعودي او قطر هېوادونو يې د ملاتړ تورونه لګول کېږي.

په داسې حال کې، چې په دې وروستيو کې په عراق کې د کردستان د خپلواکۍ موضوع هم راتوده شوې ده، له ايران سره د داعش (ISIS) يا (په عراق او شام کې د اسلامي دولت) ډلې په اړه اندېښنې زياتې شوې دي او داسې ګنګوسې شته دي، چې ايران عملاً د عراق له حکومت سره د مرستې له لارې هلته مداخله کړې؛ خو سعودي عربستان بيا مخکې له مخکې ايران ته خبرداری ورکړی، چې د عراق په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، کنه نو پايلې به يې د ايران لپاره خطرناکې وي.

د مصر کودتاچي مشر د ملک عبدالله نوی ملګری

د سعودي پاچا ملک عبدالله او  ملګرو يې (کویت او اماراتو) په مصر کې پر خپلو پخوانیو ملګرو او په اسلامي نړۍ کې د سعودي پر نرم ځواک (اسلامي تحریکونو) سخت ګوزار وکړ. د دغه هېواد د منتخب ولسمشر دکتور مرسي د واک ډېره کمه موده تېره شوې وه، چې د سيسي له خوا کودتا پرې وشوه او له اخوان المسلمين ګوند سره يې خورا ناوړه چلندونه وکړل.

په مصر کې له کودتا سملاسي وروسته ملک عبدالله په مصر کې د کودتا په پايله کې رامنځته شوی حکومت په رسميت وپېژاند او په دې وروستيو کې يې، د حسنې مبارک له واکمنۍ راوروسته د لومړي ځل لپاره مصر ته سفر هم وکړ. دا سفر په مصر کې له کودتا وروسته د بهرنيو مشرانو لومړنی سفر هم دی. په مقابل کې يې ډګروال سيسي هم د لوړې پر مهال له ملک عبدالله څخه ځانګړې مننه وکړه.

ملک عبدالله له سيسي سره د کودتا د پلان پر مهال د څو ميليارده ډالرو مرستې د ژمنې ترڅنګ دا ژمنه هم کړې وه، چې د مصر د اقتصادي پرمختګ لپاره به د سيمې په کچه يو کنفرانس رابولي او مصر ته به تر ۲۰ ميليارده ډالرو پورې د مرستو ژمنې ورکړل شي. په ټوليز ډول ويلی شو، چې د مصر د نوي حکومت او سعودي تر منځ له دغو تودو اړيکو، مرستو او ژمنو څرګندېږي، چې د دواړو هېوادونو لوری کوم دی.

په مصر کې له پراخ پاڅون سره د حسنې مبارک د حکومت پر راپرځېدو ايران د ارامۍ ساه واخېسته او مرسي ته يې د ولسمشرۍ مبارکي ورکړه. که څه هم مرسي غوښتل، چې د تهران او رياض تر منځ توازن وساتي؛ خو سعودي بيا داسې ګڼله چې له انور سادات او حسنې مبارک څخه ورپاتې مصر يې د دښمنو په لور ولاړ او له همدې امله يې د بېرته خپلولو هلې ځلې وکړې؛ خو لاهم په دغه هېواد کې د پرديو هېوادونو په اشاره روانې ناخوالې د دغه هېواد وګړي ځپي.

د ترکيې او سعودي تر منځ په سني نړۍ کې د مشرتابه مقابله

په ترکیه کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د داوود اوغلو ټاکل کېدو، د ترکیې په معاصره ډيپلوماسۍ کې یو بدلون رامنځته کړ. ده يوازې څو کاله وړاندې، چې په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور و، د ستراتېژيک عمق په نوم کتاب ولیکه. نوموړي په دغه کتاب د ترکيې د بهرنيو چارو پوهانو ته روښانه کړه، چې ترکيه بايد خپل ستراتېژيک عمق –چې ښاغلي اغلو د ترکيې جيو-ستراتېژيک موقعيت او له عثماني خلاف څخه ورپاتې تاريخي عمق بللی- ولټوي.

له ۲۰۰۴ کال وروسته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د اغلو راتلل او هغه مهال د اروپايي اتحاديې له خوا د ترکیې پر مخ دروازې له نورو شرطونو سره تړل، دوی اړ کړل چې په خپله همدې فلسفه روان شي. د دغې فلسفې له مخې بيا د دغه هېواد لومړي وزير رجب طيب اردوغان د سعودي پخوانيو ملګرو (اسلامي تحريکونو) ته داسې مهال د ملګرۍ لاس ور اوږد کړ، چې ملک عبدالله لاس ترې اخېستی و.

ترکیه په منځني ختیځ کې ډېموکراسي غواړي؛ خو د سعودي واکمنان بیا دا هر څه تر پښو لاندې تخت او د سر له پاسه تاج ته خطر ګڼي. ترکيه د عربي هېوادونو پسرلي ته هيله منه وه؛ خو سعودي بيا په يمن، بحرين او مصر کې په خپله ګټه لاسوهنې وکړې. 

د سعودي او ترکیې ترمنځ د دې سړې جګړې ځواک، د سیسي له خوا د کودتا پرمهال په هغو خبرو کې، چې اردوغان د ملک عبدالله او سعودي په اړه د ترکيې ملت ته وکړې، ښه جوتېږي.

پایله:

دا چې په منځني ختیځ کې د ایران او سعودي سړه جګړه د شیعه او سني جګړه ده؛ نو سعودي نه غواړي، چې په منځني ختیځ کې د شیعه مذهب اغیزې او د ايران نرم ځواک زیات شي او ايران هم په ورته دريځ کې دی او په دې سيمه کې د سعودي پر ضد او د خپل نفوذ لپاره پوره هلې ځلې کوي. 

بلخوا د سعودي او ترکیې ترمنځ هم په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې، له خپل ليدلوري د مسلمانانو د “مشرتابه” لپاره مسابقه او سړه جګړه روانه کړې ده. سعودي په دې مقابله کې له ديني اړخه ګټه پورته کوي؛ خو ترکیه بيا د خپل زیاتېدونکي نرم ځواک، اقتصادي پرمختګ، او د اسلامي نړۍ د قدوې مشرانو پر مټ د مقابلې ډګر ګرم ساتلی.

همدارنګه په دې سیمه کې د ترکیې او ایران ترمنځ هم اړیکې ډېری وختونه ښې نه وي او تر یوه بريده د دوی ترمنځ هم سوړ جنګ روان دی؛ خو په منځني ختیځ کې د وروستيو تحولاتو پر مټ، چې له عربي پسرلي يې سرچينه اخېستې ده، په دې سيمه کې د سړې جګړې ډګر تود ساتل شوی او دا لوبه ورځ تر بلې پېچلې کېږي.

پای

[1] Truman Doctrine: هغه دکترین دی، چې په ۱۹۴۷ کال کې د امريکا د ۳۳ ولسمشر هری اس ترومن له خوا مطرح شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *