پاکستان ته ورپېښ ګواښونه او وروستۍ هلې ځلې
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د اردو پوځي عملیاتو، که له یوې خوا د وسله والو جنګیالیو په وړاندې د پاکستان د حکومت د نوي دریځ او د دغه هېواد د ثبات په تړاو نوي تحلیلونه را ټوکولي؛ خو افغانستان ته د دغو عملیاتو له امله د کډوالو له راتګ سره، د دغو جګړو سیمه ییز اړخ هم اهمیت موندلی دی.
دا د شمالي وزیرستان پر قبایلو د پاکستاني پوځ لومړني علمیات او پوځي تحرکات نه دي؛ بلکې تر دې دمخه یې هم وخت ناوخت په دغو سیمو کې د پوځي علمیاتو او استخباراتي توطئو پر مټ، ګڼ شمېر قبایلي مشران وژلي او د ټولو نظامي خوځښتونو دلیل یې هم په دې سیمه کې له تروریزم سره د مبارزې پلمې وې. مګر دا چې په دغه سيمه کې دا ځل پراخ عمليات، په افغانستان کې د ټاکنو له کشمکشونو سره هم مهاله پيل شول، په اړه يې ډېرې پوښتنې بېځوابه دي.
د افغانستان له حکومت سره د تفاهم هڅې
په شمالي وزیرستان د بریدونو له پیل سره د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پاکستان ضد طالبانو د ځواکمنېدو اندېښنې هم زياتې شوې او د جګړې له سيمې څخه کډوال هم د افغانستان سوېل ختيزو ولايتونو ته راوکوچېدل، چې دې چارې د پاکستان اندېښنې هم زياتې کړې دي. پاکستان اندېښنه لري، چې د طالبانو هسته او ځواک که د افغانستان او بهرنیانو لاس ته ورشي، پاکستان ته به يې ګواښونه جدي او زيات شي، چې په وروستيو پېښو کې يې د کراچۍ برید یوه بېلګه وه. داسې مهال بيا د سیمې استخبارات دغسې عملیات پلانولی شي او د همدغو وسله والو په مټ یې عملي کولی شي.
د نواز شریف په مشرۍ په اسلام آباد کې د نوي حکومت واک ته رسېدو او بالاخره په شمالي وزیرستان د عملیاتو له پیل سره، پاکستاني حکومت له افغان لوري سره د طالبانو پر وړاندې عملیاتو کې، د همکارۍ غوښتنه او د تفاهم هڅه وکړه؛ چې کابل ته د پاکستان د حکومت د یوه پلاوي له سفر وروسته، د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګين دادفر سپنتا هم، اسلام آباد ته ولاړ ترڅو د طالبانو پر وړاندې د اوسنۍ جګړې په اړه سلامشورې وکړي.
خو ښاغلي سپنتا اسلام آباد ته له سفر وروسته، په کابل کې خبریالانو ته د خپلو هغو شرطونو يادونه وکړه، چې دوی پاکستان ته وړاندې کړي وو او په ډاګه يې کړه، چې په پاکستان باور نه لري مګر دا چې د هغوی عملي همکاري وويني. ښاغلي سپنتا په عین حال کې په هلمند کې په پراخو بریدونو کې، د پاکستان پر لاس لرلو هم نیوکه وکړه.
په داسې حال کې چې پاکستان اوس د افغانستان، هند، امریکا او ناټو له خوا ډېرې اندېښنې لري او په ورته وخت کې د افغانستان په ختیزو سیمو هم د پاکستان له خوا بریدونه روان دي، په اوسني حساس حالت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ په لازياتېدو کې د پام وړ رول لري.
په شمالي وزیرستان کې عملیات او تر شا موخې
پاکستان ته د وزیرستان له اړخه په تېرو څو کلونو کې زيانونه او ګواښونه متوجه دي او داسې ښکاري، چې د ځينې نورو عواملو ترڅنګ وزیرستان هم هغه سيمه ده، چې پاکستان يې د تباهۍ کندې ته نږدې کړی دی. له همدې امله دا سيمه د بېلابېلو وسله والو، دغه راز د پاکستاني پوځیانو او یا هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بېلابېلو پوځي اقداماتو، د تمرکز ساحه هم وه.
بلخوا ویل کېږي چې د ملا فضل الله تر مشرۍ لاندې طالبانو باندې فشار راوړل، د پاکستاني طالبانو په رهبرۍ کې د پاکستان د پوځ له خوا د درز اچولو هڅه او د خالد محسود (سجنا) په مشرۍ د پاکستاني طالبانو له یوې نوې ډلې سره د سولې خبرو اترو ته لاره هوارول هم د دغو عملیاتو یو هدف دی.
په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستان څخه د ملامحمد عمر په مشرۍ د طالبانو د تګ او تیتېدو او بيا په ۲۰۰۹ کال کې د ډېورنډ د کرښې له هغې غاړې څخه د ملافضل الله په مشرۍ د پاکستاني طالبانو راتګ او تیتېدل تر یوه حده دا ځل بیا هم په همدغو قبایلي سیمو کې تکرار شول.
د پاکستان په دغو عملیاتو هم نیوکې دا دي، چې پوځ عمومي افکارو ته ناسم معلومات ورکوي او په ورځنیو جګړو کې د ګڼو وسله والو جنګیالیو په تېره بیا د اوزبېک جنګیالیو د وژلو ادعا کوي، په داسې حال کې چې هلته بهرني خبریالان نه پرېښودل کېږي او په عملياتو کې اصلي زيان ولسي وګړي ويني؛ خو داسې ښکاري چې اوسني عمليات به هغه پايله ونه لري، چې پاکستان يې تمه لري.
د پاکستان بېلابېلې نقطې د داسې ډلو د بې خنډه حضور شاهدې دي چې د سیمه ییزو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره کارول کېږي. په تېر کې هم تل د قبایلي سیمو د اوسېدونکو په استعمالولو او یا هم د دوی په ځپلو کار شوی، په تېره بیا په افغانستان د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د امریکايي، سعودي او نورو استخباراتي ادارو له خوا، د نیابتي جګړو لپاره ګټه ترې پورته کېده.
له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د نوي حکومت له واک ته رسېدو سره، له دغو سيمو څخه د افغانستان د حکومت پر وړاندې جګړې رهبري شوې؛ خو دا ځل یې د پاکستان د توقع خلاف د پاکستان لمن هم نيولې او اوس د پاکستان حکومت په پېچلو استخباراتي فعالیتونو او تاوتریخجنو اقداماتو سره، له دغو ګواښونو څخه د پاکستان د ژغورلو هڅه کوي.
افغانستان ته د وزيرستاني کډوالو راتګ او د پاکستان اندېښنې
په شمالي وزیرستان کې د بېګناه وګړو پر وړاندې د دغې استخباراتي دسیسې او تپل شوې جګړې له امله شاوخوا پنځه لکه تنه بېځایه شوي، چې له دې جملې له اويا زره تنو زيات يې د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته راغلي دي.
د پولیو ناروغۍ خپرېدل هغه وېره وه، چې د دغو بېځایه کېدنو د لړۍ په لومړي سر کې مطرح شوه. د دې تر څنګ یو شمېر افغان رسنیو، افغانستان ته له راغلو کډوالو سره د وسلو د شتون په اړه هم اندېښنې وښودې؛ خو له دې ټولو سره سره په افغانستان کې د دغو بېځایه شوو کډوالو تود هرکلی وشو او پراخې مرستې ورسره وشوې.
که څه هم د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان اوسېدونکو ته له سيمې څخه د وتلو يوه موده ټاکلې وه خو ورته ويلي يې وو، چې کله له سيمې وځي نو افغانستان ته به نه ځي؛ ځکه پاکستان ته د وزیرستان د کډوالو کنټرولول په راتلونکي کې ستونزمن دي او له دې لارې د ډېرو ګواښونو اندېښنې ورسره دي؛ خو بيا هم يو زيات شمېر وزيرستانيان د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته راکډه شول، چې ښايي له امله يې پاکستان په راتلونکي کې د سترو بدلونونو شاهد وي.
پای
عبدالله الهام جمالزی