د اوباما د باندنیو چارو نوې نړیواله تګلاره
مقدمه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او افغان جګپوړو چارواکو ته له خبر ورکولو پرته بګرام ته راغی او له خپلو پوځیانو سره یې وکتل. دغه نابللي مېلمه په دغه سفر کې د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه او خپل کوربه سيال حامد کرزی يې بګرام ته د ملاقات لپاره وروغوښت. خو له دغه هرڅه يوازې يوه ورځ وروسته بارک اوباما خپله نوې نړیواله تګلاره اعلان کړه.
بارک اوباما د نړۍ په هکله او په نړۍ کې د امریکا د نوي رول په اړه، خپله او د امریکا نوې تګلاره په نيويارک کې د امريکا د متحده ايالاتو په نظامي پوهنتون وېسټ پوينټ (West Point) کې داسې مهال اعلان کړه، چې نه یوازې د امریکا د حربي پوهنتون د نظامي محصلینو د فراغت ورځ وه -چې د امریکا د ځواک نښه بلل کېږي- بلکې اوباما پکې د کانزرویتانو او نورو امریکايي چارپوهانو له خوا تر نیوکو لاندې هم دی، چې ګويا یو انزوايي سياست مخته وړي. د دغې نوې تګلارې موخه دا وه، چې په بدلېدونکې سیاسي نړۍ کې د امریکا لپاره راتلونکی رول وضع کړای شي.
په ټوليز ډول د بارک اوباما باندنۍ چارې، د افغانستان په اړه د ده تګلاره او په ټوله کې د اوباما د باندنيو چارو نوې نړيواله تګلاره، د احمد بلال خليل په تحليل کې څېړل شوي دي:
د اوباما باندنۍ چارې
بارک اوباما چې کله د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال د امریکا د مشرانو جرګې غړی و، نو د عراق او افغانستان پر جګړې به يې تل نيوکې کولې. وروسته چې دی ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېد؛ نو د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په لومړي سر کې یې، چې جان مکېن یې پکې سيال و، په نړيوالو چارو کې د شيکاګو شورا([1]) کې د خپلې باندنۍ تګلارې موخې وټاکلې، چې د عراق د جګړې پای ته رسول د هغه نوملړ په سر کې شامل وو.
کله چې د ۲۰۰۸ ميلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بارک اوباما بریالی شو او په ۲۰۰۹ کال کې یې لوړه وکړه؛ نو د نړۍ په جیو-پولیټیکي چاپېریال کې خورا ډېر بدلونونه ترسترګو شول. لکه د ۲۰۰۸ کال نړیوال اقتصادي بحران، د یورو بحران، په جورجیا کې د روسانو او پوتین نېغه لاسوهنه، له ایران سره د پېنځه+یو هېوادونو خبرې اترې، د ډرون الوتکو بریدونه، د ویکي لېکس غوغا، په منځني ختیځ کې د عربو پسرلی (ربيع العربي)، په لیبیا او سوریه کې کورنۍ جګړې، د امریکايي استخباراتو په اړه د سنوډن افشا شوي رازونه، له عراق څخه د امريکايي پوځیانو وتل، په شمالي افریقا کې د القاعدې شبکې نښې راښکاره کېدل، له افغانستان سره د ستراتېژيک تړون د لاسلیک معما او داسې نور.
اوباما د ۲۰۰۸ کال ولسمشریزې ټاکنې د بدلون راوستلو او له عراق څخه د پوځیانو د ايستلو تر شعار لاندې وګټلې او د ۲۰۱۲ کال ټاکنې یې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو له ژمنو سره وګټلې. د اوباما افغان تګلاره (۲۰۰۸-۲۰۱۴)تر ډېره بريده د تذبذب ښکار وه، په ۲۰۰۹ کال کې یې په افغانستان کې د مېشتو پوځيانو پر شمېره ۳۰ زره نور سرتېري هم ورزيات کړل، په ۲۰۱۲ کال کې یې د پوځیانو د ايستلو پرېکړه وکړه، په ۲۰۱۳ کال کې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتېژيک تړون د لاسليک تکل وکړ او اوس په ۲۰۱۴ کال کې یې په باګرام کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري پاتې شي او دا به هم په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه وباسي.
د اوباما د باندنیو چارو نوې نړیواله تګلاره
اوباما په دې پوه شوی، چې د افغانستان د جګړې پيل آسانه خو پای ته رسول يې ګران کار دی. اوباما د افغانستان په هغه سيمه (باګرام) کې چې د تمدنونو او نظامي اډو یو تاریخي تسلسل لري، اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به د ۲۰۱۴ کال تر پايه۹۸۰۰ سرتېري مېشت وي، چې د پاتې کېدو موده به یې تر ۲۰۱۶ کال پورې وي او له ۲۰۱۶ کال وروسته به بیا ټول امریکايي سرتېري داسې مهال خپل هېواد ته ستانه شي، چې د اوباما د ولسمشرۍ وروستی کال به وي.
وروسته اوباما د نيويارک په وېسټ پوينټ کې د امریکا د راتلونکي رول په اړه خپله پالیسي اعلان کړه، چې د ډېری امریکایانو له خوا پر دغې پالیسۍ د امریکا د نظامي او نړیوال رول په هکله نيوکې وشوې.
د اوباما وينا له دې خبرې پېل کېږي: «پرېږدئ چې خپل وخت د راتلونکو کلونو لپاره د امریکا او د نظامیانو د رول په جوړلو کې تېر کړم.»
اوباما وړاندې وويل، چې په تېرو وختونو کې به موږ هغه مهال نظامي تعرض کاوه، چې د امریکا او د متحدینو ګټې به تر پښو لاندې شوې؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې باید موږ په تنقیدي توګه وپوښتو، چې آیا زموږ عمل تناسب، باغیزه او انصاف لرونکی دی او کنه؟ ځکه نړیوال لید ډېر مهم دی.
نوموړی که له یوې خوا د تعرضي نظامي عملیاتو تمويل غواړي؛ خو ترڅنګ یې بیا زیاتوي، چې هر کله د دوی خلک، هېواد او د ژوند تګلاره تر خطر لاندې راشي، نو بیا هېڅ اجازو ته اړتیا نشته.
د افغانستان په اړه وايي، هلته مو د القاعدې ملا ورماته کړه او هغه شورشونه مو لرې کړل، چې په هغه هېواد کې روان وو. اوس د دغې چارې قابو کول د افغانانو په وړتیا پورې منحصر دي. د همدې لپاره مو سلګونه زره افغان ځواکونه وروزل. د بهار له پېل کېدو سره افغانانو رایه وکاروله او په دېموکراتیکه توګه یې د واک تاریخي لېږد ته لاره پرانيسته. د دغه کال په پای کې به نوی رئیس جمهور راشي او د امریکا نظامي مېشن به پای ته ورسېږي.
له افغانستانه د وتلو او د لږو پوځيانو له ساتلو او اډو څخه یې موخه دا ده، چې خپله پاملرنه منځني ختیځ او د افریقا شمالي برخو ته وروګرځوي، ځکه هلته يې د نایجریا “بوکو حرام” د سومالیې “قزاقان” او اسلامي ډلې، او د القاعدې بیا راپورته کېدنه انتظار باسي او دی هم، دغه هر څه د امریکا د امنیت لپاره خطر ګڼي.
که څه هم اوباما په خپله وينا کې وویل، چې که چېرې د امریکا هېواد، خلک او د ژوند تګلاره له خطر سره مخ وي، نو دوی به له نظامي/تعرضي سیاست خپلولو څخه ډډه ونه کړي؛ خو ترڅنګ یې دی زیاتوي، چې دا نظامي/تعرضي سیاست باید داسې وي، چې امریکا ته نوي دښمنان ونه زیږوي!
په بنسټیزه او کُلي توګه که څوک د اوباما وينا واوري او یا یې په لیکنیزه بڼه ولولي نو جوته به شي، چې له یوې خوا دی دا غواړي، چې د امریکا د ګټو په خاطر له عملیاتو څخه ډډه ونه کړي؛ خو ترڅنګ یې باید د هېوادوالو تلفات او له اوږدو جګړو څخه ژغورنه هم په پام کې ونیول شي. او په بل اړخ کې يې غواړي، چې د نړۍ په هره پېښه کې هم ځان او امریکا ښکېل نه کړي؛ ځکه خو یې په وينا کې د ډېرو هېوادونو په اړه څه نه دي ویل شوي، چې باید یو څه پکې ویل شوي وی.
د امريکا د بانفوذه تحقيقاتي انستيتوت (کونسل آن فارن ریلیشن([2]) يا د بهرنيو اړيکو د شورا) مشر ریچارد هاس په اند، د می د ۲۸مې په وینا کې اوباما هغه څه ته ډېره پاملرنه وکړه، کوم څه یې نه خوښول او لږ یې پر هغه څه فوکس وکړ، چې خوښېدل یې.
په ټوليزه توګه دا نوې تګلاره د امریکا باندنیو چارو ته یو نوی لید ورکوي او دا له غيرضروري نظامي عملیاتو/تېریو او له انزوايي سیاست څخه ژغورل دي.
ډېری شنونکي د اوباما دغې نوې تګلارې ته د نکسن-کیسنجر د تګلارې په توګه ګوري، هغه چې نکسن د هوښیار کیسنجر د ډيپلوماسۍ پر مټ او د نورو هېوادونو په مرسته خپل دښمنان پرځول غوښتل؛ په ایران کې یې شاه ته یو نوی رول ورکړ او ده بیا په سیمه کې، په تېره بیا د ذولفقار علي بوټو په پاکستان او د سردار داؤد خان په افغانستان کې خپل ورکړل شوی پلان تعقیب کړ؛ خو پایلې یې بیا هله ډېرې ترخې راووتلې، چې په ایران کې شاه بې تاجه شو، بوټو اعدام خانې ته راوستل شو او سردار داؤد خان له خپلې ټولې کورنۍ سره د مرګ کومي ته ولاړ.
اوباما هم اوس غواړي، چې په سومالیه او مالي کې د فرانسویانو په مرسته عملیات ترسره کړي او په شمالي افریقا کې د القاعدې پرخلاف ۵ ملیارده ډالر وضع کړي. د نړیوالو ځواکونو په مرسته غواړي چې په لیبیا کې حالات راقابو کړي، په سوریه کې د سوریې له ګاونډیانو (ترکیه، عراق) سره اړیکې ښې کول غواړي؛ ځکه همدوی دي، چې د سوریې ګډوالو ته یې پناه ورکړې ده او د تروریزم د څپو پر ساحل واقع دي. پای
[1] Chicago Council on Global Affairs
[2] Council on Foreign Relations