کابل ته د سوېلي آسيا د ستراتېژيکو څېړنو مرکز د مرستيال سفر

په ترکيه کې د “سوېلي آسيا د ستراتېژيکو څېړنو مرکز” مرستيال ښاغلی جمال ديمير، د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د رسمي بلنې له مخې کابل ته درې ورځنی سفر درلود او نن بېرته استانبول ته ستون شو.

ښاغلي جمال ديمير کابل ته له رارسېدو سره د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د رهبرۍ شورا له غړو سره ملاقات درلود او په دغه ملاقات کې لومړی نوموړي ته د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د فعاليتونو يو لنډ پرېزېنټېشن په ترکي ژبه وړاندې شو او وروسته د دواړو مرکزونو ترمنځ پر دوه اړخيزو همکاريو بحث وشو. د دغه ملاقات په پای کې نوموړي له ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز سره، د خپل مرکز په استازيتوب د دوه اړخيزو همکاريو يو هوکړه ليک هم لاسليک کړ.

نوموړي د سفر په دويمه ورځ په سلام پوهنتون کې د دغه پوهنتون د استادانو او محصلينو يوې غونډې ته، کابل ته د اردوغان د سفر او د ترکيې د برياوو په اړه يوه وينا هم وکړه.

دغه راز نوموړي په کابل کې له ځينې علمي او اکاډېميکو مرکزونو سره هم ملاقاتونه او ناستې درلودې، چې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز له خوا تنظيم شوې وې.

17 (2) 17 (3) 17 (4) 17 (5) 17 (6) 17 (7)

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *