د افغانستان امنیت د دسیسو او انحصار په منګول کې

مرموز ويجاړوونکي بريدونه

په داسې حال کې، چې په دې وروستيو کې د هېواد وضعيت د سياسي لانجو او کشمکشونو له امله د بحران پر پوله ولاړ دی، په هېواد کې د ناامنيو زياتېدو او د ناامنيو ځينې مرموزو پېښو او دغه راز په يو شمېر سيمو کې د افغان ځواکونو ځينې کړنو او پر دغو ځواکونو د بې باورۍ زياتېدو، د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

که له يوې خوا د نړيوالو ځواکونو، افغان ځواکونو، د دولت د وسله والو مخالفينو او نورو لورو له خوا د افغان ولس د وژنې او ځورونې لړۍ له تېرو څو کلونو راهيسې روانه ده؛ په دې وروستيو کې د یوه ناڅرګند دښمن له خوا د ارګون د پېښې په څېر ټولوژنې او بریدونه او همدا راز په سیمه ییزه کچه د شمالي وزیرستان د عملیاتو په څېر پلان شوې پېښې هم، د افغانستان د راتلونکي امنيت لپاره يوه پلان شوې او جدي ننګونه بلل کېږي.

پر افغانستان او عراق د امريکا له بريدونو وروسته، تل د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د امنيتي وضعيت پرتلنه کېږي، چې يوه تر ټولو مهمه برخه يې هم همدا مرموز او ويجاړوونکي بريدونه دي.

دا مهال له بل هر وخت زیات د افغانستان د امنیتي ارګانونو رول، اغېز، د دوی نیمګړتیاوو او دغه راز دې برخې ته د پاملرنې نشتوالي ته، پام وراوړي.

د امنيتي ارګانونو ستونزې

د افغانستان پر امنيتي ارګانونو بې باوري او د ولس او هغوی تر منځ واټن، ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي او دا بې باوري او د واټن زياتېدل بېلابېل لاملونه لري.

که څه هم په تېرو کلونو کې د بهرنيانو له خوا د افغان ځواکونو د روزنې د پروسې تر نامه لاندې د افغان پوځ د يوې زياتې برخې د روزنې ادعا کېږي؛ خو له عملي حقيقتونو ښکاري، چې افغان ځواکونه لاهم غيرمسلکي او فعاليت يې تر لويو ښارونو ورهاخوا په ډېری سيمو کې د ولسونو د ځپلو او ځورولو لامل شوی دی.

په تېرو څو کلونو کې وخت ناوخت او په تېره بيا په وروستۍ څه موده کې د ولسي وګړو پر ضد د افغان ځواکونو اقداماتو او د دوی له خوا د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو پراخې مرګ ژوبلې، له عامو هېوادالو سره کرکه پيدا کړې ده. ډېر کله خو د بهرنيو ځواکونو جنايتونه د ګډو عملياتو تر نامه لاندې د افغان ځواکونو له لارې عملي شوي دي.

له بلې خوا د ملي اردو او پوليسو ترڅنګ د بهرنيو لورو له خوا د يوه ژور پلان له مخې، د ټول افغانستان په کچه د سيمه ييزو پوليسو په نوم جوړښت، چې پخوا ملېشه بلل کېده، رامنځته کول او بيا په ډېرو سيمو کې د هغوی پر جنايتونو سترګې پټولو هم، د عامو افغانانو او حکومت ترمنځ واټن خورا زيات کړی دی. همدا راز دغه جوړښت په بېلابېلو سيمو کې د قومي دښمنيو لامل هم شوی، چې په راتلونکي کې د هېواد امنيت ته لوی ګواښ بلل کېدای شي.

د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل په لومړيو مياشتو کې د هغوی پر کړنو له عامو افغانانو نيولې تر مدني ټولنې او چارواکو پورې غبرګونونه وښودل شول، چې په کندوز ولايت کې د قوماندان قديرک او ميرعلم او په اروزګان ولايت کې هم د حکيم شجاعي او عبدالصمد په نومونو د سيمه ييزو پوليسو د قوماندانانو په څېر اشخاصو پر ضد، چې د ګڼو بې ګناه وګړو، مېرمنو او ماشومانو په وينو يې لاسونه ککړ بلل کېدل، همغه وخت خورا جدي غږونه اوچت شول؛ مګر د مخنيوي لپاره يې هېڅ ډول ګام پورته نه شو او د هغوی پر جنايتونو سترګو پټولو، عام افغانان مرکزي دولت ته له شکايت کولو نهيلي کړل.

په عادي حالاتو او د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو له خوا، پر عامو افغانانو او حتی پېژندل شوو چارواکو د بريدونو او وژلو ځينې وروستۍ پېښې، په ځينې لرې پرتو سيمو کې د دغو ځواکونو له ظلمونو، وهلو ټکولو او ځورولو شکايتونه او د قانون په جامه کې غيرمسؤولانه فعاليتونه په ډېری سيمو کې د خلکو د کرکې لامل شوي دي.

د دې ترڅنګ په ټوليز ډول د دندې ترسره کولو پر مهال، له افغان ځواکونو سره د انګېزې نشتوالی هم د دغو ځواکونو يوه طبيعي نيمګړتيا ده او په ډېری لرې پرتو سيمو کې يوازې د معاشونو ترلاسه کولو په موخه شپې ورځې سبا کوي. همدا لامل دی، چې د بهرنيو کړيو د ډېری پلان شوو بريدونو مخنيوی هم نه کېږي.

د سياسي لوبو او مصلحتونو اغېز

په ځانګړو قومي جوړښتونو پورې د دغو ځواکونو محدودوالي بيا د امنيتي ارګانونو پر ټول جوړښت بې باوري رامنځته کړې او په تېره بيا کله چې د ملي دريځ نيولو پر ځای، د يوه لوري په ګټه د زور له لارې په واک نيولو کې د دغو ځواکونو د ګډون په اړه اوازې هم خپرې شوې، د دغو ځواکونو پر ملي والي يې خورا منفي اغېز کړی دی.

د ولسمشر کرزي د دورې د مصلحتونو او ملي مشارکت په پايله کې، امنيتي سکتور هم د ونډو له مخې د ځينې لورو تر انحصار لاندې و، چې له امله يې په حساسو وختونو کې نظام ته ګواښ پېښ کړی او يا يې هم په ځينې مواردو کې د ملي ګټو خلاف ګامونه اوچت کړي دي. پر دې سربېره دې چارې د دغو ځواکونو په نه مسلکي توب او د مسلکي پوهې د نشتوالي له کبله، د هغوی په ناسم مديريت کې هم رول لوبولی دی.

په افغان پوځ په ليکو کې د قوم پالنې او ژبني تعصب له مخې د غچ اخېستلو پياوړې روحيه په ډېری سيمو کې د عامو افغانانو د وژنو او ځورونو لامل هم شوې، چې د مخنيوي لپاره يې د پام وړ اقدامات نه دي ليدل شوي.

که څه هم د امنيتي ادارو په ګډون د ونډو او مصلحتونو ښکار شوو او غيرمسلکي ادارو کې د اصلاحاتو لپاره د ملي مشارکت د حکومت له پای ته رسېدو او د نوي حکومت له جوړېدو سره ځينې افغانانو د بدلون تمې درلودې؛ خو داسې ښکاري، چې راتلونکی حکومت هم د مصلحتونو او جوړجاړيو ښکار دی او بهرني لاسونه په افغانستان کې د تېر په څېر يوه بل حکومت دوام غواړي.

تر کومه چې د افغانستان د خلکو له خوا د بهرنيانو د لاسونو ورلنډولو او بيا د سولې او ملي پخلاينې لپاره صادقانه او واقعبينانه ګامونه نه وي اوچت شوي، افغان ولس به تر يوه او بل نامه لاندې ځپل کېږي او د پرديو لپاره به قربانۍ ورکوي. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *