د افغانستان 13 کلنه جګړه؛ درانه تلفات او ناسم امار

په افغانستان کې د امريکا او ناټو د روانې جګړې نژدې 13 کلونه پوره کېږي. 13 کاله وړاندې د سپټمبر په 11مه، کله چې د القاعدې شبکې له خوا په نيويارک او واشنګټن کې خونړي بريدونه وشول، له هغې پېښې کابو يوه مياشت وروسته (د 2001 کال د اکتوبر په 7مه) د امريکا له خوا پر افغانستان د بريدونو او جګړې پيلولو فرمان صادر شو.

که څه هم په دې جګړه کې د امريکا او ناټو پوځيانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د جګړې اصلي قربانيان افغانان دي، چې تر بېلابېلو نومونو لاندې لاهم په دې جګړه کې د امريکا د دسيسو ښکار دي.

د دغې جګړې د تلفاتو کچه خورا لوړه ده؛ خو د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کره او رښتينې شمېرې نشته دي. دا چې ولې په افغانستان کې د باور وړ آمار نه دي خپاره شوي؟ څو لاملونه لري؛ کوم نړيوال ارګانونه چې په دې اړه وخت ناوخت راپورنه خپروي او د جګړې د قربانيانو آمار ورکوي، لکه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما)، د بشري حقونو خپلواک کميسيون، نورې نړيوالې ادارې لکه د بښنې نړيوال سازمان… کاملاً په طرف کې واقع دي او د عامه اذهانو د کنټرولولو د آلو په توګه کارول کېږي.

همدا راز افغان دولت په خورا لوړه کچه په فساد کې ښکېل دی؛ ظرفيت، حاکميت او د سرشمېرنې او آمارو د وړاندې کولو معيارونه نه لري. کومې خصوصي نړيوالې ادارې چې د جګړې د تلفاتو شمېرې وړاندې کوي، هغوی هم د امريکا او نورو لوېديزو هېوادونو تر اغېز لاندې دي او د همغوی له خوا يې مالي سرچينې برابرېږي؛ ترڅنګ يې کومې افغاني ادارې هم، چې دلته د آزادو ادارو په نوم فعاليت کوي، د جګړې په لورو پورې، په يو نه يو ډول تړلې دي، چې له همدې کبله، د دغو تلفاتو د رښتينو شمېرو د ورکولو هېڅ باوري سرچينه نشته او ټول هغه امار چې د جګړې د قربانيانو په تړاو خپرېږي، له تحقيقاتو او حقيقتونو لرې، يوازې د تبليغاتي حربې په توګه کارېږي.

په دې جګړه کې که له يوې خوا د جګړې ښکېلو لورو (بهرنيو او افغان ځواکونو او وسله والو مخالفينو) ته درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو له بلې خوا د جګړې د ټولو ښکېلو لورو له خوا، بې ګناه ملکي وګړي هم په ډېر بې رحمانه ډول د دې جګړې ښکار ګرځېدلي دي. ملکي وګړي په دې جګړه کې د بېلابېل ډوله چاودنو ښکار شوي، په بمباريو او چاپو کې وژل شوي، د سپر په توګه کارول شوي، له محاکمې پرته له خلکو سرونه پرې شوي… چې له بده مرغه دا لړۍ لاهم روانه ده.

په وروستيو څو مياشتو کې د جګړې د ښکېلو لورو او همدا راز ملکي تلفاتو کچه يو ځل بيا لوړه شوې او ډېری هغه پېښې چې درانه تلفات پکې اوړي، د توطئو او دسيسو بڼه لري.

د بهرنيو ځواکونو بريدونه

له 2001 کال راهيسې کله چې نړيوالو ځواکونو پر افغانستان بريد وکړ، تر نن ورځې پورې د دوی په پوځي عملياتو، هوايي بريدونو او چاپو کې په لوړه کچه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ودونو په مراسمو بمبارۍ وشوې، د بې ګناه وګړو پر کورونو شپني او خپلسري عمليات وشول، د بې پيلوټه الوتکو له لارې قصدا او يا هم د ناسمو استخباراتي معلوماتو له امله ملکي وګړي په نښه شول، په امريکايي ځواکونو پورې تړليو ځانګړو ځواکونو په عملياتو او جناياتو کې ګڼ ملکي افغانان ووژل شول او يو زيات شمېر بې ګناه افغانان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پټو او ښکاره زندانونو ته يوړل شول، چې دې ټولو د بهرنيانو ترڅنګ د افغان دولت پر وړاندې هم د خلکو کرکه زياته کړه.

بهرنيو ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفينو د ځپلو ترڅنګ، وخت ناوخت پر افغان ځواکونو هم بريدونه کول او د معمول په څېر يې تېروتنه بلله، چې وروستۍ پېښه يې هم څو ورځې مخکې په پروان ولايت کې، د پوليسو پر يوه پوسته د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې، د دريو پوليسو د وژل کېدو او يوه بل د ټپي کېدو وه.

د بې پيلوټه الوتکو بريدونه

که څه هم د بې پيلوټه الوتکو په کارولو ځينې امريکايي جنرالان ډېر ټينګار لري؛ خو د دغو الوتکو په بريدونو کې ملکي وګړو ته د پراخې مرګ ژوبلې اوښتو له کبله، له تېرو څو کلونو راهيسې ځينې امريکايي چارواکو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو، د دغو الوتکو پر کارولو کلکې نيوکې کړي دي، چې په افغانستان کې هم د دغو الوتکو په بريدونو کې، ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او لاهم دوام لري.

په وروستيو کلونو کې ځينې فشارونو، په تېره د ولسمشر کرزي غبرګونونو د بهرنيو ځواکونو له خوا د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې تر يوه بريده کمښت راوست؛ خو له يو شمېر وروستيو بريدونو داسې ښکاري، چې د بهرنيو ځواکونو بريدونو يو ځل بيا هم هماغه پخوانی رنګ اخېستی او يوازې تېره مياشت د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

کابو دوې اوونۍ وړاندې په نورستان کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې 41 تنه ولسي وګړي، چې د خپلو ځمکو د حاصلاتو په راټولولو بوخت وو، ووژل شول. که څه هم په لومړي سر کې د دغه ولايت ځينې چارواکو هم دغه وژل شوي کسان، کورني او بهرني جنګيالي بللي وو؛ خو وروسته د نورستان والي هم دا ومنله، چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي وو او عمليات له دوی سره له همغږۍ پرته ترسره شوي دي.

د بهرنيو ځواکونو دغو بې رحمانه بريدونو او وژنو د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغان ځواکونو په ليکو کې هم د بهرنيانو پر ضد کرکې راوپارولې، چې له امله يې پر بهرنيانو غچ اخېستونکي بريدونه هم وشول، ان تر دې چې په 1391 کال کې يوې ښځينه پوليسې هم په کابل کې د امريکايي پوځيانو يو مشاور، په مخامخ ډزو سره وواژه.

تېره مياشت هم کله چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او د سيمې خلکو د پراخ لاريون پر مهال مړي د هرات ولايت مقام مخې ته راوړل، د کابل په قرغې سيمه کې په يوه روزنيز مرکز کې يوه افغان پوځي، په افغانستان کې د امريکا تر ټولو ستر جنرال په مخامخ ډزو کې وواژه.

دغه راز په تېرو څو ورځو کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې، د لوګر په مرکز پل علم کې څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ژوبل شول، په همدې ډول د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم درې تنه ملکيان ووژل شول او دې ته ورته، په ځينې نورو سيمو کې هم په همدغسې بريدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې له دغو بريدونو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له بهرنيو ځواکونو، د ملکي وګړو د وژلو د سملاسي بندولو غوښتنه وکړه.

بهرني ځواکونه د دغه راز بريدونو پر مهال، يا خو انکار کوي، يا يې په ناسم ډول توجيه کوي او يا هم يوه د ملنډو په څېر بښنه غواړي؛ وروستی ځل هم کله چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د وژنې خبره له توجيه کولو ووتله، په لوېديځ زون کې د آيساف قوماندانۍ د دې پېښې له امله د شينډنډ له خلکو بښنه وغوښته؛ خو آيا تشه بښنه هم يوه فاجعه توجيه کولی شي؟ په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې څرګنده شوه، چې که بهرني ځواکونه وغواړي، نو هېڅ ملکي وګړي ته به، د دوی په عملياتو کې زيان ونه رسېږي.

پر ملکيانو د بهرنيو ځواکونو د بريدونو موخې

ډېری شنونکي د بهرنيو ځواکونو د دغه راز عملياتو او قصدا د ملکي وګړو د وژلو هدف دا بولي، چې خلک د حکومت پر ضد راوپارېږي او په لوی لاس د ولس او حکومت تر منځ واټن زيات کړي؛ ځکه د دوی په وينا، چېرته چې د دولت وسله وال مخالفين ډله ييز بريدونه کوي او افغان ځواکونه له ايساف ځواکونو هوايي مرسته غواړي، هلته هېڅکله هم بمبار نه کوي. د دوی په اند، د بهرنیو ځواکونو خپلسري عمليات او د هغوی له خوا د ملکي وګړو د وژنې چاره، له هڅو سره سره هم، د افغان دولت له کنټروله وتلې ده.

ډېری افغانان اوس په دې باور دي، چې همدغو ړندو بمباريو، د بې ګناه کسانو نيولو او وژلو، وحشتونو او کرکو، د افغان دولت پر ضد د وسله والو مخالفينو د جګړې ليکې پياوړې کړې دي.

له بلې خوا په تېرو څو کلونو کې څرګنده شوه، چې د امريکايي ځواکونو له خوا د معمول په څېر له افغان حکومت سره د مخالفتونو له زياتېدو سره، ورته بريدونه شوي او ملکيانو ته درنې مرګ ژوبلې پکې اوښتې دي. دغه بريدونه په يو ډول د سياسي فشارونو د واردولو وسيله هم ګرځېدلې او بهرني ځواکونه له دې لارې د خپلې سياسي لوبې اهداف تعقيبوي.

افغان ځواکونه او د سيمه ييزو پوليسو جوړښت

امريکا په افغانستان او عراق کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره، د قومي او مذهبي جګړو اور ته هم لمن وهلې ده. په افغانستان کې د سيمه ييزو پوليسو تر نامه لاندې جوړښت د همدغې توطئې يوه برخه ګڼل کېږي، چې له افغان ځواکونو سره يې د دولت د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې د مرستې پر ځای، د خلکو کرکې راپارولې دي او په لرې پرتو سيمو کې د ناامنيو او ملکي خلکو د وژلو او ځورولو اصلي عامل بلل کېږي.

د سيمه ييزو پوليسو د جوړښت په تړاو، له هماغو لومړيو وختونو څخه د مدني ټولنې، خلکو او ځينې افغان چارواکو د مخالفت غږونه اوچت شوي، چې په دې ورځو کې هم په ولسي جرګه کې د فارياب ولايت وکيلانو، سيمه ييز پوليس په دغه ولايت کې د ناامنيو اصلي عامل او ناکام سياست بللی دی.

سيمه ييز پوليس نه د افغان دولت له قوانينو سره سم روزل شوي او نه هم داسې کسان پکې جذب شوي، چې په سيمه کې ښه مخينه ولري، چې له همدې امله دا جوړښت هم د افغانانو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړوالي يو بل اساسي عامل بلل کېږي.

افغان ځواکونو هم، د دوی په ليکو کې د قومي، ژبنيو… ستونزو له کبله، په هغو سيمو کې چې د افغان دولت تر ولکې لاندې دي، زيات جنايتونه کړي او ان په لويو ښارونو کې هم په جنايي جرمونو کې ښکېل بلل کېږي. 

د دولت وسله وال مخالفين او مرموز بريدونه

د دې ترڅنګ چې په تېره 13 کلنه جګړه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا د دولت وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د وسله والو طالبانو او نورو دولت ضد مخالفينو له خوا د ځای پر ځای شوو ماينونو په چاودنو او نورو بريدونو کې هم د افغان او بهرنيو ځواکونو ترڅنګ، يو زيات شمېر بې ګناه افغانان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

له بلې خوا د وسله والو طالبانو تر نامه لاندې مرموزو خونړيو بريدونو کې، چې ډېری وختونه وسله والو طالبانو هم غندلي دي، تل بې ګناه افغانان قرباني شوي، چې په تېره مياشت کې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې شوی خونړی بريد يې، د بېلګې په توګه يادولی شو.

د شنونکو په اند، د دغو بريدونو تر شا سيمه ييزې او نړيوالې استخباراتي کړۍ لاس لري، چې د دوی په باور، د افغانستان په روانه جګړه کې بېلابېلې ډلې په بېلابېلو لورو پورې تړلې دي؛ خو عمومي افکار يوازې پر طالبانو مصروف ساتل شوي دي. د لوېديځ استخباراتي کړۍ د بلک واټر تر چتر لاندې بريدونه کوي او په روانه جګړه کې خپل اهداف تعقيبوي. ډېرې پېښې د دې ښکارندويي کوي، چې د لوېديځ استخباراتي شبکې په دغو جګړو کې خپلې وسله والې ډلې هم لري او له نورو ډلو هم کار اخلي.

په دې توګه افغانان له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د ډېرو داسې بريدونو قرباني دي، چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ يې د خپلو سياسي لوبو د مخته وړلو لپاره ترسره کوي او د غربي رسنيو او په هېواد کې دننه په دوی پورې اړوندو رسنيو او کړيو له لارې يې، په اړه سرچپه تبليغات کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *