افغانستان د امریکا او پاکستان د دسیسو په لومه کې!

که له یوې خوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د حکومت روانو عملياتو هلته بشري ناورین رامنځته کړی؛ له بلې خوا داسې برېښي، چې پاکستان په دې وروستيو کې د دغو عملياتو په څېر پلانونو د عملي کولو له لارې، تر بل هر وخت زيات د خپلو ستراتېژيکو اهدافو په لور د پرمختګ هلې ځلې کوي.

د دې ترڅنګ چې پاکستان د افغانستان پر ختيزو سيمو د توغنديزو بريدونو د زياتولو او ځمکني او هوايي پوځي بريد د ګواښونو له لارې د خپلو ستراتېژيکو ملګرو د اهدافو او خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خپل فشارونه روان ساتي؛ دا مهال پاکستان او پاکستاني واکداران هم د ځينې ناسمو سياستونو درنه بيه پرې کوي او د نويو سياسي لارو چارو په لټه کې دي.

د امريکا او پاکستان ګډې ګټې او شته ستونزې

امریکا دا مهال په سیمه کې، په تېره بیا افغانستان کې د خپل حضور له امله د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې اغېزناک لوری دی، چې د تحلیل پر مهال د درې واړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزې ګټې له پامه نه شي غورځول کېدای.

امریکا پاکستان ته خپلې اړتیاوې ويني، په لنډمهال کې د افغانستان د جګړې لپاره اکمالات، د ځمکې او هوا له لارې مخامخ پوځي همکاري او په اوږده مهال کې د سیمې لپاره د امریکا د پلانونو لپاره د پاکستان ملاتړ درلودل او یا هم د پاکستان د وړتیاوو کارول دي، چې له مخې يې امريکا له پاکستان سره دوه اړخيزه لوبه روانه کړې ده؛ کله امتيازات ورکوي او کله يې هم د دسيسو ښکار دی.

اوسمهال د پاکستان او امريکا د اړيکو تمرکز تر ډېره د ]په اصطلاح[ ترهګرۍ ضد جبهه کې د پاکستان پر شتون او همکارۍ راڅرخي؛ خو په راتلونکي کې د چين او روسيې يا هم د شانګهای د احتمالي بلاک پر وړاندې په سيمه کې له امريکا سره د پاکستان همکاري هم، امريکا له پامه نه شي غورځولی.

مګر پاکستان بيا په اوسني وخت کې، چې له اقتصادي سياسي او د بېلتون پالنې له ستونزو سره مخ دی، د امريکا ميلياردونه ډالره مرستې او په سياسي برخه کې د دغه هېواد له ځينې سياستونو ملاتړ د دغو اړيکو محور بولي. که څه هم پاکستان د امريکا دوه مخو سياستونو اندېښمن کړی هم دی او پر هغوی بشپړ باور هم نه شي کولی، چې د دواړو هېوادونو ملګرۍ ته يې هم پوره زيان اړولی دی.

پاکستان په دې هم پوهېږي، چې پر خپل دغه پخواني ستراتېژيک ملګري اوس هم د پخوا په څېر باور نه شي کولی او ډېر کله يې چې له دغه هېواد سره ځينې توافقات درلودلي دي، د اړتيا په وخت کې بيا سرغړونه ترې شوې ده. ښه بېلګه يې هم د امريکا او پاکستان تر منځ د 1956 زېږدي کال لاسليک شوې معاهده او امريکا ته د پېښور په “بډه بېره” سيمه کې ورکړل شوې اډه ده، چې له مخې يې امريکا بايد د اړتيا پر مهال، له پاکستان سره مرسته کړې وای؛ مګر کله چې بنګله دېش له پاکستان څخه جلا کېده پاکستان د مرستې تمه درلوده، خو هغه سمندري بېړۍ چې د پاکستان مرستې ته ور روانه وه، هېڅکله هم پاکستان ته ونه رسېده.

په وروستيو کلونو کې هم کله چې امريکايي او ناټو ځواکونو پر افغانستان يرغل کاوه، له پاکستان سره ځينې تړونونه لاسليک شول، چې تر نن ورځې پورې وخت ناوخت سرغړونه ترې شوې او دواړه هېوادونه د خپلو ګټو او لوبې ګټلو لپاره خپلې ژمنې تر پښو لاندې کوي. حتا داسې تحليلونه هم شته دي، چې د پاکستان په اوسنيو روانو بحرانونو کې هم اصلي رول امريکا لوبولی دی.

خو له دې ټولو سره سره پاکستان د خپلو سياستونو له کبله داسې مرحلې ته رسېدلی، چې د خپل ځان د ژغورلو لپاره د امريکا پر وړاندې درېدل هم په ګرانه بيه ورته تمامېدای شي او ناچاره بايد د لوېديزو کړيو ځينې سياستونو او اهدافو ته سر ټيټ کړي.

په ټوليز ډول که څه هم د امريکا او پاکستان تر منځ د ګټو ډېر تضادونه شته دي، خو بيا هم امريکا له ګڼو عواملو سره سره، د خپلو سيمه ييزو پلانونو حتا منځني ختيځ لپاره د پاکستان پر رول سترګې نشي پټولی او د پاکستان ګټې هم له پامه نه شي غورځولی؛ چې د بېلګې په ډول، امريکا د چين پر وړاندې په خپله سړه مبارزه کې له پاکستان سره نژدې پاتې کېدل خورا مهم بولي.

په افغانستان کې د پاکستان او امریکا د ګټو اشتراک او تضاد

په افغانستان کې د روانې جګړې لانور دوام، دلته د يوه قوي حکومت د رامنځته کېدو مخنيوی، په سيمه کې د لوېديځ د راتلونکو سناريوګانو د عملي کولو لپاره د يوه ډګر په توګه د افغانستان کارول او داسې نور اهداف، د افغانستان په تړاو د پاکستان او امريکا د ګډو ګټو په توګه يادولی شو او امريکا تل د افغانستان په موضوع کې پاکستان ته تمايل کړی، که څه هم دا تمايل په 1989 کلونو کې د امريکا د سياستونو په مفهوم او پاکستان او د سيمې نورو ځواکونو ته د افغانستان د دوسيې بشپړ سپارلو په معنا نه دی.

د دغو دواړو ستراتېژيکو ملګرو هېوادونو ډېری سياستونه د يو او بل د ګټو ضد هم واقع شوي او د دواړو هېوادونو د ملګرۍ په لار کې يې ستونزې راټوکولې دي. د هند پر وړاندې د دغو دواړو هېوادونو مخالف ليدلوری او اړيکې، له چين سره د دواړو هېوادونو په اړيکو کې توپير او همدا راز د ايران، روسيې او منځنۍ اسيا په تړاو د دوی د سياستونو ترمنځ مخالفتونه او داسې نور ځينې موضوعات شته دي، چې د دوی په ګډو سياستونو کې د خنډونو لامل شوي او له افغان حکومت څخه په بېلابېلو برخو کې د هند د نفوذ کمولو په څېر غوښتنې يې هم له امريکا سره پر همدغه مخالفت او تضاد راڅرخي.

د امريکا او پاکستان استخباراتو په تېرو کلونو کې يو بل ته د ضربې رسولو هڅې هم کړي دي؛ په 2013 کال کې کله چې پاکستاني حکومت له خپلو وسله والو مخالفينو سره د سولې جدي خبرې پيل کړې، چې اصلي موخه يې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو، د امريکا له مجبوريتونو ګټه پورته کول وو؛ امريکا د سولې په تړاو د پاکستاني حکومت له ګام پورته کولو سره هم مهاله د طالبانو مشر حکيم الله مسيد د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وواژه، چې په مقابل کې يې پاکستان هم غچ اخېستونکي ګامونه اوچت کړل.

په دې وروستيو کې هم په افغانستان کې، په تېره بيا له دويم پړاو ولسمشريزو ټاکنو وروسته، د امريکا ځينې پټو تحرکاتو او سياستونو پاکستان اندېښمن کړی او له بلې خوا په پاکستان کې هم ګډوډۍ مخ پر زياتېدو دي، چې له همدې کبله پاکستان هم خپل فشارونه يو ځل بيا زيات کړي دي. د افغانستان پر سرحدي سيمو د توغنديزو بريدونو زياتولو، له افغانستان سره په سرحد کې د ملېشو فعالولو او پر افغانستان د بريدونو ګواښ هم، پر امريکا د غيرمستقيمو فشارونو او له امريکا سره له کړو توافقاتو څخه د سرغړونې په دود دا ګامونه اوچت شول. پاکستان اوس په داسې وضعيت کې دی، چې د مجبورۍ له مخې به له افغانستان سره د امريکا د پاليسۍ له مخې وړاندې ځي، که څه هم دوی پوهېږي چې د دغو ناسمو پاليسيو درنه بيه پرې کوې او له همدې امله د ځان ژغورنې هڅې هم کوي.

پاکستان هم د امريکا په ملګرۍ کې ځينې ګټې لټوي او د امريکا له زور او ځواک څخه په ګټې سره د اوږدمهالو پلانونو د عملي کولو ترڅنګ، له افغانستان سره د ډېورنډ د مسئلې، د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره د امريکا مرستې او ملاتړ، د هند پر وړاندې د خپلې مبارزې ځواکمنتيا او داسې نورو ګټو ترلاسه کول په خپل مهالوېش کې لري.

د افغانستان دريځ

له دې حقيقت څخه انکار نشي کېدای، چې په سيمه کې روانې جګړې او سياسي لوبې ګټونکي او بايلونکي لوري لري، چې ګټونکې يې معمولاً هغه لوري دي، چې يا خو د دغو لوبو ابتکار ورسره دی او يا يې هم د تطبيق لپاره په سيمه کې نفوذ درلودلی دی.

افغانستان شاوخوا 60 کاله وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان رامنځته کېدو ته د منفي رایې له ورکړې راهیسې، داسې پرستیژ او پیاوړی دریځ نه دی درلودلی، چې له خپلو ګټو اغېزناکه دفاع وکړای شي.

افغانستان په نړيواله کچه هېڅ ډول فشار پر پاکستان نه شي واردولی، بلکې هرکله چې د داسې يوه فشار اړتيا ليدل شوې د مرستې لاس امريکا ته اوږد شوی، د کوم هېواد په اشاره چې اړوند ګواښونه افغانستان ته متوجه وو. د پاکستان د سفير د احضارولو په څېر د افغان دولت وروستۍ هڅې هم عوام فرېبانه دي او کومه پايله يې نه ده درلودلې.

د افغان دولت له لوري پر پاکستان حتا د تبليغاتي فشارونو واردولو توان هم نه ليدل کېږي او ترڅنګ يې د اقتصادي فشارونو واردولو مخه هم د امريکا په مرسته ډب شوې او افغان دولت تل له دې ناحيې هم ګام اوچتولو ته نه زړه ښه کړی او نه يې دا توانمني درلودلې ده.

په ځانګړي ډول په تېره لسيزه کې، چې په سيمه کې د روانې لوبې په دوام کې د بهرنيو ځواکونو د پوځي حضور شاهدان وو، د افغانستان بهرنی سياست خورا زيات کمزوری و. افغان حکومت فعاله ډيپلوماسي او اغېزناکه بهرنۍ پاليسي نه درلوده چې حتا په تېرو کلونو کې يې د لوېديز د ښکاره دسيسو پر وړاندې هم کوم د پام وړ ګام نه شو اوچتولی.

که څه هم يو ځل بيا افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو د مخامخ ښکېلتيا شاهد دی؛ خو د افغانستان په سياسي دستګاه کې د لوېديځ نفوذ د دې لامل شو، چې د افغانستان په ګټه د اړتيا وړ ملاتړ راجلب نه شي، بلکې د راتلونکو ننګونو او جدي ګواښونو لامل شي، چې ښه بېلګه يې هم افغانستان ته د پاکستان له لوري راتلونکي مستقيم او غيرمستقيم متوجه ګواښونه دي.

د دې ترڅنګ په سيمه ييزه کچه هم خبرو اترو او څو اړخيزو غونډو او کنفرانسونو ځکه پايله نه درلوده، چې د سيمه ييزو او نړيوالو دسيسو پر وړاندې د افغانستان بيداري او د مقاومت ځواک خورا کمزوری و او اصلي ابتکار د بهرنيو کړيو په لاس کې و. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *