نوی حکومت او د افغانستان نړيوال مرستندويان

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرايوي رئيس ډاکتر عبدالله د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ. که څه هم د ځينې شنونکو په اند، د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته د ولسمشر سفر د پروتوکول له مخې نامناسب و؛ خو د دوی په باور اشرف غني او ډاکتر عبدالله په دغه غونډه کې د مرستو راجلبولو لپاره ګډون وکړ.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دې غونډې ځکه هم ارزښت درلود، چې دغه سازمان د سږ کال تر پايه خپل جنګي ماموريت په افغانستان کې پای ته رسوي او د دې غونډې موضوع په افغانستان کې د نوي ماموريت لپاره پر چمتووالي خبرې اترې وې.

له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله سره یو شمېر نورو افغان چارواکو هم په دې سفر کې ملتيا کوله چې وروسته يې په برېتانيا کې د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړ.

په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت:

له ۲۰۰۱ کال راهیسې ناټو د خپل تاریخ تر ټولو لوی اېتلاف سره چې له ۵۰ هېوادونو جوړ و، د امریکایانو ترڅنګ پر افغانستان بريد وکړ. هغه مهال او تر ۲۰۱۰ کال پورې د ناټو مجموعي سرتېري کابو ۱۳۰ زره وو، چې د ۲۰۱۵ کال له پېل سره به دا شمېره له افغانستان سره د لاسليک شوي امنيتي تړون له مخې ۱۲۵۰۰ سرتېرو ته راټيټه شي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت د قاطع ملاتړ تر نامه لاندې په رسمي توګه اعلان کړ، چې د ۲۰۱۴ کال له ختمېدو سره او د ۲۰۱۵ کال په پيلېدو سره به په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت پېل شي.

که څه هم ټاکل شوې، چې کابو يوه مياشت وروسته به د ناټو جګړه ييز ماموريت پای ته رسېږي او افغان ځواکونو ته به د هغوی د مشورې ورکولو او روزنې ماموريت پيلېږي؛ خو دا چې په وروستیو دوو اوونیو کې يوازې په کابل کې ۹ چاودنې شوې او د ټول هېواد امنيت د پخوا په پرتله ډېر خراب شوی، دا پوښتنه له افغانانو او نړيوالو سره مطرح ده، چې آیا افغان ځواکونه به د دې وړتیا ولري چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي؟ دا مهال د افغان امنيتي چارواکو له څرګندونو جوتېږي، چې د ناټو د پوځي ماموريت له پای ته رسېدو وروسته به هم له اېتلافي ځواکونو مرسته غواړي او هغوی به هم په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړي وي؛ ځکه په تېرو ديارلسو کلونو کې افغان ځواکونه څه ډول يې چې تمه کېده، تجهيز نه شول.

له بلې خوا د ناټو سرمنشي هم ويلي، چې په افغانستان کې به د ناټو له جنګي ماموريت وروسته، افغان ځواکونه د طالبانو له سختو بريدونو سره مخ شي او په يو ډول ناټو خپله هم په افغانستان کې د ناامنيو د دوام وړاندوينه کوي. د هېواد د راتلونکي امنيتي وضعيت په تړاو د ناټو او افغانستان ترمنځ د بدبينيو او خوشبينيو په چاپېريال کې، د ناټو روزنيز ماموريت ناشونی برېښي او يوازې د افغان جګړې د اوږدېدو په معنا دی.

همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي “هيسم” د ناټو په غونډه کې د افغانستان د ستونزې وروستۍ حل لاره جګړه نه بلکې سياسي حل وباله؛ مګر يوه سياسي حل ته له رسېدو مخکې د امريکا او ناټو پر پوځي حضور سلا بيا يوازې او يوازې د جګړې د دوام په معنا ده، نه د سولې او سياسي حل.

ولسمشر غني په خپله وينا کې د ناټو پر ديارلس کلن مارموريت نيوکه وکړه، چې ګويا په افغانستان کې يې يوازې د خپلو ګټو لپاره جګړه کړې او په افغانستان کې شته ننګونې لاهم پر خپل ځای پاتې دي. ښاغلی غني هم د خپلې واکمنۍ په راتلونکې دوره کې د ناټو د ماموريت او د جګړې د دوام په تړاو اندېښنه لري.

په دغه غونډه کې د افغانستان پر موضوع سربېره د اوکراین په اړه هم جدي خبرې اترې وشوې او داسې برېښي، چې ناټو تر ډېره له افغانستان څخه په اروپا کې د اوکراين د قضيې لپاره د روسانو پر خلاف د نوي اېتلاف جوړولو په هڅه کې ده او په افغانستان کې به يوازې خپل حضور ساتي. د ناټو سرمنشي هم په غونډه کې دې خبرې ته اشاره وکړه، چې “موږ د خپلو اتحاديانو ساتنه کوو او له خپلو ملګرو سره همکاري کوو”.

د لندن کانفرانس:

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په اړه ګڼ نړیوال کنفرانسونه جوړ شول، چې لومړی او دویم بُن، د روم، پاریس، جرمني، کابل، د اسیا زړه، شیکاګو، توکيو او اوس د لندن کنفرانسونه يې مهم کنفرانسونه وو او په دې ټولو کنفرانسونو کې له افغانستان سره تر ۸۰ ملیارده ډالرو زیاتې مرستې وشوې.

په اوسني کنفرانس کې هم د شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو په لندن کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړې؛ خو دا کنفرانس د توکیو د کنفرانس یوه برخه وه، ترڅو د افغانستان د ښې حکومتولۍ او اداري فساد په اړه ځوابونه پکې وړاندې شي؛ ځکه نړيوال او خپله افغانان هم د پراخ اداري فساد له کبله د نړيوالو د مرستو پر ناسم لګولو نيوکې لري.

که څه هم ولسمشر غني د ښې حکومتولۍ او اداري فساد پر ضد د مبارزې په تړاو خپله تګلاره د لندن په کنفرانس کې روښانه کړه؛ خو د داکتر عبدالله او د اشرف غني ترمنځ د اختلافاتو له کبله دوی پر دې بریالي نه شول، چې د لندن له کنفرانس مخکې کابینه اعلان کړي. دا چې دوی د لندن کنفرانس له جوړېدو مخکې د کابينې پر جوړولو ونه توانېدل، داسې برېښي چې له افغانستان سره به د نړيوالو د مرستو پر راجلبولو منفي اغېز وښندي. په ۲۰۱۲ کال کې هم د توکيو په کنفرانس کې دا پرېکړه شوې وه، چې له افغانستان سره به د مرستو شرط د ښې حکومتولۍ جوړول او له اداري فساد سره مبارزه وي او بيا اوس د ناټو په غونډه کې د دغه سازمان سرمنشي هم دا خبره د شرط په دود تکرار کړه، چې له افغان ځواکونو سره د مرستو ژمنه کوي؛ خو دا غوښتنه يې وکړه چې افغان حکومت هم بايد خپلې  ژمنې عملي کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې لسګونو غړو هم د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړ، چې تر ډېره د دغه کنفرانس اغېزو ته خوشبين ښکاري او د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم پر يوه سيمه ييز ځواک د افغانستان د بدلولو ژمنه وکړه؛ مګر په ټوليز ډول عام افغانان په هېواد کې د يوه سهامي شرکت په څېر حکومت، پر راتلونکي بې باوره دي او د افغانستان لپاره د دغه کنفرانس ژمنې بې ګټې ښکاري. د لندن په کنفرانس کې له يوه هېواده د دوو مشرانو مساوي ګډون دا روحيه پياوړې کړې ده.

ولسمشر په خپله وينا کې د افغانستان خراب اقتصادي حالت د افغانستان ستره ستونزه وبلله؛ خو افغانستان په اوسني وخت کې، چې د ناامنيو څپه د تېرې څه باندې يوې لسيزې په پرتله ډېره ځواکمنه شوې، تر هر څه زيات سولې او امنيت ته اړتيا لري؛ مګر د نوي حکومت له جوړېدو او کړو اقداماتو داسې ښکاري، چې د سولې دروازې د افغانانو پر مخ تړل کېدونکې دي. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *