د سي ای اې د شکنجو په اړه د خپاره شوي راپور شننه

د سي آی اې له خوا د بنديانو د شکنجه کولو او پوښتنو ګروېږنو په اړه د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتي جرګه‌ګۍ[1] مطالعه، چې په عام ډول د سي آی اې د شکنجه کولو راپور بلل کېږي، په ۶۰۰۰ مخونو کې ليکل شوی. د ۲۰۱۴ کال د دسامبر په ۹مه د دغې جرګه‌ګۍ مشرې ډیاني فیانسټاین[2] د دغې اوږدې څېړنې لنډیز چې له لومړۍ پاڼې نیولې تر وروستۍ پورې، پر ۵۲۵ مخونو راټول دی[3]، نامحرم کړ.

دا چې امریکا هغه ۶۰۰۰ نور مخونه نه دي نامحرم کړي، داسې برېښي چې د امریکا دغه وحشتونه به له هغو نامحرم شوو څخه څو ځله زیات وي، چې دوی د دغه راپور په یوه وړوکي لنډيز کې رابرسېره کړي دي؛ خو دغه راپور بیا هم داسې څه لري، چې په نړيواله کچه يې د امریکا د بشر پالنې په نارو تور داغ لګولی دی.

د راپور شالید او د څېړنې مېتود:

کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۱۱مه په نيويارک کې نړيوال سوداګريز مرکز د القاعدې شبکې له خوا په نښه شو، د امریکا ولسمشر بش د يوه فرمان[4] له مخې سي آی اې ته د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر په ۱۷مه د شکنجو او نورو څېړنو اجازه ورکړه او وروسته د سي آی اې د شکنجه کولو او پوښتنو ګروېږنو په نوم پروګرام پلی شو.

د دغه پروګرام له مخې تر ۲۰۰۴ کال پورې ۱۱۳ کسان شکنجه شول او وروسته څلور تنه په ۲۰۰۵ کال کې، یو په ۲۰۰۶ کال او یو بل هم په ۲۰۰۷ کال کې ورته راوستل شو او ټول ۱۱۹ تنه شول.

د سي آی اې د دغه پروګرام وروستۍ شکنجه د ۲۰۰۷ کال د نوامبر په ۸مه وشوه او د ۲۰۰۸ کال له اپریل مياشتې وروسته سي آی اې د شکنجې لپاره یو کس هم نه درلود؛ ځکه د سنا مجلس په دغه راپور کې ادعا شوې، چې دا پروګرام په ۲۰۰۷ کې بند شوی و. خو لاهم څرګنده نه ده، چې آیا امریکايي پوځیان او استخبارات اوس هم د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له دغه ډول غيرانساني او وحشتناکو شکنجو کار اخلي کنه؟

د سنا مجلس جرګه‌ګۍ د سي آی اې د شکنجو او پوښتنو-ګرویږنو پروګرام په اړه، د ۲۰۰۹ کال په مارچ مياشت کې څېړنه پېل کړه؛ او د دې جرګه‌ګۍ د مشرې په خبره، د دغې څېړنې سرچينه له هغو ویډیوګانو څخه وشوه، چې په ۲۰۰۷ کال د سي آی اې له خوا د بندیانو د شکنجه کولو او ویرولو په تړاو خپرې شوې وې[5].

په ټوليز ډول دا راپور د سپتامبر د ۱۱مې له پېښې وروسته تر ۲۰۰۶ کال پورې د سي آی اې له خوا د بندیانو پر شکنجه کولو بحث کوي او د ۲۷۹۴ حوالو پر مټ لیکل شوی دی.

د دغې جرګه‌ګۍ مامورینو د ۲۰۰۹ کال له لومړیو څخه د ۲۰۱۲ کال تر پای پورې، د سي آی اې له شپږ مېلیون څخه زیات معلوماتي مواد، چې عملیاتي او استخباراتي راپورونه، داخلي یادښتونه او ایمیلونه، د غونډو معلومات، د مرکو متنونه، قراردادونه او نور مواد پکې شامل وو، پلټلي دي او وروسته یې دا راپور ترې چمتو کړی دی. په کلي ډول دغه راپور له لومړنیو سرچینو په مرسته، چې ډیری یې محرم اسناد و، لیکل شوی دی.

د دغې مطالعې لومړی مسوده د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې جوړه شوه او د ۲۰۱۲ کال د دسامبر په ۱۳مه یې بشپړ راپور چمتو شو. د ۲۰۱۴ کال د اپرېل مياشتې په دريمه د امريکا د سنا مجلس استخباراتي جرګه‌ګۍ پرېکړه وکړه، چې د دغه راپور پایلې او موندنې د راپور له لنډیز سره د امریکا ولسمشر ته واستول شي، څو ولسمشر د دغه راپور د نامحرمه کولو حکم صادر کړي او وروسته بيا دغه راپور د عامو خلکو لاسرسي ته وړاندې شي.

د راپور پایلې او موندنې:

د دغه راپور موندنې او پایلې په ۱۹ مخونو کې لیکل شوې دي، چې ټولې ۲۰ موندنې لري او په لاندې ډول دي:

  1. د سي آی اې شکنجو او د پوښتنو-ګرویږنو طریقو د معلوماتو په ترلاسه کولو یا د همکارۍ په راجلبولو هېڅ اغېزه ونه ښندله.
  2. له دغو شديدو پوښتنو ګروېږنو او له شکنجو ډکو تحقیقاتو وروسته، هغه مهم معلومات ترلاسه نه کړای شول، چې سي آی اې يې د ترلاسه کولو هڅه کوله.
  3. پر بندیانو شکنجې له هغې کچې ډېرې وحشتناکې وې، چې سي آی اې یې په اړه پالیسي جوړوونکو او نورو لورو ته معلومات ورکول.
  4. د بندیانو حالت له هغه حالت څخه ډېر له تاوتريخوالي ډک و، چې سي آی اې به پالیسي جوړوونکو ته بیاناوه.
  5. سي آی اې د امریکا قضايي ارګانونو ته، د شکنجه کولو او پوښتنو-ګروېږنو د پروګرام په اړه ناسم معلومات ورکول، چې په پای کې به د یوې قانوني ارزونې په لاره کې خنډ جوړېده.
  6. سي آی اې به په عملي توګه د خپل دغه پروګرام په اړه د کانګرس له نظارت څخه ځان خوندي ساته او یا به یې د کانګرس د نظارت مخه نیوله.
  7. سي آی اې د امریکا د سپينې ماڼۍ د اغېزناک نظارت او تصمیم نیونې مخه هم نیوله.
  8. د سي آی اې عملیاتي او اداري پروګرام خورا پېچلی و او په ځینې مواردو کې به یې د اجرایوي ارګانونو د امنیتي ماموریتونو مخه نیوله.
  9. سي آی اې به د سي آی اې د عام مفتش د نظارت مخنيوی کاوه.
  10. سي آی اې هغه معلومات مطبوعاتو ته راوايستل، چې د سي آی اې د شدیدو شکنجو د تأثیر په اړه به پکې درواغ ویل شوي وو.
  11. سي آی اې ته چې د شکنجو او پوښتنو-ګروېږنو د پروګرام په اړه اجازه ورکړل شوه، نو شپږ میاشتې وروسته د دغه پروګرام د مخته وړلو لپاره تياری نه درلود.
  12. د سي آی اې اداره او د شکنجه کولو او پوښتنو-ګروېږنو عملیاتو تر ډېره نيمګړتياوې درلودې، په تېره بیا په ۲۰۰۲ کال او ۲۰۰۳ کال کې.
  13. دوه قراردادي سایکالوجستانو د سي آی اې د شکنجه کولو د تخنیکونو پروګرام اختراع کړ، چې نه يې د تحقيق کولو تجربه درلوده او نه يې د القاعدې شبکې په اړه مشخص معلومات درلودل؛ په داسې حال کې چې همدغو دوو کسانو بیا د سي آی اې د شکنجه کولو او پوښتنو-ګرویږنو د پروګرام په عملیاتو، ارزونو او اداره کې اصلي رول لوباوه.
  14. هغه د شکنجې کولو شدیدې طریقې چې سي آی اې به پر بندیانو پلې کولې، د امریکا د قضايي ادارو او د سي آی اې له مرکزه د تائید وړ نه وې.
  15. سي آی اې د هغو کسانو په اړه چې شکنجه شول، هېڅ کوم لېست جوړ نه کړ او نه یې د هغو کسانو په اړه کوم لېست جوړ کړ، چې د شکنجه کولو په معیار برابر نه وو. د سي آی اې هغه ادعاوې، چې څومره يې کسان شکنجه کړي او څومره یې تر شدیدو شکنجو لاندې راوستي دي، سمې نه وې.
  16. سي آی اې ونشوای کړای، چې په سمه توګه د خپلو شدیدو شکنجو د تخنیکونو د اغېزو ارزونه وکړي.
  17. سي آی اې په ډېره کمه توګه هغه کسان محاسبه کړل، چې جدي تخلف يې کړی و او یا به په نامناسبو کړنو بوخت وو او یا هم په سیستماتیکي او شخصي اداري ناکامۍ کې ښکېل وو.
  18. سي آی اې د شکنجه کولو او د پوښتنو-ګرویږنو د عملیاتي او اداري پروګرام په اړه ډېرې داخلي نیوکې موجودې وې، چې هغوی له پامه غورځولې.
  19. د سي آی اې د شکنجه کولو او پوښتنو-ګرویږنو پروګرام د ۲۰۰۶ کال په پای کې له په مطبوعاتو کې د افشاګريو او د نورو هېوادونو د فشارونو له امله پای ته ورسید.
  20. د سي آی اې د شکنجه کولو او پوښتنو-ګرویږنو پروګرام په نړیوالو چارو کې د امریکا حیثیت ته ضربه ورسوله او له امله یې مادي او غیر مادي تاوانونه ولیدل[6]،[7].

د سي آی اې د شکنجه کولو طریقې:

د سي آی اې له خوا لومړۍ شکنجه کېدونکی کس ابو زبیده و، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا په پاکستان کې ونیول شو او وروسته بیا امریکا ته وسپارل شو. ویل کېږي امریکایانو دی په بګرام زندان کې وساته. پر ده باندې د سي آی اې د شکنجو طریقې هره اوونۍ، ان هره ورځ تکرارېدې. دی به یې په څپېړو واهه، له ديوال سره به يې تاړه، بې خوبه به يې ساته او بربنډاوه به يې.

د سي آی اې د شکنجو په تخنیکونو کې یو هم د مصنوعي غرقولو يا (Waterboarding)[8] تخنیک هم شامل و. دغه تخنیک په فزیکي ډول ډېر ضررناک و. د دغه راپور له مخې ابو زبیده به بیخي بې سیکه شو او له خولې به یې بړبوکۍ راوتلې. د سي آی اې د داخلي ریکاردونو له مخې خالد شیخ محمد خو څو ځله د رښتينو ډوبېدلو حالت ته رسېده.[9]

د شکنجو نور قسمونه یې بې خوبي وه، چې یو بندي به پکې تر ۱۸۰ ساعتونو پورې بې خوبه ساتل کېده، دوی به یې په تېره بیا په دې حالت کې یا درول او یا به یې کله لاسونه د سر له پاسه ورتړل. د شکنجو نور ډولونه یې په یخو اوبو کې درول، په ماتو هډوکو تر ساعتونو پورې درول، پر بندیانو جنسي تېری کول او نور وحشيانه او غيرانساني ډولونه هم شامل وو.

که څه هم تر ۲۰۱۲ کال پورې د دغو شکنجو له امله، د امریکایانو په اند اوو کسانو ځانوژنه کړې ده؛ خو دا لا تر اوسمهاله معلومه نه ده چې آیا دغو بندیانو په رښتيا هم ځانوژنه کړې وه او که د امریکایانو د شکنجو له امله شهیدان شوي وو؟ د امریکایانو د همدغو وحشتناکو شکنجو له امله د ګل رحمان په نوم يو افغان هم د ۲۰۰۲ کال د نوامبر پر ۲۰مه شهید کړای شو.

د سي آی اې شکنجې او بشري حقونه:

د شکنجو پر ضد د ملګرو ملتونو د قانون[10] د لومړۍ مادې له مخې، شکنجه فزیکي او ذهني درد ته وايي چې درېیم لوری یې د معلوماتو او د اقرار په موخه ترسره کوي. د دغه قانون د دویمې مادې له مخې باید د هر دولت قضايي، اجرائیوي او اداري ارګانونه د دغو شکنجو مخنیوی وکړي.

په ټوليزه توګه ویلای شو، چې د دغه قانون دوه مهمې موخې دا دي، چې: لومړی یې پر شکنجو بندیز لګولی دی او دویم دا چې شکنجه کوونکي باید محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو دغه قانون چې امریکا هم د ډېر شمېر هېوادونو ترڅنګ لاسلیک او په ۱۹۹۴ کال کې یې تصویب کړی، د همدغه قانون له مخې بشري حقونه، د بندیانو حقونه او د ملګرو ملتونو نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی دی او باید هغه کسان محاکمه کړي، چې په دغه غيرانساني او وحشتناکو شکنجو کې ښکېل وو[11].

امریکا له خپلو ارزښتونو(!) سره په جګړه کې:

امريکايي رسنۍ او ډېری امريکايي چارواکي ډېموکراسي، بشري حقونه، د نورو خپلواکۍ ته احترام، اخلاقي او نور ارزښتونه، د خپل هېواد ارزښتونه بولي؛ خو دا چې امریکا د خپلو دغو ارزښتونو په اړه څومره ریښتینې ده؟ که یوازې تېرې یوې لسیزې ته هم ځیر شو، نو داسې يو انځور به وګورو، چې د امریکا کړنې له خپلو دغو ارزښتونو سره -که چیرې دوی په رښتيا هم کوم ارزښتونه لري- په ټکر کې دي.

دوی له یوې خوا د ډيموکراسۍ شعار ورکوي او د هغه چا په ضد يې کاروي، چې د دوی ګټو ته خطر وي؛ پر روسیې، چین، شمالي کوریا او ایران دا نیوکې لري، چې په خپلو هېوادونو کې ډیموکراسي نه پلې کوي؛ خو په مصر کې بيا د منتخب ولسمشر په مقابل کې د پوځي کودتا ننګه کوي.

امريکا که له یوې خوا په اوکراین کې د روسیې مداخله د اوکراين د خپلواکۍ پرخلاف بولي، نو له بلې خوا يې د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې افغانستان او عراق اشغال کړل او د عربي پسرلي پر مهال یې په لیبیا او نورو هېوادونو کې پوځي لاسوهنې وکړې. آیا د امریکا دغه کړنې د دغو هېوادونو د خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر خلاف نه وې؟

امريکا که له یوې خوا د بشري حقونو نارې وهي او په همدې تور شمالي کوریا، ایران، روسیه، چین او نور ډېری اسلامي هېوادونه تورنوي، نو په څنګ کې یې دوی هم په ابو غریب، بګرام، او ګوانتنامو زندانونو کې هغه غيرانساني کړنې وکړې، چې تر پيړیو پيړیو پورې به امريکا ته پېغور وي. نړيوالو ته دا څرګنده ده، چې امريکا اصلاً څه ارزښتونه نه لري او يا هم سياسي بڼه لري. پای

[1] United States Senate Select Committee on Intelligence

[2] Dianne Feinstein, Chairman Senate Select Committee on Intelligence

[3] په دغه راپور کې د ډیانیي فیانسټیان مقدمه ۶ مخه، د راپور پایله او موندنه ۱۹ مخه، او پاتې د راپور بشپړ لنډیز په ۴۹۹ مخو کې راغونډ دی، چې د دغه راپور ټول مخونه ۵۲۵ کېږي.

[4] Memorandum of notification (MON)

[5] په دغه راپور کې د سنا د استخباراتو کومېټې مشر، ډياني فیانسټیان، مقدمه: ۱ مخ

[6] د سنا مجلس د دغه راپور له مخې امریکا په دغه پروګرام ۳۰۰ ملیون ډالره ولګول او غیر مادي تاوانونه یې د امریکا له اتحادي هېوادونو سره د اړیکو په خرابوالي کې راووتل.

[7] وګورئ د سنا مجلس، د سي آی اې د شکنجو او پوښتنو-ګرویږونو په اړه راپور (مخونه: ۹-۲۵):

Committee Study of the Central Intelligence Agency’s Detention and Interrogation Program (Pages: 9-25)

[8] د بندیانو د شکنجه کولو یوه طریقه داسې وه، چې بندي پر یوې تختې څملول شو، پښې یې له سر نه پورته وې (پښې او لاسونه یې پر همدې تخته تړل کېدل) او بیا د بندي او شکنجه کېدونکي د تنفس اخستلو پر ځایونو مسلسلې اوبه وراچول کېدې، چې له امله به يې شکنجه کېدونکي د ډوبېدو احساس کاوه؛ ځکه خو د شکنجه کولو دغې طریقې ته مصنوعي ډوبیدل هم وايي.

[9] د سنا مجلس د استخباراتي جرګه ګۍ په دغه راپور کې په دې اړه یو ایمیل ته حواله ورکړل شوې ده، چې لا په دې اړه یې معلومات نه دي نامحرم کړي، چې دا ایمیل د چا له خوا چا ته لیږدول شوی و. وګورئ
Committee study of the Central Intelligence Agency’s Detention and Interrogation Program (Pp: 10-25)

[10] Convention against torture and other cruel, inhuman or degrading treatment or punishment

[11] ملګرو ملتونو هم په دې اړه اواز پورته کړی، چې باید هغه کسان محاکمه کړای شي، چې د شکنجو او د پوښتنو-ګرویږنو په دغه پروګرام کې ښکېل دي. ولولئ د بشري حقونو ویپ پاڼې دغه مقاله:

http://www.hrw.org/news/2014/12/13/cia-torturers-should-be-prosecuted

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *