له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ايستل

د کډوالۍ بهیر او د وګړو بې ځايه کېدل په ټوليز ډول دوه لاملونه لري؛ لومړی: جګړې او کړکېچونه. دويم: طبيعي پېښې. که معاصر سیاسي تاریخ ته ځیر شو، نو په هغو سيمو کې چې ګډوډۍ او کړکېچونه پکې زيات دي، په تېره بیا اسلامي نړۍ کې، کډوالي ورځ تر بلې زیاتېږي.

همدا اوس په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال مسلمانان دي. د بېلګې په توګه د سوریې او عراق د خراب وضعيت له کبله سلګونه زره وګړي ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي؛ افغانان هم چې له ۱۹۷۹ کال راوروسته نورو هېوادونو ته کډوال شوي، ډېره برخه یې اوس هم هېواد ته نه دي راستانه شوي.

دا مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو موضوع د دوو لاملونو له مخې يو ځل بيا توده شوې؛ یو دا چې د ۲۰۱۵ کال په دسامبر مياشت کې د قانوني افغان کډوالو (څوک چې راجستر شوي او د کډوالۍ کارډ ولري) د کارډونو نېټه ختمېږي او دويم لامل يې هم د پېښور وروستۍ پېښه ده. که څه هم د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ ويلي وو، چې افغان کډوال بايد د ۲۰۱۵ کال تر پايه خپل هېواد ته ستانه شي؛ مګر د پيښور له پېښې وروسته، د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان کډوالو د وتلو لپاره، يوه مياشت ضرب الاجل ټاکلی.

 

شاليد:

پاکستان ته د افغان کډوالو لومړی پړاو د اسلامي نهضت له ۵۴ کال عملیاتو مخکې پېل شو، هغه مهال کابو ۳۰۰ تنه پاکستان ته کډوال شوي وو. د ثور له کودتا سره د کډوالۍ دغه لړۍ ګړندۍ شوه او په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر له سلو زرو واوښت؛ وروسته چې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ، نو کابو نیم افغانستان اړ شو چې پاکستان او نورو هېوادونو ته پناه يوسي.

د شورويانو د يرغل پر مهال (۱۹۷۹-۱۹۸۹) په پاکستان کې تقریباً پنځه ملیونه افغان کډوال مېشت وو. د شورویانو له وتلو سره یو شمېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شول؛ خو د کورنۍ جګړې له پيلېدو سره يو زيات شمېر افغانانو يو ځل بيا پاکستان ته مخه کړه. د سپتامبر د ۱۱مې له پېښې وروسته، کله چې په افغانستان کې د لنډمهالي نظام بنسټ کېښودل شو، سلګونه زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول.

په ۲۰۰۷ کال کې UNHCR په مرسته په پاکستان کې د افغان کډوالو راجسټرېشن پېل شو، چې له مخې یې ۱.۷ ملیونه افغانان راجستر شول او د (افغان ښاري) په نوم کارډونه ورکړل شول. دا کارډونه په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې نوي شول، چې د اوسنيو کارډونو وخت د ۲۰۱۵ کال په دسامبر کې پای ته رسېږي.

 

د کډوالۍ نړيوال قانون او پاکستان:

د بشري حقونو د نړیوال قانون[1] د ۱۴مې مادې له مخې، د هر هغه وګړي حق دی چې د ظلم-زیاتي پر مهال په بل هېواد کې پناه واخلي.

د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال قانون[2] د Non-Refoulement يا عدم اجبار د اصل له مخې څوک نشي کولی، چې کډوال په اجباري ډول خپل هېواد ستنولو ته اړ کړي. دا چې پاکستان دغه قانون تراوسه نه دی توشيح کړی؛ نو ځکه پرې د نړیوال قانون له خوا څه فشار نشته[3].

د نړیوالو قوانينو د دوو پاکستانيو څېړونکو (محمد منیر او مشتاق احمد) په اند، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره نه د اسلامي شریعت له مخې چلند کېږي او نه هم د کوم نړیوال قانون له مخې؛ بلکې اسلام اباد له دوی سره په ۱۹۴۶ کال کې د بهرنیو وګړو لپاره جوړ شوي قانون له مخې تعامل کوي[4]. که څه هم پاکستان د ملګرو ملتونو نړیوال قانون نه دی توشیح کړی، خو د ديپلوماتيکو اړيکو او اخلاقي لحاظه اړ دي، چې افغان کډوال په زوره له خپل هېواده ونه باسي.

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره بايد يوه جامع تګلاره جوړه شي او د افغانستان حالاتو ته په کتو سره او دلته د هغوی د مېشتېدو لپاره د زمينې له برابرېدو سره بيا د دواړو لورو په ګټه ده، چې کډوال افغانستان ته ستانه شي. په افغانستان کې د ناامنيو پراختيا او د کاري زمينو نشتوالی د هغو ستونزو په کتار کې راځي، چې له امله يې په اوسني وخت کې د افغان کډوالو بېرته راستنېدل ستونزمن برېښي. له بلې خوا د افغانستان دولت هم له اقتصادي پلوه د دې جوګه نه دی، چې په سملاسي ډول د دومره زيات شمېر افغانانو لپاره چمتووالی ونيسي؛ نو ځکه بايد د افغانستان دولت له پاکستان سره، چې د اشرف غني له واک ته رسېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې هم ښې شوې دي، يو رغند تفاهم وکړي. پای

[1] Universal Declaration of Human Rights

[2] Convention relation to the Status of Refugees adopted on 28th July 1951 by the United Nations Conference of Plenioptentiaries on the status of Refugees and Statless Persons.

[3]  د زياتو معلوماتو لپاره ولولئ، د افغان دکتور احمد خالد حاتم د ماسترۍ رساله:

Hatam, Ahmad Khalid, Non-Refoulement and Pakistan’s Go-Home Attitude: A Case Study of Afghan Refugees, LLM Thesis, Islamabad: International Islamic University, 2009

[4] Khalid Rahman and Fakiha Mahmood (editors), International Refugee Law, Islamic Shariah and Afghan Refugees in Pakistan, Institute of Policy Studies, pp: 43-44

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *