د افغان اېتلافي حکومت لومړۍ سل ورځې

د نړۍ په کچه په جمهوري حکومتونو کې د حکومت لومړۍ سل ورځې ډېرې ارزښتناکې وي. هر حکومت په دغو سلو ورځو کې کابینه اعلانوي او د راتلونکو کلونو لپاره خپله تګلاره روښانه کوي. د دې ترڅنګ نه يوازې دا چې حکومت په همدغو سلو ورځو کې په خپلو ژمنو عملي کار پيلوي، بلکې د هغه حکومت راتلونکی هم د همدغو سلو ورځو له مخې ارزول کېږي.

دا چې په افغانستان کې د ملي وحدت په نوم اېتلافي حکومت څه ډول د افغانستان د تاریخ تر ټولو اوږدې ټاکنیزې پروسې په پايله کې جوړ شو، ډېره مهمه نه ده؛ بلکې مهمه دا ده، چې که د نوي حکومت سل لومړۍ ورځې کارونه وارزول شي، نو جوته به شي چې دغه حکومت په ډېرو ډګرونو کې له ناکاميو سره مخ دی.

د ملي وحدت حکومت د ۲۰۱۴ کال د سپتامبر میاشتې په ۲۹مه لوړه وکړه او د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۶مه یې سل ورځې پوره شوې؛ خو پوښتنه دا ده، چې نوي حکومت په دغو سلو ورځو کې څه لاسته راوړنې درلودې او څه یې بایللي دي؟

داخلي سیاست:

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره هېواد په داخلي چارو کې له سختو ننګونو سره مخ شو، ورځ تر بلې په هېواد کې بې ثباتي او ناامني زیاته شوه او کابینه، چې د حکومتونو اصلي ستنه ګڼل کېږي، لا تراوسه نه ده اعلان شوې.

د “سل ورځې” په نوم وېپپاڼې د اېتلافي حکومت په لومړيو سلو ورځو کې د ولسمشریزو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو د هغو ژمنو ارزونه کړې، چې دوی په خپلو ټاکنیزو منشورونو، تلوېزيوني مناظرو او له رسنيو سره د مرکو له لارې له خلکو سره کړې وې. دې وېبپاڼې د خپلې ارزونې له کړنلارې او څېړنښود سره سم، د دواړو مخکښو نوماندانو هغه ۱۱۰ ژمنې رااخېستې، چې په لومړيو سلو ورځو کې يې بشپړولی او يا هم لږترلږه کار پرې پيلولی شوی.

د دغې وېبپاڼې د څېړنې له مخې، اېتلافي حکومت په لومړنیو سلو ورځو کې ایله په دې وتوانېد، چې خپلې څلور ژمنې بشپړې او په ۲۳ نورو کار پېل کړي؛ خو پر پاتې ۸۳ نورو يې تراوسه لا کار هم نه دی پېل کړی[1].

ترسره شوې ژمنې د ولسمشر د دفتر له ریاست سره د چارو د ادارې یوځای کول، د امریکا له متحده ایالاتو او ناټو سره د امنیتي تړونونو لاسلیک، د نیویارک ټایمز له خبریال څخه په افغانستان کې د کار بندیز لرې کول او معلوماتو ته د لاسرسي د قانون لاسلیک او پلي کول وو[2].

امنيتي وضعيت:

د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال دواړو مخکښو نوماندانو ژمنه کړې وه، چې تر ټولو لومړی کار به یې له امریکا او ناټو سره د امنيتي تړون لاسلیک کول وي، چې د لوړې له مراسمو ۲۴ ساعته وروسته یې دواړه تړونونه لاسليک کړل. د ځينې شنونکو په اند، دا کار د ټول هېواد په کچه د ناامنيو او بې ثباتۍ د زياتېدا يو لامل هم شو، چې ان يوازې په پلازمېنه کابل کې د اېتلافي حکومت له جوړېدو وروسته په دوو اوونيو کې تر لسو زياتې خونړۍ چاودنې وشوې.

د ناامنيو دا لړۍ تراوسه هم درېدلې نه ده او تقریباً د دغو سلو ورځو په بهیر کې د ناټو ځواکونو په بمباریو، د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو، د وسلوالو مخالفینو په چاودنو او د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په بريدونو کې سلګونه ملکي وګړي ووژل شول، چې د مثال په ډول يې څو پېښې يادولی شو:

د ۲۰۱۴ کال د دسامبر په ۲۷مه په لوګر کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې ۵ تنه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.[3] همدا راز د ۲۰۱۴ کال د دسامبر په ۱۱مه بهرنيو ځواکونو، د پروان ولايت په سياګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي پر ماشومانو بمباري وکړه او ۵ تنه يې ووژل.[4]

همدارنګه د نوي حکومت له جوړېدو وروسته په لسو ورځو کې، يوازې په کابل کې ۱۲ درنې چاودنې وشوې، چې ولسي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله پکې واوښته.

د ملي اردو په بريدونو کې، یوازې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې نژدې ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۷۰ زیات ټپیان شول.[5]

د کابلبانک قضيه او اداري فساد:

بله قضیه چې اشرف غني له خپل راتګ سره سملاسي پرانېستله د کابلبانک قضیه وه. د کابلبانک د قضیې له پرانېستلو او د اداري فساد پر ضد د ولسمشر غني د هوډ له کبله افغانستان دا ځل د شفافيت د نړيوالې ادارې په نوي کلني راپور کې، د نړۍ په کچه په اداري فساد کې له اول نه څلورم مقام ته راښکته شو[6]. که څه هم په دې اړه لویې څارنوالۍ خپله وروستۍ پرېکړه هم صادره کړه[7]؛ خو بیا هم نه یوازې دا چې له ۸۰۰ ملیون ډالرو څخه زیاتې پیسې نه دي ترلاسه شوې، بلکې په دې قضيه کې ښکېل کسان هم نه دي نيول شوي.

د شنونکو په اند، نه يوازې دا چې د نوي اېتلافي حکومت مشران په تېرو څه باندې دريو مياشتو کې تر ډېره د خپلمنځي اختلافاتو ښکار ګرځېدلي او په راتلونکي کې هم د دغو اختلافاتو د لازياتېدو وېره شته ده؛ بلکې د ضعيف مديريت له کبله يې د دوی پر وړتياوو هم بې باوري زياته شوې ده.

خارجي سیاست:

په لومړيو سلو ورځو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو مهمې پرېکړې او غونډې ترسره شوې. د حکومت ترټولو مهم کار امنيتي تړونونه لاسليک کول وو او په ټوله کې د ولسمشر کرزي په پرتله د لوېديځ په لور د اشرف غني تمايل او نرم دريځ په بهرني سياست کې مهم بدلون و.

خو پر دې سربېره د سيمې له هېوادونو سره د اړيکو په برخه کې ترسره شوي دوه اړخيز سفرونه او ځينې نورې پېښې هم د پام وړ وې، چې په چين کې د اسیا زړه هېوادونو (استانبول پروسې) څلورمه غونډه، د نيپال په پلازمېنه کتمندو ښار کې د سارک سازمان اتلسمه غونډه، د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه او د لندن کنفرانس يې د يادولو وړ دي، چې په ټوله کې يې هغسې پايلې، چې تمه يې کېده، نه درلودې.

سوله او د سيمې هېوادونه:

که د ولسمشر اشرف غني بهرنيو سفرونو ته وکتل شي، نو جوتېږي چې ده په خپل بهرني سیاست کې له خپلو ژمنو او منشور سره سم ګاونډیو هېوادونو او اسلامي نړۍ ته ارزښت ورکړی او له همدې لارې غواړي، چې په هېواد کې سوله ټينګه کړي؛ خو دا پوښتنه چې ایا ښاغلي غني د سولې د ټينګولو په لاره کی بريالي ګامونه اوچت کړي کنه؟ یوازې د سلو ورځو پر هلوځلو نه ځوابېږي. که په ظاهري ډول د اشرف غني بهرنيو چارو ته وګورو، نو يوازې په همدې ډګر کې يې ځينې برياليتوبونه درلودلي دي.

دا چې ولسمشر اشرف غني سوله د خپل هېواد لومړيتوب بولي؛ نو د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو سره سم يې، د سولې په تړاو له سيمه ييزو لوبغاړو (ترکيې، سعودي، چين او پاکستان) سره د اړيکو د پراختيا هلې ځلې پيل کړې.

سعودي ته د اشرف غني سفر له ژمنې سره سم د عمرې په موخه ترسره شو، خو ترڅنګ یې هلته نوموړي د سعودي له ولیعهد او دفاع وزیر شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره هم وکتل او د سولې په تړاو يې خبرې ورسره وکړې؛ ځکه سعودي عربستان د افغانستان په قضیه کې په تېره بیا د سولې په موضوع کې او له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې مهم رول لري.

د ترکیې ولسمشر اردوغان هم د ترکي ولسمشر په توګه له شاوخوا پېنځو لسيزو  وروسته کابل ته راغی. ترکیه په افغانستان کې ځانګړی رول لري؛ ځکه ترکې که له يوې خوا افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې خپل سرتېري رااستولي؛ خو له بلې خوا يې د دولت له وسله والو مخالفينو سره په نظامي عملياتو کې ګډون نه دی کړی. همدا لامل دی، چې طالبان هم ترکیې ته په درنه سترګه ګوري او د افغانستان په قضيه کې يې رول له اهميته برخمن دی.

د دې ترڅنګ ترکیه د سعودي او چین ترڅنګ، له پاکستان سره هم ستراتېژيکې اړیکې لري، چې په ټوليز ډول همدا هېوادونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یوه پول رول ادا کولی شي؛ اوسنی حکومت هم له همدې کبله له دغو هېوادونو سره د ژورو اړيکو جوړول غواړي.

همدا راز اشرف غني د چین اقتصادي پرمختګ ته په کتلو سره، چین ته خپل لومړنی رسمي بهرنی سفر وکړ. ښاغلي غني په دې سفر کې له یوې خوا د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی فصل پرانېست، له بلې خوا یې هڅه وکړه چې د اوږدمهالو اړیکو لپاره يو پوخ بنسټ هم کېږدي.

دا سفر د سولې د بهیر په اړه هم یو مهم ګام وبلل شو. د همدغه سفر پر مهال چین هیله څرګنده کړه، چې د طالبانو، پاکستان او افغان حکومت د استازو یو ګډ کنفرانس جوړ کړي. په دې اړه تراوسه- د اشرف غني له سفر څخه یوازې څو اوونۍ وروسته- د طالبانو د استازو يوه پلاوي، چې مشري یې قاري دین محمد حنیف کوله، چين ته سفر کړی خو د سفر جزئيات يې تراوسه نه دي روښانه شوي.

ښاغلي غني د دې ترڅنګ په بېجېنګ کې د اسیا زړه هېوادونو (استانبول پروسې) په څلورمه غونډه کې، چې د ايران، پاکستان او هند په ګډون د ۱۴ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و، برخه واخېسته او هلته يې په خپله وينا کې وويل: «سوله زموږ اساسي لومړیتوب دی، له سیاسي مخالفینو په تېره بیا طالبانو غواړو، چې په بین الافغاني تفاهم کې ونډه واخلي او له نړیوالو څخه غواړم، چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.»

اشرف غني د پاکستان دوو ستراتېژيکو ملګرو هېوادونو (سعودي او چين) ته له سفر وروسته د پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ، چې همدې سفر بیا د کابل-اسلام اباد ترمنځ د نویو اړیکو تهداب کېښود او تر ډېره یې د حامد کرزي د واکمنۍ بې باوري له منځه یوړه. اشرف غني د باور جوړونې په موخه پاکستان ته یو لړ امتیازات هم ورکړل، چې په دې جمله کې له هند څخه د درنو وسلو د رانيولو قرارداد فسخ کول، د پاکستان له خوا د افغان سرتېرو روزنه او د “کاسا-۱۰۰۰” پروژه کې د برېښنا ترانزیټي فیس له ۲.۵۰ سېنټو څخه ۱.۲۵ سېنټو ته راکمول شامل وو. دغه راز پاکستان هم د ترانزيټ په برخه کې د افغان لوري د اندېښنو او ستونزو د له منځه وړلو ژمنه وکړه، چې تر اوسه په دې تړاو ځينې مثبت پرمختګونه هم شوي دي.

پايله:

که څه هم يوازې د لومړیو سلو ورځو له مخې د نوي حکومت د بريا او ناکامۍ پوره ارزونه هم نه شي کېدای؛ خو لږترلږه دا ترې جوتېږي چې د نوي حکومت مديريت او وړتيا په کومه کچه کې ده. په دغو سلو ورځو کې د ولسمشر او اجرائيه رييس له خوا د بنسټيزو بدلونو، اصلاحاتو او رغنده طرحو څرک ونه لګېد؛ ځکه نو ويلای شو چې د ملي وحدت حکومت تراوسه په داخلي کچه کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې او راتلونکی يې پيکه ښکاري.

له بله پلوه اشرف غني په دې سلو ورځو کې له چین، سعودي عربستان، ترکیې او لوېدیزې نړۍ سره د اړیکو ښه کولو او پراختیا هڅه وکړه؛ ځکه همدا هغه هېوادونه دي، چې د افغانستان د سولې په بهیر او اقتصادي پياوړتيا کې مهم رول لوبولی شي.

که څه هم ګډ اېتلافي حکومت په بهرني سیاست کې بریالیتوبونه درلودل؛ خو یو څه چې په دې سلو ورځو کې سمه پاملرنه ورته ونه شوه، هغه د هند اندېښنې دي، چې ورځ تر بلې زیاتېږي. هند د حامد کرزي له حکومت سره ښې اړيکې درلودې؛ خو اوس بيا نه یوازې دا چې د خپلو ملیاردونو ډالرو پانګونو له کبله اندېښنه لري؛ بلکې له دې هم وېرېږي، چې هسې نه کابل، اسلام اباد ته ډېر نژدې شي او نوی ډيلی له پامه وغورځوي. له همدې امله کابل ته ښايي چې د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ دېپلوماتیک توازن وساتي؛ ځکه افغانستان د امیر شېرعلي خان خبره، د ترازو د شاهین حیثیت لري، که په یوه لور مخه کړي، نو نه یوازې دا چې بل لوری به له لاسه ورکوي، بلکې په افغانستان کې به د نیابتي جګړې پيلامه هم کېږي. پای

[1] 100-Day Performance Report National Unity Gov’t, a report by sadroz.af. see it online: http://sadroz.af/docs/report-en.pdf

[2] تېر مأخذ

 [3] NATO Airstrike Kills 5 in logar, Tolo News, 27 Dec 2014, see it online: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17617-nato-airstrike-kills-5-in-logar

[4]  see it online: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/14034-2014-12-11-07-35-19

[5] see it online: http://www.tolonews.com/fa/afghanistan/17695-ana-soldiers-held-on-helmand-wedding-party-attack

[6]  د زياتو معلوماتو لپاره ولولئ، د ټرانسپیرینسي انټرنیشنل کلنی راپور:

http://www.transparency.org/country#AFG

[7] ستره محکمه، فیصله نهایی اش را در رابطه به قضیه کابل بانک ابلاغ کرد، آژادي راډیو، ۱۳۹۳-۹-۱۳، پر لیکه یې ولولئ:

http://da.azadiradio.org/content/article/26724552.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *