د ژبې ډيپلوماسي؛ د اړیکو رغولو په اړه د کابل-اسلام اباد هڅه!

له تېرو شپږو لسیزو راهیسې کابل له اسلام اباد سره د «ژبې» او «توکم» پر سر ډېرې شخړې لرلې دي؛ د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابوالي یو عمده لامل هم، همدا ژبه او توکم وو. د کابل-اسلام اباد اړیکو کې ګډې ژبې او مشترک توک د نورې تړۍ پر خلاف د اړیکو د خړپړتیا لامل شوي وو.کابل به پخوا کله د پښتنو سیاسي مشرانو د بندي کېدلو له کبله او کله به بیا د لویدیځ پاکستان د «یو کولو» له امله پارېده. له همدې ځایه به یې د پاکستان پښتنو ته په خپل زړه کې ځای ورکاوه؛ خو دغې کړنې به بیا پاکستانیان پارول او د افغانانو دغه کړه وړه به یې په خپلو داخلي چارو کې له لاسوهنې سره مترادف ګاڼه. افغانستان، چې د پښتنو تاریخي زېږنځای دی، به ځان په اخلاقي توګه اړ ګاڼه، چې د پښتنو د حقونو خبره وکړي، له بلې خوا به اسلام آباد د پاکستان پښتانه نشنلېسټ سیاسي ګوندونه له دې امله ملامت او تورنول، چې دوی ولې له خپلو پښتنو ورونو سره، چې په کابل کې دي، تودې اړیکې او راشه-درشه لري؟له همدې ځایه د دواړو خواوو پښتنو ته همدا ګډه «ژبه» او ګډ «توکم» سور اور ګرځېدلی و.

که څه هم افغانستان د پاکستان له پښتنو سره تر ۱۹۷۹ کال پورې تودې اړیکې درلودلې؛ خو د شورویانو له یرغل سره سمدلاسه د کابل او پښتنو قبایلو ترمنځ دغه ډول اړیکې پرې شوې او د قبایلو اړیکې د کابل پر ځای له اسلام اباد سره د رغېدلو  پر لور ولاړې؛ ځکه د شورویانو له وتلو سره افغانستان پر یوه داسې خوا ولاړ، چې لا تر اوسه یې له ځان پرته د نورو لپاره د فکر چانس نه دی پيدا کړی.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له پېښو وروسته په افغانستان کې حامد کرزي د واکمنۍ واګي په لاس کې ونیول، ده د افغانستان پخوانی سیاست تعقیب کړ او د پښتنو مشران یې په تکرار کابل ته رابلل.

پاکستان چې پخوا به د کابل له دغه ډول سیاست څخه وېره او اندېښنې درلودلې، په پای کې یې جنرال مشرف دغه سیاست ته د پای ټکی کېښود او د افغانستان-پاکستان ترمنځ یې لویې جرګې پېل کړې. که څه هم دغو جرګو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رغولو کې مهم رول ونه لوباوه؛ خو د دواړو غاړو پښتنو ته یې په رسمي توګه یو پلېټ فارم جوړ کړ.

ګډه ژبه-ګډ ولس؛ د اغېزمنې ډيپلوماسۍ مرکب

په نړۍ کې دوه ډوله ډيپلوماسۍ وي، یو د حکومتونو ترمنځ رسمي اړیکي، راشه-درشه او ډيپلوماسي او بله چې تر ټولو اغېزمنه بلل کېږي، د ملتونو یا د خلکو ترمنځ اړیکي او راشه-درشه دي.

د پاکستان له ازادۍ سره جوخت افغانستان او پاکستان له یو بل سره رسمي اړیکي لرلې دي. هغه مهال د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه خپل سفیر د پاکستان ملي پلار، محمد علي جناح ته ولېږه او هغه هم ومانه. خو د دواړو هېوادونو د ملتونو او خلکو ترمنځ اړیکي له ۱۹۷۹ کال راهیسې هغه مهال پېل شوې، چې کله له پنځو میلیونو څخه زیات افغان کډوال پاکستان ته په هجرت کولو اړ کړای شول. له هغه مهاله تر اوسه د دواړو هېوادونو د ملتونو ترمنځ ښې اړیکي ټینګې شوي دي.

که څه هم دواړو هېوادونو د سړې جګړې پرمهال د ګډې ژبې او ګډ ولس له کبله په اړیکو کې ډېری ستونزې ولیدلې، لکه څرنګه چې مخکې یې هم یادونه وشوه، چې کابل به د اسلام اباد پر هغو کړنو چې په اسلام اباد کې به د وخت حکومت د پاکستان له پښتنو او د پښتنو مشرانو سره ترسره کولې، پرخلاف مدام خپل غږ پورته کاوه، همدا ډول اسلام اباد به هم د کابل دغه سیاست ته، چې ولې د پاکستاني پښتنو د حقونو خبره کوي، د شک په سترګه کتل او دا سیاست به یې په خپلو داخلي چارو کې له لاسوهنې سره تشبیه کاوه؛ خو اوس دواړو لورو پتېیلې ده، چې د خپلې همدغې «کمزورۍ» پر مټ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې په پروسه کې ترې کار اخلي.

په پاکستان کې هم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ډيپلوماتان او نور پاکستانیان په دې اند دي، چې د همدې ګډې ژبې په مرسته دوی کولای شي، څو د افغانستان-پاکستان ترمنځ نه یوازې دا چې د بې باورۍ فضا ختمه کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رغولو کې هم ترې کار واخلي. دوی دغو هڅو ته خوشبینه دي او ترڅنګ یې ورته د ژبې د ډيپلوماسۍ نوم هم ورکوي[1].

 

کابل ته د پاکستان د پښتنو سیاستوالو سفر:

ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د پاکستان د پښتنونشنلېست، مذهبي او سېکولار ګوندونو پلاوي کابل ته راوبلل، چې له مخې یې محمود خان اڅکزی، افراسیاب خټک او افتاب شېرپاو کابل ته په دوه ورځني سفر راغلل؛ خو مولانا فضل الرحمان له راتګه ډډه وکړه. دغه پاکستاني پلاوي په کابل کې له ولسمشر، اجرائیه رئیس، پخواني ولسمشر، د سولې عالي شورا له رئیس، د ملي امنیت سلاکار رئیس، د پارلمان غړو او  سیاستوالو سره وکتل.

په کابل کې دغو پښتنو سیاستوالو پر هغو ستونزو خبرې اترې وکړې، چې په ډېری توګه د افغانستان، خېبر پښتونخوا، بلوچستان او د قبایلو پښتنو ته راجع کېدلې لکه په دواړو هېوادونو کې د امنیتي حالت ښه والی، له «ترهګرۍ سره ګډه مبارزه» په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې او نور.

دغه سفر یوازې د دواړو هېوادونو په تېره بیا د خېبر پښتونخوا د پښتنو او د افغانستان ترمنځ د باور جوړونې یوه هڅه وه، نور څه نه. ځکه راغلی پلاوی نه شي کولای چې ان د خېبر پښتونخوا پر صوبايي حکومت خپلې اغېزې پرېباسي، پاتې خو د پاکستان مرکزي حکومت شو. په دې اړه اړینه وه، چې کابل لږ تر لږه د پاکستان تحریک انصاف د پېښور غړي یا د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت وزیران رابللي وای.

نژدې کېدونکې اړیکي

د نوي ملي یووالي حکومت له راتللو سره پاکستان په لومړي ځل انګېرلې ده، چې له طالبانو وروسته په افغانستان کې خپلې اړیکې له دغه هېواد سره رغولای شي. له دې وړاندې به پاکستاني ډيپلوماتانو او رسنیو ښاغلی کرزی د Unpredictable د وړاندوینې نه وړ په نامه یاداوه.  له همدې ځایه ده، چې پاکستاني مشرانو د اشرف غني له راتللو سره د کابل په لور سفرونه کړې دي. کابل هم په همدې هڅه کې دی، چې له پاکستان سره خپلې اړیکې په اقتصادي، ترانزیتي او تجارتي برخوسره سره په امنیتي برخو کې هم ورغوي او په تېره بیا له اسلام اباد څخه د سولې او پخلاینې په پروسه کې هم مرسته وغواړي. د دواړو خواو دغه لېوالتیا به په لاندې سفرونه کې، چې د اشرف غني له راتللو سره سم ترسره شوي دي، په ښه توګه روښانه کېږي:

  • کابل ته د اشرف غني د لوړې پر ورځ د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین سفر؛
  • کابل ته په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز سفر؛
  • کابل ته د پاکستان د لوی درستیز راحېل شریف دوه سفرونه؛
  • کابل ته د آی ایس آی مشر، رضوان اختر، درې ځله سفر (لومړی سفر یې د خپلې دندې په لومړۍ ورځ، دویم سفر یې له راحېل شریف سره یوځای د پېښور له خونړۍ پېښې (۱۶ دسمبر) له کبله درلود او درېیم سفر یې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۱۲ مه کابل ته وکړ؛
  • اسلام اباد ته د ښاغلي اشرف غني سفر؛
  • راولپېنډۍ ته د افغانستان لوی درستیز شېر محمد کریمي سفر؛
  • پاکستان ته د افغانستان د پارلماني غړو سفر؛
  • پاکستان ته د افغانستان د تجارت او صنایع سرپرست وزیر مزمل شینواري سفر؛
  • کابل ته د پاکستان سیاسي ګوندونو پلاوي سفر.

شونې ده، چې اسلام اباد ته به د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني او د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله هم سفرونه ترسره کړي.

په کابل کې د ملي یووالي په نامه د حکومت له منځ ته راتګ سره دغه سفرونه او راشه درشې له بل هر وخته زیاتې شوې او تودې شوې دي؛ مګر تر اوسه معلومه نه ده چې دغه تودې اړیکي به وکولای شي چې د سولې په تړاو کومه پاموړ پایله ولري کنه. د کابل دلچسپي ځکه پاکستان سره زیاته شوې ده، چې کابل ګومان کوي د سولې کیلي له پاکستان سره ده.

[1]InamullahKhattack, Pakistan launches Pashto Diplomacy to woo Kabul, The Nation, 11 Jan 2015, see it online: <http://nation.com.pk/national/11-Jan-2015/pakistan-launches-pashto-diplomacy-to-woo-kabul>

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *