له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تر څار لاندې خبرې اترې

که اقتصادي ديپلوماسي د اشرف غني د بهرني سیاست مهم عنصر دی، نو له طالبانو سره خبرې اترې او د افغانستان سوله هم د ده د بهرنیو چارو مهمه برخه بلل کېږي. د اشرف غني له واک ته رسېدو سره سم، له طالبانو سره د سولې په ټپه درېدلې پروسه بیا ګړندۍ شوه. د ډېری شنونکو په اند سعودي، چین او بیا پاکستان ته د ولسمشر سفرونو دا بهير يو ځل بيا راژوندی کړ او ويل کېږي، چې اشرف غني د سولې په اړه یوه ځانګړې طرحه لري.

خو اوس داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې ولسمشر غني هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پله قدم اېښی او له طالبانو سره يې پټې خبرې اترې پيل کړې دي. د اېکسپرس ترېبيون په نوم د يوې پاکستانۍ ورځپاڼې په يوه راپور کې راغلي، چې دا خبرې اترې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې پيل شوې دي او موخه يې په سياسي واک کې د طالبانو شريکول دي.

دا په داسې حال کې دي، چې په وروستیو دوو اوونیو کې يوازې په کابل کې ۹ خونړي بريدونه شوي او له امله یې د کابل امنيه قوماندان جنرال ظاهر هم استعفا ته اړ شو. د ځينې شنونکو په اند که دا خبرې په رښتيا هم پيل شوې وي، د سولې لپاره د ولسمشر د هڅو ښکارندويي کوي او ولسمشر د سولې د اړتيا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

د سولې پټې خبرې:

پاکستانۍ انګليسي ژبې ورځپاڼې “اېکسپرس ترېبيون” د ملګرو ملتونو تر څار لاندې له طالبانو سره د ولسمشر اشرف غني له پټو خبرو پرده پورته کړې؛ خو ملګرو ملتونو تراوسه د دغه راپور د تاييد او يا رد په تړاو څه نه دي ويلي. په دې اړه نور جزئيات هم نه دي په ډاګه شوي، چې ايا دا خبرې نېغ په نېغه د حکومت او طالب استازو ترمنځ پيل شوې او که د نورو منځګړو کسانو په مرسته؟ او همدا راز دا خبرې په کوم ځای کې پيل شوې دي؟

له دې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هغه مهال د سولې پروسه په ټپه ودرېده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو لپاره په قطر کې په پرانېستل شوي دفتر د “اسلامي امارت” تر نامه لاندې لوحې سره مخالفت وکړ. اوس يو ځل بيا طالبانو ته نژدې سرچينو ويلي، چې ښايي اشرف غني به د قطر دفتر نه يوازې دا چې په رسمیت وپېژني، بلکې په هغه دفتر به د طالبانو د بيرغ پورته کولو اجازه هم ورکړي؛ خو پر دفتر به “د افغانستان اسلامي امارت” لوحه نه راځړوي.

د دغه پاکستاني اخبار له مخې په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو هم ولسمشر ته ژمنه ورکړې، چې دوی به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره همکاري وکړي. د سرچينې په وينا، نوی افغان ولسمشر له طالبانو سره د خبرو لپاره د پخواني ولسمشر په پرتله ډېر لېوال دی او طالبان یې هم اوس دې ته چمتو کړي، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې به د پخلاینې په پروسه کې ګډون کوي.

د دې ترڅنګ په کابل کې هم د سولې په اړه یو شمېر منځګړي کسان، د اشرف غني د کاکا قیوم کوچي او د طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته اشاره کوي، چې د دوی په اند قیوم کوچي له طالبانو سره پخوانۍ اړیکې درلودې او څو ځله يې قطر ته هم سفرونه کړي وو او له طالبانو سره یې خپل نظرونه شریک کړي وو.

ويل کېږي، چې اشرف غني هم له خپل تره څخه غوښتي، چې د سولې پروسه مخته بوځي. په همدې تکل قیوم کوچي ارګ ته د اشرف غني له تګ څخه وړاندې او د ولسمشرۍ د پایلو له اعلان څخه وروسته په اماراتو کې له یوه طالب چارواکي سره لیدلي او همدغه طالب چارواکي بیا دوې اوونۍ وړاندې کابل ته هم سفر درلود؛ خو دغه منځګړي بیا په دې نظر دي، چې دغه طالب چارواکي په خپل سر له قیوم کوچي سره لیدلي او وروسته یې بیا طالبانو ته د خپل دغه سفر په اړه سپيناوی کړی او سفر يې رد کړی دی. دا چې که دغه کتنه د طالب مشرتابه له مشورې پرته شوې، نو په ټوليز ډول دا هڅه تر ډېره بريالۍ نه ښکاري. دا کتنې به هغه مهال ګټورې وای، چې د طالبانو او حکومت بانفوذه کسانو برخه پکې اخېستې وای، ترڅو د دوی ترمنځ د باور فضا زياته شوې وای.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د اېکسپرس تربيون ورځپاڼې د قیوم کوچي همدغو کتنو ته اشاره کړې او که د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ کومې بلې کتنې ته؟ پخوا هم څو ځله اوازې خپرې شوې وې، چې امریکایانو له ځينې جعلي طالبانو سره خبرې اترې کړې دي او دا ځل هم داسې شکونه شته، چې نوي افغان حکومت هم ښايي له داسې کسانو سره اړيکه نیولې وي، چې یا خو د طالبانو په لیکو کې اغېزناک خلک نه وي او یا پخواني طالبان وي. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *