د حزب اسلامی-افغان حکومت د روغې تړون؛ مخینه او راتلونکی

د حزب اسلامی او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه‌لیک د دغه ګوند د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار او افغان ولسمشر اشرف غنی له‌خوا د تلې په ۸مه نېټه لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک له نهایی لاسلیک یوه اوونۍ وړاندې د تلې په لومړۍ نېټه، د حزب اسلامی (حکمتیار) د استازی او حکومت سره د دغه ګوند د خبرو اترو د پلاوی مشر انجنیر امین کریم او د افغانستان د ملی امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د سولې د هوکړه‌لیک د لاسلیک کولو په موخه، ارګ ته یوه ستره غونډه رابلل شوې وه او افغان ولسمشر اشرف غنی، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله، د ولسمشر او اجرائیه رییس مرستیالانو سرور دانش، انجنیر محمد خان، محمد محقق، پخوانیو جهادی رهبرانو، د حزب اسلامی (حکمتیار) پلاوی او غړو، بهرنیو دیپلوماتانو او یو شمېر نورو خلکو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې حکمتیار د مخکې ثبت شوې وېډیو له لارې د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا واوروله او بیا یې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د افغان حکومت په استازیتوب دغه هوکړه‌لیک ولسمشر غنی لاسلیک او غونډې ته یې خپله وینا هم واوروله. ترڅنګ یې ډاکتر عبدالله، امین کریم، پیر سید احمد ګیلانی، غیرت بهیر او مېرمن بلخی هم خبرې وکړې.

دا چې د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې د خبرو اترو مخینه څه ده، د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راوروسته دغه بهیر څه ډول روان و او په هېواد کې به د حزب اسلامی ګوند راتلونکی څه وی؟ دلته پرې شننه کوو.

 د حزب اسلامی ګوند مخینه

حزب اسلامی په افغانستان کې یوه له هغو ډلو څخه ده، چې د څلورو لسیزو تاریخ لری او پیل یې د جمعیت اسلامی په شان له اسلامی نهضت سره تړل شوی دی. له شورویانو سره د جهاد پرمهال هم حزب اسلامی او جمعیت اسلامی د نورو جهادی ډلو په پرتله په هېواد کې پراخ نفوذ درلود. د کورنیو جګړو پر مهال کله چې طالبان د افغانستان په سیاسی پرده راڅرګند شول، د حزب اسلامی ډلې فعالیتونه په هېواد کې ودرېدل او د دغه ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار له افغانستانه ووت.

که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پرمهال حزب اسلامی د افغانستان په قضیه کې ډېر رول نه درلود؛ خو کله چې له ۲۰۰۱ کال وروسته پر افغانستان د امریکایی او ناټو ځواکونو د بریدونو په تعقیب، په هېواد کې د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې د نوی نظام بنسټ کېښودل شو، نو انجنیر ګلبدین حکمتیار افغانستان ته د بهرنیو سرتېرو راتګ د هېواد «اشغال» وباله او په دې توګه یې د حزب اسلامی ترنامه لاندې د بهرنیو ځواکونو پرضد وسله‌واله مبارزه پیل کړه. مګر له ۲۰۰۱ کال راهیسې د حزب اسلامی ډېری غړی په تدریجی ډول او بېلابېلو وختونو کې کابل ته راغلل او بیا د افغان حکومت برخه شول.

د افغان حکومت او حزب اسلامی د خبرو اترو مخینه

که څه هم په کره ډول معلومه نه ده، چې د انجنیر ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامی غړو له څه وخت راهیسې د سولې په تړاو له افغان حکومت سره خبرې اترې پیل کړې؛ خو د رسمی اعلامیو له مخې، چې دغه خبرې اترې په ۱۳۸۹ کال کې پیل شوې. دا چې له دې نېټې وړاندې هم د دغه ګوند یو شمېر غړی کابل ته راغلل، نو دا خبره لاهم د بحث وړ ده چې ایا دوی په خپله خوښه راغلی وو او که د حکمتیار په خوښه؟

د حزب اسلامی (حکمتیار) او افغان حکومت ترمنځ د رسمی خبرو اترو په تړاو یوې سرچینې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز ته وویل، چې کله د حزب اسلامی د سیاسی کمیسیون مشر او د انجنیر ګلبدین حکمتیار زوم او هغه ته نژدې کس ډاکتر غیرت بهیر په ۱۳۸۷ کال کې له زندانه راخوشی شو، نو تر څو ورځو پورې په ارګ کې د افغان ولسمشر حامد کرزی مېلمه و او له هماغه وخت راهیسې د ډاکتر غیرت بهیر له لارې د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره اړیکې ټینګې شوې وی. خو د رسنیزو معلوماتو له مخې، د افغان حکومت او دغه ګوند اړیکې په امریکا کې د بارک اوباما له ولسمشر کېدو سره له ۱۳۸۹ کال وروسته له افغانستانه د امریکایی سرتېرو د ایستلو په اعلان سره پیل شوې.

حزب اسلامی په ۱۳۸۹ کال کې له همدغه نوی اعلان او د حامد کرزی-امریکا د خرابو اړیکو له فرصت څخه په استفادې سره، کابل ته د سولې د خبرو اترو په موخه یو پلاوی واستاوه، چې مشری یې ډاکتر غیرت بهیر او قطب الدین هلال کوله. حزب اسلامی هغه مهال سولې ته د رسېدو لپاره یوه ۱۵ ماده‌یی طرحه وړاندې کړه، چې مهم ټکی یې په لاندې ډول وو:

  1. بهرنی سرتېری باید په شپږو میاشتو کې له هېواده ووځی؛
  2. بهرنیان باید امنیتی واک افغان ځواکونو ته وسپاری؛
  3. بهرنیان به د هېواد دننه بندیخانې نه جوړوی؛
  4. دغه مهال به ښکېلې غاړې اوربند اعلانوی؛
  5. د امریکایانو له وتلو وروسته به نور بهرنی جنګیالی هم له هېواده وځی؛
  6. د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته به نوې پارلمانی او ولسمشریزې ټاکنې کېږی او تر نویو ټاکنو پورې به اوسنی ولسمشر او پارلمان دوام مومی.[۱]

د حامد کرزی حکومت د حزب اسلامی دغه وړاندیزونه ونه منل او دغه خبرې اترې ناکامې شوې. وروسته د ۱۳۹۱ کال په حمل کې د حزب اسلامی پلاوی د سولې د خبرو اترو په موخه داسې مهال کابل ته راغی، چې د طالبانو د قطر دفتر د پرانیستلو اوازې پیل شوې وې او افغان حکومت د قطر دفتر له پرانیستې او د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالف و. د حزب اسلامی دغه پلاوی یو ځل بیا د سولې په تړاو خپله طرحه وړاندې کړه، چې بیا هم افغان حکومت څه غبرګون پرې ونه ښود.

د ملی یووالی حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک

په افغانستان کې د ملی یووالی حکومت له جوړېدو سره، حزب اسلامی ډلې خپل پلاوی کابل ته راولېږه او د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوې. خو هغه مهال د افغان حکومت ډېره پاملرنه له پاکستان سره د اړیکو رغول او له افغان طالبانو سره سوله کول وو؛ مګر کله چې څلور اړخیزې خبرې اترې د ناکامېدو په لور ولاړې، نو د څلور اړخیزو خبرو اترو د درېیمې ناستې په اعلامیه کې حزب اسلامی هم د خبرو اترو ترو برخه وګڼل شوه.

حزب اسلامی (حکمتیار) د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۲مه د یوې رسمی اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه، چې افغان ولسمشر اشرف غنی حزب اسلامی ته د سولې په خبرو اترو کې د شامېلېدو بلنه ورکړې او دغه ګوند هم د ولسمشر غنی دا غوښتنه منلې ده. له هماغه مهاله د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې خبرې اترې تودې شوې؛ خو د هېواد دننه یو شمېر سیاسی ډلو په دغو خبرو اترو کې د خنډونو جوړولو هڅې وکړې او له کبله یې دا خبرې اترې له څو میاشتنی ځنډ سره مخ شوې.

د حزب اسلامی او ملی یووالی حکومت د سولې هوکړه لیک درې فصله او ۲۵ مادې لری. په لومړی فصل کې د قانون جوړونې، د بهرنیانو وتلو او د ډېموکراسۍ پر اصولو (ټاکنو) خبرې شوې دی. په دویم فصل کې هغه مادې دی، چې حکومت یې ژمنې کوی او په درېیم فصل کې بیا هغه مادې دی، چې حزب اسلامی یې په اړه ژمنې کوی.

په عمومی ډول په دغه هوکړه‌لیک کې د بهرنیانو له وتلو څخه ملاتړ شوی، د اساسی قانون په منلو، له تور لېست څخه د حزب اسلامی د مشر او غړو د نومونو لرې کولو، د اوربند اعلانولو او د دواړو خواو لخوا د بندیانو خوشې کولو په تړاو ټینګار شوی.

دا چې د ژمنو د عملی کېدو په تړاو په هوکړه‌لیک کې د کوم تضمین یادونه نه ده شوې، نو د ژمنو عملی کېدل او راتلونکې درې میاشتې به ښایی دواړو لورو ته له ننګونو ډکې وی؛ افغان حکومت ته یوه ننګونه دا ده چې آیا دوی به وتوانېږی، د حکمتیار او د دغه ګوند د نورو غړو نوم ژر تر ژره د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له تور لېست څخه وباسی. ترڅنګ یې حکومت باید په راتلونکو درېیو میاشتو کې د حزب بندیان له زندانه خوشې کړی.

له بله پلوه، د حزب اسلامی امیر ته د پروتوکول ورکولو د څرنګوالی او په حکومتی مرکزونو کې د حزب اسلامی ګډون او شتون په څېر یو شمېر نور جزئی اختلافی ټکی هم تراوسه د دواړو لورو ترمنځ ناحل شوی پاتې دی او د حزب اسلامی د پلاوی او سولې عالی شورا له‌خوا په راتلونکی کې حل شی.

که څه هم له حزب اسلامی سره د روغې جوړې تړون د ملی وحدت حکومت لپاره یوه لاسته راوړنه بلل کېږی؛ خو له حکومت سره د دغه ګوند یو ځای کېدل به د جګړې په ډګر ډېر اغېز ونه کړی او له حزب اسلامی سره د هوکړه‌لیک لاسلیک کېدل په دې معنا هم نه دی چې په دې توګه به له طالبانو سره، چې د جګړې د ډګر ځواکمنه ډله ده، د سولې مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره شی. داسې نظرونه هم شته چې ښایی دا هوکړه به له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې نورې هم ستونزمنې کړی؛ ځکه حکومت به له طالبانو سره هم د حزب اسلامی په څېر اسانه شرایطو باندې د روغې جوړې په فکر کې وی؛ کوم څه چې ښایی طالبانو ته ممکن نه وی.

په هېواد کې د حزب اسلامی راتلونکی

په عمومی ډول په هېواد کې د حزب اسلامی راتلونکی له دوو خبرو سره تړل شوی:

لومړی دا چې آیا د حزب اسلامی مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار به وکولای شی، چې د حزب اسلامی تر نامه لاندې وېشل شوې ډلې او فعالیت کوونکی تر یوه حزب لاندې راټول کړی؟

دویم دا چې د حزب اسلامی راتلونکی چلند به له طالبانو او د هېواد دننه یو شمېر نورو سیاسی ډلو سره، چې دغه حزب ورسره زړې دښمنۍ لری، څرنګه وی؟

انجنیر ګلبدین حکمتیار له حکومت سره د سولې تړون د لاسلیک مراسمو ته په ثبت کړې وېډیو کې له یوې خوا طالبانو ته د ورته روغې جوړې بلنه ورکړه او له بلې خوا یې د هغوی روانه وسله‌واله مبارزه هم ناسمه وبلله، کوم څه چې ښایی د طالبانو پر لیکو به له روانی پلوه منفی اغېزې هم ولری. خو طالبانو بیا تل د حکومت له‌خوا د سولې وړاندیز ته د تسلیمېدو په سترګه کتلی او دا وړاندیز یې رد کړی. د دې ترڅنګ به انجنیر حکمتیار کابل ته له راتګ وروسته له شک پرته له خپلو سیاسی مخالفینو سره هم مخ وی او د حزب اسلامی په نوم پاشل شویو ډلو راټولو ترڅنګ به د طالبانو او نورو سیاسی مخالفینو پر وړاندې د حکمتیار تګلاره د دغه ګوند لپاره برخلیک ټاکونکې وی.

پای

[۱] د انجنیر ګلبدین حکمتیار د دغې ۱۵ ماده‌یی طرحې د نورو جزئیاتو لپاره لاندې لینک ته ټک ورکړئ:
http://www.longwarjournal.org/archives/2010/03/hekmatyars_peace_pla.php

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *