د هېواد امنیتی وضعیت په کوم لوری روان دی؟

له تېرو څو میاشتو راهیسې په هېواد کې امنیتی وضعیت مخ په خرابېدو دی او د هلمند، اروزګان او کندز پېښې یې د وروستیو بېلګو په توګه یادولی شو.

پوره یو کال وروسته، کندز ښار د دغه ولایت له هوایی ډګر پرته، یو ځل بیا د طالبانو له‌خوا داسې مهال سقوط شو، چې د ملی یووالی حکومت مشران د بروکسل غونډې ته د نړیوالو مرستو د راجلبولو لپاره تللی وو. له دغې پېښې سره هم‌مهاله په بغلان ولایت کې هم توده جګړه روانه وه او وسله‌وال طالبان د پلخمری تر دروازو پورې رسېدلی وو.

که څه هم داسې ښکاری چې د طالبانو له خوا د کندز ښار د بیا نیولو هڅه له یوې خوا په بروکسل کنفرانس کې د ملی وحدت حکومت پر دریځ د سیوری غوړولو په موخه وه؛ خو له بلې خوا ډېری شنونکی په دې اند دی، چې په ډېری سیمو کې د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زیاتېدل هم د دولت د وسله‌والو مخالفینو د پرمختګ لامل شوی دی.

دا چې اوسمهال د هېواد امنیتی وضعیت څه ډول دی؟ د طالبانو په جګړه‌ییز تاکتیک کې څه بدلون راغلی؟ او د هېواد امنیتی وضعیت په کوم لوری روان دی؟ دا او دې ته ورته پوښتنې دلته ځواب شوې دی.

 

د طالبانو د جنګی تاکتیک بدلون

په تېره یوه نیمه لسیزه کې په لومړی ځل د ۲۰۱۵ کال د سپټمر په ۲۸مه نېټه د کندز ښار د طالبانو ولکې ته ورغی. دغه خبر په داخلی او نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه خپور او د یوه جدی ګواښ په توګه مطرح شو.

حکومت د کندز د بېرته نیولو په موخه پراخ عملیات پیل کړل؛ خو له طالبانو څخه د کندز ښار بېرته نیولو دوې اوونۍ وخت واخیست او د ۲۰۰۱ کال له نوامبر راهیسې دا لومړی ځل و، چې په یوه مهم ښار کې د طالبانو او د افغان د امنیتی ځواکونو ترمنځ مخامخ جګړې وشوې. د کندز سقوط د طالبانو د نوې جنګی تاکتیک پیلامه وبلل شوه؛ ځکه طالبانو د کندز د سقوط پرمهال وغوښتل، چې له یوې خوا د ښاری سیمو نیولو ته مخه کړی او له بلې خوا په نیول شویو سیمو کې خپلې پښې ټینګې کړی.

د کندز له لومړی سقوط څخه وړاندې، طالبان د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد په چیریکی بریدونو بوخت وو. په ځانګړی ډول په لویو ښارونو کې یې چاودنې کولې او یا یې هلته په وسلو سمبال څو کسیزې ډلې د بریدونو لپاره استولې، چې موخه به یې د هغو سیمو نیول او هلته د خپل تسلط ټینګول نه وو؛ خو د کندز له پېښې وروسته طالبانو د سیمو د نیولو او په نیول شویو سیمو کې د تسلط ټینګولو هڅې پیل کړې. په دې توګه له تېر یوه کال راهیسې له یوې خوا د طالبانو د جګړې تاکتیک بدلون موندلی او له دفاعی دریځ څخه تعقبی دریځ ته اوښتی او له بلې خوا جګړه له کلیو او لرې پرتو سیمو څخه تر ښارونو او د ښارونو تر نیولو پورې رارسېدلې ده.

 

په افغانستان کې د امریکا پوځی تګلاره

له امریکا او ناټو سره د ملی وحدت حکومت له‌خوا د امنیتی تړونونو له لاسلیک کولو سره پرېکړه وشوه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایی سرتېری او ۲۰۰۰ ناټو سرتېری پاتې کېږی او په ۲۰۱۶ کال کې به بیا دغه شمېره نیمایی ته راوړل کېږی؛ خو دغه تګلاره بیا د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې هغه مهال وځنډول شوه، چې کله افغان ولسمشر او اجرائیه رییس امریکا ته په سفر ولاړل. اوباما د خپلو سرتېرو د ایستلو پروسه لږ تم کړه او تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د ۹۸۰۰ سرتېرو شمېرې پر ساتلو موافقه وکړه.  وروسته کله چې د کندز ښار د طالبانو له خوا سقوط شو، نو اوباما خپله دغه تګلاره بیا بدله کړه او ویې ویل، چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېری ساتی او د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ میاشت کې به بیا دغه شمېره ۵۵۰۰ ته راښکته کوی؛ مګر د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې اوباما یوځل بیا اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به یوازې ۸۴۰۰ تنه سرتېری په افغانستان کې وساتی.

په ۲۰۱۵ کال کې د هېواد امنیتی وضعیت خراب شو او دغه وضعیت له یوې خوا په افغانستان کې د امریکا تګلاره متذبذبه کړه او له بلې خوا یې د افغان امنیتی ځواکونو کمزورتیا هم په ډاګه کړه. څه موده وړاندې په وارسا کنفرانس کې نړیوالو پرېکړه وکړه، چې له افغان امنیتی ځواکونو سره به تر ۲۰۲۰ کال پورې مرستې کوی. د امریکا متحده ایالاتو هم د خپلې زړې تګلارې خلاف، په هلمند او کندز ولایتونو کې د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تودې جګړې او په ټوله کې د هېواد د امنیتی وضعیت له خرابېدو سره، هلمند ته تازه سرتېری واستول او له بلې خوا یې خپل هوایی بریدونه هم زیات کړل، چې له کبله یې د هېواد په ختیزو سیمو کې ملکی وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د جګړې په ډګر کې د بهرنیو ځواکونو د رول زیاتېدل به یو ځل بیا د طالب جنګیالیو روحیه پیاوړې کړی.

 

۲۰۱۶ کال او د هېواد امنیتی وضعیت

دا مهال د هېواد امنیتی وضعیت د تېر یوه کال په پرتله ډېر خراب دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان کال د مې او جولای میاشتو په منځ کې د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله وسله‌والې شخړې ۱۴.۷ سلنه زیاتې شوې او په دغو میاشتو کې طالبانو په هلمند، جوزجان، کندز، تخار، اروزګان او یو شمېر نورو ولایتونو او ولسوالیو کې خونړۍ جګړې پیل کړې دی. دغه حالت افغان امنیتی ځواکونه له ډېرو ننګونو سره مخ کړل او یو شمېر ولسوالۍ او د کندز ښار هم د افغان طالبانو له‌خوا سقوط شول.

د مې میاشتې له ۲۰مې د اګسټ تر ۱۵مې پورې ملګرو ملتونو ۵۹۹۶ امنیتی پېښې ثبت کړې، چې دا بیا د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۴.۷ سلنه زیاتوالی ښیی. دغه راز ۲۶۸ د ترور پېښې هم ثبت شوې، چې ۴۰ پکې ناکامې هڅې وې.

له بلې خوا داعش ډلې هم په افغانستان کې له نسبی ماتې وروسته بیا د هېواد په ختیزو سیمو کې سر راپورته کړ او په کابل کې یې د روښنایی غورځنګ په یوه لاریون کې د خونړۍ چاودنې مسؤولیت هم په غاړه واخیست.

په بل اړخ کې بیا حزب اسلامی (حکمتیار) له افغان حکومت سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې که څه هم د هېواد پر امنیتی وضعیت به ډېر اغېز ونه ښندی؛ خو بیا هم داسې اټکل کېږی، چې ښایی په اوږده مهال کې به د هېواد پر امنیتی وضعیت څه نا څه اغېزه ولری.

د هېواد په کچه له وروستیو امنیتی پېښو او په تېره بیا د اروزګان ولایت له سقوط سره مخ کېدو، د کندز ښار بیا ځلې سقوط کېدو او د دې ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې ملکی وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو څخه د هېواد راتلونکی امنیتی وضعیت ته ورپېښې ننګونې په ښه ډول څرګندېږی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *