خُرم: ټرمپ به د امریکا د بهرنی سیاست له سرو کرښو وانه وړی/مرکه

مقدمه

د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره په تېرو څو کلونو کې له بېلابېلو پړاوونو تېره شوه او په یو ډول له تذبذب سره مخ وه. د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو په تړاو څو ځله په خپله تګلاره کې بدلونونه راوستل او له تېر کال راهیسې یې د هوایی بریدونو د زیاتوالی ترڅنګ د جګړې په ډګر کې هم د خپلو ځواکونو رول او واکونه زیات کړی دی. څو میاشتې وړاندې په هلمند ولایت کې ۱۰۰ تنه امریکایی سرتېری ځای پر ځای شول او په هلمند او کندز کې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

امریکایی ځواکونو د ملی وحدت حکومت له جوړېدو راوروسته ګڼ شمېر داسې بریدونه وکړل چې په رڼا ورځ پکې افغان ځواکونه او یا ملکی وګړی په نښه شول او درنې مرګ ژوبلې یې ورواړولې. څو ورځې وړاندې هم دغو ځواکونو په کندز کې د یوه هوایی برید پر مهال تر ۳۰ زیات ملکی وګړی ووژل چې ډېری یې ماشومان وو؛ خو نه یې د دغه کار هدف چا ته څرګند شوی او نه هم ملی وحدت حکومت جدی غبرګون پرې ښیی.

ملی وحدت حکومت نه یوازې دا چې د بهرنیانو د بې‌مسؤولیته بریدونو پوښتنه نه کوی، په نورو برخو کې هم له پراخو ننګونو سره مخ دی؛ خو په بل اړخ کې، دغه حکومت د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامی حزب سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، هغه کار چې له څو کلونو خبرو اترو سره سره، پخوانی حکومت ونه شو کړای.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د رسنیزې څانګې غړی ضیاءالاسلام شیرانی پر همدغو موضوعاتو د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دفتر له رئیس عبدالکریم خرم سره مرکه کړې او لاندې یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوو:

 

لومړۍ پوښتنه مې په افغانستان کې د امریکا د پوځی تګلارې په اړه ده، په ټولیز ډول په افغانستان کې د امریکا پوځی تګلاره څه ډول ارزوئ او ولې دا تګلاره له تذبذب سره مخ ده؟

ځواب: زه فکر کوم په عمده ټکو او اساساتو کې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسی نه بدله شوې او نه هم څه تذبذب پکې راغلی. البته په جزئیاتو او غیر مهمو شیانو کې شاید بدلون راغلی وی؛ خو په کلیاتو، مهمو برخو او اساسی کرښو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. هغه څه چې امریکایانو له لومړی سره غوښتل اوس یې هم غواړی او د هماغو پالیسیو له مخې مخته روان دی. که څه هم افغانستان ته د دوی راتګ اصلاً د یوې پېښې په پایله کې و (د سپټمبر د ۱۱ پېښه) خو وروسته دوی دلته نور اهداف تعقیب کړل او له همدې کبله پر دوی شک کېږی، چې ګواکې دوی د سپټمبر د ۱۱ له پېښې مخکې هم غوښتل چې افغانستان ته راشی.

څه فکر کوئ، ایا د امریکا د نوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ له واک ته رسېدو سره به په افغانستان کې د امریکا په پالیسۍ کې څه بدلون راشی؟

ځواب: دا خو یو واقعیت دی چې ټرامپ یو متفاوت سیاست‌مدار دی، حتی تر دې چې دی د جمهوری غوښتونکو سم استازیتوب هم نه کوی، ځکه د جمهوری غوښتونکو ډېری مهم مشران هم د ده خلاف دی. داسې وبوله لکه ټرامپ چې یو جلا ګوند وی. نو ځکه زه فکر کوم چې د امریکا په پالیسۍ کې به بدلون راشی؛ خو دا باید په پام کې ولرو چې د اساسی مسایلو په تړاو به، چې د امریکا لپاره سرې کرښې دی، د امریکا هغه بنسټونه او ادارې چې د امریکا سیاست پر مخ وړی، ده ته دا وضعیت تشرېح کړی. که چېرې د افغانستان جګړه او ناامنی خپله امریکا د کوم لوی هدف لپاره ترسره کوی، نو دا شاید ده ته تشرېح کړی او دی به هم دا جنګ قبول کړی. نو زه فکر کوم یو څه تغییر به راشی؛ مګر په هغو مواردو کې به، چې د امریکا حیاتی ګټې پکې نغښتې دی، دی خپله ځان عیار کړی.

په افغانستان کې د جګړې ډګر ته د امریکایی سرتېرو بېرته ستنېدل، د شپنیو عملیاتو او هوایی بریدونو زیاتول، د افغان پوځیانو او عامو خلکو په نښه کول او ورته نورې کړنې د څه ښکارندویی کوی؟ ستاسو په نظر امریکا په افغانستان کې بالاخره څه کول غواړی؟

ځواب: امریکا خپل اهداف لری او دا اهداف د افغانستان له پولو دباندې او د سیمې په کچه دی. دوی یادو اهدافو ته د رسېدلو لپاره تر نن ورځې پورې د جګړې دوام اړین بولی او همدا لامل دی، چې دوی افغان ځواکونه او وسله‌وال مخالفین د تساوی او تعادل په حالت کې ساتی، ترڅو یو لوری هم پر بل غالب نشی. زما په نظر، دوی اصلاً له جنګه وتلی نه وو چې بېرته داخل شی. یوازې دومره وه چې پخوانی حکومت د دوی پر ځینو عملیاتو محدویتونه لګولی وو، لکه: شپنی عملیات، بمبارۍ او… خو متأسفانه د امریکا دفاع وزیر بېرته خپلو پوځیانو ته دا صلاحیتونه ورکړل او متأسفانه زموږ حکومت هم په یوه انفعالی او یوه داسې حالت کې دی چې شاید چا ترې پوښتنه هم نه وی کړې چې آیا ستاسو په دې کار کې خوښه ده او کنه؟ او که پوښتنه هم ترې شوې وی شاید خپل نظر به یې نه درلود. څه چې امریکا ویلی، دوی هم ورسره تایید کړی دی. خو په ټولیز ډول ویلی شو، چې اصلاً جنګ بند شوی نه دی، یوازې په ځینو برخو کې یو څه محدودیتونه وضع شوی وو، هغه هم اوس بېرته لرې شوی او دوی غواړی چې دا جنګ دوام ولری.

تاسو وویل چې امریکا په سیمه کې ځانګړی اهداف لری، که مشخصاً ووایئ چې دوی څه اهداف لری؟

ځواب: کله چې اته کاله وړاندې اوباما واک ته ورسېد، ده وویل چې له چین سره زموږ د اړیکو مسئله د راتلونکې یوې پېړۍ مسئله ده. چین داسې یو هېواد دی چې ډېر په چټکۍ سره پرمخ روان دی او د لوېدیځ له تمدن څخه بهر یو هېواد دی. د چین محدود ساتل او داسې شرایط برابرول چې چین نور پرمختګ ونه شی کړای، د امریکا لپاره یوه حیاتی مسئله ده. امریکا فکر کوی چې که دې مسئلې ته متوجه نه شی، چین به زیات پرمختګ وکړی او امریکا به شاته پرېږدی؛ چې هغه مهال به بیا د امریکا اوسنی حالت، چې په نړۍ کې یوزاېنی زبرځواک دی، له ننګونې سره مخ کړی.

بل پلو، د ولادمیر پوتین له راتګ سره د روسیې پرمختګ هم امریکا اندېښمنه کړې؛ ځکه روسیې هم په نړیواله کچه یو ځانګړی ځای، غږ او قدرت خپل کړی او امریکا غواړی چې د دوی د پرمختګ مخه هم ډب کړی. دغه راز په دې سیمه کې زموږ ګاونډی هېواد ایران هم دی. هندوستان هم هغه هېواد دی، چې که په اوسنی ډول پرمخ ولاړ شی، یو لوی قدرت به ترې جوړ شی. ځکه نو په سیمه کې د امریکا د حضور هدف دا دی، چې په نړۍ کې د امریکا دا شان او دبدبه له ګواښ سره مخامخ نشی او هڅه کوی چې په سمیه کې دا مخ پر ودې قدرتونه کنټرول کړی.

د افغان جګړې په ډګر کې د امریکایی ځواکونو د حضور او رول زیاتوالی به د سولې په بهیر او د جګړې پر ډګر څه اغیزې ولری؟

ځواب: دوی د جګړې ډګر ته د سرتېرو ستنېدلو په خبرې سره، د افغانانو له ذهن سره د الفاظو یوه لوبه کوی. کله چې پخوانی حکومت د امنیتی تړون له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه، هغه وخت هم دوی ډېر پروپاګند کاوه؛ کله به یې ویل خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسو، کله به یې ویل په افغانستان کې به خپل سرتېری راکم کړو، کله به یې څه ویل او کله څه. اصلاً دوی خپل ځواکونه هېڅکله داسې حالت ته نه دی رسولی، چې د دوی په ټاکلو اهدافو کې کوم خند او ځنډ راشی. خو که د جګړې ډګر ته د ستنېدلو خبره ومنو، نو د جګړې په ډګر کې د دوی رول زیاتېدل طبعاً سولې ته زیان رسوی.

په ټوله کې باید ووایو، چې امریکا هیڅکله په افغانستان کې سوله غوښتې نه ده. نه یې پخوا سولې ته اجازه ورکړې او نه هم تراوسه داسې مرحلې ته رسېدلې چې سوله وغواړی. دوی د اوس لپاره د جګړې دوام غواړی.

ستاسو په نظر له امریکا سره د افغان حکومت امنیتی تړون افغانستان ته څه ورکړل او تر دې دمه یې په هېواد څه اغیزې کړې دی؟

ځواب: امنیتی تړون په مثبت اړخ کې تر دې دمه افغانستان ته هېڅ نه دی ورکړی؛ خو په منفی اړخ کې یې ډېر څه ورکړی او ډېرې بدې پایلې یې لرلې دی. پخوانی حکومت هم له همدې وېرې دا تړون لاسلیک نه کړ؛ ځکه په دې معامله کې هېڅ کوم تضمین موجود نه و او موږ یې پایلې او راتلونکی ډېر خراب ارزولی وو، چې همداسې وهم شول او نن یې پایلې موږ تاسو ګورو.

که د سولې پروسې ته راشو، د افغان حکومت او حزب اسلامی (حکمتیار) ترمنځ سوله به د دولت پر نورو مخالفو وسله‌والو ډلو او د هېواد پر روان وضعیت څومره اغیز وکړی؟

ځواب: هر ګام چې د سولې په برخه کې اخیستل کېږې، یو نیک عمل دی او موږ یې باید هرکلی وکړو. له حزب اسلامی سره سوله یو ښه کار دی؛ خو زما په اند، اغېز به یې هومره هم نه وی چې جګړه بنده شی. موږ وینو چې حزب اسلامی سوله کړې، هوکړه‌لیک یې لاسلیک کړی او اوربند یې کړی؛ خو بیا هم جګړه روانه ده، ښه بېلګه یې د کندز جګړه ده چې له دغې هوکړې وروسته نوره هم شدیده شوه. نو زما په نظر پر روان وضعیت یې کوم تاثیر نه دی کړی.

دا چې ملی وحدت حکومت وتوانېد له اسلامی حزب سره د سولې هوکړې ته ورسېږی، تاسو هم د پخوانی حکومت یو لوړپوړی چارواکی وئ، پخوانی حکومت ولې ونه توانېد چې له دغه حزب سره د سولې هوکړې ته ورسېږی؟

ځواب: زه تاسو ته یوه کیسه کوم، تاسو په دې اړه برداشت ترې کولی شئ. په ۱۳۹۱ کال کې د حزب اسلامی یو پلاوی د ډاکتر غیرت بهیر په مشرۍ کابل ته راغلی و او موږ له دوی سره د سولې په خبرو اترو بوخت وو او نظرونه مو هم ډېر سره نږدې شوی وو. په همدې وخت کې د هوایی ډګر پر سړک یو ځانمرګی برید وشو او د یوه بهرنی شرکت څو بهرنی کارکوونکی پکې ووژل شول. وروسته وویل شول چې دا برید یوې ځوانې ښځې کړی او د هارون زرغون په نوم د حزب اسلامی یوه ویاند یې مسؤولیت په غاړه واخېست. پخوانی ولسمشر ماته وویل چې ورشه پلاوی ته ووایه چې دلته خبرې روانې دی، تاسو د سولې پیغام راوړئ، د سولې هڅې روانې دی، د خبرو په جریان کې داسې یو عمل کېږی او بیا یې حزب مسؤولیت په غاړه اخلی؟ پلاوی وویل چې موږ به یې معلومات وکړو؛ خو کله چې دوی معلومات وکړل، ماته یې وویل چې دا کار موږ نه دی کړی. بیا مو ترې وغوښتل چې تاسی دا برید رد کړئ، خو هغه کار هم دوی د خپلو ځینو محدودیتونو له کبله، چې زه دلته پرې تبصره نه کوم، ونه کړ. مهمه دا ده چې له حزب اسلامی سره د سولې خبرې روانې وې چې یو ځانمرګی برید وشو او په حزب اسلامی ور واړول شو. دا برید د هغو بهرنیانو کار و چې نه یې غوښتل دا سوله وشی. نن هماغو بهرنیانو وغوښتل چې دا سوله وشی؛ ځکه تاسو ولیدل په هغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه او د مشرانو او سیاسیونو له ډلې هغه کسان چې د حکمتیار سیوری په ټوپک ولی، ټول ورته چوپ ناست وو او ده ورته ۴۵ یا ۵۰ دقیقې خبرې کولې. زما مطلق یقین دا دی چې دوی ته ویل شوی وو، چې داسې وکړئ، کنه هر یوه به د مخالفت بیرغ پورته کړی و. خلاصه خبره دا ده چې هغه وخت خارجیانو نه غوښتل چې سوله وشی، خو اوس یې وغوښتل چې سوله وشی او ټولو ته یې وویل چې دا سوله ومنئ، اما زه اوس هم شک لرم چې ترشا به یې د دوی کوم پلان وی؛ خو زه نه غواړم په اړه یې اوس څه ووایم.

څه فکر کوئ آیا د ښاغلی حکمتیار له راتګ سره به له دغه ګوند څخه نورې جلا شوې ډلې بېرته سره یو ځای شی؟

ځواب: زما برداشت خو دا دی چې که چېرې انجینر صاحب (حکمتیار) کابل ته راشی، نو د حزب ټولې جلا شوې ډلې به بېرته پرې راټولې شی. ځکه زه په دغو ډلو کې یوه هم داسې ډله نه وینم چې په قوت سره د ده مخالفت وکړی.

انجنیر ګلبدین حکمتیار به په اوسنی وخت کې د سیاست ډګر ته په راتګ سره، له کومو ننګونو سره مخ وی؟

ځواب: لومړی خو مې هیله دا ده چې نړیوال داسې څه ونه کړی چې دا سوله په کومه لانجه بدله شی. اوس به موږ فرض کړو چې دا سوله واقعاً وشوه او حکمتیار صاحب هم کابل ته راغی. زما په نظر د ده پر وړاندې به څو عمده ننګونې وی. لومړی دا چې نظر هغه وخت ته چې ده د جهاد مشری کوله یا یې د مجاهدینو د حکومت پرمهال د صدارت دنده په غاړه لرله، اوس له نړۍ سره په اړیکو کې بدلونونه راغلی. دا بدلونونه باید حکمتیار صاحب درک کړی، حزب او ځان ورسره عیار کړی؛ دا به یې یوه ننګونه وی. دویم دا چې په افغانی ټولنه کې هم ډېر تغیرات وارد شوی او دی باید ځان ورسره عیار کړی، لکه: د بیان آزادی، مدنی ټولنې او… په نړیواله کچه هم ډېر تغیرات راغلی چې دا تغیرات به هم ده ته یوه ننګونه وی. بل ډېر مهم کار چې د ده په مخ کې به پروت وی او دی یې ډېر ښه کولای شی، هغه د ملی وحدت ټینګول دی؛ ځکه حزب اسلامی یو افغانستان شموله حزب و او په ټولو سیمو کې یې غړی درلودل. تر ټولو مهمه او اصلی خبره بیا دا ده، چې د امریکا دسیسې ته باید ډېر متوجه واوسی ترڅو دا سوله په کومه لانجه تبدیله نه کړی.

د ملی یوالی حکومت اوسنیو ستونزو ته په کتلو، تاسو د دغه حکومت راتلونکی څنګه ارزوئ؟

ځواب: زما په نظر ملی وحدت حکومت باید لومړی هغه ژمنې عملی کړی چې د حکومت د جوړېدو پر مهال یې کړې وې او مهم یې د اساسی قانون د لویې جرګې جوړول دی؛ ترڅو داخلی تناقضات او د اساسی قانون خلاف وضعیت ته حل لاره پیدا شی. لومړی باید دا معلومه کړی چې دا څه ډول حکومت دی، ځکه داسې یو حکومت د افغانستان په اساسی قانون کې نشته، زموږ په سیاسی عرف کې نشته دا یو نوی او له قانونه وتلی جوړښت دی. نو ځکه لومړی باید دا ستونزه هواره کړی بیا وروسته د هېواد نورو اساسی قضایاوو لکه امنیت، ملی یووالی او نورو ته پاملرنه وکړی. په ټولیز ډول د حکومت د برخلیک په اړه ویلی شو، چې که حکومت په اوسنی ډول روان وی دا درې راتلونکی کلونه به هم همداسې تېر شی؛ خو هېواد او هېوادوال به ډېر پکې خراب شی. خلک به پکې ډېر ضرر ووینی.

د وروستۍ پوښتنې په توګه، په افغانستان کې د روانو سیاسی، امنیتی او نورو ستونزو د حل لپاره، تر ټولو اړین ګام څه ګڼئ؟

ځواب: زما په نظر له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره لومړی باید له امریکا سره خبره سپینه شی، ځکه دا وضعیت موږ ته امریکا راوستی دی. موږ ولې په دې سترګې پټې کړو، خو له بده مرغه زموږ سیاسیون له دې کبله چې په امریکا پورې تړلی دی او نه غواړی چې امریکا خفه کړی، نشی کولای د امریکا خلاف خبره وکړی او روانو ناخوالو ته نور نور دلایل راپیدا کوی، مثلا: په امنیتی برخه کې وایی چې لازمه همغږی نشته، داعش ډله پیدا شوې او داسې نور غیر واقعی تحلیلونه وړاندې کوی؛ خو اصلاً خبره دا ده چې دا ستونزې موږ ته امریکا پیدا کړې او باید له امریکا سره خبرې وشی. زما په نظر خبرې باید داسې وی چې امریکا ته وویل شی: که چېرې تاسې نه توانیږئ چې سوله راولئ! جنګ بند کړئ! او تروریزم له منځه یوسئ! چې همدا د ماتې په معنا دی، یعنې که مو ماتې خوړلې وی؛ نو له افغان مشرانو سره په ګډه یوه حل‌لاره ورته پیدا کړئ؛ خو که تاسو وایئ چې موږ بریالی یو او بل خوا موږ وینو چې هره ورځ یوه نوې وسله‌واله ډله په نورو وراضافه کېږی، ناامنی او فقر نور هم زیاتېږی؛ نو برداشت داسې کېږی، چې دا حالت او خرابی تاسو په خپله غواړئ.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *