افغان-امارات اړیکې؛ د دیپلوماتانو له وژل کېدو وروسته

 

په افغانستان کې د متحده عربی اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبی، چې د تېرې جنورۍ په ۱۰مه په کندهار کې د والی په دفتر کې د چاودنې له کبله ټپی شوی و، تېره اوونۍ د ژورو ټپونو له کبله د اماراتو په یوه روغتون کې ساه ورکړه. په هغه چاودنه کې، د عربی متحده اماراتو د پنځو دیپلوماتانو ترڅنګ ۱۱ تنه نور هم وژل شوی وو، چې د کندهار مرستیال والی عبدالعلی شمسی، د افغانستان د مشرانو جرګې سناتور سراج الدین صفری، د ولسی جرګې غړی بازمحمد جوزجانی، د کندهار ولایت د بهرنیو اړیکو رییس شاه احمد سعید او افغان ډیپلومات یما قریشی هم پکې شامل وو.

له بلې خوا تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غنی هم، په کندهار کې د عربی متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو له وژل کېدو وروسته، په یوه رسمی سفر متحده عربی اماراتو ته ولاړ او هلته یې د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ، د وژل شوو دیپلوماتانو له کورنیو سره هم ولیدل.

دا چې د ملی یووالی حکومت پرمهال افغان-امارات اړیکې څرنګه وې، په تېره بیا په کندهار کې د دیپلوماتانو او سفیر له وژل کېدو وروسته په کوم وضعیت کې دی او د همدې خونړۍ پېښې په تناظر کې به د دوه‌اړخیزو اړیکو راتلونکی څرنګه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

 

افغان-امارات اړیکې؛ یوه لنډه مخینه

افغانستان له متحده عربی اماراتو سره تاریخی، سیاسی او کلتوری اړیکې لری. د دواړو هېوادونو ترمنځ په لومړی ځل دیپلوماتیکی اړیکې په ۱۹۷۳ کال کې پیل شوې؛ خو د افغان جهاد پرمهال (۱۹۸۰-۱۹۸۹) له افغان مجاهدینو او افغان کډوالو سره د متحده اماراتو بشری او مالی مرستې د بل هر وخت په پرتله زیاتې وې. کله چې د ډاکتر نجیب حکومت ړنګ شو، نو په کابل کې یې سفارت پرانیست؛ خو د کورنۍ جګړې له پیلېدو سره دغه سفارت بېرته وتړل شو. وروسته په دویم ځل دغه سفارت په ۲۰۰۴ کال کې بیا پرانیستل شو.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغان ولسمشر حامد کرزی او د بهرنیو چارو پخوانیو وزیرانو هم څو ځله عربی متحده اماراتو ته سفرونه کړی او په دې لړ کې یې، په ۲۰۱۳ کال کې یو امنیتی تړون هم لاسلیک کړ.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې، متحده عربی امارات یو له هغو اسلامی هېوادونو څخه دی، چې په افغانستان کې د بشری موخو لپاره پوځی حضور لری او د افغانستان په بیارغونه او زېربنایی کارونو کې یې زیاته ونډه اخیستې ده. د بېلګې په ډول له ۲۰۰۱ کال راهیسې، متحده اماراتو له افغانستان سره د روغتیا، زېربناوو جوړولو (سړک، ښوونځی، جومات، پوهنتون (د خوست شیخ زاید پوهنتون)، روغتون) په برخه کې مرستې کړې دی. د یوې سرچینې له قوله، عربی اماراتو په دغه برخه کې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د ۱.۵ ملیارده ډالرو په ارزښت مرستې کړې دی.

په بل اړخ کې عربی متحده امارات، له افغانستان سره د پولیو په ختمولو او د ماشومانو د واکسیناسیون په برخه کې هم پراخې مرستې کوی. د پولیو ختمولو د پروګرام له مخې به، چې ډېره پاملرنه یې افغانستان او پاکستان ته ده، عربی امارات تر ۲۰۱۸ کال پورې ۱۲۰ میلیون ډالره ځانګړی کړی. دغه راز ۶۶ میلیون ډالره د (Pneumococcal and Pentavalent) واکسینونو ته هم ځانګړی شوی او د ماشومانو د تغذیې په برخه کې هم له افغانستان سره همکاری کوی.  

په افغانستان کې د اماراتو د سفیر له قوله، تراوسه یې په افغانستان کې ۱۸۷۰۰ افغان ملا امامان روزلی، د ۱۳۰۰ نورو ملا امامانو روزنه هم په پام کې ده، چې له دې ډلې به ۳۴۰ تنه ملا امامان ډېر ژر د لوړو زده‌کړو لپاره الازهر پوهنتون ته هم واستول شی.

 

د ملی یووالی حکومت پرمهال افغان-امارات اړیکې

د ملی یووالی حکومت پرمهال د افغانستان او متحده عربی اماراتو ترمنځ اړیکې پراخې شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه‌لیکونه او تړونونه لاسلیک شول او دغه راز دُبۍ ته د افغان لوړ پوړو چارواکو سفرونه هم زیات شول. د بېلګې په توګه افغان ولسمشر اشرف غنی دوه ځله، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال یو ځل، د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو څو ځله متحده اماراتو ته سفرونه وکړل.

دغه مهال په افغان-امارات اړیکو کې درې ټکی د پام وړ دی:

لومړی؛ افغانستان د یمن په جګړه کې د سعودی عربستان او عربی اماراتو پر ملاتړ اعلامیه خپره کړه او هم د تروریزم پرضد د سعودی په مشرۍ په اېتلاف کې شامل شو.  په بل اړخ کې د یمن په جګړه کې د سعودی عربستان پر پلویتوب د پاکستان له‌خوا د اعلامیې نه صادرولو او د پوځ نه لېږلو د اسلام‌آباد-دُبۍ پر اړیکو سیوری وغوړاوه.

دویم؛ په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان او عربی متحده اماراتو د اوږدمهاله ستراتېژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې پر امنیتی همکارۍ او د تروریزم پرضد جګړې یې ټینګار کاوه.

درېیم؛ د کندهار په چاودنه کې د متحده عربی اماراتو پنځه دیپلوماتان او ټپی شوی سفیر ووژل شول.

 

د دیپلوماتانو او سفیر له وژل کېدو وروسته کابل-دُبۍ اړیکې

که څه هم په پورتنیو دوو پرمختګونو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د نږدې کېدو هڅې وشوې او له کبله یې کابل-دُبۍ اړیکې په ښه لوری روانې وې؛ خو د کندهار خونړۍ پېښې دوه‌اړخیزې اړیکې یو ځل بیا وننګولې.

د کندهار له خونړۍ پېښې وروسته، افغان حکومت، ناټو او اماراتو دریواړو د پېښې په تړاو د تحقیقاتو کولو پریکړه وکړه. که څه هم د ناټو او اماراتو تحقیقات تراوسه نه دی څرګند شوی؛ خو بیا هم په لومړی سر کې افغان حکومت د پېښې مسؤولیت پر طالبانو واچاوه او د پېښې طرحه یې له هېواده بهر جوړه شوې وبلله. په بل اړخ کې طالبانو د دغې پیښې مسؤولیت ونه مانه او دا یې د کندهار د چارواکو ترمنځ داخلی شخړه وبلله. دغه وضعیت حالات پېچلې کړل او همدا لامل و، چې لومړی د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی او بیا د افغان ولسمشر اشرف غنی په مشرۍ افغان پلاوی اماراتو ته په همدې تړاو سفرونه وکړل.

خو بیا هم، په یوه داسې مهال چې په افغانستان کې امنیتی وضعیت د بل هر وخت په پرتله زیات ګواښونکی او خونړی دی، په دا ډول چاودنو کې د افغانستان د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ ان جهادی رهبران هم وژل شوی، د نورو هېوادونو استخبارات، له ایران سره پر پولې د سُنی عربی هېواد زیاتېدونکی نفوذ او یو شمېر نور عوامل په دې پېښه کې د نورو بهرنیو عواملو شتون ته اشاره کوی.

 

د افغان-امارات اړیکو راتلونکی

که څه هم په څرګنده توګه دواړو افغانستان او متحده عربی اماراتو ویلی، چې د کندهار پېښه به په دوه‌اړخیزو اړیکو سیوری ونه غوړوی؛ خو بیا هم دغې پېښې په لنډمهال کې یو څه بې‌باوری رامنځته کړې او دا بې‌باوری به هغه مهال لا زیاته شی، که د کندهار یو شمېر چارواکی پکې ښکېل ثابت شی.

له دې هر څه سره سره، د حکومتونو ترمنځ له اړیکو پرته، افغانستان او متحده عربی امارات د خلکو او سوداګرو ترمنځ پراخې اړیکې لری. اوسمهال تقریباً له یو نیم لکو زیات افغان کاریګر په اماراتو کې په کار بوخت دی او د افغان سفارت د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۰۴ کال پورې په دُبۍ کې د افغان سوداګرو شتمنی له ۴ ملیارده ډالرو زیاته وه. خو کله چې په هېواد کې امنیتی وضعیت خراب شو او دغه راز په اماراتو کې د غیرمنقولې دارایۍ او جایدادونو کاروبار کې ګټه زیاته شوه، نو ډېری افغان سوداګرو هلته ځایونه هم واخیستل. د بېلګې په توګه یوازې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې تقریباً ۶۰ میلیون ډالره پانګونه وکړه.

له همدې ځایه ده، چې د کندهار له پېښې وروسته د متحده عربی اماراتو د لوړپوړو چارواکو د توندو څرګندونو او غبرګون په نه شتون (د یوه امنیتی چارواکی له څرګندونو پرته) او  پراخو دوه‌اړخیزو اړیکو ته په کتلو سره، ښایی د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابې نه شی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *