د مصر مرستیال سفیر د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له مشرتابه سره وکتل

 

په افغانستان کې د مصر سفارت مرستیال ابراهیم ممدوح فوده د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څخه لیدنه وکړه.

په دغه ملاقات کې چې د زمری میاشتې په ۲۲مه (۱۳۹۶) وشو، ښاغلی ممدوح فوده د خپلې لیدنې موخه د مرکز اغېزناکو فعالیتونو ته په کتلو سره، د دغه مرکز په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کول وبلل.

په سر کې ښاغلی ممدوح فوده د افغانستان د وضعیت په تړاو د مصر لیدلوری ته اشاره وکړه. نوموړی وویل، چې دوی ته په اوسنی وخت کې په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت خورا مهمه خو په ورته وخت کې ډېره پېچلې قضیه ښکاری. د دې ترڅنګ یې په افغانستان کې د مصر د ځینو ښوونیزو بنسټونو او فعالیتونو په یادونې سره زیاته کړه، چې دوی هڅه کوی په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوی.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقی امین د مصر مرستیال سفر له راتګ څخه مننه وکړه او د مرکز ځینو مهمو فعالیتونو ته په اشارې سره یې وویل: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د څېړنو او فعالیتونو تمرکز تر ډېره په هېواد کې د روانو ستونزو د هواری په حل‌لارو دی.

د مرکز د علمی شورا مشر دکتور مصباح الله عبدالباقی هم په خپلو خبرو کې د مصر او افغانستان پر اړیکو رڼا واچوله او په ځانګړی ډول یې په مصر کې د افغان محصلینو ځینو ستونزو او د هغو د هواری اړتیا ته اشاره وکړه. نوموړی دغه راز وویل، چې مصر د اسلامی نړۍ یو مهم هېواد دی او مرکز غواړی په هغه هېواد کې له څېړنیزو مرکزونو سره اړیکې او ګډې همکارۍ ولری. ښاغلی ممدوح فوده هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *