د سولې پروسه؛ د خبرو اترو د پیل لپاره خبرې اترې

 

ټاکل شوې وه، د روانې میلادی میاشتې (نوامبر) په پیل کې په دُبۍ کې د افغان سیاستوالو، د مدنی ټولنې د غړو او په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د غړو ترمنځ خبرې اترې پیل شی؛ خو د افغانستان د سولې مطالعاتو نادولتی سازمان، چې دا پروسه یې تنظیموله، ویلی چې په دُبۍ کې دا ډول خبرې اترې د اوس لپاره وځنډېدې.

که څه هم تراوسه معلومه نه ده، چې دغه خبرې اترې ولې وځنډېدې؛ خو د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې د دغه کنفرانس موخه دا نه وه، چې د افغانستان د سولې عالی شورا غړی له طالبانو سره ووینی.

له دې وړاندې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو یو شمېر نړیوالو موسسو داسې غونډې په قطر، جاپان، جرمنی، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو کې جوړې کړې دی؛ خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.

 

د ملی یووالی حکومت د سولې تګلارې ته لنډه کتنه

د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راهیسې، د افغانستان د جګړې ختمول، د امنیتی ځواکونو پیاوړی کول او د سولې پروسه د هېواد د بهرنی سیاست مهم عنصرونه وو. د وروستی هغه په موخه افغان ولسمشر د خپلو بهرنیو سفرونو لړۍ له چین، سعودی او پاکستان څخه پیل کړه او د سولې پروسه کې یې د اسلام‌اباد د پاملرنې زیاتولو په موخه دوی ته ګڼ امتیازات ورکړل. له همدې امله هم د سولې په تړاو د کابل ډېره تکیه پر پاکستان وه. د افغانستان د سولې په تړاو له پاکستان او چین سره یوځای درې‌اړخیزې هڅې هم پیل شوې، چې د ارومچی یوه ناسته یې ښکارندویی کوی. دا هڅه هم وشوه، چې په هغو درې‌اړخیزو ناستو کې د طالبانو له ګډون سره، خبرې اترې څلوراړخیزې کړی؛ ځکه د ارومچی ناستې تر ډېره د افغان طالبانو د اصلی لوری استازیتوب نه شو کولای.

ملی یووالی حکومت، په دغه ټول بهیر کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې یوازې د مری د خبرو اترو بریا درلوده؛ خو هغه پروسه هم د ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو سره تم شوه. وروسته د پاکستان، چین، افغانستان او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزې خبرې اترې هم پیل شوې؛ خو هغې پروسې هم په عملی ډګر کې بریالیتوب نه درلود او طالبانو پکې له ګډون څخه انکار وکړ، چې له کبله یې مخامخ خبرو اترو ته لاره خلاصه نه شوه. د هغې پروسې د ناکامۍ یو عمده لامل، افغان طالبانو ته په سمه توګه د بلنې ورکولو پر ځای دوی ته د پاکستان له لارې بلنه ورلېږل وو او ترڅنګ یې دې پالیسۍ هم رول درلود، چې که دوی خبرو اترو ته حاضر نه شی، نو د دوی پرضد به ګامونه اخیستل کېږی. که څه هم پاکستان د سولې په څلور اړخیزه پروسه کې دا خبره ومنله او د داسې کولو ژمنې یې هم وکړې؛ خو وروسته یې بیا هېڅ ونه کړل.

 

د سولې پروسه باید د پېښو قربانی نه شی!

له بده مرغه تېر تاریخ جوتوی، چې هر کله د سولې په پروسه کې وړوکی پرمختګ هم لیدل شوی، نو دا بیا ډېر ژر د خونړیو پیښو قربانی شوې ده. د سولې پروسه په هېڅ ځای کې هم داسې پرمخ نه ده تللې، چې جګړه پکې درول شوې وی، بلکې د جګړې درول د سولې له تړون او موافقې وروسته راځی. دا چې افغان طالبان خپله جګړه ودروی او له افغان حکومت سره سولې ته غاړه کېږدی، دا همغسې معنا لری، چې افغان ځواکونه دې هم د طالبانو پر وړاندې خپله جګړه ودروی، د هېڅ طالب مخه ونه نیسی، نور چې هر څه پېښېږی!

دغه راز، افغان طالبان هم باید دا درک کړی، چې دوی هم باید د ټرمپ د تګلارې د اعلان او د افغان حکومت له جنګی دریځ سره سره خبرو اترو ته غاړه کېږدی. ځکه د ویتنام په اوږده جګړه کې هم د امریکا او د هوچی من د سرتېرو ترمنځ هم جګړه روانه وه او هم خبرې اترې. خو په پای کې د پاریس د موافقې له مخې امریکایی سرتېری له ویتنام څخه ووتل.

 

د سولې پروسه؛ آیا ریښتیا هم د سولې پروسه ده؟

تېره میاشت (اکتوبر) په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه په شپاړسم کال ودرېده. دا جګړه نه یوازې دا چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده؛ بلکې د افغانستان په وروستی درې‌سوه کلن تاریخ کې هم د بهرنیانو له‌خوا یوه بې‌نظیره او اوږده جګړه ده.

که څه هم په رسمی توګه افغان حکومت ان په ۲۰۰۵ میلادی کال کې د سولې په تړاو د تحکیم صلح کمیسیون جوړ کړ؛ خو دا دی له هغه وروسته، دوولس کلونه اوړی او اوس هم د سولې په ډګر کې د حکومت ګام صفر دی.

اوس هم، د افغان حکومتغټ ارمان دا دی، چې وسله‌وال مخالفین د سولې خبرو اترو ته کېنوی. له همدې ځایه ده چې موږ وایو دا د سولې خبرې اترې نه دی، بلکې د حکومت د خبرو اترو لویه موخه دا ده، چې یو ځل په څه طریقه وسله‌وال مخالفین د سولې پر میز کېنوی.

دا د ډېر تعجب وړ ده، چې افغان حکومت د دې پرځای چې د خپلو پالیسیو او تګلارو له مخې سولې ته زمینه برابره کړی، د باور جوړونې پلونه جوړ کړی، ټول زور او تکیه یې په همدې ده، چې د زور له لارې افغان طالبان د سولې مېز ته راکش کړی.

افغان حکومت باید د سوېلی اسیا او افغانستان په تړاو د ټرمپ د تګلارې وروسته هم، د سولې پروسه روانه وساتی او خپله ټوله پاملرنه دې تګلارې ته وقف نه کړی. ځکه تاریخ او پخوانیو تجربو دا ثابته کړې، چې یوازې د جګړې له لارې د سولې راتګ ناممکن دی. له همدې ځایه باید په یوه داسې مهال چې په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه د امریکا ځواک مخ پر کمېدو دی، په افغانستان او سیمه کې د روسیې مداخلې بیا ظهور کوی، د تېر په پرتله په افغانستان کې امریکایی ځواکونه کم دی او طالبان هم د بل هر وخت په پرتله هم په دیپلوماتیک او هم په نظامی ډګر کې پیاوړی دی، نو د سولې خبرو پر مخ لارې بندې نه کړی؛ ځکه روانه جګړه به بیا هم پر خبرو اترو پای ته رسېږی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *