د افغان سولې په اړه وروستي پرمختګونه او شته هیلې

 

په مسکو کې د افغان سولې په اړه له وروستۍ غونډې را وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، د افغانستان په ګډون د سیمې ځینې هېوادونو ته یو ځل بیا سفر وکړ. په دغه سفر کې نوموړي په قطر کې له طالب چارواکو سره د دويم ځل لپاره وکتل.

خلیلزاد قطر ته له سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو او تېره اوونۍ یې په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو په ګډون له ټولو ښکېلو لورو سره په خبرو بوخت دی، خو تراوسه د کوم مهم پرمختګ اعلان نه شي کولی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته هيله‌من دی.

په افغانستان کې د روانې ۱۷ کلنې جګړې د پای رسولو لپاره د خلیلزاد نوی ماموریت، په دغه هېواد کې د سولې ټينګښت ته شته هیلې او دا چې د افغان سولې پر وړاندې لا هم کومې ننګونې موجودې دي؟ هغه موضوعات دي چې دلته یې په اړه بحث شوی دی.

 

د خلیلزاد ماموریت

امریکا په افغانستان کې له ۱۷ کاله خونړۍ جګړې وروسته بالآخره دې پایلې ته ورسېده، چې د نظامي فشارونو له لارې افغان جګړه نه شي ګټلی او په افغانستان کې د دوی روانه جګړه له بن‌بست سره مخ ده. همدا لامل دی، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لار غوره کړې ده.

امریکا په همدې موخه، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې زلمی خلیلزاد – چې یو افغاني الاصله امریکایي سیاست‌مدار دی او نوموړی د افغاني کلتور، ټولنیز ژوند، ژبو او سیاست په باب پوره معلومات لري او هم د افغانستان په تړاو له څلورو امریکایي ادارو سره د کار کولو او سلا مشورو په برخه کې د پام وړ تجربه لري ـ د افغانستان د سولې بهير د رهبري کولو لپاره وټاکه؛ تر څو له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه د خبرو اترو او يوې هوکړې ته د رسېدو په موخه هڅې وکړي.

خلیلزاد د خپل نوي ماموریت پیل د افغان سولې په تړاو د همغږۍ رامنځته کولو په موخه، د افغانستان په ګډون پنځو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر) ته په لس ورځني سفر سره وکړ.

نوموړي په دې لړ کې لومړی افغانستان ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره پر کتلو سربېره، له یو شمېر افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو سره هم جلا جلا وکتل. دغه‌راز نوموړی له کابل وروسته پاکستان ته ولاړ او په اسلام‌آباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه د خبرو ترڅنګ، له دوی څخه د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه. پر پاکستان سربېره زلمي خلیلزاد سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړل.

د دغو هڅو په پایله کې په قطر کې د طالب چارواکو او امریکایي استازو ترمنځ مخامخ خبرې وشوې او دغو خبرو د افغان سولې په اړه له خلکو سره نوې هیلې پیدا کړې. ځکه د همدغو خبرو  په پایله کې د طالبانو ځېنې مهم چارواکي په پاکستان کې له زندانه خوشې کړای شول. دغه‌راز هغه پنځه طالب چاوراکي هم، چې څو کاله وړاندې له ګواتنامو زندان څخه را خوشې شوي وو، په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره یو ځای شول، تر څو د سولې په خبرو کې ونډه واخلي.

خليلزاد له دغه سفر وروسته یو ځل بیا د افغانستان په ګډون د سيمې هېوادونو ته خپل دويم سفر هم وکړ او تېره اوونۍ یې په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو بریا ته هیله‌من دی. د ځينو غربي رسنیو د راپورو پر بنسټ، داسې ګنګوسې هم شته چې طالبانو له خلیلزاد سره په ځینې مسایلو، لکه د بهرنیو ځواکونو حضور، د امریکایانو د وتلو مهال ویش، له زندانونو د طالب چارواکو خوشې کول، اوربند او لنډ مهاله ادارې رامنځته کولو باندې هم خبرې اترې کړې دي.

 

د افغان سولې په اړه شته هیلې

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای رسولو په موخه له ۱۷ کاله جګړې را وروسته په لومړي ځل امریکا دې ته چمتو شوه چې له طالبانو سره د روانې جګړې د پای رسولو په موخه مخامخ خبرې وکړي او د دغه ماموريت لپاره یې یو افغاني الاصله امریکایي سیاستوال د خپل ځانګړي استازي په توګه وګوماره، دا په افغانستان کې د سولې راتلو او روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو مهم او هیله‌بښونکی گام ګڼل کېږي.

په بل اړخ کې د افغان سولې په اړه د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ د باور رامنځته کېدو وروستي پرمختګونه هم هيله‌بښونکي دي. په دې برخه کې هم د خلیلزاد د ماموریت په لومړیو کې د پاکستان له زندانونو څخه د دریو طالب چارواکو خوشې کېدل، دغه‌راز په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره له ګواتنامو زندان څخه د خوشې شوو طالب چارواکو یو ځای کېدل هغه موارد دي، چې د سولې د روانو خبرو د بريا په اړه يې هیلې را پیدا کړې دي.

پر دې سربېره د طالبانو له لوري له امریکا سره د خبرو په اړه خوشبیني او د خبرو د دوام غوښتنه هم هغه ټکی دی، چې د سولې د خبرو د بریا لپاره هیلې له ځان سره لري. دغه‌راز د سیاسي او جهادي ګوندونو له مشرانو سره د خلیلزاد لیدنې او د طالبانو دغه وینا چې دوی له افغان حکومت سره نه، بلکې له سیاسي ګوندونو سره خبرې کول غواړي، هم هغه ټکی بلل کېږي، چې سولې ته د رسېدو هیلې زېږوي.

د مسکو په غونډه کې طالبانو وویل، که بهرنیاون ووځي، نو دوی به له افغانانو سره هیڅ ډول ستونزه ونه لري او ټولې کورنۍ ستونزې به د خبرو له لارې حل کړي. دا هغه قضيه ده چې د بين‌الافغاني تفاهم لپاره هيلې ټوکوي او له همدې کبله تمه کېږي، چې چې طالبان په کور دننه له نورو افغاني لورو سره د خبرو له لارې هوکړې ته رسیږي.

له دې ټولو ورهاخوا، په کابل کې خبریالانو ته د زلمي خلیلزاد دا وینا چې له طالبانو سره د سولې د خبرو بریا ته هیله‌من دی، خپله یو شین څراغ دی او سولې د رسېدو په موخه د افغانو هیلې لا زیاتوي. دغه راز په امریکا کې د ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره ورو ورو مخ پر پای ته رسېدو ده. داسې تحليلونه شته دي، چې نوموړی به هڅه وکړي راتلونکې دورې ته د بریا په موخه په افغانستان د امریکا روانه جګړه چې د دې هېواد تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه بلل کیږي، پای ته ورسوي.

 

د سولې د احتمالي تړون پر وړاندې شته ننګونې

که څه هم په ورستیو څو میاشتو کې د افغان سولې په اړه هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي او ډېرې هیلې شته چې طالبانو سره به د سولې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي؛ خو د خبرو د دې پروسې په اړه لا هم ځینې ننګونې شته چې مهمې یې لاندې کڼلی شو:

لومړی: له طالبانو سره د سولې خبرې په اوس مهال کې د زلمي خلیلزاد مهم ماموریت دی. په دغه ماموریت کې د خلیلزاد بریا د افغان سولې بریا ده. په دغو خبرو کې د اندېښنې ټکی دا دی، چې امریکا به د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه (له افغانستانه د بهرنیانو وتل) په څه ډول مني، آیا بهرني ځواکونه به  له افغانستانه ووځي او که طالبان به له امریکا سره د بهرنيو ځواکونو د حضور په اړه کومې هوکړې ته ورسېږي؟ که څه هم داسې ګنګوسې هم شته چې امریکا او طالبانو د اډو په اړه خبرې کړې دي او ښایي طالبان په دې اړه له امریکا سره یوه توافق ته ورسېږي.

دویم: د روانو خبرو په اړه یوه بله ننګونه، په دغو خبرو کې د افغان حکومت ځای او دریځ دی. د طالبانو یو شرط دا دی چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او امریکا هم له همدې امله خپله د خبرو لپاره رامخته شوه؛ خو په بل اړخ کې افغان حکومت تل په بین‌الافغاني خبرو ټینګار کړی او نه غواړي چې په دې برخه کې ګوښه ته شي. په همدې موخه ارګ هڅې پیل کړې دي چې د افغان سولې پروسې په اړه د «سولې د مشورتي بورډ» په نوم یوه ډله رامنځته کړي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، د ښځو د ټولنو او ولسي شوراګانو استازي به په‌کې شامل وي. د دغه بورډ جوړول له یوې خوا د سولې عالي شورا موجودیت تر پوښتنې لاندې راولي او له بلې خوا د دا ډول بورډونو جوړول یوازې د سولې عالي شورا د ناکامې تجربې بیا تکرار او په روانو خبرو کې د ځنډ او خنډ رامنځته کولو څخه پرته بل څه نشي بلل کېدای.

درېیم: د سولې په اړه د روانو خبرو پر وړاندې یوه بله ننګونه، د سولې د احتمالي توافق را وروسته د لنډ مهاله حکومت بحث او له هغه وروسته د راتلونکي حکومت د ډول بحث هغه ننګونه ده، چې ښايي د سولې احتمالي توافق به وننګوي. ځکه طالبان تل د اسلامي امارت غوښتنه کوي او د افغان حکومت دننه بیا ځینې کړۍ، ولسواک نظام او ځينې نور بدلونونه خپلې لاسته راوړنې بولې او نه غواړي چې دغه “لاسته‌راوړنې” له لاسه ورکړي. که څه هم، هغه څوک چې د لاسته راوړنو تر نوم لاندې د سولې بهير ننګوي، هغوی نېغ په نېغه د اوسني خونړي وضعيت غوښتونکي دي او اړتيا ده چې د دغسې کړيو پرضد غږ اوچت شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *