د کانونو په سکتور کې شته ستونزې او حل لارې

مقدمه

کانونه د طبعي سرچينو هغه برخه ده چې ځمکې لاندې پټه او ډير اقتصادي ارزښت لري. افغانستان  24 ډوله بېلابېل کانونه لري او د ناسپړل شويو طبیعي زېرمو له کبله د نړۍ له بډايو هېوادونو څخه ګڼل کيږي، د افغانستان د طبیعي منابعو بډایه زېرمې د هېواد راتلونکی اقتصاد لپاره د هیلو یوه څرګنده نښه ده. پر کانونو ولاړ اقتصاد په افغانستان کې د بومي اقتصاد رغولو لپاره یوه محدوده ټاکنه شمېرل کیږی. پر همدې بنسټ، سیاسی بې‌ثباتي، ناامنۍ، د یوه واضح قانوني چوکاټ نشتوالی، اداره او د پالیسیو مدیریت، د اساسي زېربناوو نشتوالی او له ګاونډیو هېوادونو سره د لېږد رالېږد هوکړه‌لیکونو، په هېواد کې د کانونو سکتور د پرمختګ مخه نیولې ده. خو د افغانانو د کانونو سکتور طبیعي زېرمې اوس هم په هېواد پورې د تړلي اقتصاد لپاره د یوه بدیل او امتیاز په توګه شمېرل کیږی.

د ۲۰۱۸ م کال په اکتوبر میاشت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ګډې خپلواکې کمېټې د کانونو په برخه کې د پراخ  فساد د شتون په اړه  د ارزونې راپور خپور کړ. نو له همدې امله مو د دې اوونۍ په تحلیل کې: کانونو ته څغلنده کتنه، د مېک سپارښتنې، د سپارښتنو ارزونه، په دې سکتور کې ولي فساد زیاد دی او د حل لارې یې څه دي شننه شوې.

د افغانستان کانونه او ځمکې  لاندې زیرمې

د افغانستان طبيعي منابعو ارزښت څه باندې درې ټرېليون امريکايي ډالره اټکل شوی دی خو په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې منابعو ته په بريالي ډول پراختيا نه ده ورکړل شوې. دا چې د افغانستان طبيعي منابع له اټکلي حالته بهر او پر تثبيت شوو زېرمو ډلبندي شوي، په دې برخه کې ځيني څېړنې  شوي دي. دغه څېړنې ښيي چې افغانستان د فلزاتو، صنعتي منرالونو او ودانيزو توکو پراخې سرچینې لري، د اوسپنې، مسو، المونيم، قلعي، سُرب او جستو، سرو زرو، سپينو زرو، موليبدنوم، سلفر، شوکاڼي، ګچ ډبرو، کرومايټ او داسې نور کانونه په کې شامل دي.

د اټکل شوو شمېرو له مخې، د افغانستان د نورو زياتو منرالونو په منځ کې د اټکل په ډول ۲.۲ ميليارده کاني ډبرې، ۱.۳ ميليارده مټريک ټنه مرمر ډبرې، دېرش ميليونه مټريک ټنه مس، ۱.۴ مټريک ټنه خاورين نادر منرالونه او ۲۷۰۰ کيلوګرامه سره زر شامل دي.چې د منرالونو په لومړنيو څېړنو کې ۲۴ د پام وړ سيمې تثبيت شوې دي. د کانونو او پټروليم وزارت يادونه کړې ده چې يادې سيمې په ډېره کچه توکي لري چې د پانګونې پر وړاندې احتمالي خطرونه يې را کم کړي او داسې سيمې دي چې بايد په لومړي ګام کې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د کانونو د استخراج ستونزې

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې په راپور کې د کانونو او د کانونو- پټرولیم وزارت  په برخه کې د فساد د شتون یادونه کړې، چې زیانمننې برخې عبارت دي له: د کاني زېرمو ناقانونه کېندنو او له اجازې پرته د بېلابېلو حکومتي ادارو له‌خوا د عوایدو راټولول، دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت د ګمارنې په پروسه کې سیاسي یا نورې غیر مناسبې مداخلې چې خپلوۍ پالنې او واسطه بازۍ ته لاره  هواروي چې د ګمارنې په تړاو پرېکړې اغېزمنوي،  د وزارت د کمزوري مدیریت او ظرفیت په برخه کې ستونزې، د قرار دادونو د ورکړې پر ناڅرګندې، اوږدې او کمزورې پروسې او د استخراج د معلوماتو د راټولولو په برخه کې شته ستونزې، حکومتي پروسو کې د څارنې نشتوالی، د باکیفیته داخلي تفتیش نشتوالی، د قرار داد په مذاکراتو کې د نه شفافیت او جوړجاړي، د استخراجي صنعت د اغېزناک نظارت لپاره خلکو ته د محدودیت فرصت او د غیر مناسب تفتیش مخنیوی او مجازاتو په برخو کې شته ستونزې هغه څه دي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې په یاد وزارت او د کانونو په برخه کې یادې کړې دي چې د دې ستونزو د حل په موخه یادې ادارې ۱۶ سپارښتنې په دې برخه کې صادرې کړې. دغو عمومي سپارښتنو ته د مېک له لوري د ځيرکانه ازمایښت (  smart – testing)  پر بنسټ په ۱۹۱ تفصیلي سپارښتنو کې پراختیا ورکړل شوه، دوی ته ۲۴ میاشتو پورې وخت ورکړل شو چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

اصلاحات او عملي شوې سپارښتنې

د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې د ۱۹۱ سپارښتنو، له جملې څخه په تېرو ۴ میاشتو کې یوازې ۲۷ سپارښتنو باندې کار شوی چې له دې جملې څخه یې ځيني عملي شوې او ځيني یې د عملي کېدو په حال کې دي هغه برخې چې هغه عملي شوې دي عبارت دي له: د کانونو په برخه کې د نوي قانون توشېح، د کانونو د کیندنو په اړه د طرحې جوړول، د اړوندو ادارو سره د عوایدو د راټولولو په برخه کې د همکارۍ د زیاتوالي په موخه د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو جوړول، د کانونو د قرار دادونو په برخه کې د شفاف والي زیاتوالی او په وزارت کې د ګمارنې په برخه کې پاکوالی، د مېک ادارې خوښي ښودلې چې یاد وزارت په تېرو څلورو میاشتو کې د ورکړل شویو سپارښتنو له جملې څخه۱۴ سلنه یې عملي کړي دي چې په عملي شویو برخو کې د کانونو د نوي قانون جوړول هغه څه دي چې د دې قانون په اساس په اسانۍ سره کېدلای شي چې پاتې ۱۶۴ سپارښتنې هم په خپل وخت عملي شي.

موریثو مدیناسلي، د فساد پر وړاندې د مبارزې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې  نړېوال مشاور دی وایی چې: د کانونو په برخه کې جوړ شوی قانون د سیمې په سطحه د خاص اهمیت درلودونکی قانون دی چې د دې قانون په اساس به د کانونو قرار دادونو د ورکړې او تطبیق په برخه کې پوره شفاف‌والی رامنځته کړي او هر څوک به وکولای شي چې د قرار دادونو د لاسته راوړلو لپاره په پروسه کې برخه واخلي او د یاد قانون په اساس حکومت، نړیواله ټولنه او مدني ټولنې کولای شي چې د قرار دادونو د ورکړې او د کانونو د ایستلو نه څارنه وکړي چې دا ډول قانون  د آسیا په سطحه بې ساری دی.

په کانونو کې فساد ولې زیات دی؟

مافیا او زورواکي: د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د اجرائیوي مشر د معلوماتو له مخې، د ملي شورا تقریباً ۵۰ غړو په حدودو کی له کانونو څخه په ناوړه استفادی تورن دي؛ همدا راز دا مهال غیرقانوني کیندنې د غیر مسؤولو وسله‌والو له‌خوا هم په لویه پیمانه تر سره کېږي.

کمه څارنه: د افغانستان د روڼتیا څار ادارې (د هیلو لوټماران) راپور له مخې، چې د افغانستان د کانونو په اړه دی، د کانونو او پټرولیم وزارت یوازې تش په نوم قرارداد کوي او بیا وروسته هېڅ نظارت نه پرې کوي، چې له کبله يې افغانستان ته هر کال په میلیاردونو افغانۍ تاوان اوړي چې د نوي قانون د توشېح سره به یاده ستونزه ډېره کمه شي.

ناسم مدیریت: د سیګار د راپورونو له مخې، د کانونو وزارت کې چې امریکا ۱۱ پروژې پلې کړې، ډېری یې خپلې موخې نه دي ترلاسه کړې، چې پورته یې یادونه وشوه. که چېرې د کانونو وزارت په سمه توګه د دغو پروژو مدیریت کړی وای، نو فساد به خپله کم شوی وای. همدا راز د کانونو په برخه کې افغان دولت هم سم مدیریت نه دی کړی، همدا لامل دی، چې په هېواد کې اوس‌مهال تقریباً ۱۴۰۰ کانونه په غيرقانوني ډول کيندل کېږي، چې په دغو کې ۷۱۰ یوازې د کابل ولایت په شاوخوا سیمو کې دي.

د فساد د مخنيوي لارې چارې

په کانونو او پټرولیم وزارت کې د شته فساد کچه د لاندې ګامونو په اوچتولو سره راکوزېدلی شي:

  • د کانونو او پټرولیم وزارت باید د کانونو نوی قانون پلی کړي او د قرار دادونو د ورکړې په برخه کې د شته فساد مخه ونیسي.
  • د هغو کانونو په اړه چې حکومت پخوا پرېکړه کړې وه، چې جواز به یې ولایتي ادارې ورکوي، باید بېرته مرکزي شي، څو د ځايي زورواکو او مافیايي کړیو اغېز پرې کم شي.
  • د کانونو قرار دادونو د ورکړې سیستم باید رقابتي او پرانیستی وي، ترڅو هر څوک پوه شي، چې دوی په کومو معیارونو قرارداد تر لاسه کولی شي او د کومو عواملو له کبله قرارداد له لاسه ورکوي؛
  • ټول هغه قراردادونه چې د کانونو وزارت یی تر سره کوي، باید د عامه پوهاوي په موخه د رسنیو له لارې خپاره کړای شي، که څه هم د کانونو او پټرولیم وزارت تر اوسه ۴۰۰ قراردادونه پرلیکه کړي؛ خو بیا هم ډېر شمېر قراردادونه پکې نشته. د یو شمېر قراردادونو مهمې برخې حذف شوې او هغه قراردادونه چې د امریکا دفاع وزارت TFBSO پکې ښکېله ده، تر اوسه نه دي پرلیکه شوي.
  • آخری خبره دا چی تېرې ۱۸ کلنې جګړې د هېواد په بېلا بېلو برخو وېجاړوونکي اغېرې درلودې چې د کانونو په برخه یې هم خپلې اغېزې درلودې نو له همدې امله تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې تل پاتې سوله رانشي، موږ به د همداسې ستونزو سره لاس او ګرېوان ؤو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *