ولې افغان کډوال بېرته راتګ ته زړه نه ښه کوي؟

IOM یا د کډوالۍ نړیوالې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې د روان کال جنورۍ میاشتې راهیسې تر دې دمه شاوخوا درې نیم لکه افغان کډوال د پاکستان او ایران څخه هېواد ته یا په زور او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي. هېواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزې چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې ستر سرخوږی جوړولی شي، په کوم حالت کې دي؟ آیا تردې دمه افغان دولت په ځانګړې توګه د کډوالو اړوندو ادارو د کډوالو ستونزو هوارولو لپاره کوم کوټلي ګامونه اخیستي او که نه؟ ولې بهر میشتي افغان کډوال بېرته راستنېدو ته زړه نه ښه کوي؟ د افغان دولت په تیاریو او د کډوالو په نورو هر اړخیزو ستونزو دې تحلیل کې لیکل شوي دي.

هېواد ته د افغان کډوالو بېرته راستنېدل

له ۲۰۰۱ ز کال راوروسته چې په افغانستان کې یو نوی نظام منځ ته راغلی، له بهرنیو هېوادونو هر کال ډېر شمېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول او دا لړۍ کله په ډېر او کله په لږ شمېر کې تر اوسه دوام لري. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د احصایو له مخې د ۲۰۰۲ کال راهیسې (۹۷۲۸۶۶۳) نه میلیونه اووه لکه اته ویشت زره شپږ سوه او درې شپیته افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د افغان کډوالو ډېری برخه  په پاکستان کې میشته وو، له پاکستان پرته ایران دویم هېواد ګڼل کېږي چې ډېری افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې او تر دې دمه په دواړو یادو شویو هېوادونو کې لا هم زیات شمېر افغانان د کډوالۍ شپي سبا کوي. له  بهرنیو هېوادونو راستنېدونکي کډوال یا په خپله خوښه او یا په زور هېواد ته راستانه شوي دي چې نه یې غوښتل ورپېښو ستونزو ته په کتو هېواد ته راستانه شي خو د وخت او حالاتو مجبورۍ اړ کړل ترڅو خپلې کډې بار او کډوالۍ ته نه ووايي.

چې د هغې جملې څخه د ۲۰۱۶ کال په دوران کې څو میلونه افغان کډوال ځکه له پاکستان څخه هېواد ته راوګرځېدل چې پاکستاني پولیسو د هغوی ځورونې ته کار ووایه، او په یو ډول نه، یو ډول یې هغوی اړ کړل ترڅو جوپې جوپې افغانستان ته راستانه شي، خو موده وروسته پاکستاني چارواکو هم وپتیله چې افغان کډوال یې د هېواد په اقتصاد کې اړینه ونډه لري نو ځکه یې د هغوی په زور لېږلو مخه ونیوله. له ایران څخه، که څه هم د پاکستان په پرتله هلته کم افغان کډوال اوسیږي، هم په زیات شمېر کې افغان کډوال دې اړ شوي ترڅو له یاد هېواد څخه په داسې حال کې ووځي چې د ستنېدو لپاره هیڅ پلان نه درلود او وخت پر وخت اړ شوي ترڅو له ایران څخه افغانستان ته وګرځيږي او کډوالۍ نړیوالې ادارې د وروستي راپور پر بنسټ د روان کال په جریان کې (348,870) افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي، چې د هغې جملې څخه یوازې د ایران څخه د راستنېدونکو شمېر (332,641) ګڼل کېږي، په دوی کې ثبت شوي او غیر ثبت شوي کډوال شامل دي. او د کډوالۍ نړیوالې ادارې له لوري له هغوی سره یو شمېر لومړنۍ مرستې هم ترسره شوي دي چې د راستانه شویو کډوالو اړتیاوې تر یو حده پرې پوره کېدلی شي.

کډوال او د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت

اقتصادي او امنیتي هغې اړینې ستونزې دي چې د بهر میشتو افغان کډوالو د را ګرځېدو مخه یې ډب کړې ده. دا یادې شوې ستونزې د راستنېدونکو کډوالو لپاره خورا اړینې ځکه دي چې په بهر کې زیاتره اوسیدونکي کډوال د فقر او بې وزلۍ په حالت کې ژوند کوي، مګر د هېواد د اوسني بد اقتصادي وضعیت په پرتله بیا هم کولی شي په بهرنیو هېوادونو کې یو څه د امن په فضاء کې ژوند ترسره کړي، او خپلو کورنیو ته د ژوند لومړۍ اړتیاوې په یو ډول پوره  کړي. که د هېواد روان اقتصادي وضعیت په همدې توګه روان وي چې اصلي علت یې د امنیت نه شتون ګڼل کېږي او آن په هېواد کې شته افغانان یې هېواد پرېښودو ته اړ کړي، ښایي بهر میشتي کډوال به په هیڅ ډول زړه ښه نه کړي چې هېواد ته راستانه شي. د هېواد ډېری ولایتونه چې د امنیتي ستونزو له سترو ګواښونو سره مخ دي او د یادو سیمو اوسیدونکي یې داخلي کډوالۍ ته اړ کړي هم د هېواد پر روان کمزوري اقتصاد ستر بوج اچولی او په دې توګه د بې کارۍ کچې ګراف یې هم لوړ کړی چې افغان کډوال یاد ګراف ته په کتو په هیڅ ډول نه غواړي د خپلو اولادونو راتلونکې د یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړي او په تقریبي ډول د امنیت نه شتون بله هغه ستونزه ده چې کډوال یې له وېرې سره مخ کړي دي او کډوال نه غواړي خپل ژوند په خطر کې واچوي. که چېرته افغان دولت او چارواکي د ریښتیني امنیت او سولې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، نو افغان کډوال چې په بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان کې چې زړه ماتې او وېرېدونکې پانګونې کړي، کولی شي خپلې پانګې او سرمایې هېواد  ته را انتقال کړي چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره به خورا ډېر اړین ګام واخیستل شي.

د داخلي او بهرنیو اړوندو ادارو تیارۍ او ژمنې

که څه هم هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو سره د یو شمېر اړوندو ادارو لکه د کډوالې نړیوالې ادارې، یو این ایچ سي آر، افغان کډوالو وزارت او یو شمېر خیریه بنسټونو او هېوادونو له لوري وخت پر وخت مرستې ترسره شوي دي خو د کډوالو اقتصادي وضعیت، امنیت، مېشتېدنې او نورو اړتیاوو ته په کتو اړوندې ادارې اړ دي تر څو د کډوالو لپاره خپلې پاملرنې او مرستې نور ې هم زیاتې کړي.

په لومړیو کې افغان دولت د کډوالو سره ژمنې ترسره کړې وې، چې راستنېدونکو کډوالو ته به د میشت کېدو لپاره یوه یوه نمره ځمکه ورکوي، که څه هم په ځینو ولایتونو او سیمو کې یاد کار ترسره شو، خو لیدل کېږي چې یا خو کډوال یادو سیمو ته د کاري بوختیاوو نه شتون او یا د امنیتي ګواښونو د شتون په وجه زړه نه ښه کوي، او نه غواړي هلته میشته شي، خو هغه ځایونه چې امنیت یې په نسبي توګه یو څه ښه وي، یا د ځمکو د غصب په وجه او یا د دولت د بې غورۍ له وجهې کډوال نه دي توانیدلي ترڅو د  اوسېدنې لپاره ځمکه ترلاسه کړي او په دې توګه په خپل هېواد کې د لا لهانده او کډوالۍ ژوند تېروي، چې دې کار بیا هغه کډوال چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان او ایران کې ژوند ترسره کوي هڅولي ترڅو خپلې کډوالۍ ته هلته ادامه ور کړي او د راغلیو کډوالو د ترخو تجربو ښکار نه شي.

د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کېدو وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په وار وار هېواد بې د کډوالو راستنېدو څخه نیمګړی ګڼلی وو، او د راستنېدونکو کډوالو سره یې د زیاتو مرستو ژمنې هم وکړې، خو په تېرو پېنځو کلونو کې ولیدل شول چې شوې ژمنې پوره نه شوې او د راپورونو پر بنسټ راغلي کډوال بیا ځلې کډوالۍ ته اړ شول چې د جنوبي ولایتونو له لارې د کویټې او چمن سیمو په لور رهي او پاکستان ته واوښتل.

که چېرته وګورو د ۲۰۱۶ کال وروسته افغان کډوالو چارو وزارت او پاکستاني لوري ترمنځ د هغو افغان کډوالو په اړه یو تفاهم شوی وو، چې راجستر او ثبت شوي نه وو، ترڅو هغوی راجستر شي او هلته د ژوند تېرولو لپاره قانوني اسناد  ترلاسه کړي، دا کار د راستنېدونکو کډوالو په اړه د دولت پالیسۍ تر پوښتنې لاندې راوستې چې ځواب یې تر اوسه خاموشي ښودل کېږي، بله دا چې افغان دولت د کډوالو راستنېدو ته هیڅ تیارۍ نه لرلې او هغه ژمنې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت مختلفو لوریو ترسره کولې یوازې تر وعدو پورې پاتې شوې، او بلخوا د اوسنیو ټاکنیزو کمپاینونو په دوران کې هم د کډوالو ستونزې له پامه وغورځول شوې او لیدل کېږي چې راتلونکې پېنځو کلونو کې هم د کډوالو ستونزو او راستنېدو ته کومه ځانګړې برنامه او پروګرام شتون نه لري.

پایله

د یو این ایچ سي آر راپورونو پر بنسټ تر دې دمه یوازې ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان او همدارنګه دقیقه شمېر په ایران کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، که چېرته افغان دولت د هغوی راستنېدو لپاره لنډ مهالې او اوږدمهالې پالیسۍ ولري او د یو پلان له مخې هغوی وهڅوي ترڅو هېواد ته راستانه شي نو دا کار کولی شي د هېواد په پرمختګ کې ښه ونډه ولري، ځکه د کډوالو په منځ کې لوړ استعدادونه، پانګه وال او تعلیم یافته خلک شتون لري چې د هېواد هر اړخیز وضعیت ته مثبت بدلون ورکولی شي. او د دې کار لپاره افغان دولت باید نړیوالې ادارې هم وهڅوي او  د هغو له لسیزو تجربو څخه ګټه پورته کړي او د هغوی ترسره شوې مرستې د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې په داخلي او راستنېدونکو کډوالو په مناسب او ښه ډول ولګوي، او نور پرېنږدې چې د افغانستان ګاونډیان د افغان کډوالو څخه دیوې وسیلې په توګه کار واخلي او یا هم پر افغانستان خپلې ناروا غوښتنې د کډوالو له ادرسه پلي کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *