د افغان جګړې قېمت عام‌وګړي پرېکوي؟

د افغان جګړې قېمت عام‌وګړي پرېکوي؟

لیکوال: احمدشاه راشد- د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه خپاره شوي راپور کې کښلي چې د امریکایي ځواکونو له لوري په فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشه یي توکو د تولید پر فابریکو د هوایي بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نوموړی راپور چې د تلې/میزان میاشتې په ۱۷ مه نېټه باندې خپور شوی دی پکې ویل شوي دي چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵ مه نېټه باندې د فراه او نیمروز ولایتونو په بګوا او دلارام ولسوالیو کې د هوایي بریدونو له امله چې په ۶۰ ځایونو باندې تر سره شوي دي له ۶۰ ډېرو عامو وګړو ته پکې مرګه ژوبله اوښتې ده.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې یې هڅې کېدلې په وروستیو څو میاشتو کې یوه هیله‌بښونکي پړاو ته رسېدلې وې؛ خو د ځینو عواملو له امله بېرته په ټپه ودرېدلې.

په تېرو دوه لسیزو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې ته کتنه، د هوایي بمباریو زیاتوالی، په بمباریو کې د عامو وګړو په وژلو سره د حکومت سکوت، په ۲۰۱۹م کال کې امنیتي وضعیت ته کتنه، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پایلې او د سولې په پروسه باندې د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې اغېزې، هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

له ۲۰۰۱-۲۰۱۳ م کال پورې عامو وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د افغانستان په روانه جګړه کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله هر کال په دغه جګړه کې د جګړې د ښکېلو لورو ترڅنګ، زرګونه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

له ۲۰۰۱ م کال راوروسته افغان جګړه کې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې دقیقه کچه معلومه نه ده. خو له ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۰۶ م کال پورې د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې په هکله ځیني تخمینونه او شمېرې شته دي. د دغو شمېرو له مخې په ۲۰۰۱ م کال کې د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه وه او ټول‌ټال ۲۳۷۵ تنه عام وګړي په دغه کال کې وژل شوي ؤو، خو وروسته بیا دا کچه راټیټه شوه. په ۲۰۰۲، ۲۰۰۳، ۲۰۰۴، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶م کلونو کې په تر ترتیب سره ۴۰۰، ۴۵۰،۲۳۰، ۴۱۳ او ۹۲۹ تنه عام وګړي وژل شوي ؤو. په ۲۰۰۷ م کال کې چې جګړه ورو ورو ګرمه شوه ورسره د عامو وګړو مرګ‌ژوبله هم زیاته شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر( یوناما) د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې دقیقې څارنې ته مخه کړه. د یوناما د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۷ م کال څخه د ۲۰۱۴ م کال تر پایه پورې ټول ۲۱۴۷۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹۹۵۶ تنه نور ټپیان شوي دي. په دغو ټپیانو کې  یوه ډېره برخه یې هغه کسان دي، چې لږ تر لږه د بدن یو غړی یې پرې شوی دی. یوازې په ۲۰۱۴م کال کې د سره صلیب نړېوالې کمېټې ۱۳۱۸ نوي داسې معوبین راجستر کړي ؤو، چې د جګړې له کبله یې د بدن یو غړی له لاسه ورکړی دی.

په دې توګه، یوازې د ثبت شویو شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۱۴ م کال پورې ۲۶۲۷۱ تنه عام وګړي وژل شوي دي او تر ۴۰۰۰۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

د ملي یووالي حکومت په دوره کې د عامو وګړو مرګ ژوبله

په ۲۰۱۴ م کال کې د ملي یووالي حکومت له راتگ سره، کله چې له امریکا سره امنیتي تړون په هېواد کې د امن او سولې په پار لاسليک شو؛ خو برعکس د جګړې میدان ګرم او د ملکيانو مرگ‌ژوبله زیاته شوه. د يوناما د ارقامو له مخې، د ملي يووالي حکومت په دوره کې هر کال شاوخوا لس زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په ټوليز ډول دغه وضعیت ورځ تر بلې د جګړې د میدان له ګرمېدو سره د خرابېدو په لور روان دی، چې په افغانستان کې د یوه ناورین ښودنه کوي. د ۲۰۱۴، ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونو کې په ترتیب سره هر کال ۱۰۵۳۴، ۱۱۰۰۲، ۱۱۴۱۸، ۱۰۴۵۳ او ۱۰۹۹۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، د ۲۰۱۴ م کال له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۸م کال تر پایه پورې ۵۴۴۰۰ تنه عامو وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په تېرو پنځو کلونو کې د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې د کچې لوړوالي بېلا‌بېل لاملونه لرل. د دولت د وسله‌والو مخالفینو له لوري په ښاري او ګڼ‌مېشتو سیمو کې بریدونه، د افغان حکومت له لوري تهاجمي عملیات، د سیمه‌ییزو پولیسو د جوړښتونو پراختیا، د هوایي بریدونو زیاتوالی او په ګڼ‌مېشته سیمو کې مرموزې خونړۍ چاودنې یې مهم لاملونه ؤو.

پر عامو وګړو د هوایي بریدونو زیاتوالی

کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوې دواړو لوریو د خبرو د مېز پر سره د زیات امتیاز د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړ؛ خو په وروستیو څو میاشتو کې په هوایي بمباریو کې ډېری مهال عام وګړي په نښه شوي. د یوناما په راپور کې چې (چهارشنبه، تلې/میزان ۱۷مه) خپور شوی ویل شوي، چې امریکايي ځواکونو د فراه او نیمروز ولایتونو په دوو ولسوالیو بګوا او دلارام کې پر ۶۰ محلونو ۶۰ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په راپور کې راغلي، دغه بریدونه چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵ مه نېټه ترسره شوي ۳۹ پېښې یې د ملکي کسانو د وژل کېدو دي، چې په دې بریدونو کې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي، ۵ ټپیان او ۴ مورده هم نامعلومه دي.

د دې راپور له مخې په دې بریدونو کې ۱۴ ماشومان او یوه میرمن هم وژل شوي دي. یوناما ویلي چې د وژل شویو کسانو له ډلې ۱۷ یې د نشه یې توکو په فابریکو کې د لابراتوار په برخه کې کار کاوه، هوایي بمبارۍ د عامو وګړو په مرګ‌ژوبله کې رول لرونکی او مهم فکټور دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یوازې د روان میلادي (۲۰۱۹) کال په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې د امریکایانو له لوري ۱۷۳۱ بمونه غورځول شوي دي؛ خو پایله یوازې دا وه چې جګړه ګرمه وساتل شي او عامو وګړو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوړي، پرته له دې یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې، ځکه د نظامي فشارونو له لارې د افغان جګړې ګټل هغه څه دي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې اغېز نه دی ليدل شوی او یوازې د تېرو ناکامو تجربو تکرار بلل کېدای شي. له هوایي بمباریو  ورهاخوا د وسله‌والو مخالفینو بریدونه، چې په کابل، پروان او ننګرهار کې تر سره شوي دي ښې بېلګې یې دي، او په دې وروستیو کې ځینې مرموزې چاودنې او بریدونه هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې یو بل لامل دی. له دې ټولو سره ویلی شو، چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ښکېلو خواوو له لوري د جګړې اصولو ته نه پاملرنه، ړندې بمبارۍ او په ټولیز ډول قصداً د وحشت خپرول، هغه څه دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتوالي ته یې لاره هواره کړې ده

د عامو وګړو په وژلو د حکومت سکوت

د ملي یووالي حکومت چې مشري یې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله کوي له امریکایانو سره د امنیتي تړون هغه نسخه لاسلیک کړه چې امریکايي ځواکونه یې له مخې قضايي مصوونیت لري. که څه هم د ۲۰۱۳ م کال دودیزې لویې جرګې هم دا غوښتنه کړې وه چې دا بند باید لرې شي؛ خو د غني حکومت دا ماده څنګه چې وه، همداسې يې ومنله. د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز له خوا په خپره شوې ستراتېژيکه رساله کې، چې د «امنیتي تړون علمي او حقوقي ارزونې» تر نامه لاندې خپره شوې او د امنيتي تړون په اړه د یو شمېر څېړونکو نظرونه پکې راټول شوي، همدا وېره څرګنده شوې چې د قضايي مصوونیت ورکړه به د امریکایانو په لاس د افغانانو د وژلو مجوز وي. که امریکایان افغانان وژني، افغانان یې د پوښتنې حق نه لري. له بلې خوا، د ملي یووالي حکومت په لومړیو ورځو کې، په افغانستان کې يوه امریکايي قوماندان له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي ؤو، چې د غني حکومت د کرزي په پرتله له دوی سره ډېر همکار دی. دغه جنرال د دې همکاریو تفاوت د شپې او ورځې په څېر ښودلی ؤو! د شویو بمباریو په تړاو، چې اوس یې ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په اړه راپور خپروي د افغان حکومت سکوت ته په کتو سره، د امریکايي قوماندان خبره ډېره کره ثابتېږي. کله چې د امریکا ولس په اتلسمه پېړۍ کې د انګلیس استعمار پر ضد پاڅون کړی ؤو، په باسټن کې انګلیسي اردو اووه تنه امریکایان وژلي ؤو چې تر ننه امریکایان هغه وژنه د «باسټن قتل عام» بولي او په هره مارچ مياشت کې د هغوی یاد تازه کوي؛ خو دلته د هرې بمبارۍ په پایله کې په لسګونو عام وګړي وژل کیږي لږترلږه افغان حکومت هم امریکایانو ته د «احتیاط» لارښوونه نه هم‌کوي!

۲۰۱۹ م کال کې امنیتي وضعیت ته کتنه

د ۲۰۱۹م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، وسله والې جګړې ملګي وګړو ته د پام وړ زیان اړول جاري ساتلي، د ۲۰۱۹ م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۱ مې پورې، د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د راپور له مخې ۳۸۱۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې د ۲۰۱۸ م کال د ورته مودې په پرتله ۲۷ سلنه کموالۍ په ډاګه کوي چې دا د ۲۰۱۲م کال راهیسې په شپږو میاشتو کې تر ټولو کم تلفات دي. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ م کال د لومړۍ ربعې په پرتله په دویمه کې د ملکي وګړو په مړینه کې ۲۷ سلنه زیاتوالی ښودل شوی دی.

۱- په جګړه کې د مېرمنو اغېزمن کېدل: ښځې لا اوس هم په افغانستان کې د جګړو له امله په نا متناسب ډول اغېزمنې کیږي، د ژوند د لاسه ورکولو، ټپي کېدلو، د جګړې اړوند بېځایه کېدنې، اقتصادي نا امنۍ، او د بنسټیزو خدمتونو ته د لاس رسي له نشتون څخه کړیږي. وسله واله جګړه دغه راز د ښځو په وړاندې نابرابري او له تبعیض ډکې کړنې زیاتوي، کوم څه چې له جنسي او د جنډر پر بنسټ تاوتریخوالي سره د هغوی مخ‌کېدل زیاتوي.

د ۲۰۱۹ م کال د جنوری له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ مې پورې، وسله‌والې جګړې له امله ۴۳۰ ښځو ته چې له دې جملې څخه  ۱۴۴ یې وژل شوې  او پاتې ۲۸۶ یې ټپیانې شوې دي. چې د ۲۰۱۸ م کال د ورته مودې په پرتله ۲۲ سلنه کموالی په ډاګه کوي. د دې مرګ‌ژوبلې زیاته برخه د هوایي ړندو بمباریو له امله ده.

۲- په جګړه کې ماشومانو ته اوښتي زیانونه: د ۲۰۱۹ م کال په لومړی نیماي کې، د جګړې اړوند تاوتريخوالي په افغانستان کې پر ماشومانو هم خپل بد اغېز درلودلی، په ځانګړي ډول د هغو ګواښونو چې هغوی ورسره له جګړې څخه د پاتې شونو چاودېدونکو توکو، پر ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو، او د جګړې د ښکېلو خواوو له خوا د ګمارنې او کارونې د زیانمنتوب له امله مخ دي. د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ۲۰۱۹ م کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کې راغلي، چې ۱۲۰۷ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې له دې جملې نه ۳۲۷ یې مړه او پاتې ۸۸۰ یې ټپیان ؤو. دا د ۲۰۱۸ م کال په اندازه ۱۳ سلنه کموالی په ډاګ کوي. چې په دې مرګ‌ژوبله کې هم غوښنه برخه د بمباریو له امله ده. له بلې خوا داعش ډلې هم په افغانستان کې له نسبی ماتې وروسته بیا د هېواد په ختیزو سیمو کې سر راپورته کړی او په دې وروستیو کې په کابل کې؛ د واده پر مراسمو د خونړۍ چاودنې مسؤولیت هم په غاړه واخیست.د هېواد په کچه له وروستیو امنیتی پېښو او په تېره بیا د بغلان او تخار ولایتونو له سقوط سره مخ کېدو، د کندز ښار بیا ځلې سقوط کېدو او د دې ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې ملکی وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو څخه د هېواد راتلونکی امنیتی وضعیت ته ورپېښې ننګونې په ښه ډول څرګندېږی.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پایلې

د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه لاندې پایلې لرلی شي:

  • د افغان هوايي ځواکونو او امریکایانو له‌خوا دا ډول بريدونه په لويه کچه د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ډېرولی شي، چې ډېر کړی یې هم دی.
  • د ملکي خلکو مرګ ژوبله د خلکو کرکه پاروي او له کبله يې د دولت د وسله‌والو مخالفينو ليکې پياوړې کېږي او د جګړې ډګر ګرمېږي.
  • په ديني مدرسو، جوماتونو او نورو ديني ځايونو او ديني مراسمو بریدونه بيا د خلکو توند غبرګون هم پارولی شي.
  • دا وضعيت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره راټوکېدلې هيلې هم مړاوې کوي او داسې ښکاري، چې دواړه لوري په عامه ځايونو په بريدونو سره د بې‌باورۍ فضا نوره هم پراخوي.

 

د سولې په پروسه باندې د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې اغېزې

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې چې له تېر یو کال راهیسې پیل شوې وې د یو لړ عواملو له امله بندې شوې دي د دواړو لوریو ترمنځ چې کله خبرې روانې وې دواړه لوريو هڅه کوله تر څو د جګړې په میدان کې یو پر بل فشارونه وارد کړي او د خبرو پر مهال د زیات امتیاز ترلاسه کولو په موخه یو بل ته خپل قوت ښکاره کړي؛ خو دا چاره یې د ملکي وګړو په زیان تمامه شوې ده. په وروستیو کې افغان حکومت او بهرنیانو، پر طالبانو بمبارۍ او شپني عملیات زیات کړي او له بلې خوا طالبانو د جګړې پر ډګر او چاودنو تمرکز زیات کړی، چې وروستی ستر برید یې په کابل ښار کې پر ګرین وېلېج کلي باندې ؤو، چې په پایله کې یې د څو بهرنیانو په ګډون ډېری عامو وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښتله؛ خو د دغو فشارو په لړ کې د ملګي وګړو مرګ‌ژوبله په بې‌ساري ډول زياته شوې او په ځانګړې توګه د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو هوايي عملياتو کې نېغ په نېغه د ملکي خلکو کورونه په نښه کېږي. له بده مرغه افغان حکومت د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله، تل چوپتیا غوره کړې او په دې برخه کې یې تر دې دمه د خلکو له پراخو اعتراضونو سره سره کوم جدي ګام نه دی پورته کړی؛ خو دا هغه څه کېدای شي، چې د عامو افغانانو او حکومت ترمنځ لا هم واټن زیات کړي دغه‌راز د جګړې پر میدان به یې هم اغېز دا وي چې ښایي ځینې دردېدلي افغانان د مخالفینو لیکو ته ورشي او بېرته د افغان حکومت پر ضد وسله واخلي. کوم څه چې په تېرو کلونو کې هم د حکومت د وسله‌وال مخالفت يو مهم لامل بلل شوی دی.

پای

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *