افغانستان په اړه د دوحې درېیمې غونډې ته یوه کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • افغانستان په اړه د دوحې درېیمې غونډې ته یوه کتنه
  • د دوحې د درېیمې ناستې موخې
  • سریزه
  • د دوحې د درېیمې ناستې او تېرو غونډو ترمنځ توپیر
  • د دوحې د دریمې ناستې لاسته راوړنې
  • د اسلامي امارت لپاره د دوحې د ناستې لاسته راوړنه
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو اړیکو له پرې کېدو وروسته، نړیوالې ټولنې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت د ښه والي او همدارنګه له اسلامی امارت سره د تعامل او اړیکو د ټینګښت لپاره بېلا بېل میکانیزمونه په لاره اچولي دي. یو له دغو میکانیزمونو څخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې د ناستې په نوم د ناستو جوړېدل دي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون دايرېږي. د دوحې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ز. کال د می په لومړۍ او دویمه نېټه د ۲۱ استازو په  ګډون چې په کې د امریکامتحده ايالاتو، روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ترکيې، جاپان، هند، انګلستان، فرانسه، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، قطر، اندونيزيا، متحده عربي اماراتو او د اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاريو سازمان استازي شامل و، غونډه جوړه شوه. د دوحې د سرمشریزې دويمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې او درېیمه غونډه د روان کال د جون پر ۳۰ او د جولای په لومړۍ نیټه ترسره شوه. د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره له څو اړخونو د هغې جملې د اهدافو، لومړیتوبونو او لاملونو په ګډون مهمه وه او پر همدې بنسټ ارزول کیږي او په دې مقاله کې پرې بحث کېږي.

د دوحې د درېیمې ناستې موخې

د دوحې د غونډو لړۍ د امنیت شورا د ۲۶۷۹ او ۲۷۲۱ پریکړه لیکونو په رڼا کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي ښاغلي فریدون سینیرلی اوغلو د راپور په رڼا کې د «افغانستان د مستقل ارزونې راپور» تر سرلیک لاندې ترسره کیږی. په ټولیز ډول د دوحې د غونډو تر ټولو مهمې موخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د حکمونو تعقیب دی، چې لاندې موضوعات په کې شامل دي: “د افغانستان وضعیت ته پوره رسیدنه، د طالبانو له حکومت سره د رغنده تعامل رامنځته کول ترڅو نړیوالې ټولنې ته د بیرته راستنیدو لاره هواره کړي، په همغږۍ او منظم ډول د نړیوالو د ګډون د زیاتولو په اړه اقدامات ترسره کول، ترڅو د دې ګډون په پایله کې، معنی لرونکی، بشپړ او د ښځو خوندیتوب رامنځته شي او افغانستان له ګاونډیانو او نړيوالې ټولنې سره مدغم شي نړیوال تعهدات پوره کړي. د دې موخو د لاسته راوړلو لپاره د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتل شوي چې د امنیت شورا له غړو، د افغانستان په اړه له سیاسي اړخونو له هغې ډلې ښځو، مدني ټولنو او د سیمې د هېوادونو په ګډون یو ځانګړی استازی وټاکي چې د افغانستان په اړه معلومات ولري او د بشري حقونو په برخه کې تخصص ولري. البته په دې ټینګار شوی چې ځانګړی استازی باید د یوناما ماموریت ته له زیان رسولو پرته خپل کار ته دوام ورکړي. او اجنډا کې لاندې دوه اساسي مسایل شامل دي:

۱-. د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت ته رسیدنه.

  1. د اسلامي امارت سره د اړیکو او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کیدو لپاره د اغیزمن میکانیزم جوړول.

د دې اجنډا له مخې په لومړۍ ناسته کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار حق او له اسلامي امارت سره د تعامل د لارو چارو په اړه تر ټولو مهم موضوعات مطرح شول. په دویمه ناسته کې په منظم ډول د نړیوالو دمشارکت زیاتوالی؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل، د رغنده تعامل لپاره د بنسټیزو ځانګړتیاوو پیژندنه او هغه اصول چې د اسلامي امارت د پالیسیو په اړه د نړیوالو اندیښنو انعکاس کوي، خبرې وشوې. د دوحې په درېیمه ناسته کې مخکې له مخکې ټاکل شویو هدفونو سره سم باید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو، د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، پر بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم او کار حق په اړه بايد بحثونه شوي وی، خو د نظرياتو او ليدلورو د اختلاف له امله او په ځانګړي ډول د اسلامي امارت د غوښتنو له امله د غونډې اساسي اجنډا بدلون وموند او په اجنډا کې د اقتصادي او بانکي بندیزونو بیا کتنه، د خصوصي سکتور اقتصادي محدودیتونه، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو خلاصول او له نشه یي توکو سره د مبارزې څرنګوالی وټاکل شو.

د دوحې د درېیمې ناستې او تېرو غونډو ترمنځ توپیر

د دوحې درېو غونډو سره له دې چې په کې ګډې موخې تعقیب شوې، بيا يې هم له يو او بل سره توپير درلود. لومړی توپیر د جوړښت له مخې و. که څه هم د نړیوال جوړښت له مخې د درې واړو غونډو تر منځ ترتیب کې کوم توپیر نه و، خو په داخلي توګه د درې واړو غونډو ترمنځ تر ټولو لوی توپیر په غونډه کې د افغان استازو شتون و. په لومړۍ ناسته کې د افغانستان له لوري هېڅ استازي ته بلنه نه وه ورکړل شوې او دغه ناسته یوازې د هېوادونو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ شوې وه. له هغې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې اسلامي امارت ته بلنه نه وه ورکړی شوې، وویل چې دا لا وختي دی چې طالبانو ته دغه ډول ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي. په دویمه ناسته کې د اسلامي امارت له دعوت سره سم د مدني ټولنې او ښځو په استازیتوب دوه ښځې (شاګل رضايي او محبوبه سراج) او یو نارینه (لطف الله نجفي زاده) هم رابلل شوي وو. عجیبه او غیر متوقع پرمختګ دا وو چې په دويمه غونډه کې ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته بلنه ورکړه، خو اسلامي امارت خپل شرطونه وړاندې کړل او تر ټولو مهم شرط دا و چې اسلامي امارت بايد د افغانستان د يوازيني استازي په توګه ګډون وکړي چې د ملګرو ملتونو له لوري ونه منل شو او اسلامي امارت هم په کې ګډون ونکړ.. دويم توپیر د بحث موضوعات وو. په لومړۍ او دويمه ناسته کې د غونډو اجنډا د امنیت شورا د پرېکړو له مخې ترتیب شوې وه، خو په درېیمه ناسته کې اجنډا د ټاکلو موخو پر بنسټ وه. لکه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ټاکل، د بین المللي تماس ګروپ جوړول او د اسلامي امارت سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه پوهیدل، خو د افغانستان په مسايلو کې د مختلفو لوبغاړو د متضادو ګټو له امله او په ځانګړي توګه د اسلامي امارت د ليدلوري له امله له ډېرو مشورو وروسته د غونډې په اجنډا کې پر اقتصادي او بانکي بندیزونو، د خصوصي سکتور اقتصادي محدودیتونو، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو ازادول او له نشه یي توکو سره د مبارزې څرنګوالي په اړه بحثونه وشول. دریم توپیر د ګډونوالو دریځونه وو. په لومړۍ ناسته کې نږدې ټولو ګډون کوونکو او اړخونو یو شان دریځونه درلودل او ټولو د بحث شویو موضوعاتو په اړه هوکړه وکړه. په دویمه ناسته کې یو شمېر هېوادونه (روسیه، چین او ایران) د هغې اصلي موضوع پر خلاف وو، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل وو. په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت په ګډون نږدې ټولو اړخونو د غونډې د موضوعاتو په اړه نږدې یو شان نظر درلود. دغه توافق کولای شو د اسلامي امارت د ویاند د رضایت او مننې له څرګندولو څخه چې د اسلامي امارت د پلاوي د مشر په توګه یې په دې غونډه کې ګډون کړی و معلوم کړو. که څه هم هغه د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې د غونډې په اړه ښه نظر څرګند کړ او د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکامتحده ايالات او د اسلامي کنفرانس سازمان د استازو دریځونه وستايل، خو تر ټولو مهم توپیر چې د دوحې په دریمه ناسته کې ولیدل شو او له تیرو دوو ناستو څخه یې په بشپړ ډول توپیر درلود د اسلامي امارت د شرایطو  په اجنډا کې شاملول وو. په بل عبارت، د دوحې دریمه ناسته په بشپړ ډول  د اسلامي امارت د غوښتنو له مخې پرمخ لاړه. د اسلامي امارت لومړی شرط د افغانستان د یوازیني استازي په توګه د امارت رابلل او دوهم شرط یې د هغو موضوعاتو ټاکل و چې باید په غونډو کې پرې بحث وشي. لکه څنګه چې لیدل کیږي د اسلامي امارت دواړه شرطونه د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې لخوا ومنل شول.

د دوحې په دریمه ناسته کې د بحث موضوعات

د موضوعاتو په اړه د دوحې دریمه ناسته په دوو برخو ویشل شوې وه. په یوه برخه کې هغه مسایل چې په مستقیمه توګه د اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه په رسمیت پیژندلو پورې اړه لري او په بله برخه کې هغه مسایل چې مستقیما د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره تړاو لري، خبرې شوي دي. په لومړۍ برخه کې چې له اسلامي امارت څخه د نړۍوالې ټولنې عمومي غوښتنه ګڼل کیدای شي، له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو کنوانسیونونو د منلو په موخه عمل وکړي چې افغانستان یې له وړاندې غړیتوب درلود. البته، دا ډول عامه غوښتنه کولی شي ټول اړخونه تر پوښښ لاندې راولي، د بشري حقونو درناوی او ښځو ته د زده کړې او کار حق ورکولو په ګډون. د دې غوښتنې په ځواب کې د اسلامي امارت استازي دوه شرطونه راپورته کړل. لومړی شرط دا دی چې اسلامي امارت به هغه مهال کنوانسیونونه رعايتوي چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې راشي او دوهم شرط دا دی چې کنوانسیونونه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي. په دویمه برخه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې، د بانکي بندیزونو لرې کول، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د ازادولو او د افغانستان د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. په دې برخه کې د اسلامي امارت استازي ټول اړخونه متوجې کړل چې که نړیواله ټولنه یو باثباته او له ستونزو څخه پاک افغانستان غواړي، باید خپله پاملرنه او مرستې د افغانستان اقتصادي سکتور ته ریاته کړي.

د دوحې د دریمې ناستې لاسته راوړنې

د دوحې دریمه ناسته له دریو اړخونو څخه مثبته ارزول کیږي. لومړی اړخ په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي معنی دار او تعریف شوی شتون و. اسلامي امارت په افغانستان کې د یوازیني مسؤول طرف په توګه چې اوس مهال په افغانستان کې د بشپړ حکومت واک لري، باید د نړیوالي ټولنې له خوا د یوه حقیقت په توګه ومنل شي. هیڅ غونډه تر هغه وخته بریالۍ کېدای نشي چې اسلامي امارت پکې د پام وړ حضور ونلري. معنی دار شتون یعنی دا چې اسلامي امارت به د افغانستان د یوازیني استازي په توګه په نړیوالو غونډو او حلقو کې رابلل کیږي. له همدې نظره د دوحې دریمه ناسته د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې یو مثبت او ګټور ګام ګڼل کیږي، ځکه د اسلامي امارت استازو په کې د پام وړ حضور درلود. دوهم اړخ چې د دوحې دریمه ناسته مثبته او هیله بښونکې ارزول کیږی هغه موضوعات دي چې د غونډې په اصلی اجنډا کې شامل وو. د افغانستان په اړه په تېرو درېیو کلونو کې په نورو ناستو کې په تېره بیا په دوحه کې د تېرو دوو ناستو تر ټولو لویه ستونزه د اجنډا پر سر معامله وه چې د افغانستان له لومړیتوبونو او اړتیاوو سره سمه نه وه. په حقیقت کې هغه اصلي خنډ چې د نورو ناستو ارزښت یې ډیر کم کړې و، د افغانستان د بیړنیو او اساسي لومړیتوبونو او اړتیاوو په اړه اختلافي نظر و، چې د دوحې په دریمه ناسته کې تقریباً له منځه ولاړ او د غونډې اجنډا د هغه څه پر بنسټ وه چې ټاکل شوې وه. دریم اړخ چې د دوحې غونډه خوشبینه کوي د اسلامي امارت سره د ښکیلتیا لپاره پر فشار  راوړلو پرته اسلامي امارت سره د تعامل لاره غوره کول وو. د دوحې دریمې ناستې وښودله چې نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسیدلې چې د اسلامي امارت په وړاندې تحمیلي سیاست بې ګټې او ناکامه پالیسي ده ځکه لیدل کیږي چې له نږدې درېو کالو وروسته هم د اسلامي امارت په چلند کې بدلون نه دی راغلی، نو اوس د دې وخت را رسېدلی چې دا ډول سیاست پرېښودل شي او پر ځای یې د تعامل تګلاره غوره شي.

د اسلامي امارت لپاره د دوحې د ناستې لاسته راوړنه

د دوحې دریمه ناسته د اسلامي امارت لپاره له څو اړخونو له لاسته راوړنو ډکه وه. لومړۍ اړخ دا وه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړيواله ټولنه د لومړي ځل لپاره په عمومي او بشپړه توګه د اسلامي امارت شرطونه ومنل. که څه هم تر دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی و، چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت ګډون د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا د هغه د تسلیمولو او رسميت پېژندلو په معنی نه دی، بلکې په عملي توګه هغه مهال چې ملګرو ملتونو د اسلامي امارت شرطونه ومنل، دا په ډاګه کوي چې ملګرو ملتونو ومنله چې طالبان د افغانستان یوازینی استازي او مسؤل اړخ دی. دوهم اړخ یې دا دی چې د ځینو هیوادونو او مخالفینو له اعتراضونو سره سره اسلامي امارت وتوانید چې د غونډې په اجنډا کې خپل د خوښې موضوعات ځای پر ځای کړي چې د افغانانو د اساسي او اړینو لومړیتوبونو څرګندونه کوي. دریم اړخ یې دا دی چې اسلامي امارت وکولای شول چې له یوه نړیوال فورم څخه په استفادې سره وکولای شي چې د امنیت، نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي پرمختګ او له نړۍ سره د مثبت تعامل په ډګر کې خپلې درې کلنې لاسته راوړنې او په سیمه ییزه کچه اقتصادي اړیکې منعکسې کړي. څلورم اړخ یې دا دی چې اسلامي امارت له قوي ډیپلوماسۍ څخه په استفادې سره وکولای شول چې نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي په داسې طریقه پرمخ يوسي چې د اسلامي امارت په خوښه وي. د اسلامي امارت لپاره د دوحې د ناستې بل مثبت اړخ دا و چې د نورو غونډو برعکس دا ځل اسلامي امارت د غونډې پایله او د ورته غونډو دوام د نړیوالې ټولنې د اقداماتو لکه بندیزونو لرې کولو، بانکي بندیزونو لرې کولو او د افغانستان کنګل شوې پیسو د خلاصون په موخه ونیسي. پنځم اړخ دا و چې د دوحې غونډه د اسلامي امارت د استازي لپاره یو ښه فرصت برابر کړ چې په دې غونډه کې له ډیرو ګډون کوونکو استازو سره دوه اړخیزه ملاقاتونه وکړي. که د دوحې غونډه کومه بله لاسته راوړنه ونه لري، دا چې د اسلامی امارت استازي په دې وتوانید چې په لنډه موده کې له شلو څخه د زیاتو هیوادونو له استازو سره وګوري دا خپله یوه لویه او ارزښتناکه لاسته راوړنه بلل کیږي. د دې ترڅنګ یوه بله مهمه لاسته راوړنه دا وه چې د دوحې درېیمه ناسته د هغو مسایلو په اړه راوڅرخیدله چې په سیمه ییزه کچه پکې نږدې همغږي شتون لري. په بل عبارت، دې غونډې وښودله چې ختیځ محور په لویدیځ محور غالب شو.

پایله

که څه هم دا چې د دوحې درېیمه ناسته به څه ډول پایلې ولري، دا قضاوت له وخته مخکې دی، خو دا ناسته د افغانستان لپاره له تېرو ناستو سره له ډېرو توپیرونو له امله مهمه بلل کېږي. په ټولیزه توګه د دوحې دریمه ناسته له نړۍ سره د اسلامي امارت د مثبت تعامل په برخه کې ستر پرمختګ وښود. په دې غونډه کې داسلامي امارت داستازو ګډون خورا مهم ارزیابي کیږي. سربیره پردې اسلامي امارت د افغانستان د یوازيني استازي په توګه منل دا وښودله چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د حکومت په توګه اسلامي امارت حاکمیت ته غاړه ایښې ده. بله مسئله دا وه چې د نورو غونډو برعکس په هغو موضوعاتو خبرې وشوې چې د څو اړخیزو ګټو او توقعاتو په ځانګړي توګه د اسلامي امارت د غوښتنو څرګندونه کوي. بله مسئله چې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د مثبت تعامل د پرمختګ ښکارندویي کوي دا ده چې نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسیدلې چې د اسلامي امارت په وړاندې تحمیلي سیاست ناکامه او پر ځای یې یوه معقوله، منطقي او ګټوره پالیسي غوره او مثبت تعامل وکارول شي. که څه هم د دوحې د دریمې ناستې په اړه د یو شمیر هیوادونو استازو منفي نظر درلود او اعتراض یې وکړ، خو د دوحې دریمې ناستې وښودله چې نړیوالې ټولنې په ښکاره توګه منلې چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او د ښځو د تعلیم او کار کولو حق د افغانستان داخلي مسایل دي او باید د فشار د الې په حیث ترې ګټه پورته نه شي. احتمال شته چې اسلامي امارت په تدریجي ډول د افغانستان د داخلي دودونو او عادتونو له مخې د مناسبو حل لارو په لټه کې وي. ډېره مهمه پایله یې دا ده چې دا ځل اسلامي امارت د نړیوالو ټولنې پر اوږو بار واچاوه چې د بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې په اغیزمنو اقداماتو سره د راتلونکو غونډو لپاره زمینه برابره کړي. په بل عبارت، اسلامي امارت نړیوالو ته وښود چې تر هغه وخته چې د بندیزونو او محدودیتونو لپاره موثر اقدامات نه وي شوي، د هر ډول غونډې جوړول به بې ګټې شي.

وړاندیزونه

  1. اسلامي امارت باید تل د خپل واضح او شفاف دریځ د وړاندې کولو لپاره له هر ډول میکانیزم څخه کار واخلي.
  2. اسلامي امارت باید د هیوادونو د استازو له هغه منسجم نظر څخه په استفادې چې د دوحې په دریمه ناسته کې څرګند شو، له نړیوالې ټولنې سره خپل مثبت تعامل پیاوړی کړي.
  3. اسلامي امارت د بین المللي کنوانسیونونو د رعایت په موخه یو داخلي کمیسیون جوړ او بررسي کړي چې په کومو شرایطو کې یې ومني او یا یې رد کړي.
  4. اسلامي امارت باید د ښځو د تعلیم، کار او د بشري حقونو په نورو برخو کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې اقدام وکړي، تر څو د بهرنیانو لپاره بهاني پاتې نه شي.

مأخذونه

[۱]. میراحمد مشعل. «نگاه تحلیلی بر نشست دوحه برای افغانستان»، موسسه مطالعات راهبردی شرق، تاریخ نشر ۱۶/۱۲/۱۴۰۲ قابل دسترسی: www.iess.ir/fa/analysis/3690/

  1. ۲٫ نذیر شینواری. «نگاهی به نشست‌های اول و دوم دوحه برای افغانستان»، سایت طلوع نیوز، تاریخ نشر ۱۱ /۴/۱۴۰۳. قابل دسترسی: https://tolonews.com/fa/afghanistan-189530
  2. ۳٫ نگاهی تحلیلی به نشست دوحه ۳ در باره افغانستان. سایت بررسی تحولات افغانستان. تاریخ نشر ۱۲/۴/۱۴۰۳ قابل دسترسی: https://afghreviw.com
  3. ۴٫ نشست دوحه با درخواست نمایندگان حکومت طالبان برای رفع تحریم‌ها پایان یافت. سایت بی‌بی‌سی فارسی تاریخ نشر ۱۱/۴/۱۴۰۳ قابل دسترسی: http://www.bbc.com

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *