د نتانیاهو د نیولوپه اړه د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال غوښتنه؛ حقوقي ارزونه او اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د نتانیاهو د نیولوپه اړه د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال غوښتنه؛ حقوقي ارزونه او اغېزې
  • سریزه
  • جنايي بین المللي محکمه او تر صلاحیت لاندې جرایم یې
  • د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال د غوښتنې ارزونه
  • پر ښکیلو اړخونو د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال د غوښتنې اغېزې
  • پايله
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

بشري ټولنه له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د کورنیو جرمونو سربېره له بین المللي جرمونو او جنایاتو لکه جنګي جرمونه، نسل وژنه او د بشریت ضد جرمونو سره لاس و ګرېوان ده او د دغو جرمونو ارتکاب په بین المللي کچه د خلکو پر امنیت، سوکالۍ، عدالت او په نړیواله ټولنه کې د یو بل ترڅنګ په سوله ییز ژوند کولو منفي اغېزې کړي دي، دغه جرایم نه یواځې داچې په یواځې توګه د یو شمېر اشخاصو له لوری ترسره کېږي؛ بلکې یو شمېر سازمان شوې ډلې د دولتونو په چوکاټ یا د دولتونو د نظامي ځواکونو په چوکاټ کې ترسره کوي چې تر ټولو ښه او نوې بیلګه یې په فلسطین کې د اسراییلو له لوري په ځانګړې توګه د دې هېواد د لومړي وزیر له لوري ترسره شوي جرمونه دي. په بین المللي کچه د دې جرمونو د مخنیوي او جنايي عدالت د تامین په موخه جنايي بین المللي محکمه رامنځته شوې ده چې په دې وروستیو کې د دې محکمې د څارنوال له لوري د اسراییلو د لومړي وزیر د نیولو غوښتنه شوې ده؛ داچې دغه محکمه به تر کومه بریده د دې توان ولري چې نتانیاهو د محاکمې میز ته د هغو جرایمو د ارتکاب په اتهام چې په فلسطین کې یې ترسره کړي او کوي یې، احضار کړي په دې تحلیل کې به روښانه شي، سربېره پر دې به روښانه شي چې دجنايي بین المللي محکمې د څارنوال غوښتنه به پر اسراییلو او ښکیلو نورو اړخونو څه اغېزې وکړي.

جنايي بین المللي محکمه او تر صلاحیت لاندې جرایم یې

جنايي بین المللي محکمه په ۱۹۹۸ز.کال بین المللي جرایمو ته د رسیدګي لپاره رامنځته شوه او د دې محکمې د اساسنامې حکمونه د ۲۰۰۲ز.کال کې لازم الاجرا وګرځېدل.[۱] دغه محکمه ۱۲۴ غړي هېوادونه لري.[۲] او د هالنډ په لاهه ښار کې موقعیت لري. اسراییل، د امریکا متحده ایالات، روسیه او چین د دې محکمې غړي هېواد نه شمېرل کېږي او فلسطین په ۲۰۱۵ز.کال کې د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی دی.[۳]

د دې محکمې د اساسنامې د ۵ مادې لومړۍ فقرۍ د احکامو پر بنسټ دغه محکمه لاندې جرایمو ته د رسیده ګۍ صلاحیت لري.[۴]

  1. بشریت ضد جرمونه
  2. جنګي جرمونه
  3. نسل وژنه
  4. د تجاوز جرم.

د دې محکمې د اساسنامې د مقدمې، لومړۍ او اوه لسمې مادې د احکامو له مخې دغه محکمه هغه مهال له خپلو صلاحیتونو او واکونو څخه ګټه پورته کوي کله چې یو هېواد په خپله خاوره کې د بین المللي جرمونو چې پورته یې یادونه شوې، د رسیده ګي علاقه ونه لري، یا دې جرایمو ته رسیده ګي او د مجرمینو د محاکمه کولو توانايي ونه لري او یا داچې په اړونده هېواد کې خپلواک قضايي سازمانونه موجود نه وي؛ نو په دې صورت کې دغه محکمه دې جرایمو ته رسیده ګي کوي. دلته د یوه ټکي یادول هم اړین دي؛ هغه داچې دا محکمه د ملي او محلي محاکمو ځایناستې او یا د هغه سره سم موازي نه ده رامنځته شوې، ځکه چې د محلي صلاحیت پر اساس لومړنی هغه هېواد چې دې جرایمو ته رسیده ګي کوي، هغه هېواد دی چې د هغه په خاوره کې جرم ترسره شوی وي، خو که چېرې پورته موارد واقع شي بیا په هغه صورت کې دغه محکمه جرایمو ته رسیده ګي کوي.

د جنايي بین المللي محکمې د اساسنامې د ۱۳ مادې د احکامو پر بنسټ دغه  محکمه په لاندې حالاتو کې د پورته یادو شویو جرایمو د ارتکاب په صورت کې رسیده ګي کوي.[۵]

  1. په هغه صورت کې چې د محکمې یو غړی هېواد د محکمې تر صلاحیت لاندې جرایمو د څېړنې غوښتنه وکړي.
  2. په هغه صورت کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دې محکمې غوښتنه وکړي.
  3. په هغه صورت کې چې د دې محکمې څارنوال دغو جرایمو ته د رسیده ګۍ غوښتنه وکړي. دلته د یوه ټکي یادول ضرور دي چې د اساسنامې په ۱۶ ماده کې ورته اشاره شوې ده، هغه داچې که چېرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وغواړي چې د جنايي بین المللي محکمې تحقیقات په تعلیق کې واچوي نو له جنايي بین المللي محکمې څخه د یوه پریکړه لیک پر اساس غوښتنه کوي چې خپل تحقیقات د ۱۲ میاشتو لپاره وځنډوي، دغه غوښتنه د یوه بل ځل لپاره هم تکرارولای شي.

د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال د غوښتنې ارزونه

د حماس او اسراییلو په جګړه کې د اسراییلو له لوري  زرهاوو تنه بې ګناه ملکي فلسطینیان شهیدان شول، کورونه یې وران، په جبري توګه بې ځایه او د لوږې ترڅنګ د ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ شول . پر همدې اساس د جنايي بین المللي محکمې د اساسنامې د ۱۳ مادې پر اساس د دې محکمې څارنوال د ۲۰۲۴ ز.کال د مې په ۲۰ مه نېټه د اسراییلو د لومړي وزیر بن یمین نتانیاهو او د هغه د دفاع وزیر یووا ګالنت د نیولو غوښتنه وکړه.[۶] هغه اسناد او شواهد چې نوموړي په دې اړه را ټول کړي دي پر اساس یې د محکمې قضايي پلاوي ته روښانه کړي دي چې د اسراییلو لومړی وزیر په فلسطین کې جنګي جرمونه او د بشریت ضد جنایتونه ترسره کړي دي. نوموړي څرګنده کړې چې نتانیاهو په فلسطین کې په قصدي توګه ملکي خلک له لوږې سره مخ کړي او په ارادي توګه یې د ملکیانو پر وړاندې د نظامي عملیاتو د ترسره کولو لارښونه کړې ده او نوموړي دغه عمل د فلسطنیانو پر وړاندې پراخ سیستماتیک برید وګاڼه، هغه دا هم وویل چې نړیوال قوانین او د جګړې قوانین پر ټولو خلکو یوشان پلي کېږي، هیڅ پیاده عسکر، هیڅ قوماندان، هیڅ ملکي رهبر له مجازاتو معافیت نه شي ترلاسه کولای، هیڅوک دا نه شي توجیه کولای چې ښځې او ماشومان د د ژوند له اساسي اړتیاوو بې برخې شي او هیڅ شی نشي کولای چې په اسارت نیول او په ملکي خلکو برید توجیه کړي.[۷]  هغه له سي ان ان سره په یوه مرکه کې ویلي (( هیڅوک له قانون پورته نه ګڼل کېږي)).[۸] نو ځکه یې له محکمې د هغه او د نوموړي د دفاع وزیر د نیولو غوښتنه کړې ده، د محکمې قضات به په دې برخه کې پرېکړه کوي چې ایا دا اسناد او شواهد کافي دي چې د هغو د نیولو جلب صادر کړي دا هغه څه دي چې څو اونۍ ان تر دې چې میاشتې به ونیسي[۹]. نو سوال دلته واقع کېږي چې ایا نتانیاهو به ونیول شي؟ د نیول کېدو او نه نیول کېدو په صورت کې به د جګړې دواړو خواو او متحدینو لپاره څه اغېزې ولري.

لومړی باید دا واضح شي؛ چې دا یواځې د محکمې د څارنوال غوښتنه ده او اړتیا ده چې د محکمې مقدماتي قضايي پلاوی د څارنوال له لوري وړاندې شوي اسناد او شواهد و اروزوي؛ په هغه صورت کې چې د محکمې قضایي پلاوی د څارنوال دغوښتنې په اړه مثبته رایه ورکړي، نو د اساسنامې د ۵۸ مادې پر اساس په دې صورت کې د اسراییلو د صدراعظم د نیولو جلب صادریږي، د دې مادې د احکامو له مخې په هغه صورت کې د متهم د نیولو جلب صادریږي چې محکمه دې پایلې ته ورسیږي چې متهم هغه جرایم چې د محکمې اساسنامې تعریف کړي مرتکب ګرځیدلی،  داچې دغه محکمه په خپلواکه توګه پولیس او ورته پولیسي سازمانونه نه لري نو نه شي کولای چې د هغه نیولو لپاره په خپله اقدام وکړي خو د محکمې دغه حکم په غړو هیوادونو باندي حقوقي اثار رامنځته کېدو او هغوی مکلف ګرځوي چې د محکمې د حکم د پلي کولو په برخه کې ورسره هر اړخیزه همکاري چې د نتانیاهو نیول هم په کې شاملېږي، وکړي. د بیلګې په توګه که چیرې د اسراییلو صدراعظم د محکمې د غړو هېوادونو له ډلې یوه هېواد ته سفر وکړي نو په دې صورت کې به د اړوند هېواد له لوري نیول کېږي او دغه محکمې ته به یې سپاري، خو د اسراییلو دولت لپاره کومه الزامي اړخ نه لري ځکه چې د محکمې غړيتوب یې نه دی ترلاسه کړی. له بله اړخه که چیرې د محکمې قضايي پلاوی د څارنوال ادعا بې بنسټه وبولي نو په دې صورت کې جرم اثبات کېدای نشي او د نتانیاهو نیولو جلب نه صادریږي.

اوسمهال هغه مقدماتي پلاوي ته چې د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال غوښتنه ورته وړاندې کېږي درې تنه قضات دي چې دغه غوښتنه ارزوي، د حقوقي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د نتانیاهو د نیولو په اړه دغه محکمه پوره اسناد او شواهد لري، په دې اړه د هالنډ د اوترخت پوهنتون استاد ایوا ووکوشیچ داسې نظر لري (( دا قضايي څېړنې بې بنسټه نه دي، هغوی به په دې مرحله او دې مهمه دوسیه کې چې د ټولو سترګې ورته اوړي، بې مورده اقدامات ونه کړي؛ نو پر دې اساس زه باوري یم چې قاضیان به د دې غوښتنې په اړه هوکړې ته ورسیږي)).[۱۰]

پر ښکیلو اړخونو د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال د غوښتنې اغېزې

لکه څرنګه چې د فلسطین او اسراییلو جګړه څو ابعاد او متحد اړخونه لري نو د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال غوښتنه هم پر دغو اړخونو بېلابېلې اغېزې کوي چې په لاندې توګه یې یادونه کوو.

۱ ـ پر اسراییلو یې اغېزې:

الف:  لکه څرنګه چې وړاندې یادونه وشوه چې دغه محکمه ۱۲۴ غړي لري او په دې ډله کې د اروپايي اتحادیې ټول غړي شامل دي، که چیرې مقدماتي قضات د څارنوال غوښتنه مثبته و ارزوي نو د نتانیاهو او د صیهونیستي رژیم د دفاع وزیر د جلب او نیولو حکم صادرېږي چې په دې سره د دې هېواد د دې لوړ پوړو چارواکو بهرني سفرونه محدود کېږي او د بهرني سیاست او د جګړې په اړه د لابي کولو او بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې په دې هېواد منفي اغېزې کوي او  د دې هېواد منزوي کولو لپاره به فرصت لا زیات شي.

ب: د نړی ډیری هېوادونه پر دې محکمې ډېر باور لري؛ کله چې په جګړه کې د دې محکمې له لوري د اسراییلو ترسره شوي ظلمونه او جنایت د دې محکمې له ادرسه نړۍ ته روښانه شي؛ نو د هېوادونو باور یې د یقین ترحده رسېږي او په پایله کې یې د اسراییلو پر وړاندې یې نفرت او کرکه زیاتېږي او د هر ډول اړیکو د پیل کېدو او د شته اړیکو د کمزورې کېدو سبب ګرځي.

۲ ـ پر محکمې یې اغېزې:

الف: نړیواله جنايي محکمه په نړیواله کچه د جرایمو د مخنیوي او د مجرمینو د نیولو او محکمې ته د سپارلو او د محکومیت په صورت کې د مجازات کولو لپاره رامنځته شوې ده؛ کله چې په نړۍ کې هغه اعمال چې د دې محکمې د اساسنامې پر اساس جرمي تعریف او پېژندل شوي؛ دې محکمې ته مکلفیت راجع کېږي چې په اړه یې باید اقدام وکړي؛ نو لکه څرنګه چې په فلسطین کې د اسراییلو له لوري د نسل وژنې او جنګي جرمونونو بېلابېل اړخونه چې په اساسنامه کې ورڅخه یادونه شوې ده ارتکاب شول او په دې برخه کې د محکمې له لوري پر وخت اقدام ترسره شو، نو ځکه د نړۍ د ډېری ملتونو د پام وړ وګرځېده او په دې برخه کې د غږ پورته کول د دې محکمې پر باور مثبتې اغېزې وکړې.

ب ـ د محکمې لپاره شاید یوه منفي اغیزه ولري هغه داچې د محکمې لوړ پوړي چارواکي به د امریکا متحده ایالاتو او د هغوی د یو شمېر متحدینو له لوري له بندیزونو سره مخ شي، ځکه چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د امریکا ۱۲ تنو سناتوران د جنايي بین المللي محکمې څارنوال ته اخطار ورکړ چې که چېرې نوموړی اسراییل هدف وګرځوي نو دوی به دی هدف وګرځوي. [۱۱]

ج ـ که چېرې د محکمې د څارنوال غوښتنه د مقدماتي قضايي پلاوي له لوري منفي و ارزول شي؛ نو په دې صورت کې محکمه د نتانیاهو د نیولو او احضارولو جلب نه صادروي، که چېرې دغه ډول یو حالت رامنځته شي، نو محکمه به خپل اعتبار له لاسه ورکړي او ان تر دې چې ډیری غړي هېوادونه به د دې محکمې له غړیتوب څخه لاس په سر شي او د دې احتمال هم شته چې محکمه به منحله شي.

که چېرې پر محکمه د نتانیاهو د نیولو د حکم د صادرولو اغېزې پرتله کړو، نو لیدل کېږي چې مثبتې اغېزې یې زیاتې دي؛ ځکه چې محکمه ۱۲۴ غړي هېوادونه لري او په دې هېوادونو کې به محبوبیت پیدا کړي او منفي اغېزې یې شاید څو اشخاصو ته په مالي برخه کې یواځې د یوه هېواد له لوري رامنځته شي چې ډېرې مهمې نه دي.

۳ـ پر امریکا متحده ایالاتو یې اغېزې: له سیاسي اړخه به دغه حکم د دې لامل شي چې د دې محکمې له تاسیس وروسته به د لومړي ځل لپاره دغه محکمه د امریکا متحده ایالات او اسراییل ځواب ورکولو ته اړ کړي او په دې سره به له یوې خوا د دې محکمې بین المللي باور زیات شي او له بلې خوا به د امریکا متحده ایلاتو اصلي څېره ټولې نړۍ ته روښانه او د دې هېواد په باور او نړیوال پرستیج به منفي اغېزه وکړي. له بلې خوا لکه څرنګه چې د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال غوښتنې ته د امریکا متحده ایالاتو منفي غبرګون د اروپايي اتحادیې مثبت غبرګون ښودلی، نو د غبرګونو اختلاف به د دې هېوادونو په اړیکو په ځانګړې توګه د اسراییلو او فلسطین جګړې په برخه کې د ګډ موقف پر وړاندې منفي اغېزې وکړي.

سربېره پر دې به په نړیواله کچه د امریکا دوه مخیتوب هم لا په ډاګه شي؛ ځکه کله چې همدې محکمې تېر کال د اوکرایني ماشومانو د پټولو او له اوکراین څخه د بېرون ایستلو په تور د روسیې د ولسمشر ولادېمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړ؛ د متحده ایالاتو ولسمشر بایډن د امریکا حکومت ته امر وکړ چې د روسیې له لوري د جنګي جرایمو په اړه جنايي بین المللي محکمې سره معلومات شریک کړي.[۱۲] په داسې حال کې چې په فلسطین کې د اوکراین د جګړې څو چنده جنګي جرایم ترسره کېږي د امریکا په ګډون د لویدیځ لوري ټول هېوادونه پرې له یوې خوا سترګې پټوي او له بلې خوا جنايي بین المللي محکمې سره د همکارۍ پر ځای هغوی ګواښي.

۴ـ پر فلسطین یې اغېزې: په هغه صورت کې چې د څارنوال غوښتنه تایید شي؛ نو په دې صورت کې به د فلسطین د خلکو داعیه لا پیاوړې شي او د نړۍ اکثرو هېوادونه به پر دې قانع شي چې اسراییل په حقیقي معنی په فلسطین تیری کوي. سربېره پر دې به د نړۍ ته روښانه کړي چې یوې قانوني مرجع د اسراییلو او د متحده ایالاتو اعمال روښانه کړي او د دغه هېوادونه به په دې برخه کې خپل باور او محبوبیت له لاسه ورکړي.

پایله

په ټوله کې ویلای شو چې د فلسطین خلکو د مبارزې د بریا لپاره د نړیوال باوري حقوقي سازمان په توګه د جنايي بین المللي محکمې د څارنوال غوښتنه مثبته او ګټورې پایلې لري. که قضايي پلاوی د څارنوال اسناد او شواهد کافي وګڼي نو په دې صورت کې د اسراییلو د منزوي کېدو او پر امریکا د نړۍ د نورو هېوادونو د بې باورۍ کچه لوړېږي، هغه اسناد او شواهد چې لکه د لمر په څېر روښانه دي او د محکمې د څارنوال له لوري وړاندې شوي دي، د دې لامل به وګرځي چې قضايي پلاوی چې د جلب د صادرولو صلاحیت لري د امریکا، اسراییلو او د دوی د ملاتړو سیاسي فشارونو ته به غاړه کېږ نه دي او په بې پلوه توګه به خپلې چارې مخ ته یوسي.

مأخذونه

[۱] The New York Tim’s,  What to Know About the I.C.C. Prosecutor’s Request for Warrants for Israeli and Hamas Leaders, published date:  May 20, 2024, available ate : What to Know About the ICC Arrest Warrants for Netanyahu and Hamas Leaders – The New York Times (nytimes.com)

[۲] International Criminal court, The States Parties to the Rome Statute, available at: The States Parties to the Rome Statute | International Criminal Court (icc-cpi.int)

[۳] BBC, ICC prosecutor seeks arrest of Israeli and Hamas leaders, available at: Israel Gaza war: ICC prosecutor seeks arrest warrants for Netanyahu and Hamas leaders – BBC News

[۴] Rome Statute of the International Criminal Court, available at: Rome Statute of the International Criminal Court | OHCHR

[۵] Rome Statute of the International Criminal Court, available at: Rome Statute of the International Criminal Court | OHCHR

[۶] The Economist, The ICC’s threat to arrest Binyamin Netanyahu has shocked Israel, published date May 20th 2024, available at: The ICC’s threat to arrest Binyamin Netanyahu has shocked Israel (economist.com)

[۷] The New York Tim’s,  What to Know About the I.C.C. Prosecutor’s Request for Warrants for Israeli and Hamas Leaders, published date:  May 20, 2024, available ate : What to Know About the ICC Arrest Warrants for Netanyahu and Hamas Leaders – The New York Times (nytimes.com)

[۸] Politico, Netanyahu case will make or break the ICC, available at: Netanyahu case will make or break the ICC – POLITICO

[۹] BBC, ICC prosecutor seeks arrest of Israeli and Hamas leaders, available at: Israel Gaza war: ICC prosecutor seeks arrest warrants for Netanyahu and Hamas leaders – BBC News

[۱۰] ایسنا، دیوان کیفری بین‌المللی حکم بازداشت نتانیاهو و گالانت را اجرا خواهد کرد؟ تاریخ نشر: ۱/۳/۱۴۰۳، دسترسی انلین:  (isna.ir)

[۱۱] ایسنا، دیوان کیفری بین‌المللی حکم بازداشت نتانیاهو و گالانت را اجرا خواهد کرد؟ تاریخ نشر: ۱/۳/۱۴۰۳، دسترسی انلین:  (isna.ir)

[۱۲] The New York Tim’s,  What to Know About the I.C.C. Prosecutor’s Request for Warrants for Israeli and Hamas Leaders, published date:  May 20, 2024, available ate : What to Know About the ICC Arrest Warrants for Netanyahu and Hamas Leaders – The New York Times (nytimes.com)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *