د ایران د ولسمشر په توګه د پزشکیان بریا؛ د شته بهرنۍ پالیسۍ دوام یا بدلون

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ایران د ولسمشر په توګه د پزشکیان بریا؛ د شته بهرنۍ پالیسۍ دوام یا بدلون
  • سریزه
  • د ایران د اساسي قانون پر اساس د ولسمشرۍ ټاکنې
  • د رییسي پرمهال د ایران بهرنی سیاست
  • مسعود پزشکیان او د هغه بهرنی سیاست
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د ایران اسلامي جمهوریت د ۱۴۰۰ هـ ش کال په ټاکنو کې ابراهیم رییسي بریالی او د دې هېواد د اساسي قانون پر اساس یې د ۴ کلونو لپاره د ولسمشرۍ دوره پیل کړه، خو نوموړي سره ژوند یاري ونه کړه او د ۱۴۰۳هـ ش کال د ثور میاشتې په ۳۰ نېټه یې د طیارۍ د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، نوموړي د ولسمشرۍ په تېرو دوه نیمو کالونو خپل بهرنی سیاست له ګاونډیو او سیمه ییزو قدرتونو سره په ملګرتیا جوړلو باندې متمرکز کاوه او په دې لاره کې یې د پام وړ بریالیتوبه ترلاسه کړل او هڅه یې کوله ترڅو له دې ټکي له لوېدیځو هېوادونو سره د ایران د اړیکو د توازن په برخه کې ترې ګټه پورته کړي. کله چې د هغه له مړینې وروسته د ولسمشر د ټاکلو لپاره له ټاکلي وخت دمخه ټاکنې وشوې، په دې ټاکنو کې مسعود پزشکیان د دې هېواد  ولسمشر په توګه وټاکل شو؛ نو پوښتنه دلته رامنځته کېږي چې د سیمه ییزو او نړیوالو شته مسایلو سربېره، له لویدیځې نړۍ، د سیمې له هېوادونو او افغانستان سره په اړیکو کې  به د دې هېواد په بهرني سیاست کې بدلون راشي او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې هڅه کېږي په دې تحلیل کې ورته د بېلابېلو سرلیکونو پر اساس جواب وموندل شي.

د ایران د اساسي قانون پر اساس د ولسمشرۍ ټاکنې

  د ایران اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۱۰۴ مادې پر اساس ولسمشر د ۴ کالونو لپاره ټاکل کېږي او کولای شي یوه بله متوالي دوره کې هم ځان نوماند کړي. کله چې د دندې پرمهال ولسمشر مړشي، یا په صعب العلاجه ناروغي اخته شي او یا هم لادرکه شي؛ نو دغه مهال د دې هېواد د اساسي قانون ۱۳۰ ماده حکم کوي چې د دې هېواد د رهبر په موافقه د ولمشر لومړی مرستیال ته د پخواني ولسمشر واکونه او صلاحیتونه لېږدول کېږي او هغه شورا چې د پارلمان له رییس، د قضایه قوې له مشر او د ولسمشر له لومړي مرستیال څخه جوړېږي، مکلفه ګرځي چې د ۵۰ راتلونکو ورځو په اوږدو کې د ولسمشرۍ نوې ټاکنې ترسره کړي.د دې هېواد د اساسي قانون د ۱۱۷ مادې پر اساس ولسمشر د رایو ورکوونکو په مطلق اکثریت سره ټاکل کېږي او همدغه ماده حکم کوي که چېرې لومړۍ دوره کې یو نوماند هم ونه توانېږي چې د رایه ورکوونکو دغه ډول اکثریت ترلاسه کړي؛ نو د ټاکنو دوهم پړاو ترسره کېږي او په دې پړاو کې دوه مخکښ نوماندان چې له نورو یې ډېرې رایې ګټلې وي په ټاکنو کې ګډون کوي او ټاکنې د راتلونکې اونۍ د جمعې په ورځ ترسره کېږي.[۱]

کله چې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د ثور میاشتې په ۳۰ نېټه د دې هېواد پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي مړشو؛ نو د ایران د رهبر ایت الله خامنيي له لوري د اساسي قانون د احکامو پر اساس محمد مخبر دزفولي ته چې د ابراهیم رییسي لومړی مرستیال وو؛ د هغه واکونه د لنډمهال لپاره ورکړل شول[۲]. د اساسي قانون د پورتني احکامو سره سم د نویو ټاکنو لپاره، چې څوارلسمه دوره ټاکنې ګڼل کېږي، د روان کال د سرطان میاشت ۸مه نېټه وټاکل شوه. د دې هېواد د نګهبان شورا له لوري دولسمشرۍ لپاره شپږ تنه نوماندان د دې وړ وګڼل شول چې په ټاکنو کې ځان نوماند کړي دغه اشخاص عبارت دي له ((مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدی، سعید جلیلی، علیرضا زاکانی، امیرحسین قاضی زاده هاشمی و محمدباقر قالیباف))[۳] له ډلې څخه ښاغلي زاکاني او قاضي زاده په ټاکنو کې له ګډون کولو ډډه وکړه او نهايي ټاکنیزو سیالیو لپاره څلورتنه نوماندان هریو مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف پاتې شول. په ټاکلې نېټه د انتخاباتو له ترسره کولو وروسته د دې هېواد د ټاکنو مسولینو اعلان وکړ چې هیڅ نوماند له قانون سره سم مطلق اکثریت رایې نه دي ترلاسه کړي او ټاکنې به دوهم پړاو کې د دوه مخکښه نوماندانو هریو مسعود پزشکان او سعید جلیلي ترمنځ د سرطان میاشتې په ۱۵ نېټه چې د جمعې ورځ سره برابره ده ترمنځ ترسره شي.[۴] دغه ټاکنې چې په خپل وخت ترسره شوې د دواړو نوماندانو څخه ښاغلي پزشکیان وکولای شول چې د ۱۶،۳ میلیونه رایو په ګټلو د جلیلي پر وړاندې چې هغه ۱۳،۵ میلیونه رایې ګټلې وې، بریالی اعلان شي.[۵]

مسعود پزشکیان په ۱۳۳۳هـ ش کال د ایران په ختیځ اذربایجان کې زېږدلی او عالي تحصیلات یې د تخصص تر دورې پورې د زړه د جراحۍ په برخه کې ترسره کړي دي، هغه د طبابت ترڅنګ، د طبي پوهنتون ریاست، روغتیا وزارت مرستیال، د دې وزارت د وزیر، د اسلامي شورا د لومړي مرستیال او په پارلمان کې د تبریز، اذرشهر او اسکو ښار استازي په توګه دندې ترسره کړي دي [۶]

د رییسي پرمهال د ایران بهرنی سیاست

 د ابراهیم رییسي د ولسمشرۍ پر مهال  د دې هېواد د ډيپلوماسۍ دستګاه ډېره پاملرنه د لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر ایران د بندیزونو د لمنځه وړلو او کم تر کمه د اغېزو ټیټولو، د متوازنو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ختیځ لوري، سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعامل ته پاملرنه ډېره کړې وه. په سیمه ییزه کچه په دې دوره کې ایران وتوانید چې د شانګهای سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي، دغه هېواد په ۲۰۰۵ز.کال کې د شانګهای سازمان د ناظر غړي په توګه له دې سازمان سره یوځای شو او یو کال وروسته یې د بشپړ غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه، دغه غوښتنه له ډېرو بحثونو وروسته د رییسي د ولسمشرۍ پرمهال په ۲۰۲۱ز.کال  د دې سازمان په دوه ویشتمه سرمشریزه کې تایید شوه[۷]. په دې سازمان کې د ایران غړیتوب د دې هېواد د سیمه ییزې ښکیلتیا او باور رامنځته کېدلو لپاره چې د ایران د سیمه ییزو تعاملاتو د زیاتوالي لپاره لاره هواروي خورا مهم ګڼل کېږي.

سربېره پر دې په ۲۰۲۴ز.کال کې چې د رییسي دوره ګڼل کېږي ارجنټاین، ایتوپیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او ایران د بریکس هېوادونو (برازیل، روسیه، هند او جنوبي افریقا) په ډله کې غړیتوب ترلاسه کړ.[۸] په دې سازمان کې د ایران غړیتوب دغه هېواد ته د بین المللي معادلاتو په برخه کې د څو اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړین ګڼل کېږي. او همدارنګه په دې لنډه دوره کې ایران وتوانید چې له یو شمېر ګاونډیو عربي هېوادونو او افریقايي هېوادونو لکه سعودي عربستان، کویټ، مصر، لېبیا، جیبوتي او مالدیپ  سره خپلې سیاسي اړیکې له سره پيل کړي. د ۱۴۰۱هـ ش کال په حوت میاشت کې د چین په منځګړتوب، د ایران د ملي امنیت شورا منشي خپل سعودي سیال مساعد بن محمد العبیان سره په چین کې وکتل او لنډو خبرو وروسته یې هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې بیا پیل شي.[۹] او له دې وروسته د دې هېواد د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر سره په جده کې وکتل، دغه کتنه په تېرو اوه کالونو کې چې د دواړو هېوادونو اړېکې ترینګلې وې، په اوږدو کې بې سارې وې.[۱۰]

ایران او سعودي عربستان په سیمه کې د اغېزناکو لوبغاړو په توګه، د سیمې او په ځانګړې توګه د منځني ختیځ  د سیاسي او جیوپولېټیکي مسایلو په برخه کې اغېزمن رول ترسره کولای شي، داچې په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړېکې ښې نه وې نو پرته له شکه یې د سیمې په سیاسي ـ امنیتي حالاتو ناوړه اغېزې کولې؛ نو کله چې د دواړو هېوادو د بیا اړیکو پیل کولو هڅې ګړندۍ شوې او تر ډېره بریده بریالې هم وې؛ نو حتمي ده چې د دواړو هېوادونو د ملي ګټو او ملي امنیت سربېره د سیمې پر حالاتو مثبتې اغېزې وکړي.

همدارنګه په سیمه کې د اسلامي مبارزینو څخه د ایران د بشپړ ملاتړ له امله د فلسطین د مقاومت جبهې (حماس) ترټولو بې ساری ستر عملیات د اسرائیلو د رژیم پر ضد ترسره کړل، د ۲۰۲۳ز. کال د اکټوبر په اوومه نېټه د الاقصی طوفان عملیاتو وروسته د حماس ځواکونو د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې نیواک د مخنیوی لپاره، د اسراییلو له لوري نیول شوی سیمې په راکټونو وویشتلې او بیا هغو سیمو ته ننوتل چې د اسراییلو له لوري نیول شوې وې. د دې عملیاتو په پایله کې تر ۱۴۰۰ ډېر اسراییلیان وژل شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر ټپیان دي. دغه عملیات دصهیونیسټ رژیم لپاره یوه تاریخي ناکامی ګڼل کیږي. له دې عملیاتو وروسته د اسرائیلو پوځیانو د امریکا او اروپايي هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره پر غزې برید وکړ. په دغو بریدونو کې تر ۳۵ زره ډېر فلسطینان شهیدان شوي او تر ۷۰ زره ډېر کسان ټپیان شوي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د اسراییلو لخوا د ملکي وګړو وژل او د استوګنې پر سیمو بمبارۍ د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې غبرګونونه راپارولي او حتی نړیوالو مجلسونو یې پر وړاندې سخت دریځونه نیولي دي، ان تر دې چې جنايي بین المللي محکمې چې د نړیوالو جرمنو مرتکبینو د رانیولو او مجازات کولو او په نړیواله کچه د جنايي عدالت تامنین کولو په موخه رامنځته شوې، غبرګون ښودلی او د دې محکمې د څارنوال له لوري د اسراییلو د لومړي وزیر بن یمین نتانیاهو د نیولو غوښتنه یې کړې ده[۱۱]. خو اسراییل په دې سیمه کې خپلو اعمالو او وژنو ته دوام ورکوي او رفح ښار ته یې پراخوي.

په تېرو څو میاشتو کې د ایران د وخت د بهرنیو چارو دستګاه چې په سر کې یې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدلهیان چې د سيمې او نړۍ په کچه يو له ډېرو ګټورو او اغېز لرونکو بهرنيو چارو وزيرانوڅخه ګڼل کېده، وه. ده په غزه کې د جګړې د درولو او د اوربند د پلي کولو لپاره له خپلو سيالانو سره مشورې او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې ډېرې هڅې وکړې. له چین او روسیې سره د اړیکو ټینګول د سید ابراهیم رئیسي د حکومت دوه نورې لاسته راوړنې دي، د هغه حکومت له دغو دوو هېوادونو سره په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نظامي برخو کې خپل تعاملات د تېرو حکومتونو په پرتله ډېر پراخ کړل. د مسکو او تهران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. دغه راز له چین سره د ایران سوداګري شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته ورسېده.[۱۲] د رییسي د واکمنۍ بله ستره لاسته راوړنه داده چې نوموړي په دمشق کې د اسراییلو له لوري د ایران پر کونسلګرۍ د برید غچ په داسې ډول ترلاسه کړ چې له خپلې خاورې یې اسراییل په نښه او د سل ګونو چاودېدونکو ډرونونو، کروز او بالستیک توغندیو په کارولو یې پر دې هېواد برید وکړ.[۱۳] په سیمه ییزه او نړیواله کچه پر اسراییلو د ایران برید د رسنیو په سر کې ځای پیدا کړ، خو دې برید ته د اسراییلو سربېره د دې هېواد نږدې ملاتړي، امریکا متحده ایالاتو په څېر نورو ملاتړو هېوادونو تند غبرګون ونه ښود، متحده ایالاتو یواځې په ډیپلوماتیک غبرګون بسنه وکړه. دې برید په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ایران وړتیا لا څرګنده کړه او پر اساس یې په نړیوالو او سیمه ییزو سیاسي ـ نظامي معادلو کې د ایران پله درنه کړه.

لکه څرنګه چې د رییسي د بهرني سیاست په دستګاه کې ګاونډیو هېوادونو سره د تعاملاتو پراختیا موخه ګرځول شوې وه؛ نو په همدې اساس افغانستان هم چې دغه مهال په کې اسلامي امارت د بیا ځلي لپاره واک ته رسیدلی وو، د ایران د بهرني سیاست د پاملرنې وړ وګرځېد او له دغه هېواد سره یې اړیکې پیل کړې. ځکه چې دغه مهال ایران له افغانستان سره مشترکې ګټې لري او سربېره پر دې له یو شمېر مسایلو دواړوه لوري اغېزمن کېږي. د اسلامي امارت د بیا رامنځته کېدو وروسته په کابل کې د ایران سفارت پرانېستی پرېښودل، په ایران کې د افغاستان اسلامی امارت استازو ته د افغانستان د سفارت د چارو واګي په لاس ورکول، د اوبو پر سر بریالي مذاکرات ترسره کېدل او په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د تعاملاتو لرل د دواړو هېوادونو په ښو اړیکو او همدارنګه د د واړو هېوادونو د بریالۍ ډیپلوماسۍ پایله ده.

مسعود پزشکیان او د هغه بهرنی سیاست

 پزشکیان په داسې حال کې واک ترلاسه کړ چې په نړیواله کچه ایران د امریکا متحده ایالاتو له لوري له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او دغه ټکي پر ایران خورا منفي اقتصادي اغېزې کړي دي، ان تر دې چې د دې هېواد د پولي واحد ارزښت په بې سارې توګه کم کړی دی، له بلې خوا په سیمه کې د اسراییلو او حماس جګړه روانه ده؛ په دې جګړه کې لویدیځ هېوادونه د اسراییلو او ایران د حماس ملاتړ کوي، دغه ټکي د ایران او لویدیځ هېوادونو د اړیکو پر ترینګلتیا لا نور سیوری هم غوړولی دی.

د پزشکیان له بریا وروسته، نوموړي یوه بیان کې چې پر ایکس خپره شوې، له ایرانیانو د یووالي او ملاتړ غوښتنه کړې. هغه په دې بیان کې د ایران له مخالفانو سره په تېره بیا د اټمي پروګرام او پر دغه هېواد د بندیزونو د لیرې کولو په اړه د خبرو اترو پلوي ښکاره کړې او دا یې دخپل هېواد د کورنیو مسایلو د حل یوه وسیله ګڼلې ده. هغه په ټاکنیز کمپاین کې هم څو څو ځله دا جملې تکرار کړې وې او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې وې چې ایا موږ غواړو له نړۍ سره خپلې ستونزې حل کړو که نه؟ زه باور لرم چې د هېواد د ستونزو د هواري لپاره باید له کړکېچ څخه راووځو.[۱۴]  د ولسمشر په توګه د یوه معتدل او اصلاح غوښتونکي شخصیت ټاکل کېدای شي د لویدیځ او ایران مذاکراتو لپاره د اسانتیا برابرولو په برخه کې مثتبې اغېزې وکړي. دی به له لویدیځ سره د اړیکو جوړولو او د بندیزونو د پورته کولو لپاره د مذاکراتو د بیا پیل کېدو هڅې وکړي؛خو یو ټکی چې دلته ورته اشاره وشي هغه داده چې لویدیځ هیوادونه تمه نه لري چې دا ټاکنې به له ایران سره د دوی اړیکې بدلې کړي، خو دا چې د پزشکیان سیال به موجوده تاوتریخوالی زیات کړی وای؛ نو ځکه داسې فکر کېږي چې پزشکیان چې یو معتدل او اصلاح غوښتونکی شخص دی یقینا د لویدیځ لپاره غوره نوماند دی.[۱۵] په سیمه ییز سیاست کې به تر ډېره بریده د رییسي سیاست ته مخه کړي او هڅه به وکړي چې په ختیځ کې له چین او روسیې سره خپلې اړیکې له بل هر وخت نږدې کړي، سربېره پر دې به له سعودي عربستان سره د اړیکو د پاللو اړخونه لا پیاوړي کړي او په دې برخه کې به هڅې لا ګړندۍ کړي. په منځني ختیځ کې به د ایران ښکیلتیا ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه به د اسراییلو په اړه به د پخواني حکومت سیاستونه چې د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین ملاتړ دی، دوام ورکړي. د دې سیاست د تعقیب په موخه ښاغلي خامنه یی د پزشکیان د بریا وروسته په لومړني پیغام کې داسې وویل((زه توصیه کوم چې په مهربان خدای باندې توکل وکړئ، د خلکو د هوساینې او د هیواد د پرمختګ لپاره د شهید رییسي د لارې په دوام، د هیواد له ظرفیتونو په ځانګړې توګه ځوان، انقلابي او با ایمانه بشري سرچینېې، په کار واچوي)).[۱۶] داچې یو ولسمشر له سیاسي اړخه له رهبر وروسته دویم مقام ګڼل کېږي او د اساسي قانون مطابق رهبر ته مسولیت لري؛ نو حتمي ده چې د هېواد په بهرني سیاست کې ولسمشر د رهبر تر اغېز لاندې راځي او په پای کې به د هغه نظریات او وړاندیزونه په نظر کې نیسي.

که څه هم د افغانستان په اړه ښاغلي پزشکیان خپل بهرنی سیاست په جزیاتو سره نه دی څرګند کړی؛ خو دغه موضوع کولای شو د هغه د وینا په دوه برخو کې تحلیل کړو؛ لومړی د هغه هغه وینا چې د افغان مهاجرینو په برخه کې یې کړې ده او بل د بهرني سیاست هغه برخه چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په برخه کې یې کړي دي.

نوموړي د افغان مهاجرینو په اړه لاندې ټکي روښانه کړي دي:

۱ ـ د پولې کنټرول او له حده ډېره مهاجرت څخه مخنیوی.

۲ ـ  د مهاجرینو اداره کول: هغه روښانه کړې چې له دې څخه باید انکار ونه کړو چې د ایران په اقتصاد او تحمیلي جنګونو کې افغان ورونو ګټور رول ترسره کړی او قرباني یې ورکړې ده؛ خو په ایران کې د هغوی شتون باید اداره شي.

۳ ـ له اروپایي هېوادونو سره باید د افغان مهاجرینو په اړه مذاکره وشي، ترڅو یو اندازه مهاجرین دوی هم قبول کړي او یا کم تر کمه یې په ایران کې یې لګښت په غاړه واخلي، لویدیځ باید هغه څه چې په افغانستان کې تېرېږي او میلیونونه خلک یې مهاجرت ته اړ کړي، مسولیت په غاړه واخلي او د دې هیڅ دلیل نشته چې ایران د نورو ناوړه سیاستونو پایلې وزغمي.[۱۷]

هر هېواد حق لري چې خپلې خاورې ته په غیر قانوني توګه د اشخاصو د را ننوتلو په اړه پریکړه وکړي، د افغان مهاجرینو په اړه د هغه وینا څخه معلومېږي چې دی به په راتلونکي کې د هغو په اړه سخت او جدي اقدامات چې د هغوی د را ویستلو لامل شي ترسره نه کړي، د هغه له وینا څرګندیږي چې دی باور لري چې د ایران په اقتصادي پرمختګ کې افغان مهاجرو پراخه ونډه ترسره کړې ده، نو امکان لري چې د افغان مهاجرینو په برخه کې سیستماتیک ګامونه پورته کړي د بیلګې په توګه په غیر قانوني توګه به ایران ته ورتګ ستونزمن شي خو په قانوني توګه به د هغوی تګ لپاره اسانتیاوې رامنځته او هغوی به هلته ثبت او په داسې توګه اداره شي چې  د دې هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مثبت تاثیرات وکړي.

له سیاسي اړخه به له افغانستان سره لکه څرنګه چې یې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې روښانه کړې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره به تعاملات زیات کړي؛ نو داچې افغانستان د دې هېواد ګاونډی دی نو حتمي دی چې په دې برخه کې به ډېره پاملرنه کوي؛ نو لیدل کېږي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په اړه به دی هم د رییسی سیاستونه مخ ته یوسي.

پایله

د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي مړینه د دې لامل شوه چې په دې هېواد کې له مقید وخت دمخه ټاکنې ترسره شي، داچې د ایران په سیاسی برخه کې دغه ډول خلا رامنځته کېدل له وړاندې پیشبیني شوې وه او د بیلابیلو مادو د احکامو په ترڅ کې حل لارې وړاندې شوې وې چې په پلي کولو سره یې دغه هېواد وتوانېده چې رامنځته شوې خلا د قانون د احکامو پر بنسټ په داسې توګه چې د نظام د ثبات لپاره هیڅ ډول ننګونه رامنځته ته نه شي، ډګه کړي. داچې په هر هېواد کې د حکومت رهبرۍ د بېلابېلو لاملونو پر اساس بدلون کوي؛ خو دغه بدلونونه د ملي دولتونو د ملي ګټو په ساتلو او ترلاسه کولو هیڅ اغېزې نه کوي، خو د دې امکان شته چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو او ساتلو لارې چارې او پالیسۍ بدلې کړي. داچې د ایران د حکومت په رهبرۍ کې بدلون رامنځته شو او د رییسي پرځای ښاغلی پزشکیان د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو؛ نو دی به د بهرني سیاست د پلي کولو په برخه کې تر ډېره بریده د تېر حکومت پالیسۍ چې په ژورو تعاملاتو ولاړې وې په ځانګړې توګه په سیمه ییزو مسایلو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره چې افغانستان هم په کې شامل دی، په پراخې ښکیلتیا سره پلي کړي او د لویدیځو هېوادونو سره د اړیکو پاللو په برخه کې به د پخواني حکومت په پرتله به نرمې پالیسي غوره کړي، ترڅو هغو بندیزونو ته چې پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو له لوري وضع شوي، لېرې کېدو او کم تر کمه د اغېزو کمېدو ته لاره هواره کړي، ترڅو د دې هېواد اقتصادي پرمختګ ته لا هم لاره هواره شي.

وړاندیزونه

۱ ـ د افغانستان اسلامي امارت د د تېر په څېر هڅه وکړي، چې د ایران د نوي حکومت سره خپلې اړیکې او تعاملات جاري وساتي، په ځانګړې توګه د مهاجرینو په برخه کې د هڅه وکړي ترڅو افغان مهاجرینو ته په ایران کې د اوسېدو قانوني چوکاټ رامنځته کېدو سربېره هغوی ته اقتصادي او تعلیمي ـ تحصیلي فرصتونه برابر شي.

۲ ـ اسلامي امارت د افغانستان پر وړاندې د لویدیځو هېوادونو د بهرني سیاست د نرم کولو په موخه د هڅه وکړي چې د ایران، چین او روسیې محور رامنځته او له دغو هېوادونو سره اړیکي زیاتې کړي.

۳ ـ اسلامي امارت د هم د ایران په څېر دغه ډول د غیر مترقبه حالاتو راتلل د په یوه اصولي سند کې پیشبیني او تعریف کړي ترڅو په راتلونکي کې د ورته حالاتو سره د مخامخ کېدو په صورت کې له هیڅ ډول ننګونو سره مخ نه شي.

۴ ـ د ایران حکومت د هڅه وکړي چې په سیمه کې له ټولو اسلامي هېوادونو او نورو هغو هېوادونو سره چې ورسره ځینې مشترکات لري، ستونزې پای ته ورسوي، ترڅو له لویدیځو هېوادونو سره د دې هېواد د اړیکو پیل کېدو ته فرصت برابر شي.

ماخذونه:

[۱] د ایران اسلامي جمهوریت اساسي قانون

[۲] محمد مخبر؛ رئیس جمهوری برای پنجاه روز – DW – ۱۴۰۳/۲/۳۱

[۳] اسامی نامزدهای انتخابات ریاست جمهوری ایران اعلام شد – BBC News فارسی

[۴] نتایج نهایی دور اول انتخابات ریاست جمهوری ۱۴۰۳ / پزشکیان و جلیلی به دور دوم رفتند/ مشارکت ۴۰ درصد اعلام شد (iscanews.ir)

[۵] Reformist candidate Masoud Pezeshkian wins Iran’s presidential runoff election (lemonde.fr)

[۶] بیوگرافی مسعود پزشکیان + زندگی نامه (setika.ir)

[۷] What Does Iran’s Membership in the SCO Mean for the Region? – The Diplomat

[۸] نقش‌آفرینی ایران در توسعه فناوری و نوآوری کشورهای عضو «بریکس» – خبرگزاری مهر | اخبار ایران و جهان | Mehr News Agency

[۹] ایران و عربستان با میانجیگری چین برای «از سر گیری روابط» به توافق رسیدند | Euronews

[۱۰] وزیر خارجه ایران با ولیعهد عربستان دیدار کرد – BBC News فارسی

[۱۱] [۱۱] The Economist, The ICC’s threat to arrest Binyamin Netanyahu has shocked Israel, published date May 20th 2024, available at: The ICC’s threat to arrest Binyamin Netanyahu has shocked Israel (economist.com)

[۱۲] گام‌های سیاست خارجی دولت «رئیسی» – ایسنا (isna.ir)

[۱۳] اسرائیل: ایران به مناسب وخت کې د برید بیه پرې کړي؛ تهران وايي د اسرائیل بل برید ته به یې ځواب لا توند وي – BBC News پښتو

[۱۴] فرارو | سی ان ان: پزشکیان به دنبال رفع تحریم است (fararu.com)

[۱۵] Reformist lawmaker Masoud Pezeshkian wins Iran’s presidential vote | CNN

[۱۶] اولین توصیه خامنه‌ای به پزشکیان: ادامه‌ راه ابراهیم رئیسی (iranwire.com)

[۱۷] ۳ تصمیم کلیدی پزشکیان برای مهاجران افغان در ایران – خبرآنلاین (khabaronline.ir)

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *