کرونا وایروس؛ په چین او نړۍ یې اغېزې

امان الله کاکړ

ووهان چې د چین هېواد مرکزي برخه کې د پروت ولایت هوبي مرکز دی، د تېر کال دسمبر میاشتې وروستیو کې د یادې سیمې یو شمېر وګړي په کرونا چې یو ډول وایروسي ناروغۍ ده اخته شول. او تر اوسه یې د چین په ګډون د نړۍ زیات شمېر هېوادونه له سختې وېرې سره مخ کړي دي. دا چې کرونا وایروس څه ډول پیدا شو او په څه ډول خپریږي؟ تر اوسه یې څومره اغېزې درلودلي دي؟ درملنه یې شتون لري او که نه؟ په افغانستان کې یې د خپرېدو اټکل څومره کېدلی شي او د مخنیوي لارې چارې یې کومې دي؟ په دې تحلیل کې پرې هر اړخیزه شننه کوو.

د چین ووهان سیمه

ووهان د چین هېواد په مرکزي برخه کې پروت هوبي ولایت مرکز دی. د وګړو شمېر یې شاوخوا ۱۱ میلیونو ته رسیږي. د دې سیمې ډېری وګړي د خوراکي توکو په برخه کې د بحري حیواناتو له غوښو څخه ګټه اخلي. په دې سیمه کې د بحري حیواناتو او راز راز څارویو د غوښو پراخه بازارونه شتون لري. پر همدې بنسټ د یادې سیمې ډېری وګړي د څارویو سره نږدې اوسیږي او د بحري حیواناتو د غوښو پلورلو کاروبار ترسره کوي.

کرونا وایروس

څو لسیزې وړاندې د دې وایروس اصلي بڼه په حیواناتو کې موندل شوې وه، مګر تېر کال دسمبر میاشتې وروستیو کې د یاد وایروس نوې بڼه په انسانانو کې هم وموندل شوه. د څېړونکو پر باور دغه وایروس یواځې په مار او اسمانڅکالي کې موندلی شی او دا هغه دوه حیوانات دي، چې  چینایان یې غوښه د نورو ټولو حیواناتو په شان خامه او پخه استعمالوي یاده دې وي، چې چینایان په خوړو کې حلال او حرام یا ښه او خراب نه پېژني بلکې ټول هغه شیان خوري، چې په ادیانو معتقد انسانان خصوصآ مسلمانان یې خوراک حرام ګڼي. دغه نوې وایروسي ناروغي ساري ده او کولی شي له یو تن څخه بل ته په اسانه توګه ولېږدول شي. د SARS وایروسي ناروغي چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ د چین په ګډون د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې خپره شوې وه، شاوخوا ۸۰۰ تنه یې وژلي وو.[۱] د روغتیایي څېړونکو پر وینا کرونا وایروس خپرېدا کچه ښایي له SARS څخه هم لوړه شي، ځکه تر اوسه یوازې په لومړنیو درې ورځو کې په یاد وایروس د اخته کسانو شمېر له ۶۲۰۰ څخه لوړ دی. د چین هېواد یې په راتلونکو لسو ورځو کې د لا پراختیا اټکل کوي او په دې توګه کولی شي د ډېرو کسانو ژوند واخلي.

د کرونا وایروس د عام رېزش یا زکام په څېر ناروغي ده، چې اخته تن پکې سر دردي، تبه او د لوړې کچې رېزش لري. مګر توپیر یې له عام یا موسمي زکام سره په دې کې دی چې موسمي زکام له یو تن څخه ۱.۵ تنو ته سرایت کولی شي، په داسې حال کې چې کرونا وایروس کولی شي له یو تن څخه  آن ۳.۵ تنو ته انتقال شي چې د وینې کموالي لامل هم ګرځي او نور کسان په دې وایروسي ناروغۍ په تېزۍ سره اخته کړي.[۲]

په چین هېواد کې تر اوسه ۱۱۷۹۱ تنو په شاوخوا کې په یادې وایروسي ناروغۍ اخته شوي، له دې ډلې څخه زیات شمېر اخته کسان په ووهان سیمه کې شتون لري او یادې وایروسي ناروغۍ تر اوسه ۲۵۹ تنه وژلي دي.[۳] د وژل شویو کسانو له نیمايي څخه زیاته برخه د ووهان سیمې اوسیدونکي دي، هغه ځای چې د لومړي ځل لپاره پکې دغه وایروسي ناروغي راوټوکېده.[۴] مګر په هانګانګ کې څېړونکي بیا اټکل کوي، چې یوازې په ووهان سیمه کې به ۴۴ زره تنه په یاد وایروس اخته شوي وي.[۵][۶]

له چین پرته په تبت سیمه او د نړۍ په شاوخوا ۲۵ هېوادونو کې د کرونا وایروس خپرېدل ثبت شوي دي. له هغې ډلې څخه جاپان، جرمني، فرانسه، کاناډا، تایلینډ او وروستۍ هېواد چې د یاد وایروس د شتون پېښه پکې ثبت شوې عربي متحده امارات او یو شمېر نور هېوادونه دي.

په جاپان او جرمني هېوادونو کې هغه کسان چې په یاد وایروس اخت شوي، چین ته یې سفر نه دی ترسره کړی، ولې د هغو کسانو سره نږدې پاتې شوي وو چې په دې وروستیو کې له چین هېواد څخه یادو هېوادونو ته ورستانه شوي دي.

د کرونا وایروس مخنیوی او درملنه

د کاناډا هېواد ټورنټو کې د Humber river hospital همبر ریور روغتون یو تن ډاکټر ښاغلي Michael Gardam میخایل ګارډم چې د ساري ناروغیو په برخه کې پراخه زده کړې او تجربې لري، د کرونا وایروس په اړه وایي: تر اوسه دا ډېره لرې ده ترڅو څرګنده کړو چې دا وایروس په څه ډول خپریږي او درملنه یې باید په کوم ډول ترسره کړو؟

تر اوسه د کرونا وایروس د درملنې لپاره کوم واکسین نه دی جوړ شوی. مګر د روغتیا پالانو پر باور هغه څه چې کولی شي د یاد وایروس د انتقال مخه ډب کړي پر صابون د لاسونو وینځل، د ماسک استعمال او د هغو کسانو سره چې په یاد وایروس اخته شوي وي له هغو څخه لرې اوسېدل دي.

له دې پرته په چین کې ډېری روغتیا پالان په دې باور دي دا چې د ووهان سیمې ډېری اوسیدونکي د بحري حیواناتو له غوښو څخه ګټه پورته کوي او د څارویو سره نږدې پاتې کېږي هغوی ته پکار دي له خامو غوښو او څارویو څخه لرې پاتې شي، ځکه پر ډېر باور ښایي له حیواناتو څخه دغه وایروسي ناروغي انسانانو ته لېږدول شوي اوسي.

تېره چهار شنبه د اسټرالیا هېواد یو شمېر ساینس پوهانو خبر ورکړ، چې په لیبارټرۍ کې یې د کرونا وایروس جوړېدو بڼه یې په بریالۍ توګه وازمایله. او دا کار کولی شي د نړۍ په کچه د یاد وایروس د خپرېدو مخې ډب کولو کې په اغېزناکه توګه مرسته وکړي.[۷] چین د کرونا وایروس مخنیوي او کنټرول لپاره ۲۷.۳ بیلیون یوان ځانګړي کړي دي.[۸]

د کرونا وایروس اغېزې

د کرونا وایروس پیدا کېدو وروسته د ووهان سیمه په مصنوعي توګه بنده شوې او خلک یې قرنطین شوي دي. هیڅوک نه شي کولی له یادې سیمې څخه بلې سیمې ته ولاړ شي او یا نور څوک دې سیمې ته راشي.

تقریباً په ټول چین کې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، او په چین کې د نوي لمریز کال د لمانځلو مراسم یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

هغو کسانو چې د نوي کال لمانځلو لپاره یې سوداګریزې بوختیاوې ترسره کړي له پراخو زیانونو سره مخ شوي، ځکه هیڅوک نه شي کولی د کرونا وایروس خپرېدو له وېرې چین ته سفر ترسره کړي او یا هلته په یادو مراسمو کې ګډون وکوي. یوازې د ماسک پلورلو بازار تود دی، ځکه هر څوک کوښښ کوي ترڅو ډېر شمېر ماسکونه راونیسي ترڅو په وایروس د اخته کېدو څخه وژغورل شي.

کرونا وایروس د چین اقتصاد ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو په اقتصاد هم ناوړه اغېزې ښیندلي دي. د ملګرو ملتونو د ټوریزم یا سیاحت نړیوالې ادارې پر بنسټ یوازې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶۸ میلیونه چینایان بهرنیو هېوادونو ته په سیاحت تللي وو، او د ۲۷۷ بیلیونو ډالرو په شاوخوا کې یې مصارف ترسره کړي وو چې د یادو هېوادونو په ملي عوایدو کې یې ښه ونډه لرلې وه.[۹] مګر اوس د یاد وایروس د خپرېدو له وېرې، چین ته او له چین څخه نورو هېوادونو ته د ټوریزم یا سیاحت په برخه کې په هر ډول تګ راتګ پراخه او سخت بندیزونه لګېدلي دي.

اقتصاد پوهان باور لري که چېرته د چین هېواد بهرنیو هېوادونو ته د خپلو وګړو په سفر بندیز تر شپږو میاشتو دوام ورکړي، نو دا کار کولی شي د نړۍ ټوریزم یا سیاحت برخه کې ۸۳.۱ بیلیون ډالر زیان واړوي چې د نړۍ اقتصادي ځواک د ۰.۱ فیصد پورې را ښکته کولی شي.  په امریکا او جاپان کې پالیسي جوړوونکو ګواښ کړی چې کرونا وایروس به په نړیوال اقتصاد ناوړه اغېزې ولري، او تر دې دمه یې د جاپان پر صادراتو او د عامه کمپنیو ګټو یې اغېزمنې کړي دي.[۱۰]

افغانستان چې په دې وروستیو کې چین هېواد ته د پخوا په پرتله ډېر صادرات لري او له هغه هېواد څخه یو شمېر توکي رالېږدوي، د کرونا وایروس غځېدنه کولی شي په اغېزناکه توګه دا هېواد له اقتصادي ستونزو سره هم مخ کړي.

بلخوا روسیې له چین سره خپلې پولې وتړلې، چې په نړیوال مارکیټ ناوړه اغېزې لرلی شي. په هند کې هم د کرونا وایروس لومړنی پېښه ثبت شوې او که چېرته په اړین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان د سویلي آسیا هېوادونو په اړه د کرونا وایروس مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه کړي نو لرې نه ده چې د سویلي آسیا هېوادونه له زیاتو هر اړخیزو ستونزو سره مخ کړي. دا ځکه چې په سویلي آسیا کې د افغانستان، بوتان او یو شمېر نورو هېوادونو شتون چې اقتصادي ځواک کچه یې ښکته ده، او د درملنې په برخه کې یو اغېزمند سیستم نه لري ترڅو د یاد وایروس مخنیوی پرې وکړي.[۱۱]

څه باید وشي؟

که څه هم د چین هېواد ووهان سیمه کې د کرونا وایروس مخنیوي او درملنې لپاره تر راتلونکې یک شنبې ورځې پورې د څو زره بستریز روغتون جوړېدو چارې چې په لسو ورځو کې یې د جوړېدو اټکل شوی ګړندی کړي دي او کولی شي د یادې سیمې خلکو ژوند وژغوري.[۱۲]  مګر اړینه ده ترڅو د اسټرلیا په څېر د نړۍ یو شمېر نور پرمختللي هېوادونه د شته او پرمختللیو امکاناتو لرلو څخه په ګټې اخیستنې سره د کرونا وایروس مخنیوي واکسین زر تر زره تولید کړي. ترڅو د چین په ګډون ټوله نړۍ د دې ناوړه وایروس څخه وژغورل شي. افغان چارواکي باید په چین هېواد کې د افغان محصلینو او هغو افغان کاروباریانو او سوداګرو، چې په یاد هېواد کې اوسیږي په برخه کې نور هم د چینايي چارواکو جدي پاملرنه جلب کړي ترڅو هغوی سره هر راز اغېزناکې مرستې ترسره کړي. په هېواد کې د درملنې او تشخیص په برخه کې د کمزوري سیستم په لرلو سره باید هغوی تر هغې هیچا ته اجازه ور نه کړي ترڅو له چین څخه افغانستان ته سفر ترسره کړي. بلخوا هغه وګړي چې د نورو هېوادونو لکه عربي متحده امارات چې د کرونا وایروس پکې ثبت شوی افغانستان ته د سفر پر مهال باید په لویو هوائي میدانونو کې له یادو هېوادونو څخه د نویو راستنو شویو وګړو کره تشخیص ترسره شي. ترڅو د معلومو شویو نښو لرونکي کسان له نورو هغو لرې او قرنطین کړای شي او په دې توګه په افغانستان کې د کرونا وایروس مخه ډب کړای شي.

================================================================

سرچینې:

[۱] http://www.usatoday.com/story/news/health/2020/01/27/coronavirus-death-toll-china-wuhan-virus-outbreak-spreads/4586403002/

[۲] https://www.youtube.com/watch?v=dx0bXPTYxpY

[۳] http://www.radio.gov.pk/01-02-2020/china-death-toll-due-to-coronavirus-rises-to-259

[۴]https://edition.cnn.com/asia/live-news/coronavirus-outbreak-01-30-20-intl-hnk/h_68f5027c1b3ad4c27f70d022074687f6?utm_source=twCNNi&utm_content=2020-01-30T06%3A54%3A04&utm_medium=social&utm_term=link

[۵] https://foreignpolicy.com/category/china-brief/

[۷] https://twitter.com/NBCNews/status/1222490354596884480

[۸] twitter.com/globaltimesnews/status/1222821805964111873

[۹] https://www.wsj.com/articles/from-bangkok-to-the-boulevards-of-paris-absence-of-chinese-tourists-hits-hard-11580295915?mod=e2tw

[۱۰] https://www.nytimes.com/2020/01/30/business/global-markets.html?smid=tw-nytimes&smtyp=cur

[۱۱] https://www.ft.com/content/403e6677-842e-3e92-9f7b-fa2a5f760ae0

[۱۲] https://www.youtube.com/watch?v=2rUyz8MXorU

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *