په هند کې کرونايي جهاد؛ واقعيت که دسیسه!؟

عبدالصبور مبارز

محبوب علي د ډهلي ښار شمال ختيځې سيمې، هري والي اوسيدونکی دی. نوموړی په دغه سيمه کې د هندوانو يوې افراطي مذهبې ډلې په لښتو او بوټانو دومره وواهه چې له غوږونو او پوزې يې وينې وبهېدې. علي، تازه له تبليغي اجتماع څخه کور ته راستون شوی ؤ.  د دغې سيمې د هندوانو په باور نوموړی د کرونايي جهاد روزنې ته تللی ؤ او اوس يې تشکيل خپلې سيمې ته شوی او غواړي چې دلته هم د کرونا له لارې جهاد وکړي او موږ ټول ووژني. علي له وهلو وروسته مندر (د هندوانو عبادت ځای) ته يوړل شو او له هغه غوښتنه وشوه چې هندو مذهب ومني، ترڅو روغتون ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.

دا او دې ته ورته پېښې وروسته له هغې رامنځته شوې، کله چې تېره مياشت د هند په ډهلي ښار کې له يوې تبليغي غونډې وروسته د څلور زرو تبليغيانو د کرونا (کويډ ۱۹) ټسټونه مثبت وختل. هندوانو دعوه وکړه چې په دې تبليغيانو کې پاکستاني پلوه تبليغيان هم موجود دي او غواړي چې د کرونا وايرس له لارې هندوان له منځه يوسي او کرونايي جهاد (د افراطی هندوانو په عقيده د کرونا له لارې د هندوانو  وژنې ته کرونايي جهاد وايي) ترسره کړي.

رسنۍ؛ د مذهبي افراطيت په خدمت کې

له دې پېښې وروسته يو لړ مذهبي افراطي ډلو په ټول هېواد کې د مسلمانانو پر خلاف د نفرت راپيداکولو هڅې پيل کړې. په ټولنيزو رسنيو او تلويزيوني چينلونو کې د مسلمانانو پر خلاف دروغ او ناوړه خبرونه خپاره شول. چا به ليکل چې زموږ د کور په خوا کې د مسلمانانو يو کور دی او د کور ټول غړي يې په کورونا اخته دي، چې بيا به ټولو ګاونډيو له هغوی سره راشه درشه نه کوله او له هغوی به يې کرکه کوله.  د جنوبي هند په تامل ناډو رياست کې يوې مذهبې ډلې په اتلسو (۱۸) تبليغانو دعوه وکړه چې دوی په کورونا وايرس اخته دي او له پوليسو يې غوښتنه وکړه چې هغوی ونيسي، له دې اعلان وروسته هندوانو او پوليسو له دغو اتلسو تبليغيانو سره ډېره سخته رويه وکړه، وروسته معلومه شوه چې د دغو تبليغيانو له سره ټسټونه نه وو شوي.

هندي چارواکو او مذهبي ډلو په هند کې د کرونا د خپرېدو ټوله پړه پر مسلمانانو واچوله. تر دې چې په اتراپردېش ايالات کې پوليسو د هغو تبليغيانو د ښودلو په بدل کې (۱۰) زره هندي روپۍ انعام هم کېښود چې په تبليغي اجتماع کې يې ګډون کړی وي.

د هند د واکمن ګوند، بي جي پي (Bharatiya Janata Party) مشرانو هم تبليغي جماعت په دې تورن کړ، چې په داسې حساسو شرايطو کې د تبليغي اجتماع راغوښتنه د دې ثبوت دی چې دوی په قصدي ډول غوښتل چې په هندوانو کې د کرونا وايرس خپور کړي او د دوی دې عمل ته يې د (CoronaTerrorism) او غړو ته يې د (Human bombs يا انساني بمونه) نوم ورکړ.

د هندي رسنيو مشهور ژورنالست -ديپک چورسيا- چې په ټويټر کې يې تعقيبوونکي له يو لک کسانو څخه اوړي، په خپل يو ټويټ کې ليکلي ؤ: (په اتراپردېش ايالت د پرياګراج [چې پخوا په اله آباد مشهور ؤ] په سيمه کې يو ځوان د تبليغيانو له خوا له دې امله وژل شوی دی چې په تبليغيانو يې انتقاد کړی ؤ) د نوموړي له ټويټ وروسته د پرياګراج پوليسو وويل چې دا دروغ دي او هلته چې کوم ځوان وژل شوی هغه شخصي دښمني درلوده.

ناوړه رسنيز تبليغات او د مسلمانانو پر ژوند يې اغېزې

 دغه ډول خبرونه د دې لامل شول چې په کليو او ښارونو کې خلکو له مسلمانو پلورنکو څخه پلورنه بنده کړه. په روغتونونو کې ډاکټرانو د مسلمانو ناروغانو له درملنې ډه ډه وکړه. د ميرټ ښار د سرطان د تدواۍ روغتون، د کرونا له ټسټ څخه پرته د مسلمانو مريضانو پر اخيستنه بنديز ولګاوو.

ګارډين ورځپاڼې په خپله ويبپاڼه کې يوه ويډيو خپره کړې، چې په هغې کې د هند په اناکنهالي کلي کې ددغه کلي د پنچهايت (کليوالي شورا) مشر ښکاري، چې خلکو ته اخطارونه ورکوي، که چېرې چا له مسلمانانو سره اړيکې ټينګې کړې او يا څوک ورسره په خبرو وليدل شول، نو د ۵۰۰ هندي کلدارو څخه تر ۱۰۰۰ کلدارو پورې به جريمه شي.

په ټول هند کې مسلمانان د وېرې له امله له خپلو کورونو څخه نشي وتلی. د شرم او بدو خبرو له امله مسلمانانو د ټولنيزو رسنيو استعمال بند کړ. د قرنطين پرمهال د دولت له خوا کېدونکي مرستې د مسلمانانو کورونو ته ونه رسېدې، يا ځايي چارواکو چور کړې او يا هم د پوليسو او هندوانو له خوا د هغوی کورونو ته پرېنښودل شوې. له يوې خوا د قرنطين او د مسلمانانو له پلورنځيو څخه د شيانو نه اخيستل او له بلې خوا د دولتي مرستو نه رسيدل هغه لاملونه وو چې د مسلمانانو د غربت کچه يې لوړه، دسترخوانونه يې تش او خېټې يې له لوږې ګونځې شوې، او يوازې د الله دربار ته د لاسونو په لپه کولو یې له لوږې سره مبارزه کوله  او ځينې بيا دومره تنګ شول چې له ځان وژنې پرته ورسره بله لاره نه وه.

دلشاد محمود ولې ځان وژنه وکړه؟

دلشاد محمود د هماچل پردېش ايالت د انا سيمې اوسيدونکی ؤ، د دغې سيمې خلکو نوموړی د تبليغي جماعت غړی ګڼلو او د همدې لپاره يې نوموړي ته سپکې سپورې ويلې، هر وخت يې د هغه بې عزتي کوله او تر دې حده هغه ورټل شو چې په پايله کې يې ځان وژنه وکړه.

د دلشاد مور، بي بي سي اردو سره په مرکه کې وويل: ((زما د زوی ډېره بې عزتي کېده، تر دې چې خلکو له هغه څخه د شيدو اخيستل هم بند کړل او نوموړی تر دې تنګ شو چې ځان وژنه يې وکړه.))

د دلشاد ښځې انګليسي ورځپاڼې ټربيون سره په خبرو کې وويل: ((زما د خاوند له امله خلکو زموږ کور ته تګ او راتګ هم بند کړ، خاوند مې د دې هرڅه د ختمولو په موخه روغتون ته لاړ او د کرونا ټسټ يې وکړ چې پايله يې منفي وه، خو له هغې وروسته هم خلکو پرېنښود او همغه وه چې ځان وژنه يې وکړه.))

تبليغي اجتماع؛ يوه پلمه، يوه توطيه

په هند کې مذهبي تاوتريخوالی تاريخي مخينه لري، د بابري مسجد دپیښی نه رانيولې بيا تر ۱۹۸۴م کال د جون او اکتوبر د ۳۱ نېټې پېښې، د ۲۰۰۲م کال د ګجرات پېښه او دې ته ورته نورې ډېرې داسې مذهبي پېښې شوي دي، چې په تاوتريخوالي اوښتې دي. که چېرې د مذهبي تاوتريخوالي مخينه وګورو، نو اکثره وخت د مسلمانانو د ځپلو په موخه، هندوانو يوازې پلمه لټولې او بيا يې مذهبي رنګ ورکړی دی. په اوسني وضعيت کې هم د مسلمانانو د ځپلو او له هغوی سره د کرکې او نفرت د پيداکولو لپاره، هندوانو يوازې د (تبليغيانو له لوري د کورونا خپرېدل) یوه پلمه پيدا کړې ده.

ګارډين ورځپاڼې سره د ډهلي د اقليتونو د کمېسيون مشر، ډاکټر ظفرالاسلام خان په خپلو خبرو کې ويلي: ((يوازې تبليغي ډله ولې په دې ملامتېږي چې هغوی ډېر خلک راټول کړي او غونډه يې جوړه کړې او بيا د دوی له لارې کرونا وايرس خپور شوی، بلکې موږ په درجنونو نور مثالونه لرو چې په هغو کې دولت، سياسي ډلې او بيلا بېلو نورو مذهبي ډلو هم لويې لويې غونډې جوړې کړي دي، ولې دغه تور پر هغوی نه لږېږي، چې د کرونا وايرس په خپرولو کې يې ونډه اخيستې ده. دلته ولې ټوله پړه پر مسلمانانو اچول کېږي، له دې جوتېږي چې دا يو مذهبي جنګ دی چې د مسلمانانو پر خلاف پيل شوی دی.))

لنډه دا چې د کرونا وايرس د خپريدو په تور له تبليغيانو او مسلمانانو سره داسې سپک چلند يوازې يوه پلمه او له مسلمانانو سره د کرکې د پيداکولو او د مسلمانانو د بدنامولو لپاره يوه دسیسه ده او مونږ هيله لرو چې ملګرې ملتونه، د اسلامي هېوادونو کنفرانس او نور لوی نړيوال قدرتونه په هند کې د دغه مذهبي تبعيض د پای ته رسېدو او مسلمانانو ته د هغوی د حقوقو ورکولو لپاره غږ پورته کړي او له هند څخه وغواړي چې دغه مذهبي تبعيض ژر تر ژره پای ته ورسوي او مسلمانانو ته د هغوی حقوق ورکړي.

سرچينې

  1. https://www.theguardian.com/world/2020/apr/13/coronavirus-conspiracy-theories-targeting-muslims-spread-in-india
  2. https://www.aljazeera.com/indepth/opinion/coronavirus-outbreak-india-blamed-muslims-200418143252362.html
  3. https://www.bbc.com/urdu/pakistan-52384101
  4. https://www.bbc.com/urdu/regional-52204098
  5. https://www.bbc.com/urdu/regional-52110141

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *