د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایلې او پر افغان سوله یې اغېزې

امان الله کاکړ

د نومبر په درېیمه نېټه په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې لا هم د ټاکنو پایلې د دولس ورځو تېرېدو سربېره هم په رسمي توګه نه دي اعلان شوي. که څه هم د لومړنیو شمېرو له مخې لیدل کېږي چې د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د خپل سیال ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه زیاتې رایې ترلاسه کړي دي، مګر ولسمشر ټرمپ بیا د پایلو نه منلو ګواښ کوي چې ګواکې په لویه کچه درغلي شوې ده. او په دې توګه د ټاکنو پایلو په سر دا جنجالونه په داسې حال کې روان دي چې لا هم په ځینو ځایونو کې د رایو شمېرنه روانه ده او د ټاکنو وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې. دا چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې چې جو بایډن پکې بریالی ښکاري پر افغان سوله به څه اغېزې ولري په دې تحلیل کې مو پرې شننه کړې ده.

ټرمپ او بایډن

د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریت پال ګوند څخه ولسمشر ټرمپ او د ډیموکرات ګوند څخه جو بایډن د مخکښو کاندیدانو په توګه تر ټولو یوه داسې سخته ټاکنیزه سیالي ترسره کړه چې د بریالي کاندید اټکل یې د سیاسي تحلیل ګرانو لپاره ناشونی کړی وو. په یادو ټاکنو کې ۶۵ سلنه هغو امریکايي وګړو ګډون درلود چې د رایې ورکولو حق یې درلود او دا کچه د ۱۹۰۰ م کال وروسته تر ټولو لویه کچه ګډون وو چې په ټاکنو کې ترسره شو.

په امریکا کې د بې کارۍ کچې زیاتېدل، کرونا وایروس بابیزه ګڼل، د نړۍ نورو هېوادونو سره سوداګري او د (America First) یا د (لومړی امریکا) پالیسي ښايي د ډونالډ ټرمپ لپاره هغه ستونزې وې چې د زیاترو امریکایانو رایې د نوموړي څخه د جو بایډن په ګټه تمامې کړې. کرونا وایروس چې د ۲۴۲ زره څخه زیات امریکايي وګړي یې ووژل او تر دې چې د نومبر په دویمه نېټه په خپله ولسمشر ټرمپ او د هغې مېرمن په یاد  وایروس په داسې حال کې اخته شول چې له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ کرونا وایروس یو عادي وایروس ګڼلی وو. د (ABC News) په یو شمېرنه کې ۷۲ سلنه امریکايي وګړو انګېرلې وه چې ښاغلي ټرمپ د کرونا وایروس جدي موضوع په توګه نه ده نیولې. بله ستونزه چې د (America First) پالیسي وه چې امریکا یې د نورې نړۍ څخه لرې کړه او د نړۍ په کچه يې د امریکا نوم ته پراخه زیان ورساوه. جو بایډن د خپل ټاکنیز کمپاین په وخت کې دا په ډاګه کړې وه چې نوموړی به له دې پالیسي څخه تېرېږي او د نړۍ نورو هېوادونو ترڅنګ د امریکا ملاتړو هېوادونو سره به خپلې اړیکې نورې هم نږدې کوي.

دا چې ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي شوې او نوموړی څرګندوي چې د ټاکنو شمېرلو سیستم څخه هغه ۲٫۷ میلونه رایې چې د نوموړي په ګټه کارول شوې وې پاکې شوي دي. د نومبر په ۱۴ نېټه د کرونا وایروس په اړه یو خبري کنفرانس ته ټرمپ څرګنده کړه چې راتلونکې اداره به د کرونا وایروس په برخه کې کوم ډول ګامونه پورته کوي د راتلونکې ادارې په تړاو د ټرمپ څرګندونې ښيي چې ښاغلي ټرمپ په ضمني توګه ماته مني.[۱] خو بلخوا د ټاکنیز سیستم او سایبرسیکیورټي ادارو پر وینا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ښې او شفافې ټاکنې ترسره شوې دي او د ښاغلي ټرمپ ټولې ادعاوې ردوي.[۲]

بایډن د امریکا او نړۍ لپاره

د ښاغلي بایډن لپاره به په داخل د امریکا کې تر ټولو سخته ننګونه د کوویډ ۱۹ سره مبارزه وي چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۰٫۷ میلونه امریکایان پرې اخته شوي دي.[۳] له دې پرته د بې کارۍ کچې راښکته کول به بله هغه ستونزه وي چې د کرونا وایروس زیاتېدو سره د ښاغلي بایډن لپاره بله ننګونه جوړولی شي.

په بهرني سیاست کې ښاغلي بایډن په ډاګه کړې چې د پاریس اقلیم بدلون له هغې هوکړې سره به یو ځای شي چې د ښاغلي ټرمپ واکمنۍ پر مهال ترې امریکا وتلې وه. چې د نړۍ اقلیمي بدلون په برخه کې یو ښه پرمختګ کېدلی شي.

جو بایډن چې د ایران سره د ښاغلي ټرمپ پر سیاست یې مخالفت درلود د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډاګه کړې چې نوموړی به د ایران سره د ۲۰۱۵ م کال اتومي هوکړې ته بېرته ورستون شي. د نوموړي په آند پخواني ولسمشر ټرمپ پر ایران ناوړه فشار وارد کړی وو او نوموړی غواړي په یوې داسې ستراتیژۍ کار وکړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا ګټې خوندي کړي.[۴] د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د نویو ټاکنو پایلو ته خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې ده چې په امریکا کې نوی دولت به د شته فرصتونو څخه د تېرو تېروتنو د جبران لپاره لپاره ښه ګټه پورته کړي. مګر د ایران لپاره د امریکا دغه شین څراغ ښايي د عرب هېوادونو د ناخوښۍ سبب وګرځي چې دا کار بیا د سیمې د امنیت لپاره ښايي بدې پایلې ولري.

د کشمیر موضوع چې پاکستان او هند ترمنځ اوږدې مودې راهیسې جنجالي موضوع ده، او ټرمپ یې په اړه د منځګړیتوب څرګندونې درلودې، بایډن بیا څرګنده کړې چې هلته په لږکیو ظلم روان دی او د یادې ستونزې حل کولو په برخه کې به کار کوي. همدا لامل دی چې پاکستاني چارواکي د بایډن راتګ سره هیله مندي ښيي او د هغوی په آند پاکستان به هڅه وکوي ترڅو د امریکا نوې ادارې ملاتړ د کشمیر په موضوع کې ترلاسه کړي.

په بهرني سیاست کې د ښاغلي بایډن لپاره به د چین سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو رغول لویه ستونزه او ننګونه وي. که څه هم چین حکومت د نورو هېوادونو په پرتله د اوږده ځنډ وروسته د بایډن اټکلي بریا ته په کتو نوموړي ته مبارکي ویلې ده.

د روسیې حکومت بیا تر دې مهاله هیڅ کوم کاندید ته د مبارکۍ پیغام نه دی لېږلی او ټینګار کوي چې رسمي پایلو ته دې انتظار وویستل شي دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړنی تن وو چې په ۲۰۱۶ کال کې یې ولسمشر ټرمپ بریا پر مهال د مبارکۍ پیغام استولی وو. او بایډن موده وړاندې پر روسیې تور لګولی وو چې تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې وه. د روسیې او امریکا اټکل شوې نوې ادارې چې بایډن به یې مشري کوي ترمنځ دغه واټن کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکو او د سیمې روان وضعیت لپاره یو ښه خبر و نه اوسي.

بایډن د افغانستان لپاره

بایډن چې د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د ولسمشر اوباما ولسمشرۍ پر مهال د امریکا مرستیال ولسمشر پاتې شوی د افغانستان حالاتو په اړه له نږدې معلومات لري او د افغانستان مختلفو سیمو ته یې سفرونه ترسره کړي دي.

د۲۰۰۱ لومړي کال سپټمبر ۱۱ نېټې پېښو وروسته چې امریکا د جوبایډن مرستیال ولسمشرۍ پر مهال په افغانستان او عراق باندې حملې ترسره کړې. په داسې حال کې چې پر عراق د حملې کولو سره ښاغلي بایډن خپل مخالفت څرګند کړی وو.

په ۲۰۱۲ کال کې د CNN سره په یوه ځانګړې مرکه کې بایډن ویلي وو چې امریکا باید له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل ټول فوځیان وباسي . د نوموړي پر آند امریکا یوازې د القاعدې مرکزیت ختمولو لپاره پر افغانستان حمله وکړه او دا چې هلته القاعده ځواک تر ډېره کمزوری شوی نو د افغانستان امنیت د افغان ځواکونو مسؤلیت دی او امریکا نوره نه غواړي چې هلته پاتې شي. مګر یوازې د دې لپاره چې د امریکا پر وړاندې د تهدیدونو مخنیوی وشي امریکا به د پاکستان سره د تروریزم پر ضد ځواک جوړولو په برخه کې مرسته ترسره کوي.[۵] نوموړي له دې وړاندې هم څرګنده کړې وه چې افغانستان به پاکستان ته سپاري چې د افغان ولس سخت غبرګونونه یې هم راوپارول.

له دې وړاندې بایډن په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ویلي وو چې پاکستان امریکا ته له افغانستان څخه ۵۰ سلنه زیات ارزښت لري، او ښاغلي کرزي ته یې په ډاګه کړې وه چې ستاسو لپاره د بش طلایي دوره پای ته رسېدلې او طالبان ستاسو خپله او القاعده بیا زمونږ خپله ستونزه ده.[۶] د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونې ښيي چې امریکا په افغانستان کې د یو ښه سیستم ملاتړې نه ده.

د افغانستان په اړه د جو بایډن پخوانیو څرګندونو ته په کتو ښايي د امنیت ښه کېدو په برخه کې افغان ولس د پام وړ پرمختګ و نه ویني، او د مرګ ژوبلې روانه لړۍ به په همدې بڼه دوام پیدا کړي.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني د بایډن بریا مبارکۍ په لړ کې هیله څرګنده کړې چې امریکا او ا فغانستان ستراتیژیکو همکاریو ته دوام ورکړي.

دوحې تړون او بایډن

د دوحې تړون چې د ښاغلي ټرمپ واکمنۍ پر مهال لاسلیک شو، د بایډن افغانستان په اړه څرګندونو ته په  کتو ښايي د افغان ولس لپاره د یو ښه پرمختګ په توګه ثابت نه شي. افغان طالبانو بیا د امریکا ټاکنو په اړه ویلي وو چې دا بدلون د امریکا داخلي موضوع ده او له نوي امریکايي حکومت يې غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې ته ځکه ژمن پاتې شي چې یو شمېر کړۍ چې شخصي ګټې یې په روانه جګړه کې نغښي دي دا جګړه اوږدول غواړي چې پایلې د امریکا لپاره په زیان دي.

بلخوا دویم معاون سرور دانش بیا ویلي چې د امریکا نوی حکومت دې د سولې هوکړې په اړه له سره غور وکړي ترڅو په طالبانو فشار راوړل شي چې تاوتریخوالي کچه کمه کړي. [۷]

د ښاغلي دانش خبرو وروسته هرات امنیتي کنفرانس ته د ولسمشر غني لومړي مرستیال امر الله صالح څرګنده کړې چې افغان حکومت د دوحې تړون ځکه په رسمیت نه پېژني چې د یاد تړون وروسته د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ افغان حکومت پېنځه زره طالب بندیان خوشې کړل خو لا هم په هېواد کې تاوتریخوالی دوام لري.[۸]

د طالبانو او افغان حکومت لخوا د بین الافغاني خبرو اترو پر مهال دغه ډول څرګندونې امریکا ته په ډېره آسانۍ فرصت په لاس ورکوي چې هر وخت وغواړي سیمې کې خپلو ملي ګټو ته په کتو د دوحې تړون څخه ګټه پورته کړي.

امریکايي فوځي مشران بیا په دې باور دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل چې د دوحې هوکړې له مخې یې ژمنه شوې، حالاتو ته په کتو به ترسره کېږي او که چېرته په سیمه کې د امریکا ګټو ته ګواښ متوجه وي هغوی کولی شي د ګواښونو له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

د دوحې تړون لاسلیک کېدو وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نوره هم مخ پر زیاتېدو ده. د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جنرال مک مسټر بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د ټرمپ په بهرني سیاست کې طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیکول یوه تر ټولو ستره ناکامي وه، او د نوموړي پر آند امریکا طالبانو سره د افغان حکومت پر ضد لاس یو کړی دی.

بلخوا د امریکا د دفاع پخواني وزیر مارک اېسپر سپینې ماڼۍ ته لیک استولی او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو اېستلو په تړاو یې خپله اندېښنه شریکه کړې ده، چې په بېړه دې امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه و نه اېستل شي.

بلخوا د افغانستان په اړه د جو بایډن پخوانیو څرګندونو ته په کتو داسې معلومیږي چې د نوموړي راتګ سره به د سولې روان بهیر بریالي کېدو سره به سپینه ماڼۍ ډېره دلچسپي و نه لري، او په دې ترتیب به ښايي د سولې روانې هڅې په یو ډول ټکنی شي. هغه داسې چې د امریکايي فوځي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په کتو ښايي بایډن د دوحې تړون په خلاف یو شمېر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې کړي. او دا چې په افغانستان او سیمه کې د ا مریکا ګټې په کوم ډول خوندي کېدلی شي په راتلونکې کې به هغو ته په کتو به دوی ګامونه پورته کوي، ځکه د امریکا ګټې هغوی ته د افغان سولې څخه زیات لومړیتوب لري.

نو پر همدې بنسټ افغان طالبانو او افغان حکومت ته پکار ده ترڅو افغان سوله چې د سیمې هېوادونو لپاره په یوې نیابتي جګړې بدله شوې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي. د سولې په روانه لړۍ کې دواړه خواوې باید حتمي اوربند اعلان کړي ځکه د روانې جګړې د دواړو خواوو قربانیان یوازې افغانان دي. او که د جګړو شدت په همدې توګه دوام پیدا کړي نو دا به د امریکا او د سیمې هغو هېوادونو ته چې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره لاسوهنه کوي فرصت برابر کړي ترڅو د دوحې تړون چې د سولې په برخه کې یو ښه پرمختګ ګڼل کېده له منځه وړلو ته لاره هواره کړي.

[۱] https://www.bbc.com/pashto/world-54941622

[۲] https://www.nytimes.com/2020/11/12/us/politics/election-officials-contradict-trump.html

[۳] https://www.worldometers.info/coronavirus/country/us/

[۴] https://www.aljazeera.com/news/2020/11/8/what-will-a-biden-presidency-mean-for-iran

[۵] https://www.stripes.com/news/middle-east/biden-to-weigh-keeping-counterterror-force-in-afghanistan-analysts-say-1.651634

[۶] – د Directorate S Steve Coll کتاب ۳۲۷ صفحه

[۷] https://www.washingtonpost.com/world/asia_pacific/afghanistan-peace-talks-biden/2020/11/09/713498e0-1de5-11eb-ad53-4c1fda49907d_story.html

[۸] https://da.azadiradio.com/a/30947939.html

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *