د پوهنې وزارت د نویو ریفورمونو د کره کتنې په اړه ګردی میز ترسره شو

د روان هجري لمریز کال (1399) د قوس میاشتې په 25 نېټه چې د 2020 میلادي کال د دسمبر میاشتې له 15 نېټې سره سمون خوري، په کابل کې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوري یوه مهمه غونډه تر سره شوله. دا غونډه چې د ګردي میز په بڼه ترتیب شوې وه؛ د هېواد د مختلفو برخو څخه ګڼ شمېر پوهنیزو شخصیتونو، ژورنالستانو او محصلینو پکې برخه اخستې وه؛  چې د ماسپښین په 1:30 بجه پیل او څلور بجې پای ته ورسېدله.

د دې غونډې اصلي ایجنډا د افغانستان د پوهنې د وزارت له لوري هغو نویو ریفورمونو (اصلاحاتو) ته ځانګړې شوې وه. او د همدې موضوع په تړاو د افغانستان د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د انکشافي پروژې رئیس دکتور شیرعلي (ظریفي) د دې غونډې لومړنی مېلمه ؤ، او  همداراز د افغانستان د  اسلامي تعلیماتو په معینیت کې  د بیا کره کتنې او د ظرفیتونو د ارتقاء رئیس  قدرمن مولوي صاحب عبدالسلام (عابد) د دې پوهنیزې غونډې دویم مېلمه او همداراز استاد محمد مدثر اسلامي ؤ چې د پوهنې او روزنې د چارو متخصص او د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز علمي غړی دی، دې علمي غونډې ته رابلل شوی ؤ.

دا غونډه  د قاري صاحب عبدالحلیم (منیب) په ښکلي تلاوت سره پیل شوله. ورپسې د افغانستان د ستراتيژیکو او سیمه ییز و څېړنو مرکز رئیس ښاغلي نصیر احمد (نویدي) د غونډې قدرمنو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په خپله پیلیزه وینا کې یې وویل :

مونږ نن په یوه ډېره مهمه او علمي غونډه کې سره راټول شوي یو، تر څو د یوې اړینې ملي موضوع په اړه سره بحث وکړو. په همدې خاطر مو د پوهنېزو چارو کارپوهان او د نظر خاوندان دې غونډې ته رابللي دي.

ښاغلي (نویدي) زیاته کړه:  په ټوله کې زمونږ دا ګردی مېز په دوو اړینو برخو باندې وېشل شوی چې: یوه برخه یې د قدرمنو مېلمنو ویناوو او بله برخه یې د همدې موضوع په اړه د سوال او ځواب؛ او د نظریاتو د څرګندولو برخه ده چې هر ګډونوال به په خپل نوبت او بشپړ صراحت سره خپل نظر او څرګندونې له نورو سره شرېکوي؛ او ددې غونډې درېیم محور مو د یو مُتوازن ریفورم او بیاکتنې لپاره ځینې توصیې او سپارښتنې دي چې  دا توصیې به هم  د دې غونډې په پای کې مطرح او له تاسو درنو ګډونوالو سره شریکي شي.

د افغانستان د ستراتيژیکو او سیمه ییز و څېړنو مرکز اولویات او بنسټیز موخې په اصل کې، د یوې ښې حکومتولۍ رامینځ ته کول، په هېواد کې د سرتاسري سولې او ملي خوندیتوب (امنیت) چاپیریال ته وده ورکول، د پوهنې او تحصیل سکتور کې مثبت تحولات رامینځ ته کول، او همداراز د مېرمنو حقوقو او د سالمې کورنیو رامینځ ته کول دي.

ورپسې د یادې غونډې لومړني مېلمه دکتور شیرعلي ظریفي چې د یوې لسیزې څخه زیات پوهنې وزارت کې دنده پرمخ وړي، خبرې پیل کړې.  نوموړي په خپله وینا کې د خپلې موضوع په تړاو چې: (د پوهنې وزارت له لوري د اعلان شوو ریفورمونو د اړتیا؛ او د هغو د تفصیلاتو په اړه وه) د ناستې ګډونوالو ته د پوهنې وزارت په تعلیمي سکتور کې د ترسره شویو کارونو تاریخچې، لاس ته راوړنو او شتو ستونزو ته په کتو  داسې وویل:

د پوهنې سکتور د ملا د تیر حیثیت لري؛ او دا سکتور زمونږ په هېواد کې هم خورا مهمې دندې تر سره کوي؛ لکه: د استادانو او متعلمینو د ظرفیتونو لوړتیا، دوی ته د  کتابونو او نورو درسي موادو وېش او برابرول، په ښوونیز بهیر کې بهبود او ښه والی راوستل، د متخصصو او مسلکي استادانو روزل او خپلې دردمنې ټولنې ته وړاندې کول، متعلمینو او محصلینو ته د آرام چاپیریال چمتو کول؛ او همداراز په ښوونیز بهیر کې د اغېزمنو او معاصرو  میتودونو څخه ګټه پورته کول؛ او داسې نورې مهمې دندې دي چې دا برخه یې د پوهنې په څانګه کې ترسره کوي. په اصل کې د پوهنې وزارت دنده همدا ده چې: تر څو ماشومان د یوې روزنیزې پروسې پر بنسټ وروزي؛ ځکه ماشومان یوې سپینې پاڼې په څېر حیثیت لري؛  او بالآخره له همدې روزل شویو اشخاصو څخه ګټور، مُتخصص، مسلکي او مُتفنّنْ انسانان جوړ کړي.

دا کوچني ماشومان په حقیقت کې د هغو خامو موادو په څېر حیثیت لري؛ چې په یوه فابریکه کې هغه ښه پروسس کېږي؛ تر څو له دوی څخه ګټور مواد جوړ شي، او په دې توګه یې په بازار کې بیه څو چنده لوړیږي، ظرفیت یې ښه او همداراز ګټه یې هم زیاتیږي؛ نو د ماشومانو د ذهنیتونو روزل هم ورته مثال لري؛ خو مونږ وینو چې: زمونږ په لیسو او مکتبونو کې زده کوونکي د 15  او 16 مضامینو پورې لولي؛ اوس پوښتنه داده چې: دا دومره ډېر او د لوی حجم کتابونو لوستل به ګټور کار وي او که بې ګټې؟ ولې ځینې وخت لیدل کېږي چې: د دولسم څخه فارغ زده کوونکي بیا هم په املاء کې ستونزې لري؛ حال دا چې املاء د سواد آموزۍ په برخه کې د سواد لومړنۍ مرحله ګڼل کیږي. دا هغه ستونزې دي چې: مونږ په ګډه سره د حل په لارو چارو یې باید فکر وکړو.

د طالبانو په رژیم کې مونږ یو میلیون زده کوونکي او محصلین درلودل؛ مګر د نوي حکومت په راتګ سره دا کچه ډېره لوړه شوله؛ او تر لسو میلیونو (10) پورې ورسېدله؛ خو دلته دا حقیقت هم باید له پامه ونه غورځوو چې: هر کله د یو څه کمیت (شمېر) لوړيږي؛ نو طبیعي خبره ده چې : کیفیت یې هم ورسره راټیټیږي. مونږ غواړو چې زیات معلمین او ښوونکي ولرو؛ تر څو زمونږ د روزنې او ښوونې  پروسه په بشپړ بریالیتوب سره پر مخ ولاړه شي؛ مګر ستونزه داده چې: د ښو او  مسلکي استادانو روزل یوې اوږدې مودې ته اړتیا لري. مونږ د ښه تعلیم او ښوونې لپاره باید په هېواد  کې د نړیوالو نورمونو او پرنسپونو مطابق او معیاري لیسې ولرو. همداراز مونږ باید ګټور تعلیمي نصاب ولرو؛ تر څو په هېواد کې مو د سواد او د پوهنې کچه لوړه شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د انکشافي پروژې رئیس دکتور شیرعلي (ظریفي) زیاته کړه چې: د پوهنې وزارت د علمي پروژو په پلي کولو کې یو لړ ستونزې هم لري؛ لکه: تر ننه پورې مونږ د هېواد په مختلفو سیمو کې امنیتي ستونزې لرو، مکتبونه او لیسې مو سوځول کیږي، او کله  کله هم د واسطه بازۍ له کبله د ځینو زده کوونکو او محصلینو حقوق تلف کیږي. له یادو ستونزو پرته بله ستونزه د مسلکي او متعهدو  (ژمنو) مدیرانو قلت او کمښت دی. دا په دې معنا چې: هغه مدیران چې له مونږ سره کار کوي، مونږ کله کله وینو چې: دوی د افغانستان د پوهنې له وزرات سره ژمن خلک نه دي؛ او وظیفوي مصؤنیت هم نه لري؛ او هر کله به چې دوی چېرته ښه وظیفه وموندله؛ نو دوی به د پوهنې کار پرېښوده او په نویو دندو باندې به یې ځانونه مصروفول.

دکتور علي ظریفي د دې ګردي میز   محوري موضوع ته هم اشاره وکړله او وې ویل چې: په اصل کې د ریفورمونو او اصلاحاتو رامینځ ته کول؛ یوه حیاتي او بنسټيزه مسئله ده، خو  له بده مرغه په تېرو څو کلونو کلونو کې مونږ د دې شاهد یو چې په پوهنیزو چارو کې دا ریفورمونه او تغیرات سلیقوي رنګ درلود؛ او دقیق او ښه سنجول شوي بدلونونه نه ول.

 حتی کومو وزیرانو چې په دې برخه کې کار وکړ؛ هغوی هم مسلکي او متخصص خلک نه ول، بلکې دا چې هغو ی سیاسي خلک ول؛ نو په همدې خاطر طبیعي ده چې له هغوی سره به سیاسي مُلاحظې ډېرې وي.

له بده مرغه همدا سلیقوي برخوردونه حتی د پوهنې وزارت په تشکیلاتي برخه کې هم شتون درلود.

د نوموړي پروینا: په پوهنیزه برخه کې د قومي، ژبنیز او سمتي مسائل داخلول؛ او هر قوم ته لکه( پښتون، تاجکو، ازبکو، هزاره ؤو، او ترکمنو ته)  جلا جلا معینیتونه ایجاول، د کوم ملي مصلحت پر اساس نه ول رامینځ ته شوي؛ بلکې دې کار زمونږ د معارف تر منځ، سوء تفاهمات نور هم زیات کړل، او کاري روند یې نور هم ضیفعه کړ؛ او د همدې عدم همغږۍ پر اساس د پوهنیزو پروژو په تطبیقي برخه کې ناوړه خنډونه او حوائل رامنځ ته شول او کومه مثبته نتیجه یې نه درلودله.

له دې وروسته د افغانستان د  اسلامي تعلیماتو په معینیت کې  د بیا کره کتنې او د ظرفیتونو د ارتقاء رئیس  قدرمن مولوي صاحب عبدالسلام (عابد)  چې له شلو کلونو څخه زیات په دې برخه کې کاري تجربه لري، ګډونوالو ته داسې وویل :

د افغانستان د اساسي قانون د لارښوونو او توجیهاتو سره سم، د تعلیمي نظان څخه بنسټيز هدف د یو فعال، پوه  او سالم شخصیت ټولنې ته وړاندې کول دي چې تر څو وکولی شي؛ نېکمرغه ژوند وکړي؛ او د خپل خدای تعالی، وطن او ملت سره د ژمن انسان په توګه پر مخ یوسي. معلومه ده چې د تدریسي نصاب پرته د یو داسې شخص ټولنې ته وړاندې به ناممکن وي.

استاد عبدالسلام د تېرو کلونو د تجربو یادونه هم وکړله او وې ویل چې: پخوا به مونږ تجربوي لیسې درلودلی؛ او په دې لیسو کې به دا نوی نصاب تدریس کېده؛ او که به په عنوان او یا هم متن کې کوم تغییر ته پکې ضرورت ؤ؛ نو لازم او مناسب تغییرات به په راتلونکو چاپونو کې پکې رامنځ ته کېدل. مګر په دې وروستیو کې داسې لیدل کیږي چې: د افغانستان په نصاب کې د ریفورم په برخه کې له متخصصینو سره سلا مشوره نه کيږي؛ بلکې یو ډول خودسرانه فیصلې کيږي چې دا به زما په فکر د ملت په ګټه نه وي. مونږ په نصاب کې د تغییر راوستلو مخالف نه یو؛ مګر اساسي خبره داده چې: دا ریفورمونه او اصلاحات باید واقع بینانه وي؛ او د یو تحقیق،  او دقیقې څېړنې پر اساس باید رامینځ ته شي.

د دې غونډې درېیم محور د مُتوازن ریفورم او کره کتنې لپاره  ځینو مهمو توصیو او سپارښتنو ته ځانګړې شوه، په دې اړه د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئیس ښاغلي دکتور محمد عاطف داسې وویل:  د ښې حکومتولۍ او متعهد حاکم او د یو بېدار ولس نه موجودیت هغه لویې بیماري ده چې په هېواد کې شتون لري؛ او زمونږ ملت یې د نړۍ د پرمختګ څخه وروسته پاتې کړی او د قهقرايۍ او وروسته پاتې کېدو عمده لاملونه ګڼل کيږي. زما توصیه داده چې: حکومت باید هڅه وکړي چې د مکتبونو د ابتدائي مرحلې څخه تر ثانویه او  حتی د پوهنتون تر مرحلې پورې د نصابونو تر منځ د تنسیق مسئلې ته ډېره توجه وکړي، ځکه تر څو پورې چې زمونږ نصاب تنسیق نشي او  همغږي پکې رامنځ ته نشي؛ نو علمي کدر او پوهنیز شخصیتونه ټولنې ته وړاندې کول به ډېر ستونزمن کار وي. په همدې خاطر د لسم، یولسم او دولسم ټولګیو تخصصي مضامین باید منظم شي؛ تر څو زمونږ دا درد ورغیږي.

بله ستونزه د خصوصي مکتبونو رامینځ ته کېدل دي چې په دې مکتبونو کې مونږ وینو، چې د مکتب د مضامینو متون ورته ژباړل کیږي؛ او دوی یې تر زیات فشار لاندې راوستي دي. دا ستونزه هم باید تر دقیقې څېړنې وروسته حل و فصل شي.

په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړلې؛ او د هغوی پوښتنو ته هم د رابلل شوو مېلمنو له لوري ځوابونه ورکړل شول؛ او دعاء په دعائې سره پاې ته ورسول شوله؛ او په پای کې ګډونوالو ته ریفریشمنټ (Refreshment) هم وړاندې شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *